
تلويزيون او موبایل څخه د قرآن اورېدلو حکم څه دی؟
زه کله ناکله وروسته د سهار د لمانځه نه، او یا لږ مخکې د ماښام نه، د یو جید او خوشآوازه قاري په آواز باندې د ټیپ او یا راډیو نه د قرآن عظیمالشان قراءت اورم په جګ آواز باندې. د دې نه زه دوه مطلبه لرم:
اول دا چې د قرآن کریم د اورېدو نه زیات لذت او خوند اخلم د یو جید قاري په غږ.
دوهم دا چې وایم د قرآن کریم غږ په دې کور کې واورېدل شي او خپور شي، تر څو شیطانان له دې کوره ولاړ شي او وتښتي.
او دا کار په داسې وخت کې کوم چې نه چا ته مزاحمت وي او نه څوک خبرې کوي د تلاوت په وخت کې.
نو زما سوال دا دی چې آیا د قرآن کریم په زوره اورېدل د ټیپ یا راډیو له لارې د دې سبب کېږي چې شیطانان له کوره ولاړ شي او وتښتي؟
ځواب
بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
د ټیپ، تلویزیون او کمپیوټر څخه د قرآن اورېدو احکام
د ټیپ، تلویزیون، کمپیوټر او کومې بلې وسیلې څخه د قرآن کریم اورېدل جائز دي، او همغه آداب لري لکه څنګه چې د قاري د خولې نه اورېدل کېږي.
د احناف په نزد په لمانځه کې او د لمانځه د باندې د قرآن کریم قراءت ته غوږ نیول واجب دي. دلیل دغه آیت کریمه ده:
وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُوا لَهُ وَأَنصِتُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (الأعراف: ۲۰۴).
د جناب نبي کریم ﷺ عادت شریف دا و، چې کله به یې کوم صحابي ته ویل چې ته ماته قرآن وایه، زه غوږ درته نیسم:
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ لِيَ النَّبِيُّ ﷺ: «اقْرَأْ عَلَيَّ». قُلْتُ: آقْرَأُ عَلَيْكَ وَعَلَيْكَ أُنْزِلَ؟ قَالَ: «فَإِنِّي أُحِبُّ أَنْ أَسْمَعَهُ مِنْ غَيْرِي». فَقَرَأْتُ عَلَيْهِ سُورَةَ النِّسَاءِ حَتَّى بَلَغْتُ (فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِنْ كُلِّ أُمَّةٍ بِشَهِيدٍ وَجِئْنَا بِكَ عَلَى هَؤُلاءِ شَهِيدًا)، قَالَ: «أَمْسِكْ». فَإِذَا عَيْنَاهُ تَذْرِفَانِ. (بخاري)
عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه وايي: ماته رسول الله ﷺ وويل: (زما لپاره قرآن وایه). ومې ویل: څنګه تاته قرآن ووايم، حال دا چې قرآن پر تا نازل شوی دی؟ ویې فرمایل: زه دا خوښوم چې هغه له نورو واورم. بیا مې د النساء سورت ورته تلاوت کړ، کله چې دې آیت ته ورسېدم:
(فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِنْ كُلِّ أُمَّةٍ بِشَهِيدٍ وَجِئْنَا بِكَ عَلَى هَؤُلاءِ شَهِيدًا)
(یعنې: څرنګه به وي هغه وخت چې د هر امت څخه یو شاهد راولو، او تا د هغوی لپاره شاهد راولو)، رسول اکرم ﷺ وفرمايل: نور بس دی. پس مې ولیدل چې د مبارکو سترګو نه یې اوښکې روانې وې.
نو که سړی یواځې وي، یا نور خلک وي، د ټیپ، کمپیوټر یا بلې وسیلې څخه قرآن واوري او په هغه کې تدبر او فکر وکړي، ډېر د اجر کار دی.
مګر که نور خلک وي او هغوی خبرې کوي او د اورېدو لپاره اشتياق نه وي، نو بیا په زوره نیول صحیح نه دي، ځکه هغوی ګناهګار کېږي. دا ځکه چې دا د کفارو صفت و، چې کله به قرآن لوستل کېده، دوی به خبرې او مزاحمتونه پیل کړل، لکه په دغه مبارک آیت کې:
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَسْمَعُوا لِهَذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ (فصلت: ۲۶).
دوهم: ستاسې د پوښتنې په ارتباط، قرآن چې په هر ځای کې لوستل کېږي، له هغه ځایه شیطانان لرې کېږي.
جناب نبي کریم ﷺ فرمایي:
إِنَّ الْبَيْتَ لَيَتَّسِعُ عَلَى أَهْلِهِ وَتَحْضُرُهُ الْمَلَائِكَةُ وَتَهْجُرُهُ الشَّيَاطِينُ وَيَكْثُرُ خَيْرُهُ أَنْ يُقْرَأَ فِيهِ الْقُرْآنُ، وَإِنَّ الْبَيْتَ لَيَضِيقُ عَلَى أَهْلِهِ وَتَهْجُرُهُ الْمَلَائِكَةُ وَتَحْضُرُهُ الشَّيَاطِينُ وَيَقِلُّ خَيْرُهُ أَنْ لَا يُقْرَأَ فِيهِ الْقُرْآنُ.
کوم کور کې چې د قرآن قراءت کېږي، هغه کور د اهل لپاره پراخېږي، ملائکې راځي، شيطانان لرې کېږي او خیر ډېرېږي.
او په کوم کور کې چې د قرآن قراءت نه کېږي، هغه کور په اهل باندې تنګېږي، له هغه ځایه ملائکې لرې کېږي، شیطانان ورځي او خیر یې کمېږي. (رواه الدارمي ۳۳۷۲).
دریم: کله چې سړی خپله د قرآن کریم له مخې تلاوت کوي، نو اودس به لري.
مګر کله چې له کمپیوټر، تلویزیون او نورو څخه قرآن ته غوږ وي، اودس ته اړتیا نشته، او نه هم د تلاوت د سجدې په آیت سره سجده واجبېږي.
ځکه چې دا د قاري اصلي تلاوت نه وي، بلکې د یوې وسیلې له لارې ثبت شوی غږ وي. (جدید فقهي مسائل ج ۱، ص ۷۳)
وأما سجود التلاوة إذا كنت تستمع آية فيها سجدة من الكمبيوتر أو جهاز التسجيل، فالذي يظهر أنه لا يُشرع السجود لذلك. وقد نص العلماء المتقدمون على قريب من هذه المسألة.
فمن ذلك: ما جاء في “الفتاوى الهندية” (1/133) وهو من كتب الأحناف:
«إن سمعها (يعني آية السجدة) من الصدى (وهو ارتداد الصوت من مكان بعيد) لا تجب عليه». انتهى.
فمثله: إذا سمعها من جهاز تسجيل ونحوه.
وقد سئل الشيخ ابن باز رحمه الله:
إن كان الإنسان يستمع إلى تلاوة القرآن الكريم بواسطة جهاز التسجيل، ومر القارئ بآية فيها سجدة تلاوة، فهل يسجد؟
فأجاب:
«لا يُشرع للمستمع أن يسجد إلا إذا سجد القارئ، لأن النبي ﷺ قرأ عليه زيد بن ثابت رضي الله عنه سورة النجم ولم يسجد، فلم يسجد النبي ﷺ، فدل ذلك على عدم وجوب سجود التلاوة، لأن النبي ﷺ لم يُنكر على زيد تركه، كما دل الحديث أيضًا على أن المستمع لا يسجد إلا إذا سجد القارئ». انتهى.
(مجموع فتاوى ابن باز 11/415) ونحوه في “الشرح الممتع” (4/133).