حسادت څه ګټه لري!؟
محمد بن سیرین (رح) وفرمایل : د دنیوي چارو په اړه مې هیڅکله د چا سره حسد نه دی کړی، دا ځکه چې هر څوک صرف دوه حیثیته لري:
لومړی : که هغه نیک او جنتي وي ، نو ولې او په کوم دلیل باید حسد ورسره وسي؟
دوهم : که هغه جهنمي وي، نو د یو دوزخي انسان سره حسد څه معنی لري؟
هو، دا په رښتیا هم ډیره معقوله او مستدله مقوله ده ؛ یعنی که الله (ج) یو څوک جنتي کړی وي، موږ به یې څنګه مقابله وکړای سو؟ آیا د خدای تعالی سره مبارزه کولای سو ؟ آیا الهي اراده او فیصله بدلولای سو ؟
آیا د دغسی شخص په وړاندی حسد کول د هغه په ګټه او د حسود په مطلق زیان سره نه تمامیږی او د هغه ګناه نه اخلو او خپله نیکي هغه ته نه ورکوو ؟ نو څومره به ښه وی که خپل دغسی ناروا عادت له همدې شېبې څخه ترک او خوشی کړو .
ډاکتر نثار احمد صمد واصفي