توبه وباسئ او دولس قرآني جایزې ترلاسه کړئ!

را ټولونه: م. حمد الله دانشمند

سرچینه: تفاسیر، فقه

لومړی باید توبه در وپېژنم: توبه له ګناه نه، بیرته را ستنېدو ته وایي.

[القاموس المحیط، صحاح]

توبه: الله پاک ته ور ګرځېدل دي.

[تاج العروس]

د شریعت په رڼا کې، توبه: پر ګناه پښېماني او له هغې نه ځان کښل دي، له دې امله، چې هغه د الله پاک نافرماني ده، نه له دې کبله، چې هغه د تن، مال، او عرض تاوان دی. کلکه اراده او پوخ هوډ ده، چې بیا به هغې ګناه ته نه ور ګرزي.

[روح المعاني، الموسوعة]

د توبې شرطونه څه دي؟

توبه ۴ شرطونه لري:

۱- له ګناه نه، ځان کښل.

۲- پر تېر پښېماني کول.

۳- کلک هوډ کول، چې بیا به همدا ګناه نه را غبرګوي.

۴- که ګناه د الله پاک د داسې حق اړوند وي، چې تدارک (بیا موندنه) یې شونی وي، لکه: زکات، کفاره او… د توبې تر څنګ هغه هم باید ادا کړي، که د بنده تر حق تړاو ولري؛ نو هغه ته دي خپل حق ورسوي، یا دي ترې بښنه وغواړي.

[الموسوعة الفقهية الكويتية، ١٢٠/١٤]

توبه څه وخت نه قبلېږي؟

دوه وخته په اتفاق توبه نه قبلېږي:

۱- کله چې د توبې پراخه دروازه وتړل شي.

زموږ ستر لارښوود نبي علیه السلام مبارک و فرمایل: “الله پاک د لوېدیځ پلو ته یوه دروازه پرانیستې ده، چې سور یې ۷۰ کاله مزل ده، د توبې له پاره، تر هغه به و نه تړل شي، تر څو لمر د لويدیځ له لورې را څرګند شي. [ترمذي، نسائی، ابن ماجه، احمد]

۲- چې روح د انسان و ستوني ته را وخېژي.

نبي علیه السلام مبارک فرمايي: الله پاک د خپل بنده توبه قبلوي، ترڅو چې روح یې حلقوم ته راغلی نه وي. [ترمذي، احمد …]

له دېنه پرته هم ځیني اتفاقي او ځیني اختلافي صورتونه شته، چې توبه نه پکې قبلېږي. پوره تفصیل یې په تفاسیرو او فقهي کتابونو کې موندل کېږي.

هغه ۱۲ جائزې، چې د توبې په کښلو در په برخه کېږي؛ لاندې دي:

۱- الله پاک به در سره محبت وکړي.

[النساء: ۲۲۲]

۲- کامیابي به در په برخه شي. [النور: ۳۱]

۳- اعمال به دي قبول شي، ګناهونه به دي ورزېږي. [الشوری: ۲۵، الفرقان: ۷۱]

۴- جنت ته به ننوزې، له دوږخ نه به خلاص شې. [مریم: ۵۹]

۵- الهي بښنه او د هغه – جل جلاله – رحمت به دې په برخه شي. [الاعراف: ۱۵۲]

۶- واړه ناسم عملونه به دي په نیکیو بدل شي. [الفرقان: ۷۰]

۷- د دنیا او آخرت خیر، او ښېګڼه به درکول شي. [التوبة: ۳]

۸- له رښتینو مؤمنانو سره به مل شئ، هغه – جل جلاله – به لوی اجر در کړي. [النساء: ۱۴۶]

۹- له اسمان نه، به برکتونه پري در و ورېږي، قوت او توان به مو یو په دوه شي. [نوح: ۱۱]

۱۰- د الله – جل جلاله – پاک بندګان ملائکه به در ته د بښنې او له دوږخ نه د خلاصون دعا وکړي. [غافر: ۹]

۱۱- یو داسې عمل به دي کړی وي، چې الله پاک یې در نه غواړي او خوښوي یې. [النساء: ۲۷]

۱۲- الله پاک پرې راضي کېږي. [الحدیث: رواه مسلم].

الله پاك دي مونږ ټولو ته د ريښتنې توبې توفیق را په برخه کړې. که مو بشپړه ولوسته؛ “امین” لیکل مه هېروئ!

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب