تور مرچ ګټې
تور مرچ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خوړو د خوند زیاتولو او خوشبویه کولو لپاره استعمالیږي. تور مرچ سره هر څوک آشنا او خوړلی یې دی.
د تورو مرچو ځینو ګټو سره مو آشنا کوو:
د هاضمې نظام ښه کوي: تور مرچ په معده کې د هایډروکلوریک اسید جوړیدو لامل ګرځي. هایډروکلوریک اسید د پروتین او ځینو نورو قوي خوړو په هضمولو کې مرسته کوي.
د هاضمې نظام ښه کیدو سره انسان د اسهال او قبض ناروغیو باندې نه اخته کیږي.
د سرطان مخنیوی کوي: د مشیګان سرطان مرکز د یو تحقیق په اساس تور مرچ مو د سینې سرطان څخه ژغوري. تور مرچ د غټو کولمو سرطان په بدن کې د خپریدو مخه هم نیسې.
وزن کموي: تور مرچ لومړي پرده داسې مواد لري چي له بدن څخه د مضرو غوړیو سلولونه له منځه وړي او اضافي وزن کموي.
اعصابو ساتنه کوي: د څیړونکې د سپړنې په اساس د تور مرچ استعمال د کرکومن مرکب سره د عصبي سلولونو ساتنه کوي.
د پورتنیو ګټو سربیره تور مرچ د زړه تقویه کولو لپاره هم کارول کیږې.