بې کيفيته درمل د هېوادوالو ژوند لپاره ستر ګواښ دي
بې کيفيته درمل د هېوادوالو ژوند لپاره ستر ګواښ دي
لومړی د ډاکټر پوهه او ناروغ سره اخلاص، لابراتوار او درېيم مناسب او د لوړ کيفيت درمل.
له بده مرغه زموږ هېوادوال درېواړو برخو کې له ستونزو سره مخ دي. نه ښه متخصص ډاکټر لرو، نه لابراتوار او نه هم دارو درمل.
ډاکټران خو وايي، چې د نورو هېوادونو حکومتونه د لوړو زدهکړو مصارف پر غاړه اخلي او هېوادوال يې پرمختلليو هېوادونو کې لوړې زدهکړې کوي، مګر ناروغ ته د بې کيفيته درملو ليکل او په لوی لاس د هېوادوالو پر ژوند لوبې کول، ګرد بشريت سره ظلم دی او زموږ ډېری ډاکټران په لوی لاس داسې کارونه کوي.
د اداري فساد ضدنړيووالې ادارې په خپل نني راپور کې ويلي، چې افغانستان ته وارېدونکونکي درملو څخه اتيا سلنه يې جعلي او د ټيټ کيفيت درمل دي، چې ناروغ ته د ګټې پر ځای زيان اړوي.
اداري فساد سره د مبارزې او ارزيابي د ګډ کميسيون مشر ياسين عثماني نن کابل کې رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د پاکستان، هند، ايران، چين او ګڼو نورو هېوادونو څخه ډېر داسې درمل هېواد ته راځي، چې د ټيټ کيفيت درلودونکي وي او مريض ته د ګټې پر ځای زيان اړوي، مګر حکومت په دې اړه کومه ځانګړې کړنلاره نه لري.
د طبي سرچينو له قوله يوازې پاکستان کې درې سوه داسې شرکتونه شته، چې د صحت عامې طبي شرطونه نه شي پوره کولای، نو له همدې امله نه شي کولای چې خپل توليدات
پاکستان کې وپلوري او خپل ګرد توليدات د افغان سوداګرو په مرسته افغانستان ته راواردوي.
عموما درمل په درې کتيګريو ويشل کيږي.
لومړی ملټي نيشنل، چې نړيوال سند لرونکي شرکتونه دي او د نړيوالو طبي حقونو په نظر کې نيولو سره درمل توليدوي او د درملتون څښتن ته څوارلس سلنه ګټه پکې پاتې کيږي، مګر يوې خبرې ته بايد متوجه شو، چې دلته يو شمېرقاچاقبران دي، چې د نړيوالو شرکتونو پر لېبل او تجارتي مارک جعلي درمل جوړوي او افغانستان ته يې صادروي.
د پيښور شيرپاو دولتي روغتون ته څېرمه د عبدالله په نوم د يو درملتون څښتن نن ټکی اسيا ته وويل، چې قاچاقبران په خپل تلسم او فريب کې دومره غښتلي دي، چې ډېری فارماسسټان هم د اصلي او جعلي درملو په توپير کې تېروځي.
د دې لپاره غوره لار دا ده، چې ناروغ بايد له هغه درملتونه درمل واخلي، چې کوم درملتون مستقيما خپله سودا د شرکت له استازو کوي.
د مثال په ډول Augmentin ډېر اغېزمن انټي بياټيک دي، مګر د خيبر پښتونخوا په باړه قبايلي سيمه کې يې قاچاقبران په همدې شکل جوړوي او افغانستان ته يې صادروي، چې ناروغ ته د ګټې پر ځای زيان اړوي او په دې فساد کې د سوداګرو او درملتونو څښتانو سربېره جنايي او د عامه روغتيا وزارت
چارواکي هم شامل دي.
بله د پام وړ خبره دا ده، چې د ملټي نيشنل درملو سوداګر د عامه روغتياوزارت له چارواکو سرټکوي، چې دوی هېواد ته اصلي درمل راوارد کړي او د هېوداوالو د صحت ضامن او ډېره لږه ګټه په کې وي، مګر د عامه روغتيا وزارت چارواکي ترې رشوتونه غوړاي او درمل يې په مياشتو مياشتو په کانټينرو کې پراته وي او اوړي په موسم کې ډېر وخت د کانټير د حرارت درجه له دېرشو لوړه شي او درمل خپل اغېز وبايلي.
دوهم: پروموشن ايټمز ورته وايي، چې نړيوال او سيمه ييز شرکتونه يې جوړوي، مګر پيژندل شوي نه وي او شرکتونه يې د خپلو استازو په مرسته ډاکټرانو ته ورپيژني او ډاکټران يې د شرکت له خوا د رشوت او تشويق په بدل کې خپلو ناروغانو ته ليکي.
په دغو درملو کې د درملتون لپاره له دېرشو تر شپيته سلنه ګټه وي.
درېيم: او ټي سي درمل دي. فارماسسټان د OTC معنا Original trade copyکوي « د اصلي تجاري مارکې کاپي» دغه درمل د ډېر ټيټ کيفيت لرونکي وي، چې ګټه يې د نشت برابر ده.
شرکتونه دغه ډول درمل په ډېره کمه بيه پلوري او قيمت پرې د رانيوونکي لپاره ډېر لوړي.
د مثال په ډول دغه درمل په شل، دېرش، او پنځوس پاکستاني کلدارو راځي او قيمت پرې دوه سوه تر درې سوو ليکل شوي وي او اپه افغانستان کې د درملتون څښتنان بيا په افغانيو پلوري.
دغه ډول درمل شاوخوا درې پاکستاني شرکتونه جوړوي چې پاکستان کې يې د پلورلو اجازه نه شته او افغان سوداګر يې د پېښور له مالګې منډۍ «د درملو د پلورلو شرکتونه پکې دي» په ټيټه بيه پيري او افغانستان کې يې بيا د کلدارو پر ځای په افغانيو پلوري، چې هېوادوالو ته مالي او ځاني زيانونه اړوي.
هغه ناروغان چې دغه ډول درمل وخوري، ناروغي يې څو چنده زياتيږي او د لږې نارواغۍ د تکليف له امله پاکستان، هند او نورو هېوادونو ته ځي.
د عامه روغتيا د وزارت له قوله شاخوا پنځه سوه د درملو شرکتونه دغه وزارت سره ثبت دي، چې شاوخوا دوه سوه پنځوس يې پاکستاني شرکتونه دي او ډېری دغه شرکتونه پاکستان کې د درمل پلورلو اجازه نه لري.