خمر (شراب) حرام دي

قال الله تبارک وتعالی: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأَنصَابُ وَالأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ.

 خمر وايي څه ته؟

د قرآنکریم په اصطلاح خمر له میوو زبېښل شوي مایع اوبو ته وائې.

قال الله تبارک وتعالی:وَ دَخَلَ مَعَهُ السِّجْنَ فَتَيانِ قالَ أَحَدُهُما إِنِّي أَراني‏ أَعْصِرُ خَمْراً وَ قالَ الْآخَرُ إِنِّي أَراني‏ أَحْمِلُ فَوْقَ رَأْسي‏ خُبْزاً تَأْکُلُ الطَّيْرُ مِنْهُ نَبِّئْنا بِتَأْويلِهِ إِنَّا نَراکَ مِنَ الْمُحْسِنينَ.(یوسف :۳۶)
ژباړه: او له ده سره (په یو وخت) دوه زلمي غلامان هم زندان ته ننوتل، یو ئې وویل: زه په خوب کې ځان داسې ګورم چې انګور زبېښم او بل (ورته) وویل: زه په خوب کې ځان داسې ګورم چې پر خپل سر ډوډۍ وړم او مارغان ئې خوري، موږ د دې خوبونو په تعبير پوه کړه، ته راته د نیکانو له ډلې معلومېږې.
(قالَ أَحَدُهُما إِنِّي أَراني‏ أَعْصِرُ خَمْراً: یو ئې وویل: زه په خوب کې ځان داسې ګورم چې انګور زبېښم، یعنې شیره ئې باسم ترې شربت جوړوم (څخاک لپاره).

د احادیثو په تشریح کې هر هغه څه چې سکر، مستي، یعنې هر هغه څه چې نېشه راولي خمر بلل شوی.

په عامه معنی: هر بهېدونکې مایع ته خمر ویلی شي او هر څخونکي مادې ته شراب.

نېشه کونکي توکې د میوو او دانوله شيرو تر لاسه کیږي، هېروئين او نور داسي مخدر مواد ویلي کيږي، لکه څنګه چې تاریاک دبهېدونکي شیري په توګه تر لاسه کیږي.

شراب
شراب

شراب حرام دي:

الله (عزوجل) حکیم او علیم ذات دی د شرابو په حرمت او منع هغه ښه پوهېږي خو په ښکاره دانسان حرمت او انسانیت ژغورني په هدایت الله سبحانه وتعالی شراب حرام وګرځول او دحرمت حکم ئې یو ځل په قاطعه توګه نه بلکې په حکمت او مصلحت په څلورو مرحلو کې ورکړل شوی.

امام بغوي په تفسیر(معالم التنزیل) کې لیکي: شرابو حرمت په څلورو مرحلو کې ورکړل شوی.
دشرابو په مرحله وار حرمت کې یو حکمت او مصلحت داو چې عربانو به کور کې خواړه نه درلودل خو مټکې(تونګ،خټین پتک او ځانګړي لوښي) به ئې له شرابو ډک ساتل.
په مجموع کې عربان په شرابو روږدي ول د دې ناسور دمنع او ختمولو لپاره قرآنکریم لمړی قدم په حکمت واخست، چې پیل ئې په مکي دور او قاطع حکم ئې په مدني دور کې ورکړل شو.

لمړی حکم: 

د شرابو مخنیوي لمړی هدایت او درس په مکه مکرمه کې په دې حکمت پيل شو،چې مېوي غوره روزي دی تاسو له هغي شراب تر لاسه کوي، یعني د غوره مقابل بد وي دتور مقابل سپین، ميوي چې غوره روزي دی له هغه شراب جوړول دعقل مخالفت دی.
قال الله تبارک وتعالی: وَمِن ثَمَرَاتِ النَّخِيلِ وَالأَعْنَابِ تَتَّخِذُونَ مِنْهُ سَكَرًا وَرِزْقًا حَسَنًا إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ .(النحل:۶۷)
ژباړه:او دخرما او انګورو له میوو چي تري شراب او غوره رزق تر لاسه کوئ یقیناً چي په دې،هغو خلکو ته نښه دی چي تعقل کوي.
دا هغه وخت دی چې مسلمانان په هجرت نه وو مامؤر شوي، یعني مکي دور وو.
دا لمړی مرحله وه چې ، اصحاب کرام پوه شول  یو وخت به شراب حرامیږي، له همدې ورځي د مسلمانانو رغبت ورسره کم شو.

دویمه مرحله:

له هجرته بعد، حضرت عبدالله ابن عباس،معاذ بن جبل درسول الله(صلی الله علیه وسلم)خدمت ته حاضر شول اوعرض ئې وکړ:اې د الله(عزوجل) استازیه! دشرابو او قمار په اړوند داسلام څه حکم دی؟
دا مبارک آیت نازل شو،چې تاوان ئې له ګټي زیات دی.
قال الله تبارک وتعالی: يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كَبِيرٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَآ أَكْبَرُ مِن نَّفْعِهِمَا.( البقره:۲۱۹)
ژباړه: دشراب او قمار په اړه تاپوښتي ووایه: په دوی کي ستره ګناه ده او څه ګټي د خلکو لپاره خو ګناه ئې تر ګټي ډېره ستره ده…
(اثم) ځینو مفسرینو دلته دضرر په معنی اخستی.

ضرر ئې څه دی؟

شراب څخونکي وخت په ضیاع او بې فایدي تیریږي چې دا خپله قباحت لري،سپکې سپورې وايي چې دا ګناه دی، له ذکره پاتي کیږي له ثوابونو محرومیږي.
کله په غیر ارادي توګه دښمني اړوي، چې دا ئې شخصي او ټولنیز تاوانونه دي.
تاسو ویني چې همدلته په کلپونو کي څومره خلک وژل کیږي، په سرکونو او شتراسو کې له مستو خلکو هوښیار انسان فاصله ساتي، او په ښه سترګه ورته نه ګوري.

په غربي مېډیا او د هغه هیوادونو په خبرونو کې هر وخت اورئ چې د شرابو معتادینو سره څه مرګوني حالات مخ کیږي.
دا خو روښانه دی چې دشرابو زیانونه ډېر دي حتی څخونکی دمرګ کندې ته غورزوي نو ګټه ئې څه دی؟
ګټه ئې یواځي یو څه اقتصادي لاسته رواړنې دي،سودا ګر ئې په ارزانه اخلي په قیمته ئې پلوري، سودا ګرۍ ئې هم آسان وي، کوم خلک چې په شرابو روږد دي هغوي خپل هر څه ورکوي چې تر لاسه ئې کړي.
دویم هغه خلک ئې چې جوړوي، له اضافي انبار شویو خرماوو او نورو توکو نه چې ساتل او انتقال ئې دروند پيټي وي ترې شراب جوړوي چې ساتل او انتقال ئې اسان او ګټه هم تر لاسه کړي.
له نورو ګټو ئې په ښکاره توګه موږ نه پوهیږو.
په هر صورت: ددي مبارک ايت(يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كَبِيرٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَآ أَكْبَرُ مِن نَّفْعِهِمَا) له نزول سره یو څه شراب څخونکي لاس په سر شول، او په دې پوهېدل چې یو وخت به د حرمت قاطع حکم نازل شي…

دریمه مرحله:

یوه ورځ عبدالرحمن بن عوف(رضی الله عنه) یو شمير صحابه میلمانه کړل، شراب ئې و څخل او د ماښام لومنځ کې یو تن وړاندي شو د سورت الکافرون په دې ایت چې ورسید(لَا أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ… پرځی ئې أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ ولوست: معنی دا چې زه دهغه عبادت کوم چې تاسو ئې کوئ.

له دې پيښي وروسته خپله صحابه ئې کرام اندېښمن شول او د شرابو مخنیوي ولوله ورسه زیاته شو.
الله سبحانه وتعالی په دې مرحلې کي دشرابودحرمت دریم حکم نازل کړ.
قال الله تبارک وتعالی: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَقْرَبُواْ الصَّلاَةَ وَأَنتُمْ سُكَارَى حَتَّىَ تَعْلَمُواْ مَا تَقُولُونَ.(النسأ: ۴۳)
ژباړه: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ : اې مؤمنانو! په داسي حال کي لمانځه ته مه نږدې کیږئ چي مست یې،تر څو په هغه څه پوه شئ چي تاسو ئې وایئ.

د دې مبارک آیت په نزول د شرابو معتادینو لپاره یواځي دوه وخته (دماسختن لمانځه وروسته تر سهاره او دسهار لمانځه وروسته تر ماسپښینه) پاتي شو،ځکه د نېشي او مستیا زور اوږد وخت کې کیني.
صحابه ئې کرامو خو لمونځ سره ولوله درلوده، د دې حکم په اساس اکثرو له شراب څخلو ډډه وکړه.

څلورمه مرحله:

یوه ورځ حضرت عتبان بن مالک یو شمېر صحابه ئې کرامو ته مېلمستیا وکړه چې حضرت سعد بن ابي وقاص هم پکې شامل وو،له خواړو وروسته ئې شراب وڅخل.
خبره له اوتو بوتو ووتله ،حالت لاس اچولو ته ورسید، یو تن انصاري په یو ګذار د سعد بن ابی وقاص سر زخمي کړ.
شکایت حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ته ورسید، دا پیښه او ځينې نور له املونو سر بېره،حضرت عمر(رضی الله عنه دعأ کوله:( اللهم بين لنا في الخمر بيانا شفاء) اې الله(عزوجل) موږ ته د خمر په اړوند ښکاره او واضح حکم(د منع) بیان کړه.

همدا وخت وو چې الله سبحانه وتعالی د شرابو دحرمت قاطع او ابدي حکم نازل کړ.
قال الله تبارک وتعالی: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأَنصَابُ وَالأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ .(المائده: ۹۰)
ژباړه: اې مؤمنانو! اصلي خبره داده چي شراب، قمار او بتان او دفال غشي دشیطان پليتي  کړني دي،نو ځان ترې وساتئ تر څو بریا ومومئ.

نه یواځي د حرمت حکم نازل شو بلکي دحرمت اصلي حکمت او مصلحت ئې هم روښانه کړ.
إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاء فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَن ذِكْرِ اللّهِ وَعَنِ الصَّلاَةِ فَهَلْ أَنتُم مُّنتَهُونَ .(المائده:۹۱)
ژباړه:شیطان خو غواړي چې په شراب او قمار سره په تاسو کي دښمني او کينه واچوي او دالله  له ذکر او له لمانځه مو مخنیوی وکړي نو اېا امتناع کونکي یئ.

وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَاحْذَرُواْ فَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُواْ أَنَّمَا عَلَى رَسُولِنَا الْبَلاَغُ الْمُبِينُ .(المائده:۹۲)
ژباړه:او دالله اطاعت وکړئ او د پیغمبر اطاعت وکړئ او حذر وکړئ، او که مخ مو واړوو نو پوه شئ چي زموږ د پیغمبر په ذمه یوازي څرګند تبلیغ دی.

نه یواځي دحرمت قاطع حکم او حکمتونه ئې بیان شول بلکې هغوته ډاډ هم ورکړل شو چې پخوا ئې څخلي او اوس ترې ځان ساتي، دالله عزوجل او د هغه داستازي مننه کوي، تقوی اختیاروي او نیک کارونه کوي.

لَيْسَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ جُنَاحٌ فِيمَا طَعِمُواْ إِذَا مَا اتَّقَواْ وَّآمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ ثُمَّ اتَّقَواْ وَّآمَنُواْ ثُمَّ اتَّقَواْ وَّأَحْسَنُواْ وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ .(المائده:۹۳)
ژاړه:پرهغو چي ایمان ئې راوړی او صالح عملونه ئې کړي په هغو څه ګناه نشته چي خوړلي ئې دي، که (له دي وروسته) ځان وساتي،(په حرمت ئې) ايمان ولري، او نیک عملونه وکړي، بیا تقوی وکړي او ایمان راوړي، بیا تقوی او احسان وکړي او الله خو دا محسنین خوښوي.

د همدې حکم په رڼا کې د سیدنا حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) مبارک ارشادات:
عن عثمان بن عفان و عبدالله ابن عمرو(رضی الله عنه) قال : اجتنبوا الخمر فإنها أم الخبائث. (رواه: نسايي و…)
نبي کریم(صلی الله علیه وسلم) فرمايي: له خمره ځان وساتئ دا د خبایثو مور دی.
د خبائثو مور په دې معنی چې شراب له انسانه عزت، غیرت او برم ختموي، له ټولو زیانو نو ستر زیان په دین کې ورته تاوان رسوي ،سر بېره پر دې د بدن، عقل، نفس، اقتصاد او غوره اړیکو ته زیان رسوي، کينه او حسد پیدا کوي، فحاشي ته لار پرانیزي، له ذکرعبادت او روزي ګټلوبنده پاتي کوي، ځکه شراب څخل دشیطان پلیدعمل دی.

عَنِ ‏ ‏ابْنِ عَبَّاسٍ ‏ ‏أَنَّهُ قَالَ: ‏قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ‏ ‏صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ‏ ‏مُدْمِنُ الْخَمْرِ إِنْ مَاتَ لَقِيَ اللَّهَ كَعَابِدِ وَثَنٍ.( رواه ،احمد،  ) ‏ژباه: له حضرت عبدالله ابن عباس(رضی الله عنهما) نه روایت دی چې فرمايي: وفرمایل حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم):په شرابو معتاد که په داسي حال کې مړ شو، نو دی به دالله(عزوجل) په وړاندي دیو بت پرست او مشرک په توګه وړاندي کړی شي.

وفي مسند أحمد بإسناد صحيح، عن ابن عباس أن النبي صلى الله عليه وسلم قال :أتاني جبريل، فقال: يا محمد، إن الله لعن الخمر، وعاصرها، ومعتصرها، وشاربها، والمحمولة إليه، وبائعها، ومبتاعها، وساقيها، ومسقاها.
ژباړه: حضرت عبدالله ابن عباس (رضی الله عنهما) نه روایت دی چې فرمايي: وفرمایل حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم):حضرت جبرایئل تشریف راوړ،عرض ئې وکړ:اې محمد (صلی الله علیه وسلم)!: الله سبحانه وتعالی په شرابولعنت ویلي،د شرابو په تیارونکو(کاریګرو)،په شراب جوړونکو( مالکانو)، څخنکو ،چاته چې شراب وړل کيږي، په خرڅونکو،په اخستونکو، په شراب وړاندي کونکو(ساقي) او دشرابو په څخونکو.

عن أنس بن مالك (رضي الله عنه) قال: لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي الْخَمْرِ عَشْرَةً عَاصِرَهَا وَمُعْتَصِرَهَا وَشَارِبَهَا وَحَامِلَهَا وَالْمَحْمُولَةُ إِلَيْهِ وَسَاقِيَهَا وَبَائِعَهَا وَآكِلَ ثَمَنِهَا وَالْمُشْتَرِي لَهَا وَالْمُشْتَرَاةُ لَهُ.( رواه: ترمذي، ابن ماجه و…)
ژباړه: حضرت أنس بن مالك (رضي الله عنه) فرمايي: حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دخمر اړوند په لسو تنو لعنت ویلي: د شرابو په تیارونکو (کاریګرو)،په شراب جوړونکو (مالکانو)، په شراب څخنکو، په شراب حملونکو، چاته چې شراب وړل کيږي،په شراب وړاندي کونکو (ساقي)، د شرابو په سودا ګر (شراب خرڅونکو)، د شرابو قیمت په خوړونکو، د شرابو په اخستونکو او د چا لپاره ئې چې شراب پېرودلي وي پر دوی (ټولو) لعنت فرمایلي دي.

‏قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ‏(‏صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ):اجتنبو الخمر فانها مفتاح کل شر( رواه : حاکم)
ژباړه: حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: دشرابو له څخلو ځان وساتئ، یقیناً دا د هر شرکلي دی.

عن ابن عمر، قال :قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: كُلُّ مُسْكِرٍ خَمْرٌ، وَكُلُّ مُسْكِرٍ حَرَامٌ، وَمَنْ شَرِبَ الْخَمْرَ فِي الدُّنْيَا فَمَاتَ وَهُوَ يُدْمِنُهَا لَمْ يَتُبْ، لَمْ يَشْرَبْهَا فِي الْآخِرَةِ.(رواه صحیح مسلم)
ژباړه: حضرت عبدالله ابن عمر رضی الله عنهما روایت کوي او فرمايي: وفرمایل حضرت  رسول الله صلی الله علیه وسلم):هر مست کونکي توکي خمر دی او حرام؛ هر څوک چې په شرابو معتاد وي او توبه ونه کړي په داسي حال کې مړ شي په اخرت کې به (دجنت)له شرابو محروم وي.

عن ابْنَ عُمَرَ(رضی الله عنهما) قال: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ(صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ) : لَعَنَ اللَّهُ الْخَمْرَ ، وَشَارِبَهَا ، وَسَاقِيَهَا ، وَبَائِعَهَا ، وَمُبْتَاعَهَا ، وَعَاصِرَهَا ، وَمُعْتَصِرَهَا ، وَحَامِلَهَا ، وَالْمَحْمُولَةَ إِلَيْهِ.(سنن ابو داُود، ترمذي، ابن ماجه، حاکم و…)، وفي روایتٍ: وَآكِلَ ثَمَنِهَا.
ژباړه: حضرت عبدالله ابن عمر(رضی الله عنهما) فرمايي:وفرمایل حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم): الله سبحانه وتعالی په شرابو، شراب څخونکی،شراب څخونکی(ساقي)، شراب پلورنکی، شراب اخستونکی، شراب جوړونکی، شراب حملونکي او چاته چې وړل کیږي په ټولو لعنت دی. او به پل روایت کې دی چې د شرابو قیمت په خوړونکو هم لعنت دی.
حضرت ابو دردا(رضی الله عنه) فرمايي: وفرمایل حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم): په شرابو معتاد بنده جنت ته نه شي داخلیدی.( سنن ابن ماجه)

سنن نسايي یو روایت نقلوي: حضرت عثمان(رضی الله عنه) وفرمایل: له شراب څخلو ځان وساتئ، دا دبدیو بیخ دی، له تاسو وړاندي  یوعابد شخص وو، پرې یوه بد کرداره ښځه مینه شوه،دې ښځي خپله خادمه دعابد خدمت ته واستوله په دې بهانه ئې وغوښت چې یوې مسئلې لپاره ګواه شي، کله چې ورسید دروازه ئې وتړله ورته ئې وویل: تر هغه وتلی نه شې چې له دې دري کارونو یو تر سره نه کړې، لمړی داچې له ما سره زنا وکړه،یا دا ماشوم ووژنه او یا شراب وڅخه، عابد ته زنا او د ماشوم قتل دشرابو له څخلوزیات ګناه ښکاره شو د خلاصون په خیال ئې شراب وڅخل، چې کله مست شو، زنائې وکړه بیائې ماشومه ووژله، تاسو د شراب له څخلو ځان وژغورئ، په الله(عزوجل) قسم چې ایمان او دشرابو دایمي څخل یوځي نه پاتي کیږي  یو به ئې کډه کوي.(علامه الباني دې روایت ته صحي ویلي)

د شراب څخونکي څلویښت ورځې لمونځ نه قبلیږي:

حضرت عبدالله ابن عمر(رضی الله عنهما) فرمايي: حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل:چاچې شراب وڅخل او دې مست شو تر څلویښت ورځو ئې لمونځ نه فبلیږي، که دی مړ شو اور(دوزخ) ته به ځي، که توبه ئې وکړه الله(عزوجل)ئې توبه قبلوي،که بیائې  شراب وڅخل او دې مست شو تر څلویښت ورځو ئې لمونځ نه فبلیږي، که دی مړ شو اور(دوزخ) ته به ځي،که توبه ئې وکړه الله(عزوجل)ئې توبه قبلوي، که بیائې  شراب وڅخل او دې مست شو تر څلویښت ورځو ئې لمونځ نه فبلیږي، که دی مړ شو اور(دوزخ) ته به ځي،که توبه ئې وکړه الله(عزوجل)ئې توبه قبلوي، که بیا شراب څخوي، د الله (عزوجل) حق دی چې د قیامت په ورځ په ده(ردغة الخبال) وڅخوي؛ صحابه ئې کرامو عرض وکړ چې ردغة الخبال څه شی دی؟ حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: د دوزخیانو وینه او زوه.(رواه سنن ابن ماجه:۳۳۷۷، وصحه الباني)

یو یادښت:

د لمانځه نه قبلیدو مطلب دا نه دی چې دی به لمونځ نه کوي بلکې د لمانځه اجر او ثوابونه به د سزا په توګه نه ورکول کیږي، په هر صورت لمونځ به کوي تر څو ورباندي قضأ پاتي نه شي اونه په تارک صلات کې داخل شي.
امام نووي (رحمه الله) فرمايي: د عدم قبولیت معنی دادی چې له ثوابونو به محروم شي، خو فرض ئې پرځی کيږي او د دوباره ادأ کولو حاجت ئې هم نه پاتي کیږي.

حضرت مبارکپوري (رحمه لله) په تحفة الاحوذي کې لیکي: په ځانګړي توګه دلمونځ ذکر په دې خاطر شوی چې په بدني عباداتو کي له ټولو افضل عبادت لمونځ دی ،لمونځ چې قبول نه شي دنورو عباداتو سوال نه پیدا کیږي.
دا دشراب څخونکي جزا دی که توبه وکړي الله سبحانه وتعالی د خپل بنده په توبه خوښيږي او ګناهونه ئې ورته بخښي.
نه یواځي شراب بلکي هر هغه توکی چې مستي راولي حرام دی.

عَنِ ابْنِ عُمَرَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ :كُلُّ مُسْكِرٍ خَمْرٌ، وَكُلُّ مُسْكِرٍ حَرَامٌ.(رواه صحیح ممسلم)
ژباړه: حضرت عبدالله ابن عمر(رضی الله عنهما) فرمايي: وفرمایل حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم):هر مست کونکی توکی خمر دی او مسکر( دهرنېشه کونکی توکی نېشه کول) حرام دی.

الشیخ محمد بن صالح العثیمین په شرح د ریاض الصالحین کي لیکي: هر څه چې مستي راولی هغه خمر دی، که له خرما وي، انګورو، غنمو، وربشو یا له نورو توکو، ټولو ته خمر ویلی شي، ځکه هر نېشه کونکی توکی خمر دی او خمر حرام.
خمر هغه چې مخدر دی مستي راولي او حتی دعقل او ارادي زایلونکی دی، چې عقل له صلاحیته ولوید بیا د هلاکت سبب ګرځي له انسانه انسانیت کډه کوي، بنده نه حیا ساتلی شي نه برم او نه عزت.
( امام الوثي په تفسیر روح المعاني: دویم ټوک ،۱۱۴ صفحه) کې لیکي: دشرابو له حرمت وړاندي یو شخصیت په مدینه منوره کې خپل ادرار لپه کول مخ ئې وینځه او ویلي:( الحمد لله الذي جعل الاسلام نوراً والمأ طهوراً.) ټول ثنا او صفت هغه ذات ته دی چې اسلام ئې نور ګرځولی،اوبه ئې پاک او د پاکۍ زریعه).

زموږ شیخ مرحوم محمود شا تیلوي د شرابو د حرمت په اړوند درس درلود دخپلو سترګو یوه پېښه ئې بیانوله: په چارسده کې یو مشر سړی وفات شوی وو، ډېر خلک ئې فاتحې ته راتلل موږ هم ناست و چې یو تن محلي خان د خپلو ساتونکو سره دزنګېدو په حال کې ننوت، دلته ئې یو تن بل خان ولېد په سپکو سپورو ئې پیل وکړ، داسي الفاظ ئې له خولې وتل چې مناسب نه وو، یو څوک ورته وړاندي شو چې ارام ئې کړي، په مقابل کې مست خان وايې: زه د نېشې په حالت کې ښه سیرس یعني په خه او هوښیار حالت کې اوسم او خبرې مې هم معقولې وي، حال داچې کنزلي او بد ئې ویل تر دې چې زیات احاساتي شو له ځایه پاسید چې حمله وکړي خپل پرتوګ ئې مردار کړ او دټولو خلکو په وړاندي ځان حقیر او سپک کړ، دا وي د خمر مستي حال.

لیکوال: احمد الله عاطفي

  • د نصاب کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ