خوب په ادبیاتو کې

خوب لیدل د انسان په ژوند کې ځانګړې اغیزه لري خوب د تاریخ په دوران کې د هر هیواد په ادبیاتو او کلتور کې ځانګړی اهمیت درلود، کله کله د خوبونو د ماناو په اساس تصمیمونه نیول شوي دي .

ځینې وایي خوبونه اسرار او وړاندوینې دي
خوبونه   د هر  ملت د کلتور په پام کې نیولو سره د هغو د سمبولو په اساس  تعبیریږی نو ځکه دخوبونه مانا هم  سره توپير لري کولی شو هر ډول چی  زموږ زړه وي خپل خوب مانا کړو

ځینې خوبونه د الله د خوا زیرۍ وي  چې  له پېښو سره هیڅ اړیکې نه لري
د انسان خلقت په« علت او معلول» او« سبب او مسبب »ولاړ دی  خدای  انسان ته عقل او فکر ورکړی دی
د فلسفي او عرفاني  ادبیاتو پرته  په حماسی ادبیاتو کې هم اهورایی خوبونه یا  صادق خوبونه راغلي دي چې حماسي اتلانو سره یې مرسته کړې ده  اوهغو ته يې لاره ښوولې ده

فردوسی په شاهنامه کې دداسی خوبونو نکلونه کړی  دی
فردوسی په شاهنامه که په تکرار سره دا صادقانه خوبونه د غیب نړۍ ته یو کړکۍ ګنۍ  هغه وايي

نگر خواب را بیهده نشمری
یكی بهره دانش ز پیغمبری

هغه وایي خوب لیدل پيغمبرانو ته  یو ډول وحي ده

هغه وایي پاچاهانو او اتلانو ته     د دنیا ډیر کارونه تر مخه  دپېښیدو په خوب کې مالومیږی هغه  دډیرو خوبونه یادونه کوی لکه
دكیخسرو خوب ، سام خوبونه (دو ه)،  دگشتاسب خوب ،  دبابك نیای اردشیر خوب (پرله پسې دوې شپې)، ،كتایون (د قیصر لور او اسفندیار مور) خوب ،  درودابې خوب ، دكیقباد خوب ، دافراسیاب خوب ،د طوس خوب ، دسیاووش خوب ،  دپیران خوب ،  دگودرز خوب ، دفرودد مور خوب ،  دضحاك خوب ،  درستم خوب ، د كید هندی خوبونه (دو ه خوبه)، دبهرام خوب د انوشیروان خوب او اخیر د فردوسی خوب.

فردوستی د انوشیران هغه خوب  چې په تاریخ بلعمی او پارسنامه کې هم راغلي دي چې  هغه خوب لید چې دمداین دقصر کنګره پر مځکه ولویده او د حجاز له خوا  جهان روښانه شو چې دا د اسلام د پيغمبر (ص)  د نبوت  خوب و
وايي  «موبدان موبد» د ساسانی ددولت لوی دولتي موبد خوب ولید چې د عربو کوشني اوښان د ایران پر غټو اوښانو بریالي کیږي

چنان دید روشن روانش به خواب
كه در شب برآمد یكی آفتاب
چهل پایه نردبان از برش
كه می‌رفت تا اوج كیوان سرش
برآمد برین نردبان از حجاز
به هر جا كه بد نور نزدیك راند
جز ایوان كسری كه تاریك ماند
یوورځ سهار ساموئل تیلور کلریج شاعر ویښ شو هغه خپل خوب ولیکه دا خوب

«کوبلا خان” په اثر تبدیل شو
دا د مولانا په قول هغه خوب تر وېښتیا ښه دی

بس عجب در خواب روشن می‌شود
دل درون خواب، روزن می‌شود
هرودوت) وه (کتزیاس ) د (کوروش )د زېږېدو او زده کړي عجب نکل بیانوي هغه وایي: کوروش د انشان د حکمران  (انزان) لومړی «کمبوجیه » زوی او موریې «ماندانا »د« ماد» د پاچا «آستیاګ» لور وه
کله چې «کمبوجیه» له « ماندانا» سره واده وکړ؛ یوه شپه آستیاګ خوب لیده ، چې د لور په نس کې يې دانګوروتاک شین شوی دی.
هغه سهار  د هیواد ټول  دخوب مانا کوونکي  راوغوښتل
هغوورته و ویل: لور  به  دي یو زوی وزېږوې چې د آستیاګ پادشاهي به له منځه یوسي.
هغه خپله لور د همدانه راغوښتله او بندی يې کړه . له څه مدې وروسته د هغې زوی پيدا شو. د ماد پاچا هغه خپل یو دوست « هارپاګ »ته ورکړ. چې هغه مړ کړي ، هارپاګ هغه خپل شپون  مهرداد ته ورکړ ؛ځکه  دهغه زوی مړ شوی و. شپون  د کوروش کالي  پر خپل مړ زوی واغوستل او دخلکو په مخ کې یې ښخ کړ؛ کوروش یې خپل زوی کړ.اخیر کوروش دهغه  پاچاهی ړنګه کړه  او پاچا شو

 

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب