برزخ په قرآن کريم او د روسيې (Siberia) په اټومي کیندنه کې
بسم الله الرحمن الرحیم – لَعَلِّي أَعْمَلُ صَالِحًا فِيمَا تَرَكْتُ ۚ كَلَّا ۚ إِنَّهَا كَلِمَةٌ هُوَ قَائِلُهَا ۖ وَمِن وَرَائِهِم بَرْزَخٌ إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ (100) ﴿سورت المؤمنون﴾
الله جل جلاله د سورت المومنون په سلم نمبر ایات شریف کي مومنانو ته د عالم برزخ بیان کوي.
د ۱۹۹۶ زیږدیز کال راهيسي د انټرنټ پر مخ يو لړ د مځکي-کيندني خاص راپورونه خپاره سوي دي چي نسبت يې د عقلي دلیل له مخي د قران الکریم د سورت المومنون سلم نمبر ایات ته کیدلائ سي .
د ۱۹۸۸-۱۹۸۹ کلو تر منځ، د روسيې د سايبیريا ایالت په یوې نامعلومه سيمه کي، د اټومي او جيولوژي برخي روسي انجينرانو د مځکي کیندل پیل کړل. د مځکي-کيندني ددې پروژې په وروستيو کښي دداسي څه سره مخامخ سول چي نښي يي هغو ته ورته دي کومي چي د عالم برزخ په تعریف کولو کښي څه نا څه څرګندیږي .
پاملرنه : ددې بیان په منځ کي زړه راکښونکې ټوټه ځای سوې ده. د عالم برزخ او د مځکي کیندنی ددې پروژې د نښو په اړه د مولوي عنایت الله بشپړ معلومات او تشریح په لاندي ږغیزي ټوټه کي اوریدلائ سئ :