خندا دا نسان روغتيا ته ګټه رسوي

خندا د انسان  په بدن کې انرژي ډېروي او روغتيا ته ګټه رسوي. په نړۍ کې اوس داسې مرکزونه شته چې هلته پريشانه او خفه خلک خندا ته هڅول کيږي.

د دغه مرکزونو څخه يو په امريکا کې هم دی، د دې مرکز کارکونکي وايي :  کله چې مونږ دهغو ناروغانوپه  خندولو پيل وکړ چې د ځان وژنې نيت يې درلود ،نو دا کارراته  ډير خندنې بريښيده او  زمونږ پرې ډېر باور  نه و.  خو وروسته په دې پوه شو چې په  خندولو سره د ډېرو خلکو ژوند وژغورل شو. 

د امريکا د کليفورنيا دعامې روغتيا په يوه روزنيز مرکز کې ډاکټر ليبريک د څيړنو څخه وروسته وويل چې د خندا سره د انسان معافيتي سيسټم يا هغه توکي چې د انسان  بدن ته د ناروغيو په وړاندې ډېرځواک  بخښي ، پيا وړی کيږي. 

ساينسي څيړنو ښودلي چې خندا د انسان په فزيکي روغتيا هم ښه اغيز لري. خندا نه وروسته د انسان د ويني فشار نورمال حالت ته راځي، له خندا سره په وينه کې اکسيجن  ډېريږي او په دې توګه د انرژۍ اندازه هم اوجتيږي.  د بدن عضلات  اراميږي اوزړه او تنفسي سيسټم هم ډېر ښه کار کوي.

کوچۍ

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب