د بيان علم

علم بیان تعریف:

بيان په لغت كي كشف او ايضاح ته وايي (1) خو په اصطلاح كي هغه علم دى چي د يوې معنا دلالت پر مختلفو لارو راښيي (2) يسوعي بيا وايي : بيان په اصطلاح كي هغه فصيح منطق ته واي چي له ما فى الضمير څخه تعبير په وشي (3).

د بيان د علم لومړى كتاب :

په دې علم كي لومړى كتاب (مجازالقران) دى چي ابى عبيده د خليل شاګرد ليكلى دى.

اصول :

دا علم درې اصله لري يعني په درو شيانو كې بحث كوي (4) :
1. تشبيه
2. مجاز
3. كنايه

[irp][irp][irp]

تشبيه ://

تشبيه د دوو شيانو معنوي اشتراك ته وايي، نو كه دا اشتراك حقيقي وي او كه خيالي او مقصد له معنو ي څخه هغه صفت دى چي د باندنيو موجوداتو څخه نه وي لكه : پوهنه، زړه ور توبي ، ځكه چي د دوو تنو اشتراك په كور او كالو كي تشبيه نه باله كيږي. (5)

د تشبيه ركنونه :
تشبيه څلور ركنونه لري :
لومړى ركن : ئې د تشبيه دوې خواوي دي چي يوه خوا ئې مشبه او بله خوا ئې مشبه به بولى او په عربى طرفين ورته وايي.
دوهم ركن : د تشبيه توري دي.
دريم ركن : د تشبيه وجهه ده .
څلورم ركن : د تشبيه غرض دى.
د يوه شي تشبيه چي له بله شي سره كيږي لومړى شى مشبه او دوهم مشبه به او ددوي منځ كي معنوي اشتراك وجهه شبه يا د تشبيه وجهه ده، او په كوم توري چي دا تشبيه راغلي وي هغه د تشبيه توري بولي او كوم مقصد چي پر بناء وي هغه ته د تشبيه غرض وايي.

لومړى ركن :
د تشبيه دوې خواوي : يعني مشبه او مشبه به مثال ” پوهنه د رڼا په څېر ده” پوهنه مشبه ، رڼا مشبه به شوه. نو تشبيه د خپلو دوو خواو په اعتبار پر څلور ډوله ده :

(1) د مفرد تشبيه له مفرد سره :
(2) د مركب تشبه له مركب سره :
لكه د مخ تشبه له ګل سره يا د زړه ور تشبيه له زمرى سره :
لكه عبدالعظيم چي وايي :
سره لبان دي په خندا كي هسي زيب كا
لكه ګل چي په ګلزار كــــــــــي وغوړيږي
سره لبان او د خندا تركيبي حال مشبه او د ګل د غوړېدلو تركيبي حال مشبه به دى.

(3) د مفرد تشبيه له مركب سره :
لكه په دې لنډۍ كي :
پر ګودر سور سالو ښكاره سو
ما وې دې نورو اوبو اور واخيست مينه
سالو مفرد او مشبه دئ او دا اور او د اوبو د سوروالي تركيبي حال مشبه به دئ.

(4) د مركب تشبيه له مفرد سره :
عبدالقادر وايي :
لكه څوك چي په ويشتل د ګلو خوښ شي
هسي خوښ شي مشتاقان د يـــار له سوكه
گ د ګلو وېشل تركيبي صورت مشبه او سوك مفرد مشبه به دئ.

ددو خواوو د مادې په اعتبار :
د مادې اعتبار هم پر څلور ډوله دى :
اول : د محسوس تشبيه له محسوس سره :
شمس الدين وايي :
زړه مي بې ديار له مخه مدار نه كا
عندليب غوندي بې ګلو قرار نه كا
زړه او عندليب دواړه محسوس دي.
دوهم : د معقول تشبيه د معقول سره :
لكه د ناپوهۍ تشبيه له مرګ سره او دعلم تشبيه له ژوند سره :
دريم : د معقول تشبيه له محسوس سره :
شمس الدين وايي :
د ريا طوق شو را په غـــــــــــــــــــــاړه
لكه خپور شي په جګړه دستار د چا
څلورم : د محسوس تشبيه له معقول سره :
لكه دا بيت :
يا پر جستجوي زما هسي خندا كا
لكه خاندي پر تدبير باندي تقدير

مفروقه او ملفوفه تشبيه :
په پورته تشبيه ګانو كي دوه رازه تشبيه راځي :
چي يوې ته ملفوفه او بلي ته مفروقه تشبيه وايي : ملفوفه تشبيه هغه ده چي د يوه بيت په يوه مصرع كي څو مشبه او بله مصرع كي څو مشبه به راوړه شي لكه حنان چي وايي :
دا څه زلفي څه رخسار او څه ذقن دى
څه سنبل او څه ګلاب څه نسترن دى
مفروقه تشبيه هغه ده چي په يوه بيت يا يوه مصرعه كي څو مشبه او څو مشبه به سره راوړه شي مثلاً بيا حنان وايي :
خوله غونچه، سترګي نرګس، زلفـــــي سنبل دي
خط ريحان دى، څه ګلزار په لاس راكښېووت

دوهم ركن : د تشبيه توري :
د تشبيه توري درې ډوله دي : حروف ، اسماء، افعال :

(1) حروف :
په پښتو كي دا حروف د تشبيه دي : لكه ، غوندي، دود، ورته …
د لكه د توري مثال :
عبدالقادر وايي :
ګوندي بخت مي د دلبر د زلفو ږمونځ كا
كه فلك ټوكرې ټوكرې لكه شمشاد كړم
د غوندي تورى :
خوشحال خان وايي :
كه زما په مرګ دي زړه دي تېغ راواخله
د قصاب غوندي مي بند پر بند جلا كړه
د دود تورى :
لكه پيرمحمد كاكړ چي وايي :
ما له ياره سپينه خوله په خندا غوښته
ده له كسته د غونچگې په دود ونغښته
ورته تورى :
دا تورى په ادبياتو كي زما په سترګه نه شو، مګر په محاوره كي ډېر مستعمل دى : ستا كتاب زما كتاب ته ورته دى. يا نور …

(2) اسماء :
په پښتو كي دا اسمونه د تشبيه دپاره شته : شان، خېر، سيال.
د شان مثال :
عبدالعظيم وايي :
د ستۍ په شان به سوځم ســــــــــــرترپايه
چي تازه مي كړ خپل ځان وته نېران بيا
د څېر مثال :
رحمان بابا وايي :
وړاندي هم ټوله ستـــا په څېر سړي وه
ته هم پاڅه د هغو په څېر همت كړه
د سيال مثال :
عبدالقادر وايي :
نمر له تانه منــــــــــــــــــــــــــــــور شو دا له نمره
څوك به مياشت كا ستا له مخه سره سياله

(3) افعال :
په پښتو كي دا افعال د تشبيه دپاره راځى : ته وا ، ته به وايي، وائې ته چي وائې، تابه ويل :
د ته وا مثال :
مخلص وايي :
رامو نه وړو د پردو له كـــوره ګټه
يو د بل له جېبې كاږو ته وا غله يو
د ته به وايي مثال :
خوشحال خان وايي :
ته به وايي د ګلاب په ګل شبنــــــــــــــــــــــــم دى
چي باړخو دى د نماشتې په وخت خولې شي

د وائي مثال :
عبدالقادر وايي :
ژړ او سره نمرى اغوستي ګلرخانو
وايي سپروني ونيول ګلونــــــــــــــــه

تا به ويل مثال :
پر دې ښاغلي سپى داسي ګران وْ تا به ويل زوى ئې دئ.

د ته چي وايي مثال :
مدېر صاحب داسي پر چوكۍ ناست دى ته چي وايي د پرنګي سر ئې په توره وهلى دى.

د تشبيه اقسام د تشبيه د اداتو په اعتبار :
كه په تشبيه كي د تشبيه ادات نه وي راغلي موكده ئې بولي، او كه راغلي وي مرسله يا مطلقه ئگې بولي هغه چي د تشبيه توري نه وي پكښي راغلي لكه رحمان بابا چي وايي :
شام سحر مي دغه ستا زلفي رخسار
نور مي مه پوښته له شام او له سحره
مطلقه خو دمخه تېره شه.

(3) ركن د تشبيه وجهه :
د تشبيه وجه د مشبه او مشبه به تر منځ يو مشتركه معنى ده، چي په مشبه به كي به د اصليت او مشبه كي د فرعيت په توګه وي او دابه هم د ويونكي په نظر كي وي (6) د ويونكي نظر ځكه ضرورى دي چي مثلاً كه يو سړى د يو پهلوان سره تشبه كړه شي كه څه هم دا سړى په ډيرو شيانو كي لكه خوله، پزه، لاسونه، جسميت، او نورو كي پهلوان سره شباهت لري مګر د ويونكي نظر او مقصد غښتلوالىاو قوت دى، دا د تشبيه وجه به يا د حقيقت له رويه وي لكه چي ووايو : احمد لكه زمرى دى ! يعني په زړه ورتوب كي او يا به د تخيل له رويه وي لكه حسن او ښكليتوب (7) چي ووايو : مخ لكه سپوږمۍ دى.

د تشبيه د وجهه په اعتبار د تشبيه اقسام :
د تشبيه د وجهي په اعتبار تشبيه پر لاندي قسمو وېشلې شويده : تمثيليه او غير تمثيليه ، مجمله او مفصله، قريبه او بعيده.

تمثيليه تشبيه :
هغه ده چي د تشبيه وجهه ئې له متعددو شيانو څخه راوتلې وي لكه حميد چي وايي :
دا زما له غمه شين زړه پكښي خيال د يــــــــار د شونډو
هسي رنګ زيب و زينت كا لكه مى په شنه پياله كښي
دلته د تشبيه وجهه له څو شيانو څخه راوتلې ده د زړه او پيالې له شينوالي، د شونډو او مى د سوروالي څخه او دا چي شونډې او مى دواړه د څكلو شيان دي او هم زړه د خيال او پياله د ميو ظرفونه دي ددې ټولو څخه د تشبيه وجهه راوتلې ده.

غير تمثيليه تشبيه :
هغه ده چي د تشبيه وجهه له مفرد شى څخه راوتلې وي لكه شمس الدين چي وايي :
د ګلرخو په هوس شپې روڼومـــــــه
آموخته لكه شبنم په دا شبخون يم

مجمله تشبيه :
هغه ده چي تشبيه وجهه پكښي نه وي ذكر شوې مثلاً رحمان بابا وايي
دا هلال دى چي ليده شي په شفق كي
كه په لاس د ګل اندامي سپين وښى دى

مفصله تشبيه :
هغه ده چي د تشبيه وجهه ذكر شوي وي مثلاً حنان وايي :
تبسم ئې له دشنامه سره خوند كا
قدر ډېر لري ترخه چي شي شراب
تريخوالى د تشبيه وجه ده.

قريبه تشبيه :
هغه ده چي بېله فكره ويونكى يا آروېدونكى ته د تشبيه وجهه څرګنده شي عبدالقادر وايي :
كه مو عمر د چمن تر ګــــــــــــــلو كم دى
د لاله غوندي سور مخ د زړه په داغ يو

بعيده تشبيه :
هغه ده چي د تشبيه وجهه تر ډېر وخت وروسته څرګنده شي لكه محمد هوتك چي وايي :
د بيلتون په تاريكوكي مي زړه شين شو
رڼا لمر د جام د ميو په ظـــــــلام را (8)
لمر د شرابو سره تشبيه شويدى، په لومړى وار د تشبيه وجه سړى دستي نه شي موندلاى څو ورته ډېر دقيق نه شي وروسته څرګندېږي چي شايد د تشبيه وجه به حرارت وي … دا تشبيه په پارسي كي ډېره ده.

(4) ركن د تشبيه غرض :
د تشبيه غرض د مشبه تعريف دى يعني د مشبه د حال بيان او وصف غرض دى لكه ښكليتوب ، ښه والى، بدوالى او نور ځكه د تشبيه غرض اكثراً مشبه ته راجع كيږي، دا غرض پر څو ډوله دى :
لومړى دا چي د مشبه بدوالى غرض وي لكه چي حميد متملق او مداح او غوړه مال شاعر ته وايي :
لكه سپى چي په مردار شاوخوا كيږي
هسي ته كس وناكس په اسره ستايي
دويم دا چي د تشبيه غرض د مشبه د حال ايضاح او بيانول وي لكه علي خان چي وايي : (9)
زه درپسي درسته شپه پټ ژاړم لكه پرخه
ته سبا خندان لكه ګل وازګرېوان د چايي؟
په دې بيت كي د تشبيه غرض د مين پټه ژړا او د معشوق خندا ده چي دواړه د مشبه حال باله كيږي.
دريم دا چي د تشبيه غرض د مشبه د حال د مقدار څرګندول وي لكه حميد چي وايي :
كه ئې سپك كا عاشقي لــــكه بڼه
هغه كس تر كوه قاف دروند وګڼه
يا نور داسي مثالونه چي غرض پكښي ښكليتوب زينت يا نور وي، مګر كله كله د تشبيه غرض مشبه به ته هم رجوع كوي دا هغه وخت چي د تشبيه د وجهي له رويه چي هره خواناقصه وي هغه مشبه به شي او غرض ځيني اكمليت او بشپړتوب وي، دې ته مقلوبه تشبيه هم وايي ځكه چي مشبه به د مشبه پر ځاى راوړه شوى دى لكه رحمان بابا چي وايي :
دا هلال دى چي ليده شي په شفق كــــــي
كه په لاس د ګل اندامي سپين وښى دى
په دې بيت كي هلال مشبه او وښى مشبه به دى، مګر په مشبه به كي د تشبيه وجهه ناقصه ده ځكه چي هلال خو تر وښي په ښكليتوب كي اكمل دى خو د تشبيه غرض وښي ته راجع دى.

د تشبيه نور عمومي اقسام :
په عموم طور تشبيه نور قسمونه هم لري چي مشهوره ئې اوه دى :

  1. مطلقه تشبيه :
    چي شرط او قيد ونه لري لكه د خوشحال دا بيت :
    د اميد غوټۍ مي واړه شګفته شي
    چي د دوويم پر ما لــــــــــكه صبائي

  2. مشروطه يا مقيده تشبيه :
    چي يو شرط يا قيد پكښي وي لكه پيرمحمد كاكړ چي وايي :
    مخ كه دي ګلشن دى يا څراغ دى يا سورګل
    زه باندي بورا يم يا پتنګ يم يـــــــــــــــــا بلبل
    “كه” په پښتو كښي د شرط تورى دئ.

  3. تشبيه تفصيل :
    چي يو شى د بل شي سره تشبيه كړي بيا بيرته ووايي چي داسي نه ده او د مشبه به افضليت ثابت كړي مثلاً خوشحال وايي :
    چي و مخ وته دي ګورم لكه لمر هسي ځليږي
    قربان دي تر جمال شم په معنى تر لمره غټ يې

  4. د تسويآ تشبيه :
    چي د يو شي صفت د مطلوب له صفته سره مساوي وباله شي لكه ګل محمد هلمندى چي وايي :
    لكه څڼي چي دي ستــــــــا پر مخ پريشاني
    هسي شان مي د خاطره پريشاني ده (10)

  5. د اضمار تشبيه :
    د اضمار تشبيه داده چي تشبيه مضمره وي لكه پيرمحمد كاكړ چي وايي:
    محبوبا پر پالنګ واوښته په خوب كي
    كه هوسۍ وه د بهار پر ګلــــــو رغښته

  6. كنايه تشبيه :
    كنايه تشبيه هغه ده چي د تشبيه تورى وغورځول شي او يوازي مشبه به راوړه شي لكه عبدالعظيم چي وايي :
    سپيني مرغلري د ګلاب په ګــــــــــــــل بهيږي
    روغ زړه مي غوڅيږي چي اوريږي له نرګسه

  7. معكوسه تشبيه :
    د عكس تشبيه داده چي دوه شيه يو له بل سره تشبيه كړى شي رحمان بابا وايي :
    پخواني هم ټوله ستا په څېر سړي وه
    ته هم پاڅه د هغو په څېر همت كـــړه

[irp][irp][irp]

دوهم اصل مجاز ://

مجاز لغتاً د لاري او تېرېدو معنى وركوي او اصطلاحاً د لفظ هغه معنى ده چي حقيقتاً دده دپاره نه وي وضع شوي يعني مجاز د حقيقت عكس دى نو حقيقت بايد وپېژنو :

حقيقت :
حقيقت د لفظ هغه معنى ده چي دده دپاره وضع شوي وي لكه د زمرى لفظ چي د يوه څېرونكي حيوان دپاره ټاكل شويدى.

د حقيقت اقسام :
حقيقت پر څلور ډوله دى : عقلي ، لغوي ، شرعي ، اصطلاحي يا عرفي.

عقلي حقيقت : هغه دى چي د يوه لفظ نسبت داسي شى ته وشي چي ويونكي په عقل منلى وي لكه څوك چي ووايي ” خونه بناء جوړوي” “ور تركاڼ تراشي”
لغوي حقيقت هغه دى چي يو لفظ په لغت كي د يو شي دپاره وضع شوى وي لكه د “اور لړوني” كلمه چي د آتش كاو دپاره راغلې ده.

شرعي حقيقت :
هغه دى چي په شرع كي ديني او شرعي امورو ته يو لفظ وټاكل شي لكه د “نمونځ” لغت چي په لغوي حقيقت كي د “نمانځني” څخه چي د احترام او ستايش په معنى دى اخيستل شويدى مګر په شرعي حقيقت كي د څو مخصوصو اقوالو او افعالو دپاره راوړل كيږي.

عرفي حقيقت :
هغه دى چي په عام عرف كي كوم لفظ د يو شي دپاره ټاكل شوي وى لكه د “مېړه” لغت چي له لغوي حقيقت له رويه هر نارينه ته ويل كيږي مګر په عرف كي د ښځي د سړي يعني شوهر په معنا هم راځي.

علاقه :
د حقيقي او مجازي معنى په منځ كي بايد ضرور يو علاقه او قرينه وي كه علاقه په منځ كي نه وي د هغه لفظ استعمال په مجازي معنا غلط دى مثلاً كه څوك كتاب ته اشاره وكړي او ووايي : “دا آس دى” دلته مجاز بالكل غلط دى، ځكه چي د آس او كتاب په منځ كي هيڅ علاقه نسته او كه يوه زړه ور او جنګي سړي ته اشاره وكړي او ووايي “دا زمرى دى” دلته مجاز درست دى ځكه چي د دوى په منځ كي زړورتوب او شجاعت علاقه ده. نو كه پدې علاقه كي تشبيه وه مستعار مجاز ورته وايي او كه نه وه مرسل مجاز ئې بولي.
د مجاز اقسام :
مجاز پر دوه قسمه وويشل شو :
1. مستعار مجاز
2. مرسل مجاز

لومړى مستعار مجاز :
مستعار مجاز پر څو استعارو مشتمل دى. او استعاره په لغت كښي عاريه غوښتل دي او په اصطلاح كي يو لفظ د هغه شي دپاره استعمالول دي چي په حقيقت كي د هغه دپاره نه وي وضع شوى مګر ددوي په منځ كي به د تشبيه يوه علاقه وي.

د استعارې اركان :
استعاره درې ركنونه لري : يو مستعار منه (يعني مشبه به ) بل مستعار له (يعني مشبه) چي دوي دواړو ته په عربي طرفان وايي او دريم ركن مستعار باله كيږي چي هغه د تشبيه وجه ده او په عربى جامع هم ورته وايي.

د استعارې ډولونه :
استعاره د طرفينو په اعتبار دوه ډوله لري :
 يوه ممكنه
 بله ممتنعه

(1) ممكنه :
ممكنه هغه ده چي د تشبيه دواړي خواوي يعني مستعار منه او مستعار له يوه شي سره يوځاى كېدلاى شي لكه د علم تشبيه له ژوند سره او د ناپوهۍ تشبيه له مړيني سره ځكه چي علم او ژوند په يوه سړى كښي سره يوځاى كېدلاى شي هم به سړى ژوند وي هم به عالم وي همدارنګه ناپوهي او مرګ دا استعاره وقافيه هم بولي.

(2) ممتنعه :
ممتنعه هغه ده چي ددواړو خواوو يوځاى كېدل امكان ونه لري او منع وي دا استعاره عناديه هم بولي لكه د ښه مړى تشبيه له ژوندي سره مثلاً وويل شي : “پښتون سيد جمال الدين ژوندى دى” او دا څرګنده ده چي ژوند او مگرګ په يوه وخت او يوه سړي كه نه سره يوځاى كيږي او د عناديې د اقسامو څخه دا هم دى چي پر ضد د شي راوړه شي (11) لكه يو بې زړه سړى ته چي د استهزاء په توګه وويل شي : “زمرى دى” يا يو جاهل ته وويل شي : “د علم درياب دى” دا قسم تهكميه او تمليحيه هم بولي.
همدارنګه استعاره د طرفينو په اعتبار تحقيقيه او تخليه ته هم وېشله كيږي تحقيقيه هغه ده چي مستعار له حقيقي وي نو كه محسوس وي لكه اړخګۍ د كوچنۍ غونډۍ دپاره او كه عقلي وي لكه د نور استعاره د عقل دپاره، او تخيله هغه ده چي مشبه يوازي ذكر شي، خو د مشبه به ځيني لوازم ورسره وي لكه حنان چي وايي :
پر عصا نرګس تكيه كړې ده ولي ؟
شوه ورپېښه ستا د سترګو بيماري
نرګس مستعار له او بيمار مستعا ر منه دى، لكړه لګول د مشبه به يعني مستعار منه له لوازمو څخه دى.

استعاره د جامع په اعتبار :
د جامع يعني د تشبيه د وجه په اعتبار هم پر دوه ډوله ده : يوه مبتذله استعاره، بله بعيده استعاره.
مبتذله استعاره چي عاميه ئې هم بولي هغه ده چي جامع پكښي څرګند وي. او بعيده استعاره چي غريبه او خاصه ئې هم بولي هغه ده چي جامع پكښي ذكر شوى نه وي لكه چي وايو : “احمد په لوى لاس ځان بېكاره كوي” دلته په لوى لاس د قصداً په عوض استعاره شوى ده خو د تشبيه وجه ئې څرګنده نه ده. يا لكه كاظم خان شيدا چي وايي :
د آفتاب په كمند نه خېژم آسمان ته
نه ږدم بار لكه شبنم پر دوش د ګلو
كمند ذكر شوى مراد ځيني شغلې دي او جامع پكښي نرى والى او اوږدوالى دى چي ذكر يې نه دى راغلى.

استعاره د طرفينو او جامع په اعتبار :
يعني استعاره د مستعار منه او مستعار له او جامع درو سرو سره په اعتبار پر دوله ډوله ده : يوه مصرحه بله مكنيه مصرحه هغه ده چي مستعار منه يعني مشبه به ذكر شي او مستعار له يعني مشبه حذف وي لكه خوشحال خان چي وايي :
چي د غوږو در ئې نه وينم په سترګو
دُر ګوهر مي په هر هر باڼه سفته شي
په دوهمه مصرع كي در ګوهر مستعار منه راوړه سوئ مراد ځني اوښكي دي چي مستعار باله كيږي.
دوهمه مكنيه هغه ده چي مستعار له ذكر شي او مستعار منه حذف وي خو د مستعار منه له لوازمو څخه يو شى ذكر شي، حميد وايي :
زړه مي له غيرته په كـــــــــــوګل دننه دود شي
ږمونځ چي دى بې فهمه وهي ګوتي په كاكل
ږمونځ ذكر شوې مراد “مشاطه” ده او ګوتي وهل د مستعار منه له لوازمو څخه بلل كيږي دا ځكه مكنيه بولي چي مشبه به پكښي پټ دى مكن هم پټوالي ته واي.

د مصرحې ډولونه :
مصرحه استعاره عموماً اوه ډوله لري : عناديه، وفاقيه، اصليه، تبعيه، مطلقه، مجرده، ترشيحيه، عناديه او وفاقيه خو دمخه درته وښودلي شوې، اصليه او تبعيه به هم وروسته په بل قسم كي درته راوړه شي، ترشيحيه، مجرده، مطلقه به دلته بيان كړو :

 مطلقه استعاره :
مطلقه استعاره هغه ده چي خاص په يوه خوا (مستعار له يا مستعار منه) پوري اړه ونه لري بلكي دواړو خواوته شامله وي يعني داسي استعاره راوړه شي چي هم د مستعار له اوهم مستعار منه مناسبت پكښي وي لكه
خوشحال خان چي وايي :
د زمريو مړنتوب په لښكـــــــــــــر نه وي
مټ ئې هركله يوازي پر خپل ځان شي
زمرى مشبه به مراد ځيني زړه ور سړي دى، ” پر ځان مټ” هم د زمرى او هم د زړه ور سړي سره مناسبت دى همدارنګه مړنتوب.
 مجرده استعاره :
مجرده استعاره هغه ده چي يوازي د مشبه به مناسبت راوړه شي لكه د خوشحال خان دا بيت :
مست هاتيان خوني زمريو تورى وكښې
چي د سرو تر ويري تېر شي كار آسان دى
مست هاتيان او خوني زمرى مشبه به مراد ځيني جنګيالي زلميان دي چي مشبه به باله كيږي او تورى كښل د زلميانو سره مناسبت دى.

 ترشيحيه استعاره :
ترشيحيه هغه ده چي د مشبه به مناسبت تر قرينې وروسته راوړه شي لكه رحمان بابا چي وايي :
نيمه شپه ئې يار تر سره پوري كښيني
لكه شمعه چي څوك بله پر مزار كـــــــا
مزار مشبه به مراد ځيني بيده عاشق دئ، د مشبه به شمع ده او قرينه ئې سرته كښېناستل دي.

استعاره د لفظ په اعتبار :
د لفظ په اعتبار استعاره پر دوه ډوله ده اصليه او تبعيه :
1. اصليه هغه ده چي د مستعار لفظ پكښي جامد وي لكه قلندر چي وايي :
نه دي چا ليدلي صبح وشام په يوه ځــــــــــــــــاى كي
ماته لمر ښكاره شو ستا د زلفو په تورتم كي (12)
ذكر لمر مراد مخ دى، او لمر جامد هم دى.

(2) تبعيه :
تبعيه هغه ده چي د مستعار لفظ مشتق وي لكه عبدالقادر خان چي وايي :
له غيرته مي زړګي ټوكر ټوكر شي
چي ئې ګوتي په وېښتو وهي شانه
ګوتي وهل مشبه به مراد ځيني ږمونځول دي او ګوتي وهل مشتق دى.

دوهم مرسل مجاز :
مرسل مجاز هغه دى چي د تشبيه علاقه ونه لري بلكى له ځانه مخصوصي نوري علاقې ولري.

د مرسل مجاز علاقې څو دي ؟
د مرسل مجاز په علاقو كي اختلاف دى څوك وايي اتلس دي څوك وايي 27 دي (12) څوك وايي 36 دي (13) خو په پښتو كي دا 25 پيدا شوي چي هغه دادى : سببيت، مسببيت، كليت، جزئيت، لازميت، ملزوميت، اطلاق، تقليد، عموميت، خصوصيت، ظرفيت، مظروفيت، بدليت، مبدليت، آليت، مجاورت، مصدريه، مظهريه، عليه، معلوليت، متعلقيه، داليه، مدلوليت، سليقيت، لاحقيت.

(1) سببيت :
د سببيت علاقه داده چي ذكر سبب شي مراد ځيني مسبب وي لكه خوشحال خان په دې بيت كي :
چي دا اوښكي مي غڼازي د فراق دي
زه ئې ځكه په ګــــــــرېوان كښي تويوم
په ګگرېوان كي د اوښكو تويول راوړه شوى دى مراد ځني پټوالى دى او ګريوان سبب د پټوالي دى.

(2) مسببيت :
د مسببيت علاقه داده چي ذكر مسبب شي مراد ځيني سبب وى لكه د خوشحال خان په دې رباعي كي :
چــــــــــــــــي آئينې ته ښكاره ديدار كړي
آئينه درسته سره ګــــــــــــــــــــــــلزار كړى
چي شونډي كښېږدي د جام په مورګو
اوبه په جام كښي رب انار كـــــــــــــــــړي
ذكر مسبب چي رب انار دى مراد ځيني سبب چي د شونډو د سوروالى انعكاس دى.

(3) كليت :
كليت هغه دى چي ذكر كُل شي مراد ځيني جز وي لكه د خوشحال خان دا بيت :

ګوتي ومنډه په غوږو تـــــــــــــــــــري تېرېږه
ذاكر زر ذكرونه كا زړه ئې په دام كښي
ګوتي ذكر دي مراد ځيني يوه ګوته ده

. (4) جزئيت :
جزئيت دادى چي ذكر جز شي مراد ځيني ګل وي رحمان بابا وايي :
وړاندي سراى لره توښه تړه رحــــمانه
څو سفر دي كړى نه دى له دې سرايه
ذكر سراى مراد ځيني دنيا يا عقبى ده.

(5) لازميت :
لازميت دادى چي ذكر لازم شي مراد ځيني ملزوم وي لكه د لمر ختو پروخت چي وويل شي : “رڼا راپورته شوه” يعني لمر راپورته شو، ذكر رڼا مراد ځيني لمر دى.

(6) ملزوميت :
ملزوميت دادى چي ذكر ملزوم شي مراد ځيني لازم وي لكه د څاښت په وخت كي چي څوك وايي : “لمر سراى ته را ولوېد” يعني د لمر رڼا سراى ته را ولوېده، ذكر لمر مراد ځيني رڼا ده.

(7) اطلاق :
اطلاق دادى چي ذكر مطلق شي، مراد ځيني مقيد وي لكه خوشحال چي وايي :
د سبا باده ! ګــــــــــــــــذر په چمن بيا كړه
په چمن كښي رنګا رنګ ګلونه بيا كړه
د سبا باد مطلق ذكر شوي مراد ځيني د پسرلي د سبا باد دى.
(8) مقيد :
مقيد هغه دى چي ذكر مقيد شي مراد ځيني مطلق وي لكه حميد چي وايي :
كه آسمان د مهجورانو په ځان ژاړي
چي دا آه د چا په ځان وي نه دي ګرم
دلته ذكر ژړا چي د انسان په اوښكو پوري مقيده ده مراد ځيني مطلقي اوبه دي.

(9) عموميت :
عموميت دادى چي ذكر عام شي مراد ځيني خاص وي لكه خوشحال خان چي وايي :
د عشق غم لـــــــه خلق پټ لره خوشحاله
څه ئې پټ كړم چي جهان ځيني خبر دى
ذكر جهان مراد ځيني مخصوص او شاوخوا خلك دى.

(10) خصوصيت :
خصوصيت هغه دى چي ذكر خاص شي مراد ځيني عام وي لكه يو باغوان چي وايي : “زما د باغ تاك نوى دى” ذكر يو تاك مراد ځيني ټول تاكان دي.

(11) ظرفيت : ظرفيت هغه دى چي ذكر ظرف شي مراد ځيني مظروف وي مثلاً وايو : “ناوه بهيږي يا واله بهيږي” ذكر ناوه او واله ده مراد ځيني اوبه دي.
(12) مظروفيت :
د مظروفيت علاقه داده چي ذكر مظروف شي مراد ځيني ظرف وي لكه دا چي چپراسي ته د اوبو ډك ګيلاس وركو او ورته ووايو : “دا اوبه چپه كه” ذكر اوبه مراد ځني ګيلاس وي.

(13) بدليت :
بدليت هغه دى چي ذكر بدل شي مراد ځيني مبدل وي لكه : پوروړي چي خپل پور اداء كي نو وايي : ” ما پور له ځانه واړاوه” دلته اړول د اداء كول بدل راغلى دى.

(14) مبدليت :
مبدليت هغه دى چي ذكر مبدل شي مراد ځيني بدل شي لكه يو څوك چي دخپل پلار قاتل مړ كړي نو پښتانه وايي : “پلانكي خپل پلار واخيست” يعني د خپل پلار بدل ئې واخيست.

(15) آليت :
چي ذكر آله شي مراد ځيني هغه اثر وي چي ددې په ذريعه څرګنديږي لكه چي وايو : “د پلانكي په غوړه ژبه وغولېدم” يعني په خبرو ئې او ژبه د خبرو آله ده عبدالقادر خان وايي :
در پوهېږم چي په ژبه مي تېرباسې
چي وييلې شې دا هســـــي مطولي

(16) مجاورت :
د مجاورت علاقه داده چي يو شى ذكر شي او مراد د هغه شي مجاور (ګاونډى) وي لكه د چا شونډي چي تر تبي وروسته ووزى نو وايي : “خوله مي ووتله” ذكر خوله مراد ځيني شونډي دي چي د خولې مجاور بللي كيږي همداشان وايي : “مرغلره پاك لمنې ښځه ده” ذكر لمن مراد ځيني بدن دى.

(17) مصدريه :
مصدريه دا دى چي مجازي معنى دموضوع څخه صادريږي لكه سخي سړى ته چي ويل كيږي ” په لاس كي خلاص دى” يا “دلوى لاس خاوند دى” يعني بخښوونكى دى، ذكر لاس مراد ځيني بخښه ده او لاس د بخښي د صدور محل دى.

(18) مظهريه :
مظهريه دا دى چي موضوع له د مجازي معني د ظهور ځاى لكه چي وايي : “د احمد دموټ پېچلو سړى نشته” ذكر موټ مراد ځيني قوت دى يعني دده د قوت سارى نشته او قوت له موټه ظاهـريږي.

(19) عليه :
عليه دا دى چي ذكر علت شي مراد ځيني معلول شي لكه يو تږى سړى چي ووايي : “له تندي مي زړه اور واخيست” ذكر اور مراد ځيني حرارت دى.

(20) معلوليه :
چي ذكر معلول شي او مراد ځيني علت وي لكه چي وايي : ” په دې
صندلۍ كي حرارت نشته” يعني اور نشته.

(21) متعلقيه :
متعلقيه د لام په زېر دادى چي ذكر متعلق شي مراد ځني متعلق وي لكه مصدر چي ذكر شي او مراد ځيني اسم فاعل يا اسم مفعول وي لكه چي وايو : ” سيد جمال الدين سرترپايه علم وْ، يعني عالم وْ.

(22) داليه :
داليه دادى چي ذكر دال شي مراد ځيني مدلول شي لكه چي وايو: “د كتاب په تورو وپوهېدم” يعني په معنى ئې وپوهېدم، توري ذكر شوه مراد ځيني معنى ده.

(23) مدلوليه :
چي ذكر مدلول شي نو مراد ځيني دال وي لكه چي ووايي : “ما دا كتاب په معنى ولوست” يعني په الفاظو ، ځكه چي الفاظ لوستل كېږي او معنى فهمول كيږي.

(24) سابقيت : سابقيت يعني د پخوا په اعتبار يو شي ته كتل دي، لكه يو زلمى ته چي وايي : “هلكه دا كار مه كوه !” كه څه هم اوس زلمى دى خو چي تيري شوي زمانې ته وكتل شي پخوا هلك وْ.
(25) لاحقيت :
لا حقيت يعني د راتلونكي زمانې په اعتبار يو شي ته كتل، لكه
عبدالقادر خان چي وايي :
نه ما څه كړيدي نه به څه كـــړمه
چي را كوې ئې هغه كـــــــــومه
نوم د ژوندون مي نوم د علم دى
مړ يم عــــــــــــــالمه مړ يم مړ يمه
كه څه هم اوس مړ نه دى خو د راتلونكي زمانې په اعتبار چي ورته وكتل شي مري.

دریم اصل كنايه ://

كنايه په لغت كښي د تصريح نقيض دى (13) او دبيان د علم دپوهانو په اصطلاح كنايه هغه ده چي د يو شي تعبير په غير صريح كلام سره وشي. (14)

د مجاز او كنايې فرق :
په مجاز كي د حقيقي معنا مرادول روا نه دي او په كنايه كي روا دى چي حقيقي معنا هم مراد شي.

د كنايې غرض : د كنايې غرض د لفظ تحسين ، دكلام خوږ والى او د اروېدونكي ابهام دى.
د كنايې اقسام :
كنايه پر درې قسمه ده : لومړۍ هغه ده چي كنايه له موصوفه څخه وي يعني دكنايې څخه ذاتاً موصوف مراد وي لكه عبدالعظيم چي وايي:
سپيني مرغلري د ګلاب پر مــــــــــــــخ بهېږي
روغ زړه مي غوڅيږي چي اوريږي له نرګسه
په پورته بيت كي مرغلري د اوښكو څخه د ګلاب ګل له مخه څخه، نرګس له سترګو څخه كنايه دى چي اوښكي او مخ او سترګي موصوف باله شي.

د كنايې دوهم قسم له صفته څخه كنايه ده يعني له كنايې څخه مقصد صفت دى لكه رحمان بابا چي وايي :
كه د عقل څه اثر لـــــــــــــــــــري و سر ته
لاس په سر مه شه د هر ګيډي و در ته
لاس په سر كېدل كنايه له سوال او طمع څخه دى، طمع او سوال صفت دى.
د كنايې دريم قسم له نسبته څخه كنايه ده اوهغه يو امر د بل امر دپاره اثبات يا نفي كول دي. لكه دا چي ووايو : “د احمد سترګي په آسمان كي دي” يعني متكبر دى كه څه هم صريحاً متكبر نه وي ورته ويل شوي، مګر دده وسترګو ته ئې په آسمان كي ځاى وټاكه او دهر چا سترګي چي په آسمان كي وي هغه متكبر دى نو احمد متكبر شو بانسبته كنايه شوه.

دكنايې ملحقات :
د بديع په علم كي ځيني انواع شته چي له كنايې سره خورا لږ اختلاف لري، ځكه ئې نو دالته راوړو هغه دادى : تعريض، توريته، استخدام ، ادماج پر اعته الطلب او نور …

(1) تعريض :
تعريض دادى چي له كنايې څخه داسي موصوف مراد شي چي هغه ذكر شوى نه وي او تعريض د هغه عبارت راوړل دي چي لفظ ئې پر يو شي دلالت كوي اود مفهوم او اشارې له لاري بل شى مرادوي لكه څوك چي بې نوبته كار يا خبري كوي او دا متل ورته ووايه شي : “ژرنده كه د پلار ده هم په وار ده”.

(2) توريته :
دې نوع ته ايهام هم وايي، او دا داسي دى چي په نظم يا نثر كي يو لفظ استعمال كړي چي دوې معناوي ولري، يوه ليري، بله نژدې. لومړى وار د ويونكي يا اروېدونكي ذهن نژدې معنى ته ولاړ شي مګر مقصد ليري معنى وي. لكه پير محمد كاكړ چي وايي :
جدايي په غم شريك كړم د غمجنو
د هر چا پر غاړه ژاړم لــــــــــــــكه نى
د غاړي لفظ دوې معناوي لري نژدې معنى ئې (ګردن) او ليري معنا ئې (طرز، اداء، روش) دى. چي د شاعر مقصد هم ليري معنى ده.

(3) ادماج :
ادماج هغه دى چي يو داسي كلام راوړه شي چي دوې معناوي ولري مګر په دوهمه معنى تصريح نه وي شوې د ادماج او توريته فرق دادى چي په توريته كي يولفظ راځي چي دوې معناوي ولري مګر په ادماج كي يو كلام راځي لكه عبدالقادر خان چي وايي :
سر په لاس درپسي درومم نه قبليږي
نصيب مه شه د چا دا سرګـــــــــرداني
سرګرځول يا سرګرداني دوې معناوي لري دلته پرېشاني غرض ده.

(4) براعت الطلب :
براعآ الطلب چي حسن طلب ئې هم بولي او د تعريض يو قسم دى يعني په ښه صورت شى غوښتل لكه په دې لنډۍ كښي :
پر دېوال هســــــــــــــــــــــــــــكه شه خوله راكه
يو همزولتيا ده بل منت درته كومــــــــــــــه
كه دي خوله راكـــــــــــــــــــــــــــړه څه به وشي
زړه به مي ښه شي خوله به بيا درسره وينه

تبصره :
كنايه هم ليري او نژدې لري د نژدې مثالونه ذكر شوه او ليري كنايه لكه دا متل : “ښځه له اجاغه غواړه،اور و لنده بل ته وركوه” اجاغ كنايه له مهماندارۍ څخه دى يعني سخا، ځكه چي اجاغ پر اور دلالت كوي او ډېر اور بلول پر ډوډۍ پخولو او ډوډۍ پخول پر سخا دلالت كوي

لمن ليكونه

(1) علم الادب يسوعي _ لومړى جز 56 مخ.
(2) مفتاح العلوم _ سكاكي 140 مخ.
(3) علم الادب 56 مخ.
(4) علم الادب يسوعي _ 57 مخ مختصر المعاني 313 مخ او نور.
(5) نوادر الاصول في شرح الفصول.
(6) نوادر الاصول فى شرح الفصول 230.
(7) علم الادب 65 مخ.
(8) پټه خزانه خاتمه .
(9) د علي خان دېوان مخ
(10) د ګل محمد دېوان قلمي.
(11) حدائق البلاغه 30 مخ.
(12) د قلندر قلمي دېوان.
(13) قطوف الدانيه فى علوم ثمانيه 211 مخ.
(14) قطوف الدانيه فى علوم ثمانيه 211 مخ.
علم الادب يسوعي _ لومړى جز 87 مخ.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب