د نجران د نصاراو سره تړون

د نجران د نصاراو سره تړون :

بسم الله الرحمن الرحیم
د محمد رسول الله له اړخه به د نجران خلک ددې ( لاندې شرایطو )پابند وی چې :
1- دهغوې په میوو ، سروزرو ، سپینو زرو ، غلامانو او ددې شیانو سره دهر ډول مال په بدل کې به په هغوې باندې په لاندې توګه خراج عائد کیږی :
2- هر کال دوه زره یمنی حُلې ( په دوو قسطونو کې ). (حُله : د وړۍ دوه پلې څادر ته ویل کیږي )
الف – زر حُلې د رجب په میاشت ، او
ب – زر حُلې دصفر په میاشت کې .
3- او د یوې حُلې سره یو اوقیه سپین زر .
4- د خراج په ټاکلي وخت کې دکوم شې کمښت او یا د هغې په ځاې د بل کوم شې را وړاندې کولو باندې به د ټولو ( جمع و منها ) لازمیږی .
5- که چیرې د نجران خلک دعائد کړل شوې نصاب ( حُلې او سپین زر و ) په بدل کې دا لاندې اجناس تحویلول و غواړي نو دبدل او بدل کړل شوو دواړو په قیمتونو کې به د لاندې باندې لحاظ ضرور ساتل کیږي .
6- د نجران په خلکو به زما د تحصیلدارانو له پاره میلمسیتا د شلو ورځو څخه تر دیرشو ورځو پورې واجبه وي ، دهغې نه وروسته بیا هغوې دخپلو ځانو سره مه ساتئ .
7- زمونږ له اړخه به په یمن او معره باندې د حملې په وخت کې دوې ته :
الف – دیرش آسونه او
ب- دیرش (زرعین ) ،
عاریتا ورکول کیږي ، دهغوې د تلف کیدو په صورت کې به دهغوې قیمت او دخرابیدو په صورت کې به یی زمونږ تحصلیداران مسؤل وي .
8- د نجران دخلکو سره یو ځاې دهغوې د ګاونډی دوستانو له پاره هم محمد نبي رسول الله د لاندې شیانو د تلافی کولو مسؤلیت په غاړه لري .
الف- په وطن کې او همدا راز د وطن نه بیرون په دواړو ځایو کې دهغوې دمالونو اونفوس د له منځه تللو .
ب – دهغوې د مذهب او دهغوې د دوستانو د تذلیل او تحقیر په صورت کې .
9- دهغوې په کنج ناستو پادریانو او کاهنانو به غرض نه کیږي .
10- دهغوې د ماتحتۍ په اساس به په هغوې هیڅ ډول شاقه کار نه عائدیږي .
11- هغوې به د اسلام نه تر مخه دقتل په اړه نه مواخذه کیږی .
12- هغوې به زمونږ په جنګونو کې د ګډون څخه هم مستثنې وي .
13- زمونږ لښکر به پرې حمله نه کوي .
14- زمونږ په عدالت کې د مقدمې په وړاندې کولوسره به ورسره د انصاف نه کار اخستل کیږي
15- که دهغوې څخه کوم کس د خپلې کورنۍ څخه سود واخلي ، هغه زمونږ د مسؤلیت نه بې برخې کیږي .
16- هیڅ وګړې به د بل وګړی په بدل کې و نه نیول شی .
الله او محمد نبې رسول الله به ددې تړون تر هغه وخته پورې ذمه وار وي ، ترڅو چې د نجران خلک ددې تړون د ټولو مادو پابند اوسي .
لیکونکې : عبدالله بن ابو بکر
ګواهان : ۱- ابوسفیان بن حرب ، ۲- غیلان بن عمرو ، ۳- مالک بن عوف د بني نضیر څخه ، ۴- اقرع بن حابس حنظلي ، ۵- مغییره بن شعبه .
یحیې بن آدم وایی چې « ما دا فرمان د نجرانیانو سره وکوت ،د تحریر د انداز یی او هم د محرر نوم یی علی بن ابوطالب لیکل شوې و ،».
(۹۵)

د نجران د پادرې او د ابوحارث بن علقمه له پاره فرمان :

بسم الله الرحمن الرحیم
د محمد نبي صلی الله علیه وسلم له اړخه ابوحارث او تر څنګ یی د نجران نور پادریانو ، راهبانو او کاهنانو ته :
1- ټول د خپلو خپلو لږو ډیرو شیانو په خپله مالکان یاست .
2- دهغوې د کلیساو ،عبادت ځایو او خانقاګانو حفاظت د خداې په ذمه دې .
3- دهغوې (کونج ناستي ) پادریان او راهبان به دهغوې دعبادت د طریقې څخه ، او دهغوې کاهنان به دهغوې د دندو څخه لرې کړل نشي او نه به دهغوې په حقوقو کې مداخله کیږي .
ددې امورو دوعدود ترسره کولو مسؤلیت هم الله او دهغه رسول په غاړه اخستې ،په دې شرط چې :
دا خلک به زمونږ سره په کړې معاهدې باندې په خپله پابند اوسي ، او زمونږ خیر غوښتونکې به هم اوسي . بیا به نه ، په دوې ددې نه زیات بار ، بار کړل شي او نه به پرې ظلم او تیرې وکړل شي .
(کاتب : مغیره )
(۹۶-۹۷)

د نجران د میسحیانو په نوم د رسول الله فرمان (دوه نسخې ) :

(د نسطورین دکتاب نقل او همداراز دشرق د اساقفه د تالیفاتو په مجموعه کې (Patrologia Orientalus) ۱۳ ټوک کې د ۶۰۰وم مخ څخه تر ۶۱۸ م مخه پورې ، په دې اړه څیړه شوې ده . خو ددې دواړو نسخو په غلطیدو( دځانه جوړیدو ) کې هیڅ شک نه شته . ددې د تائید له پاره ۱۰۲ نمبر فرمان ووینئ . )

دنسطورین د تاریخ دکتاب د لیکوال سریزه :
( ظهور اسلام : الله دې یی په خپل نصرت سره پایښت ورکړي )
اسلام د ایشوعیب الجدالي په وخت کې را څرګند شو، چې دسکندرې حساب له مخې دا زمانه (۹۸۵) راځي.
دایران د پادشاه پرویز بن هرمز د کیناستې یوشتم کال او دروم دپادشاه هرقولیس د تخت دکیناستو دولسم کال و.
په همدې وخت کې دتهامه په زمکه محمدص بن عبدالله بن عبدالمطلب بن هاشم علیه السلام را څرګند شو . ممدوح ص عربو ته د الله د عبادت کولو بلنه ورکړه ، دیمن خلکو دهغهص اطاعت وکړ ، هغهص د مکې دخلکو سره جنګ وکړ ، یثرب یی خپل وطن وټاکه ، او د مدینی نوم یی پرې کیښود، دا ځاې د حضرت ابراهیمع وینځې قنطورا اباد کړې و ، عرب اوسیدونکي د حضرت ابراهیمع د زوې لاعارز چې په اسماعیلع باندې مشهور دې، اولاده ده . دمور له اړخه یی شجره د ابراهیم ع ښځې بې بې هاجرېع پورې رسیږي .
د روم پادشاه ( هرقولیس ) چې د محمدص درا څرګندیدو خبر واورید نو خبره یی اخوا دیخوا کړه ، هغه ته دا ډاډ دخپل دربار د نجومیانو له اړخه ورکړل شوې و ، دبله اړخه د محمدص بن عبدالله ځواک په زیاتیدو و ، کله چې په اتلسم هجري کال هرقولیس د روم په تخت کیناست او د ایران حکومت د کسرې پرویز بن اردشیر لاسو ته منتقل شو نو هغه وخت د عرب مسلمانانو جنګې ځواک غښتلې شوې و اومحمدص خپل اصحاب شاوخوا سیمو ته د جنګو له پاره ور لیږل .

نجران
په دې وخت کې د نجران عیسویانو دخپل ستر پادري (السید الغساني ) په واسطه د محمد صلی الله علیه وسلم په مخکې تحائف وړاندې کړل اودهغه درنښت یی وکړ . او دخپلې وفادارۍ د ثبوت له پاره یی ورته (کهلوا) را ولیږله ، یعنې دا چې مونږ ستا دکومک په خاطر د جنګ کولو له پاره هم حاضر یو .
محمد صلی الله علیه وسلم دا تحفې قبولې کړې او دا لاندې تړون یی ولیکه اوهغوې ته یی ورکړ ، چې بیا وروسته حضرت عمر (رضی الله عنه ) بن الخطاب هم دخپل خلافت په وخت کې دا تړون نوې کړ .

د محمدص بن عبد الله له اړخه د امن لیک :
د نجران دخلکو په ګډون دټولو عربو مسیحیانو له پاره :
( دا لیک مونږ په ۲۶۵ هجرې کې د بئر منشا(؟) دسیمی ددفتر څخه را خستې دې . هغه وخت ددې دفتر مسؤل حبیب ( عیسوي راهب) و . حبیب راهب وویل چې دا لاسوندد ( بیت الحکمې ) دې ، دا لیکنه دحبیب د رهبانیت څخه د ګوښه کیدو نه مخته دهغه په واک کې وه ، د غوایی په پوستکي لیکل شوې چې رنګ یی ژیړوالې ته مایل شوې و ، د لاسوند په اخر کې د (محمد ) علیه السلام په مهر ثبت شوې و « لیکوال»)
« خو شونې ده چې دا به عیسیانو دخپله ځانه د خپل ځان د براءت له پاره لیکلې وي »
بسم الله الرحمن الرحیم
دا د خداې او رسول ص د اړخه امنلیک دې ،دنجران د نصرانې کتاب خاوندانو ته او ټولو هغه خلکو ته چې دنجران د مسلک پیروان دي ، همدا راز په دې کې ټول هغه عیسویان هم شامل دي چې د مسیحیانو د بلې کومې ډلې پورې تړاو ولري .
دا د محمدص بن عبد الله رسول الله له اړخه امن لیک دې ، چې د ټول انسانیت د هدایت او لار ښوونې له پاره مبعوث شوې دې . دهمدې امنلیک په اساس ، ټول هغه نصرانیان چې په دې تړون کې شامل دي اوهغه نصاراو ته هم چې په دې تړون کې نیغ په نیغه شامل نه دی خو د نجران د خلکو وروسته یی دخپل اطاعت قباله زمونږ تر مخې وړاندې کړې ده ، خداې او رسول مسؤلیت لري .
په نصرانې اطاعت کونکو باندې واجب دي چې لاندې لیکل شوې وثیقه په غور سره واوري اودغه لاندې شرایط په خپلو ذهنونو کې وساتي :
خبردار ! که چیرې نصراني امراء او دهغوې کارندې د دې وثیقې خلاف ورزي وکړي او یا زمونږ پرته د بل چا له پاره په دې شراېطو پابند و ګرځي !
او مسلمانان هم په وثیقې کې د لیکل شوو شراېطو پرته پر هغوې نور شراېط نه شې عائد کولې .
په دې شراېطو باندې پابند به په تړون کې د لیکل شوي مراعات او د رسول الله له اړخه د خپلې خوندي ساتنې مستحق اوسي .
خو هغه څوک چې ددې شراېطو خلاف ورزی وکړي ، یا یی مخالفت وکړي اویا په دې شراېطو زمونږ څخه اخوا د بل چا پابندي اویا په دې شراېطو کې د کوم بدلون مرتکب و ګرځي نو هغه به د خپلې خلاف ورزۍ د سزا مسؤلیت په غاړه لري . هغه وګړې به خائن اود الله په وړاندې درواغژن اوسي ، د وعدې نه اوښتې او د سورالله نافرمانه به وي ، د خداې له لورې په فرض کړل شوې دین کې دخپلې وعدې پوره کول واجب او موکد دي اودهغې پر خلاف تلل او دهغې د پوره کولو څخه سترګې پټول د معاهدې عزت له منځه وړل دي ، داسې وګړې خائن او دالله تر څنګ د امت صالحین هم دهغه څخه بیزاره دي .
د نصرانیانو له پاره دخداې او رسول ص او مؤمنینو له اړخه امن ورکول دهغوې حق دې . اوپر هر مسلمانانو دهغه پوره کول ، او دا وعده تر اخره پورې پوره کول واجب دي . په دې خاطر چې( ددې پرته ) ټولو د پخوانیو کتاب خاوندانو دالله او رسول ص په دښمنۍ کې هیڅ ډول کمښت نه دې پری ایښې ، د الله د رسول هغه صفات چې دهغوې په اسماني کتابونو کې لیکل شوې و نو هغوې دهغې د یوه یوه څخه د خپل بغض او کینې په خاطر منکر شول . او دا دهغوې د زړونو د شقاوت پایلې وې . هغوې د ګناه مرتکب شوې اودا بار یی په خپل څټ اخستې و ، الله هغوې ته زما درسالت په اړه څرګنده حکم کړې و خو هغوې د پیژندګلوې سره سره د کتمان څخه کار واخست ، په واجباتو باندې د عمل کولو په ځاې یی د هغې څخه مخ واړاوه ، دخپلو کتابونو څخه یی سترګې پټې کړې اودخداې او رسول دښمنۍ ته یی ملا و تړله او په دې اړه یی یو بل ته د درواغو اوږدې اوږدې قصې جوړې کړې ، دا چې ، خداې زه په رسالت باندې نه یم سرفرازه کړې ، او داچې ، زما « بشیر» او «نذیر »او «داعی الله » او « سراجا منیرا» کیدل او زما پیروانو ته د جنت او منکرینو ته د دوزخ زیرې ورکول ، ګویا ، دا ټولې هسې قصې دي ، دې د کتاب خاوندانو په خپل ټول ځواک سره زما تکذیب وکړ ، خلک یی د خپلو ژبو په وسیله په فریب کې واچول ، زما دخبرې د منلو څخه یی لرې وساتل ، زما پر خلاف هر وخت په سنګر کې ناست ول ، زما د وژلو پلانونه یی جوړول ، زما پر خلاف یی د قریشو د مشریکینو او نورو مشریکینو ، ددې ټولو تړونو پر خلاف، مشري وکړه ، چې د وخت په راتلو سره زما په نصرت باندې مشتملې وې . دا سلوک او کړچار د خداې د احکامو د راتلو نه وروسته او د امن د مسؤلیت نه د بې برخې کیدو مقدمه وه.
دغو دکتاب خاوندانو زمونږ پر خلاف په حنین کې د مکې د قریشو سره مادي بسپنه وکړه. بني قینقاع ، قریظه ، بني نضیر اودهغوې د رئیسانو سره یی کومکونه کول ، دهغوې دا کار د رسول الله سره دهغوې په دښمنۍ باندې بنا شوې و . خو !
نصرانیان په هغو جنګونو کې یو اړخ ته (بې طرفه ) ولاړ و ، هغوې د خداې او رسول په خلاف په جنګونو کې خپله لمن غوځولې وه ، دا د اسلام په لورد بلنې او د مسلمانانو په اړه دهغوې د زړه د نرموالي سبب و.
او تر هغې چې قران د یهودو د زړه د قساو ت او شقاوت یادونه کړې نوهلته یی د نصرانیانو د دزړونو د نرموالې اود مؤمنینو سره د هغوې په مودت او دوستۍ هم اعتراف کړې او فرمایلې یی دي :
« لتجدن اشد الناس عدواة للذین امنوا الیهود والذین اشرکو ا و لتجدن اقربهم مودة »
(( اې پیغمبره !د ایمان د خاوندانو په دښمنۍ کې به ته یهودان تر ټولو سخت زړي ومومې ، همدا راز (دعربو مشرکین ) هم .))
« للذین امنوا الذین قالوا انا نصارې ذلک بان منهم قسیسین ورهبانا و انهم لایستکبرون (۸۲:۵)»
(( او د ایمان د خاوندانو په دوستۍ کې به تر ټولو نژدې هغه خلک و مومې چې وایی مونږ نصارا یو، په دې خاطر چې په هغوې کې پادریان او رهبانیون شته ( یعنې عالمان او د دنیا پریښوونکې فقیر ، چې په خپل زهد او عبادت کې مصروف دي) دا په دې خاطر چې په هغوې کې تکبر(لویوالې ) او دخپل ځان پالنه نه شته ))
د نصاراو څخه څه خلک چې پوه او د الله په دین کې پوره پوهه او معرفت لری ، هغوې د الله او درسول په بسپنې کولو کې تر ټول لمړیتوب کړې ، د الله د ښوونو په مطابق یی نور د اخرت دعذابه ویرول اوزما درسالت د تبلیغ ذریعه ثابت شول .
ما ته د عربو د د ځواکمنو نصرانیانو یو (۴۰) کسیز هیئت راغې چې په هغوې کې دا لاندې کسان مشران و : السید الغساني ، عبدیشوع ، ابن حجره ، ابراهیم راهب ، او عیسې اسقف . ما د هغوې تر مخه خپل مقصد بیان کړ. او دخپل تبلیغ له پاره مې دهغوې څخه مرسته وغوښتله .( هغوې ته ددین عظمت را ډاګیزه شوې و ) هغوې د خپلو وعدو څخه د ګرزیدو په ځاې ماته را نژدې شول اوزما د غلبې انتظار یی پیل کړ ، پر ما مطمئن شول ، زما په تائید او تصدیق کې یی دخبرو ډیره ښه لار او د خپلې راې په څرګندولو کې یی زما زیاته ستاینه کونکې کړچار خپل کړ. د وعدې د پوره کولو له پاره یی ژمنه او پیمان وکړ او زما دمخالفینو په انکار سره یی د هغوې تردید وکړ اودهغوې سره یی د مخالفت وعده هم وکړه .
ان تر دې چې ،کله چې هغوې خپلو کورنو ته بیرته ستانه شول نو هیڅ ډول وعده خلافی یی و نه کړه . ماته د هغوې په اړه ښه ښه خبرونه تر لاسه کیږي ، هغوې زما په مقابل کې د یهودو سره د جنګ له پاره کلک ولاړ دي . د کلیمه ویونکو په تبلیغ او دعوت کې زما موافق او پرما د یهودو د افتراتو تردید کوي ، نصاراو د اسلام د ملاتړ اراده کړې ده ، اوهغو خلکو چې زمونږ مخالفت او تکذیب کړې دې ، دوې دهغوې ځواب ورکوي.
ما ته د عربو ټولو سردارانو د خپلو خپلو اړخه د اطاعت قبالې را لیږلي دي . په دې (سردارانو) کې دا بدلون د نصاراو په وجه راغلې دې . هغوې د سرحدونو د (خوندیتوب ) ساتنه هم کړې او له ماسره یی چې کومې ژمنې کړي دی هغه یی یوه یوه پوره کړې ده ، چې زه یی قدرمن یم . دهغوې پادریانو او راهبانو هریوه د وعدې اوژمنې په پوره کولو کې یو دبل څخه مخکې والې کړې دې. د مودت (دوستۍ ) او ځان ځارنې اقرار یی پوره کړې دې ، زما ددین په ښکاره کولو کې یی کوشش او کومک کړې ،ما دهغوې څخه وغوښتل چې د اسلام د منکرینو په خلاف زمونږ سره یو ځاې د اسلام نصرت وکړي، په دلائلو د هغې ریښتونوالې ثابته کړي ، هغوې په داسې توګه د اسلام ملاتړ وکړ چې دهغې په واسطه مخالفین بې جوابه شول او په خوښۍ یا نا خوښۍ سره ، په یوه نه یوه ډول ، دهغوې همغږي و ګرزیدل . دهغوې په خاطر څه خلکو په خوښه او یا د مغلوبیت له امله اسلام و مانه ، هغوې زما سره په کړیو وعدو باندې تل ولاړ او د زړه نه زما د بلنې په لار کې زما معاونان دی .
په دې اړه زه د یهودو او د عربو د مشرکینود مخالفت نه اندیښمن نه یم. یهود د طمعې او لالچ له پاره دسود اورشوت او په پیرولو او پیریدلو کې د الله له اړخه حرام کړل شوې لارې پریږدي او ددنیا په ګټه باندې ځانونه ځاروي .
«فویل لهم مما کتبت ایدیهم وویل لهم مما یکسبون (۷۹:۲)»
( په هغوې افسوس دې ، په هغه څه چې دهغوې لاسونه یی لیکي ، او افسوس دې په هغوې، په هغه څه چې هغوې یی ددې لارې تر لاسه کوي .)
خو نصاراو په دې معامله کې دهغوې سره موافقه و نه کړه ، یهودو او قریشو مشرکینو او نورو د خداې سره په دښمنۍ کې ، نورو ته په دوکه او فریب ورکولو کې اودخپلو نفسونو له پاره د بدو اعمالوسره ، زما د مخالفینو ملاتړ وکړ ، هغوې یی جنګونو ته را وپارول ، چې د همدې په اساس هغوې د الله ، د رسول او صالحو مؤمنینو دښمنان ثابت شول .
خو نصارا هیڅکله هم زما په وړاندې دداسې کوم کار مرتکب شوي نه دي بلکه په خپلو ژمنو باندې ولاړ دي ، په هر سنګر او محاذ کې یی زما د قاصدانو او سپه سالارانو بسپنه جاري ساتلې ده ، چې په همدې خاطر هغوې زما له اړخه د مهربانۍ ، مودت ( دوستۍ ) او د ټاکل شوی مراعات مستحق ګرزیدلي دي ، ما همدا اوس ،په خپل ژوند کې او هم د وفات نه وروسته په دواړو حالاتو کې هغوې ته دا حقوق ورکړي دي ، چې تر هغې چې په نړۍ کې اسلام موجود وي او تر هغې چې په سمندر کې اوبه څپې وهي ، او تر هغې چې د اسمانه اوبه را تویږي ، او تر هغې چې په زمکه کې بوټې را زرغونیږي او تر هغې چې اسمان د ستورو څخه ځلیږي او تر هغې چې د شپې او ورځې لړۍ روانه وي پرمسلمانانو ددې ژمنې پابندي لازمه ده ، هغوې دخپله اړخه په دې تړون کې کوم بدلون او یا کمې زیاتې نه شي راوستلې او نه د ورکړل شوو مراعاتو په خلاف دقدم پورته کولو اختیار لري .
زما د امت څخه چې هر څوک ددې پر خلاف عمل وکړي زه پر هغه د الله تعالې حجت وړاندې کوم (وکفې بالله شهیدا ).
ددې مراعاتو علتونه :
درې (؟) دي :
د نصاراو څخه څو کسانو دمسلمانانو له اړخه د امن لیک غوښتنه کړې وه اوداسې ژمنه کول یی غوښتل . هغه څه چې ضروري و ما دهغوې دواړه غوښتنې و منلې .
زه دا غوره ګڼم چې ستاسې څخه چې هر څوک زما په څیر په عسرت (سختۍ) کي وی ، هغه دې کوم ډول لاسي کار( دستکاري ) زده کړي په دې اړه به زما له اړخه او زما دداعیانو له اړخه ورسره کومک هم وکړل شي.
او دا چې زه دا داسې یو تړون و ګرځوم چې تعمیل یی په هر مؤمن او مسلم باندې واجب شي ، په دې خاطر ما ددوې له پاره یوه استمراري وثیقه ولیکله . چې دمسلمان پادشاه(؟) او غیرپادشاه دواړو له پاره نسل په نسل واجب العمل ده . دمسلمان پادشاه(؟) له پاره ددې وثیقې عمل کول واجب دي(؟) ، تر څو د نصاراو سره کړل شوې وعدې او زما له اړخه هغوې ته منظور کړل شوې امان ټینګ پاته شي . زه مسلمانانو ، شاهې کارندو(؟) او کافرانو ته په تاکید سره وایم چې هغوې د ې نصاراو ته اذیت او تکلیف نه ور رسوي (؟ـ)، او ددې وثیقې نفاذ دې په ذهن کې وساتي . دهغوې دا عمل به زما ددعوت په لاره کې کومک کونکې ثابت شي اودتکذیبونکو او شک کونکو له پاره به د اندیښنو او غم سبب وګرځي.
په دې کې به دکوم ذمي له پاره پر مسلمانانو د نیوکو او مخالفت ځای نه پاته کیږي ، د نصاراو له پاره مو دا مراعات ځکه ورکړې چې هغوې دې په معروفو باندې عمل وکړي ، په نیکو اخلاقو دې ځانونه ښایسته کړي ، نورو ته دې په نیکۍ هدایت وکړي او د بدیو نه دې یی منه کړي ، او حق و صداقت هم همدا دې ، انشاءالله .

ددې تړون دویمه نسخه :

بسم الله الرحمن الرحیم
د محمدص بن عبدالله بن عبدالمطلب له اړخه ، چې دټول انسانیت له پاره دالله له لورې مبعوث شوې ،رسول ، بشیر او نذیز او د الهی د احکامو ابلاغونکې او امین دې ، امنلیک :
( لئلا یکون للناس علې الله حجة بعد الرسل (۱۶۳:۴))
( و کان الله عزیزا حکیما (۵۹:۴))
په نوم د ــــ
سید بن حارث ابن کعب او دهغه نصرانی قوم ته، که په شرق کې وی او که په غرب کې ، لرې وي اویا نژدې ، عرب نسله وي او یا عجمی نسله ، مشهوروي اوکه نوم ورکي ، ټولو له پاره:
درسول الله له اړخه د نصاراو له پاره دا لیکنه دمعمول په مطابق داسې یو امن لیک دې چې په کې د انصاف او دمعاهدینو دخوندي ساتلو له پاره( ذمه) ورکول کیږي ، د مسلمانانو څخه چې هر څوک ددې امنلیک د لیکل شوو شراېطو مراعات وکړي هغه به د اسلام ساتونکې او داسلام د نیکیو څخه ګټه ورګرځي ، او هر هغه مسلمان چې دا امن لیک له نظره و غورځوي ، ددې په شراېطو باندې عمل ونه کړي ، ددې سره سره چې د مخالفت مرتکب ګرځي او زما د احکامو پابند و نه اوسي نو هغه د خداې سره د کړې ژمنې څخه ګرزیدونکې ، دهغه دپناه څخه فراري ، او دهغه د لعنت مستوجب ګرځي ، پادشاه (؟) وې یا رعیت . په دې خاطر ما هغو ته د خپله اړخه او د خداې له اړخه د امن د ورکولو تر څنګ د ټولو انبیاو او د نړۍ د مؤمنینو اومسلمینو ، د اولینو او اخرینو پورې د هر یوه له اړخه پناه ورکړې ده . په دې اړه هغه میثاق تر مخ ایښول ضروري دي چې خداې ، بني اسرائیلو ته د ( خپلو) وعدو د پوره کولواو د الله سره د وعدو د ایفا له پاره ارشاد فرمایلې دې .
ما د نصاراو له پاره دا لاندې مسؤلیتونه په خپله غاړه اخستي دي :
1- د هغوې د دښمنانو څخه به دخپلو اسپ سپرو ، پیدل فوځ او ځواکمنو مسلمانانو په واسطه د هغوې د پولو ساتنه کوم .
2- پر هغوې حمله کونکې ، که له ماسره معاهد وی او یا په جنګ کې ،له ماسره نزدې اوسیدونکې وی او یا لرې ، زه به په هر صورت کې د نصاراو خواخوږې اوسم .
3- دهغوې د شاوخوا تحفظ او ددښمنانو څخه به د هغوې ساتنه کوم .
4- دهغوې کلیساوې ، عبادتځایونه ، خانقاه ګانې او مسافر ځایونه ، که په غرونو کې وي او که په پراخو میدانو کې ، او یا په تورو تیارو غارونو کې وي ، یا په ابادیو کې پرتې وي ، یا دغرو په لمنو کې او که په شګ لوړه زمکو کې ، هرچیرې چې وي ، د ټولو خوندي ساتنه زما په غاړه ده .(؟)
5- ددې معاهدینو او ددوې د همفکره ډلو د عقایدو ، رسومو او مذهب خوندي ساتنه زما په غاړه ده .
6- دا خلک که په وچه وی او که په بحر کې ، شرق کې وي او که په غرب کې ، د زمکې په سر چې هر چیرې وي نو ددوې له پاره به دمسلمانانو هر وګړې دهمدې امنلیک پابند وي .(؟)
7- ددوې سره په (اسماني سلطانۍ ) کې کومک کول هم زما مسؤلیت دې .
8- زما په رعیت کې په راګډیدو سره به هم زه دهغوې محافظ یم او زما تر څنګ زما هغه ملګري هم له ماسره په دې کار کې شامل دي چې داسلام د دفاع له پاره لاس په سینه ولاړ دي.
9- که کوم مصیبت دهغوې تعاقب وکړي نو مونږ به یی دهغوې پورې ور رسیدو ته پرې نه ږدو .(؟)
10- دهغوې درضا پرته به مونږ هغوې په جنګې عملیاتو کې را شریک نه کړو .
11- دهغوې پادریان ، راهبان ، او سیل بینان ، چې په کومو مناصبو باندې ناست دې دهغوې څخه به یی معزول نه کړو .
12- دهغوې په عبادتځایو کې به هم مداخله ونه کړو .
13- او نه به هغه په مسجدونو باندې بدل کړو .
14- او نه به هغه د میلمستون په څیر استعمال کړو .
15- دهغوې علماء ،زاهدان ، او مذهبی مشران ،که په پراخو میدانو کې وي یا په غرونو کې ، هغوې ته به جزیه او خراج دواړه معاف وی .
16- او دهغوې نه پرته په نورو ټولو باندې په دې لاندې توګه جزیه عائد یږي.
الف – په هر کس څلور درهمه .
ب- یا په هر کس یو یمني څادر .
ج – یا په هر کس یو د وړیو اوبدلې تان .
ددې کار څخه مو موخې د مسلمانانو د بیت المال تقویه کول دي اودا رقم دهغوې د ماتحتو د رضامندۍ وروسته ټاکل شوې دې .
17- په دې لاندې یاد کړل شوو ډلو به د کال د (۱۲) درهمو څخه زیاته جزیه هیڅکله هم کینښول شي هغه هم په هغه صورت کې چې داسې کاري خلک په یوه ځاې کې و اوسیږي .
الف – دهقان
ب- منقوله شیان تجار.
ج- بحری او بري تجارت ( په دواړو)
د- دسروزرو ، طلاو او جواهرو تجارت او راکړه ورکړه .
ه – په ځنګل کې د ګرزیدونکو حیواناتو سوداګر .
18- کوچینان او یا هغه خلک چې په موقتي توګه په کوم کلي کې پراته وي او حکومت ته دهغوې د اصل وطن په اړه معلومات نه وي همدا راز په لاره تیریدونکې سوداګران هم په دې ډله کې شامل دي .
19- په دې لاندې خلکو خراج او جزیه دواړه شته :
الف – د زراعتې زمکې په مالکانو باندې ،
ب-د میوه لر ونکو بوټو په خاوندانو باندې .
20- خو د مقدار په ټاکلو کې به زیادتي نه کیږي ، او نه به په یو دهقان د باغونو دمالک په مقابله په زیات بار بار کړل شي .
21- ذمي دمسلمانانو په مقابل کې د جنګ ملاتړ ته مجبور نه کړل شی ، هغه زمونږ سره پناه اخستې ،او هغه د خپل امان له پاره جزیه ورکوي .
22- د جنګ په وخت کې د هغه څخه دهغه آس اویا اوښ هم نه اخستل کیږی . خو که چیرې په خپله کومک کول غواړی نو سهی ، په دې حالت کې هغه د شکریی او ممنونیت وړ دې او باید معاوضه ورکړل شي .
23- نصرانی به په زور د اسلام منلو ته اړ نه کړل شي .
24- له دوې سره په مذهبي بحثونو کې د ښې لارې نه مخته راشئ .
25- هغوې دخپلې مهربانۍ وړ وګرځوئ ،
26- هغوې ته، چې هر چیرې وي ، د ضرر د ر سولو اراده ونه کړئ .
27- که دهغوې دکوم کس څخه کومه خطا وشي نو مسلمانانو ته دهغوې په اړه د انصاف نه کار اخستل په کاردي .
28- تر هغه چې شوني وي د دوو ډلو تر منځ معامله د سولې له لارې حل کړئ ،
29- دمجرم ثابتیدو په صورت کې ، هغوې دخپل احسان له مخې ایله کړئ .
30- او یا د جرم د ثابتیدو په صورت کې د هغوې له اړخه جزیه ورکول غوره دي .
31- هغوې په هیڅ حالت کې دخپله ځانه مه لرې کوئ ، مه یی سپکوئ او مه یی تر نظره پری باسئ، ځکه چې ما هغوې ته بښنه کړې ده .
32- په عدل ، انصاف او اقتصادي معاملاتو کې دهغوې حقوق دمسلمانانو سره برابر دي .
33- دهغوې د ښځو سره دمسلمانانو نکاح حلاله ده ، نو مسلمانان دې هغوې په زوره نه په نکاح کوی او نه د هغوې له اړخه د انکار په وخت کې هغوې ته داذیت او تکلیف د ورسولو اراده وکړئ نکاح باید په خوشحالۍ سره ترسره ه شي .
34- هغوې او مسلمانان دواړه د جرایمو دسزا په اړه برابر دي .
35- دهر هغه مسلمان په کور کې چې نصراني مذهبه ښځه وي ، هغې ته د خپلو مذهبي شعایرو د اداء کولو اجازه ورکول په کار دي ، هغه ښځه چې هر وخت و غواړی د خپلو مذهبي مشرانو څخه د مسئلې دپوښتلو له پاره ور تللې شی . هر څوک چې خپله نصراني ښځه د خپلو مذهبي شعایرو د اداء کولو څخه منه کوي ، هغه دخداې او رسول له اړخه د هغوې سره د شوي میثاق مخالف او دالله په وړاندې درواغژن دې .
36- که چیرې هغوې په خپلو عبادتځایو او خانقاګانو یا قومي ابادیوکې ترمیم کول غواړی اودمسلمانانو څخه مالې اواخلاقي کومک و غواړي نو دهغوې سره بسپنه کول په کار دي ، دهغوې سره دا ډول بسپنه به په هغوې باندې دقرض او احسان په شکل کې نه وي ، بلکه دهغه میثاق د ملاتړ له پاره به وی چې رسول الله د خپل احسان او کرم له لارې ددوې سره تر سره کړې دې.
د نصاراو مسؤلیتونه :
37- دمسلمانانو په جنګونو کې باید نصارا د دښمن د سفیر ، لارښود ، معاون ، جاسوس او سلاکار په څیر دنده اجرا نه کړي . داسې وګړې به دخداې په وړاندې ظالم ، درسول ص څخه بې فرمانه او د ایمان څخه بې برخې تصور کیږي .
38- د هغوې وفاداري به په هغو شرایطو باندې د زړه له کومي د عمل کولو څخه څرګندیږي چې محمدص د نصراني ملت له پاره ټاکلي دی ، اود عیسوي دین له مخې هغوې دهغې په پابندۍ کولو باندی مکلف دي . په دې شرایطو کې په پټه یا په ښکاره توګه ددښمن جاسوس یا دمسلمانانو رقیب کیدل د معاهدې خلاف کار ګڼل کیږي .
39- نصرانیانو ته زمونږ د دښمن د فوځونو له پاره په خپله مملوکه زمکه باندې پناه یا د ارام له پاره اسانتیاو ورکول نه دې په کار . هسې نه چې هغوې د ارام وروسته بیا پر مونږ یرغل راوړي ، په دې ماده کې داوسیدو ځایونه او عبادت ځایونه هم شامل دي ، تر څنګ یی هغوې ته نورکوم ملاتړ هم باید ور نه کړل شي .
زمونږ د مخالف له پاره وسله ، آسونه یاسړي برابرول ، یا دهغوې دسامانونو ترمیم ، هم په همدې ماده کې شامل دي .
دهغوې له اړخه د مسلمانانو له پاره :
40- پر هغوې باندې درې ورځی اوشپې میلمستیا لازمه ده .د اړتیاو په وخت کې دهغوې له پاره لارښود او دسپرلۍ حیوانات تهیه کول هم پرې واجب دي ، ددې نه زیاته نه .
41- که چیرې ددښمن سره د جنګ په وخت کې کوم مسلمان دکوم نصراني کور یا عبادتځاې کې پټیدل وغواړي نو دهغه ساتنه اود هغې دخوراک څښاک اهتمام او ددشمن څخه دپټیدو ..ټول په نصاراو باندې واجب دي .
په اخر کې :
42- کوم نصرانی چې ددې شرایطو څخه د یوه شرط مخالفت هم وکړي ، او دا حقوق دمسلمانانو په ځاې دښمنانو ته ورکړي ، داسې وګړې د الله او د رسول د ذمې څخه وتلې دې ، پر هغه باندې دداسې معاهداتو پابندي اړینه ده چې دهغه څخه دهغوې راهبانو هغه خبر کړې وي . او ماد راهبانو سره ، او هر نبي چې د امن په بدل کې دخپل امت سره کومې وعدې کړې دي ،پر امت دهغې پوره کول او پر نبي د امت خوندي ساتنه واجب ده . په دې دواړو کې د قیامت د ورځې پورې تغیر او تبدیل نه شې کیداې . انشاءالله.

ګواهان : ۱- محمدص بن عبدالله ( چې ددې تړون یو اړخ دې اوبل اړخ یی نصارا دي ) ، ۲-عتیق ابن ابوقحافه، ۳- عمر بن الخطاب، – ۴- عثمان بن عفان ، ۵- علی بن ابی طالب ، ۶-ابوذر غفاري ، ۷- ابودردا، ۸-ابوهریرة ، ۹- عبدالله بن مسعود ، ۱۰- عباس بن عبدالمطلب، ۱۱- فضل بن عباس ، ۱۲- زبیربن عوام ، ۱۳- سعدبن عباده ، ۱۴- سعدبن معاذ ، ۱۵- طلحه بن عبیدالله ، ۱۶- ثمامه بن قیس ، ۱۷-زید بن ثابت ، ۱۸- عبدالله بن زید ، ۱۹ حرقوص بن زهیر ، ۲۰- زید بن ارقم ، ۲۱- اسامة بن زید
۲۲-عمار بن مظعون ، ۲۳- مصعب بن جبیر ، ۲۴- ابوالغالیه ، ۲۵- عبدالله بن عمرو بن العاص ، ۲۶- ابوحذیفه ، ۲۷- خوات بن جبیر ، ۲۸- هاشم بن عتبه ، ۲۹- عبدالله بن خفاف ، ۳۰- کعب بن مالک ، ۳۱- حسان بن ثابت . ۳۲- جعفر بن ابی طالب . ( لیکونکې معاویه ابن سفیان )

(نوټ : په دې لیکنه کې داسې خبرې راغلی چې هغه د اسلام د پیغمبر محمدرسول الله صلی الله علیه سلم پورې نسبت نه شي ورکول کیداې ، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم هیڅکله داسې تضمینات نه کوي چې هغه دالله تعالې په اراه او ځواک کې رانغښتې وي . په دې لیکنه کې داسې جملې ځاې کړل شوی چې د قران د څرګند نص او هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو او ویناو پر خلاف دي. داسې ګمان کیږي چې عیسویانو به په دې تړون کې هم لکه د خپل بایبل په څیر د خپلو خلکو د ډاډ او امن په خاطر لاس وهنه کړي وي ، تر څنګ یی دټولو صحابه وو لست دګواهانو په نوم ورسره یو ځاې کول هم دښه نیت نمایندګې نه کوي . والله اعلم بصواب )

ژباړه : قریب الرحمن سعید

Atomic Habits
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب