تیمم څه ته وايي؟ د تیمم طریقه

تیمم څه شی دی؟

تیمُم : قصد کول د پاکې ځمکې او پاکې خاورې ته د پاکوالي په نيت .
تیمم هغه وخت روا کيږي چې يا اوبه نه وي او يا شخص د اوبو له استعمال څحه عاجز وي. لکه چې سړی ناروغه وي او اودس کول ورته ضرر رسوي او يا د اوبو نه اقلاً د يو ميل په اندازه لرې وي چې که په اوبو پسې ځي نو لمونځ ترې قضا کيږي او يا له قافلې نه پاتې کيږي يا د ځناورو يا د دښمن ويره وي ، او يا اوبه دومره يخې وي چې له استعمال څخه يې د مرګ يا کوم اندام د تلف کېدو وېره وي ، يا دا چې يو څه اوبه خو ورسره وي مو که هغه مصرف شي نو له تندې څخه وېريږي نو په دغه ټولو وختونو کې هغه ته روا ده چې تېمُم وکړي . همداراز که د جنازې يا اخترونو د لمونځونو د تېرېدلو وېره وي هم تېمم ورله روا دی .

د تیمم عملي طريقه

په تیمم کولو کې نيت کول فرض دي .لومړی به داسې اراده کوې چې ناپاکي رانه لرې شي او لمونځ راته روا شي .

  1. وروسته به دواړه لاسونه په پاکه ځمکه او يا هغه شي چې د ځمکې له جنسه وي ووهې او بيا به دواړه لاسونه لږ غوندې څنډ وهې او خپل ټول مخ به ورباندې مسح کړې ،
  2. په دوهم ځل به بيا دواړه لاسونه په پاکه ځمکه ووهې او لږ غوندې به يې څنډ وهې او په چپ لاس به ښي لاس ، او په ښي لاس به چپ لاس د څنګل تر پايه پورې وسح کړې.

تیمم د اودس او غسل لپاره توپیر لري؟

د بې اودسۍ ، جنابت ، حیض ، او نفاس ټولو لپاره يو شان تیمم دی، څه توپير نه لري.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب