د سر وریښمو کڅوړه – د قاضي المارستان کیسه

د سرو ورېښمو کڅوړه!

د حدیثو د یوه مشهور امام عجیبه کیسه درته کوم؛ (قاضي المارستان) وایي: زه د حج په موسم کې په مکه کې وم، دی خورا زیات مسکین و هیڅ شی یې هم نه لرل، دی یوه ورځ وږی شو په جيب کې یې هیڅ هم نه و، له خپله ځایه په دې نیت ووت چې، که د خوراک څه شی پیدا کړي، په لاره روان و او د سرو وریښمو یوه کڅوړه یې پیدا کړه چې، خلاصه یې کړه د قیمتي ملغلرو یو ښایسته امیل په کې و چې، پنځوس زره ديناره قیمت یې درلوده.

کڅوړه یې واخیستله او بیرته خپل ځای ته روان شو، په لار کې یې یو سړی ولید چې، نارې وهي او وایي: له ما څخه د سرو وریښمو یوه کڅوړه ورکه شوې ده، که چا موندلې وي او را یې کړي پنځوس ديناره انعام به ورکړم، ده پوښتنه ورڅخه وکړه چې په کڅوړه کې څه شی دي؟ هغه ورته وویل: په کڅوړه کې د قیمتي ملغلرو اميل ده، ده ورته وویل: د اميل کومه نښه راته وښايه، هغه ورته وښودله، ده سمدستي کڅوړه ورته ونیوله او ور يې کړه، هغه په خوشحالۍ کڅوړه واخیستله او له جېب څخه یې پنځوس ديناره را وویستل، او ورته ویې نیول؛ خو هغه انکار وکړ او ورته ویې ویل: ما خپل څښتن ته خپل حق ورسوه په دې باندې بدل اخیستل راته مناسب نده، ما دا امیل یواځې د الله تعالى د رضا لپاره تاته وسپاره، د حدیثو دې ستر امام هغه قيمتي اميل خپل څښتن ته بې له کوم عوضه په داسې حال کې وسپاره چې، په جېب کې یې د یوې وچې ډوډۍ پیسې هم نلرلې!

قاضي مارستان رحمه الله څه موده په مکه کې و، وروسته د بحر له لارې خپل کور ته روان شو، د الله تعالى شان ګوره په بحر کې کښتۍ له سخت خطرناک طوفان سره مخامخ شوه، کښتۍ یې سخت طوفان غرقه کړه او دی په یوه تخته پورې ونښته، له ډیرو سختیو او مرګوني حالاتو وروسته یې د بحر غاړې ته ځان ورسوه ډیرې ستومانۍ له اخه توخه غورځولی و، په ډیره سختۍ یې یوه کلي ته ځان ورسوه او په جومات کې ولویده، د کلي یوه سړی ورته راغی هغه ته یې خپله کیسه وکړه، هغه ډوډۍ او بستره ورته راوړه ده چې، ډوډۍ وخوړله او ارام شو؛ نو همدې سړي ورته وویل: چې دوی د خپل جومات لپاره امام غواړي که ته دا کار کولای شې، ده ورته وویل زه یې کولای شم او زه د قرآن حافظ یم، خلکو د جومات لپاره امام وټاکه وروسته چې، دده په علم خبر شول؛ نو د ماشومانو لپاره یې معلم هم مقرر کړ.

قاضي مارستان وایي: دلته مې چې څه وخت تیر کړ ډیر خوشحاله وم او شتمني مې هم زیاته شوه، څه موده وروسته کلیوالو راته وویل چې، زموږ په کلي کې یوه يتيمه پیغله ده هغه درته نکاح کوو، که څه هم زما خوښه نه وه؛ خو د کلیوالو ټینګار زیات و او په نکاح مې کړه، کله یې چې ناوې کور ته راوړه او زه له هغې سره کښېناستلم، د هغې په غاړه مې د ملغلرو امیل ولید، زه یې اميل ته ښه ځیر شوم پوه شوم چې، دا همغه امیل ده چې ما په مکه کې پیدا کړی و او بیرته مې خپل څښتن ته سپارلی و!! دی وایي زما حیرانتیا دومره زیاته شوه چې، ناوې ته کتل یا له هغې سره خبرې او اړیکې هر څه مې له یاده ووتل او په امیل کې مې سترګې ټومبلې وې، خدای خبر څومره وخت به مې د هغې اميل ته کتلي وي چې، هغه ولاړه شوه او ووتله، هغه خپلو خپلوانو ته په ژړا ورغلې وه او ورته ویلي یې و، چې دا سړی خو ماته هیڅ نه ګوري او هیڅ خبرې نه راسره کوي، بس زما په امیل کې یې سترګې خښې کړې وي.

your ads

دی وایي: د سهار لمونځ مې چې وکړ هغوی د ناوې د خفګان او ژړا خبره راته وکړه، او ما په مکه کې د امیل موندلو او خپل څښتن ته د سپارلو کیسه ورته وکړه، په دې سره په جومات کې د تکبير نارې پورته شوې او ټول کلیوال له حیرانتیا وازې خولې پاتې شول او راته ویې ویل چې، هماغه د اميل څښتن ددې یتیمې پلار و، هغه دا یوه لور لرله نور یې هیڅ نلرل او دوی ته به یې لمونځ ورکوه، څه موده مخکې چې له حج څخه راغی د امیل د ورکیدلو او بیا ترلاسه کولو کیسه یې دوی ته کړې وه، کلیوالو یې ده ته وویل، چې هغه به هر وخت دعا کوله چې ای الله! ما هغه د امیل موندونکي سړي په څیر پاک انسان ندی لیدلی، ای الله! ته خو هغه سړی ماته را پیدا کړې چې، زه مې دا یوه نازولې لور هغه ته په نکاح ورکړم، کلیوالو یې وویل، چې د هغه دا دعا به موږ اوریدله او آمین به مو پرې ویلې، د هغه دعا الله تعالى داسې قبوله کړه چې ته یې په دومره معجزانه توګه زموږ تر کلي راورسولې، اوس که څه هم هغه وفات ده؛ خو لور یې موږ تاته په نکاح کړه!!

مأخذ: مرآة الزمان في تاریخ الاعیان.

ګرانو ورونو او خویندو!
دا د امانتدارۍ او پاک نفسۍ بدله ده چې، الله تعالى ژر تر ژره په دنیا کې ورکړه. وایي: په هر انسان کې د خیر او شر دواړو توخم شتون لري، که دی په غوره اخلاقو سره د خیر د توخم پالنه پیل کړي؛ نو د خیر او ښو سړی وګرځي انسانانو او د ځمکې ټولو مخلوقاتو ته یې ښه او خیر رسیږي او که په شیطاني اخلاقو د شر د توخم پالنه پیل کړي؛ نو شریر او فتنه ګر انسان وګرځي او ټولو مخلوقاتو ته له شر او فتنو پرته بل څه نلري، کله چې الله تعالى چاته د خیر اراده وکړي یوه د عبرت پیښه یا کومه له پند ډکه کیسه همدا شریر او فتنه ګر انسان د خیر توخم پالنې ته متوجه کړي، له هر ډول شر او فتنو لاس په سر او د خیر او ښو سړی وګرځي، دا لوړه کیسه له ډېرو زیاتو پندونو او حکمتونو ډکه ده، الله تعالى دې وکړي چې، په برکت سره یې مونږ خیر ته متوجه او د خیر په لاره روان شو، د کیسې لنډه موخه دا ده چې پاک نفسي، امانتداري او د انسانانو حقوقو ته په درنه سترګه کتل هغه دروند انساني خوی او د مسلمانۍ غوره صفت دی، چې ډیر ځله یې الله تعالى په لنډ وخت کې انسان ته څو برخې غوره بدله ورکوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب