حضرت عمر بن خطاب رضی الله عنه ژوندلیک
د حضرت عمر رضی الله عنه ژوند په څو کرښو کې
– د رسول الله صلی الله عليه وسلم له بعثت څخه ديرش کاله وړاندې يې نړۍ ته سترګې وغړولې.
– د رسول الله صلی الله عليه وسلم د بي بي او د مؤمنانو د مور، حضرت حفصه، پلار دی.
– په ۵۵ کلنۍ کې د مسلمانانو خليفه وټاکل شو او د خلافت موده يې ۱۰ کاله او شپږ مياشتې وه.
– د خلافت په موده کې يې اسلامي لښکر د شام، عراق، فارس، مصر، برقه، لويديز طرابلس، آذربايجان، نهاوند او ګرګان سيمې فتحه کړې او د بصرې او کوفې د ښارونو بنسټ يې کيښود.
– عمر رضی الله عنه لومړی کس وو چې د هجري تاريخ بنسټ يې کيښود او له هغه يې کار واخيست. همدا راز لومړی کس وو چې د تراويح لمونځ يې په جمع دود کړ.
– عمر رضی الله عنه د حضرت عايشې په کوټه کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم او ابوبکر صديق رضی الله عنه د قبرونو تر څنګ خښ کړای شو.
– د دولسو بچيانو پلار وو چې شپږ يې زامن او شپږ يې لوڼه وې.
نوم او نسب يې
نوم يې عمر، او د پلار نوم يې خطاب بن نفيل بن عبدالعزی دی. نسب يې په کعب بن لوئی کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له نسب سره يو ځای کيږي.
کنيه يې ابوحفص ده. حفص د زمري بچي ته ويل کيږي. دا کنيه پرې رسول الله صلی الله عليه وسلم د بدر د غزا پر وخت کيښوده. لقب يې فاروق دی چې د ده د مسلمانيدو په ورځ ور ته رسول الله صلی الله عليه وسلم ورکړ. الله جل جلاله د ده په مسلمانولو سره اسلام پياوړی او حق يې له باطل څخه په ډاګه کړ.
ځانګړتياوې او د پالنې چاپيريال يې
په داسې يوې کورنۍ کې پالل شوی چې په ځواکمنتيا او برم کې يې نوم درلود. د جاهليت پر وخت د قريشو سفير او استاځی وو. کله به چې د قريشو او د نورو ټبرونو تر مينځ جنجال پيښ شو، دی به يې د خپل استاځي او وياند په توګه ور ليږه. کله به چې د نورو ټبرونو کسانو ترې سيالۍ ته د دانګلو غوښتنه او يا پرې د ځان لوړ ګڼلو څرګندونه وکړه، د ټکر له پاره به يې دی ورليږه.
– دنګه ونه، غنمي رنګ او ښايسته څيره يې درلوده.
– پښې او لاسونه يې پياوړي او ځواکمن وو.
– د ځواکمنې تنې او لوړ غږ څښتن وو او د سر په مخکنۍ برخه يې ويښتان نه درلودل.
د جاهليت په وخت کې
– د قريشو له تر ټولو ځيرکو او پياوړو ځوانانو څخه وو. له مسلمانيدو وړاندې يې د لهولعب په بنډارونو او دوديزو عبادتونو کې ګډون کاوو.
– شراب يې خوړل او د نورو په څير يې د بتانو عبادت کاوو.
– مسلمانان به يې ډير ځورول.
– له ليک او لوست سره بلد وو.
د حضرت عمر رضی الله عنه مسلمانيدل
د بعثت په شپږم کال مسلمان شو. د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مبعوث کيدلو پر وخت ديرش کلن وو. له مسلمانيدو وروسته يې هماغه ډول کافران وځورول لکه له مسلمانۍ مخکې يې چې مسلمانان ځورولي وو.
هو، د عمر په مسلمانۍ الله جل جلاله د رسول الله هغه دُعا قبوله کړه چې ويل يې: خدايه! اسلام ته له دې دوو کسانو (ابی جهل ابن هشام يا عمر بن خطاب) څخه تا ته د غوره يوه په وسيله سرلوړي وبخښه!
له رسول الله سره د هغه ژوند
له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د ژوند پر وخت د ایمان او يقين د څښتنانو او د رسول الله د منونکو کسانو له ډلې څخه وو. د اسلام د دُښمنانو په وړاندې يې سخت او پريکنده دريځ درلود. د حق په وينا کې پياوړی او د هغه څه پلي کولو ته چې د الله له لوري يې حکم کيده، پوره ژمن وو.
عمر رضی الله عنه په ټولو غزاګانو کې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره ګډون کړی. رسول الله به د هغه ستاينه کوله. د بيلګې په ډول:
الله جل جلاله حق ته د عمر پر ژبه او زړه کې ځای ورکړی، او د ده په وسيله يې حق له باطل څخه بيل کړی.
حضرت عمر د پاخه فکر او نظر څښتن وو. په درې وختونو کې د قران له نازليدو وړاندې حق وينا د هغه له خولې وتلې چې بيا وروسته د آيت په وسيله تائيد شوې.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات پر وخت ډير غمجن شو تر دې چې له انديښنې يې ويل: رسول الله نه دی وفات شوی بلکې له خپل رب سره د مناجات له پاره تللی او بيرته راځي.
اعلان يې وکړ هر چا چې وويل رسول الله وفات شوی څټ به يې پرې کړم.
حضرت عمر رضی الله عنه د رسول الله د ژوند پر وخت او وروسته، له مشرکانو او منافقانو سره په دُښمنۍ کې نوم درلود. چا به چې رسول الله ته بې احترامي کوله، عمر به بې ځنډه ويل: ای د خدای رسوله پرې مې ږده چې سر يې له تنې جلا کړم.
رسول الله د هغه په جنت ته تلو شاهدي ورکړې او يو له هغو لسو کسانو څخه دی چې په ژوند ور ته د جنت زيری ورکړی شوی.
د خدای په وړاندې د هغه د مقام له پاره همدومره بس دي چې رسول الله ترې تر وروستيو شيبو خوښ وو.
د حضرت ابوبکر د خلافت پر مهال
د ابوبکر صديق رضی الله عنه د خلافت پر وخت د هغه ريښتونی وزير او سلاکار وو. د هم ده له برکته وو چې الله جل جلاله د ټولو خلکو زړونه له ابوبکر سره بيعت ته يو موټی کړل.
هماغه پريکنده توب يې چې د رسول الله پر وخت درلود، د ابوبکر صديق د خلافت پر وخت يې هم وساته.
ابوبکر په خپله هم د نرم زړه څښتن وو او همدا لامل وو چې په ډيرو ځايونو کې يې د حضرت عمر رأيه پلې کوله.
عمر د خپل خلافت پر وخت
حضرت عمر رضی الله عنه په داسې وخت کې د خلافت او د مسلمانانو د لارښوونې له پاره وټاکل شو، چې اسلام د بل هر وخت په پرتله د ده په څير انسان ته سترګې څارلې.
– دا ځکه چې مسلمانان له روم او فارس سره په سختو جګړو کې ښکيل وو.
– هغو سيمو چې له وړاندې د مسلمانانو له خوا فتحه شوې وې، داسې پاک زړو چارواکو ته اړتیا لرله چې د خلکو په اړه د حضرت عمر له پاکۍ، پريکنده توب، نوښتګرۍ او پياوړتيا څخه پيروي وکړي.
حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت واګې په لاس کې ونيولې او د اسلام د تاريخ زرینې پاڼې يې وليکلې.
هغه جنګونه يې چې مسلمانانو د فارس او روم له هيوادونو سره د ابوبکر د خلافت پر مهال پيل کړي وو، د مسلمانانو په برياليتوب او سوبې سره بشپړ او د مصر، شام، عراق او فارس هيوادونه يې فتحه کړل.
د خپل نبوغ او پوخوالي په وسيله يې د حکومت چارې منظمې کړې چې له رسول الله وروسته يې په تاريخ کې ساری نه ليدل کيږي. داسې کسان يې د وګړو پر واک وګومارل چې د پياوړتيا، زړه سوي، نرمۍ، پريکنده توب، عدالت او زغم ځانګړتياوې پکې په يو وخت راټولې شوې وې.
د هجرت په ۲۳ کال د لوی اختر مياشتې په ۲۶مه نيټه د چهارشنبې په ورځ د کعب الاحبار يهودي، هرمزان مجوسي او جفينه مسيحي د توطئې په پايله کې د ابولؤلؤ مجوسي له خوا د رسول الله د مسجد په محراب کې د سهار لمانځه پر مهال شهيد کړای شو.
انالله وانا الیه راجعون
الله دې پر عمر ورحميږي او د اسلام په خاطر د هغه د ټولو سرښندنو او هلوځلو غوره بدل دې ورکړي. رضی الله عنه
ليکنه: استاذ مصطفی سباعي
ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان