تاریخي بښنه! -صحابه کرامو اخلاق
یوه ورځ ابوذر رضی الله عنه بلال رضی الله ته پیغور ورکړ چې د تورې زویه!
بلال رضی الله عنه ډیر خفه شو او ورته وویل چې زما د قسم په رب وي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وایم.
رسول الله صلی الله علیه وسلم چې د بلال خفګان ولید، نو له ډیرې غوسې نه یې رنګ تغیر وکړ او بیا یې ابوذر ته وویل: آیا تا بلال ته د هغه د مور پیغور ورکړ؟ په تا کې تراوسه پورې د جاهلیت د وخت خویونه شته دي!
ابوذر رضی الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په ژړا شو او ورته وویل اې د الله رسوله! ما ته د الله نه بښنه وغواړه، بیا له مسجد نه بیرون ووت.
ابوذر لاړ او د بلال رضی الله عنه پښو کې یې ځمکه باندې مخ کیښود او ورته وویل: اې بلاله! تر څو چې زما مخ په لغته ونه وهې، نو زه به خپل سر له ځمکې جګ نه کړم! بیشکه چې ته یو عزتمند شخصیت یې او ما ستا بې احترامي کړې ده.
بلال رضی الله عنه هم په ژړا شو او بیا یې د ابوذر رضی الله عنه مخ له ځمکې را جګ کړ او ښکلی یې کړ، او بیا یې ورته وویل: زما د قسم په رب وي چې هیڅکله به هغه مخ په لغته ونه وهم چې د الله لپاره یې یوه سجده هم کړې وي.
بیا دواړو یو او بل ته د ژړا په حالت کې غیږه ورکړه او یو او بل ته یې بښنه وکړه.
متأسفانه چې نن ورځ ځینې خلک په لسګونو ځله د یو مسلمان زړه ازار کړي او بیا د بښنې غوښتلو کیسه کې هم نه وي، چې اقلا د وبښه لفظ ورته استعمال کړي.
رښتیا هم چې صحابه کرام د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاس مبارک روزل شوي وو، د اسلام هر اړخیزو مسائلو ته یې پوره درناوی درلود، د حق او باطل، ولاء او براء په ډګر کې یې عملي امتحان ورکړی و.
د بښنې غوښتلو کمال او هنر هر څوک نه لري او نه هر څوک د غلطۍ نه وروسته بښنه غواړي، څوک چې د بښنې غوښتلو هنر ونه لري نو بیشکه چې ژوند به یې له ناخوالو سره مخ وي.