دشېدو جوړښت او د مور شیدو ګټې| قرآن علمي اعجاز

دشېدو جوړښت

ستاسو لپاره په څارویوکې هم یوعبرت دی چې تاسوته ددوی دنس نه له هضم شویوخوړونه اوله وینو نه پاکې شېدې درکووچې دټولو څښونکو لپاره خوندورې وی (النحل ۶۶).

لومړنی غذایی مواد دپړاوونو له وهلو اوکیماوی تعاملاتونه وروسته دهضم په جهاز کې بدلون مومی اودوینو بهیر ته ننوځی ، بیا دوینې دبهیر له لارې بیلابېلو نسجونو اوغړوته رسېږی.
د نوروامساجوغوندې د شېدوغدې هم لومړنی خوراکی توکی د وینو له دوران څخه لاسته راوړی. جوړې شوې شیدې د شیدود غدوله لارې افرازېږی چې ډیر لوړخوراکی ارزښت لری. ځکه چې د ټولو خوراکی توکو له خلاصې نه چې هضم شوی وی اود وینو د بهیر له لارې لېږدول کېږی لاسته راځی. نوشېدې له وینو اونیم هضم شویو موادوچې دواړه دخوړو وړنه دی جوړېږی.
هغه ډول چې وینو ددغې موضوح بیان هغه وخت چې د تی لرونکوژوو د اناتومی اوفېزیولوژی په هکله پوره معلومات لانه وویوه فوق العاده امر دی.

د مورشېدې یوه معجزه زېږونکی مخلوط

اوانسان ته مو وصیت وکړ په نیکۍ دخپلو والدینو په حق کې په تېره بیا مور چې د حمل باریی پورته کړی اوله دوو کلو وروسته یی ماشوم له شیدو بېل کړ(القمان 14).

د مور شېدې د ماشوم لپاره نه بدلېدونکی غذا وی چې د ماشوم د ودې لامل ګرځی اوهم ماشوم د ناروغیونه ژغوری . د مورپه شېدوکې غذایی انډول په بشپړه توګه د ماشوم د اړتیا مطابق وی . د مورشېدې دکافی غذایی موادودرلودونکی وی چې د عصبی سیستم د ودې لپاره کافی وی. مصنوعی خوراکونه د شېدې خوړونکو ماشومانو لپاره هیڅ وخت هم د مور د شېدو ځای نه شی نیولی.

د مور د شېدو دګټو لست د انسانی پوهې په پراختیا او  زیاتیدو سره لاهم اوږدېږی. څېړنو ښودلې هغه ماشومان چې د مور د شېدو له لاری تغذیه کېږی د انتاناتو اوهضمی اوتنفسی مکروبی ناروغیو په وړاندې مقاومت لری.  ځکه هغه انتی بادی چې د مور په شېدو کې شته ماشوم د میکروبونو په وړاندې ساتی. د م ورشېدې دګټورو مکروبونو دتکثر لپاره ښه زمینه مساعدوی ، چې دا په خپله د ناروغیو د باکتریا، ویروسونو اوپارازیتونو په وړاندې مجادله کوی.
د مور شېدی په آسانۍ سره هضمېږی اوځکه چې د شېدې خوړنکې ماشوم مصرف لږ وی نو په دغو شېدو کې دقوی غذایی موادو دشته والی له کبله دغه مواد دماشوم ودې ته ډیر ګټور وی .

your ads

د هغو میندو شېدې چې له مودې مخکې یی ماشوم دنیا ته راوړای وی یعنی مخکې له نهو میاشتو نو د دغو مېندو شېدې د غوړو، پروتینو، سودیم کلورایدو اواوسپنې درلودونکی وی .  څوچې دهغه ماشوم اړتیا پوره کړی چې له مودې مخکې زېږېدلی وی. کله چې دغه ماشومان د مور په شېدو لوی شی  نو د ښې پوهې درلودونکی به وی.
د مور د شېدو بله ځانګړنه د اومیګا ۳ ماده وی. دغه شېدې دغه راز د دماغ اوسترګود پراختیا لپاره ښه ماده وی. Omega-3  اومیګا ۳ دشېدې خوړونکې ماشوم  دژوند په لوم ړیو پړاوونو کې ځانګړی اهمیت لری څو چې دماغ اوعصبی رشتې په نورماله توګه وده وکړی . پوهانو د مور شېدې د اومیګا ۳ د ډېرې ښې سرچېنې په توګه پیژندلی.
دبريستول پوهنتون څېړنو ثابته کړه چې دمور شېدې د وینی په فشار باندې اوږد م هالې اغېزې لری . هغه ماشومان چې د مور له شېدو څخه یی ګټه اخستې وی د زړه په ناروغۍ لږ اخته کېږی ځکه چې د هغو نامشبوع شحمی تېزابو موجودیت دمور په شېدو کې د رګونو جدار پوست ساتی. دغه راز هغه ماشومان چې د مورشېدې خوری په لږه کچه سودیم اخلی اولږ پنډېږی چې دا دوینې دفشار په لږیدوکې ډیر اهمیت لری.

داکتر ليزا مارتين اوهمکاران یی د امریکا د سينسناتى روغتون کې زیات پروتینی هورمونونه د اديپونکتين Adiponectin په نامه په شېدو کې وموندل. چې دا هورمونونه دزړه له حملو نه مخنیوی کوی . ددغو هورمونونو لږوالی په پڼډوکسانو کې لیدل شوی چې دزړه په ناروغیو اخته شوی . نوځکه څرګنده شوی چې ماشومانو کې دلږپنډوالی عامل همدغه هورمونونه دی .
دغه راز یو بل هورمون د لپتین په نامه  کشف شوی چې دشحمو په میتابولیسم کې بنسټیز رول لری. لپتین ددماغ دخبرداری لپاره غبرګون ښیی کله چې دشحمو کچه ډیره شی. دغه هورمون دمور دشېدو له لارې ماشوم ته لېږدول کېږی اوهغه له بې ګټې  پنډوالی ، د دیابت له ناروغی اود زړه درګونو له ناروغی څخه ساتی.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب