ایمان ژوند دی! | مه خفه کېږه! ۱۸
حقیقی بدمرغه خلک هغه دی، چې د ایمان له نور او د یقین له شتمنۍ څخه بې برخې وی، هغوی تل نا امیده، ذلیله او سپک ژوند کوی:
( وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِکْرِی فَأِنَّ لَهُ مَعِیشَةً ضَنکاً )
” او څـــوک چـــې زمـــا لـــه ذکـــر ( د نـــصـــیـــحـــت لـــه درس ) نـــه مـــخ واړوی ، د هـــغـــه لـــپـــاره بـــه پـــه دنـــیـــا کـــې تـــنـــګ ژونـــد وي . ”
د نېکمرغۍ یوازینۍ لاره پر رب العلمین ذات ایمان راوړل دی، ایمان د انسان نفس پاکوی ، خفګان او ناهیلی يې له منځه وړی او خوښی ور بښی.
اصلاً له ایمان پرته ژوند هېڅ خوند او مانا نه لری ، هغه ملحدین چې د ایمان له نعمت نه بې برخې دی ، باید ځان وژنه وکړی، ځکه په دې ډول به د دنیوی ژوند له ستونزو او اندېښنو څخه خلاصون ومومی.
له ایمان پرته ژوند ستره بدمرغی ده، او چا چې له دغې لارې څخه سر غړونه کړې، د تلپاتې لعنت طوق یې تر غاړه شوی.
( وَ نُقَلِّبُ أَفْئِدَتَهُمْ وَأَبْصَارَهُمْ کَمَا لَمْ یُؤْمِنُواْ بِهِ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَ نَذَرُهُمْ فِی طُغْیَانِهِمْ یَعْمَهُونَ )
” مـــوږ پـــه هـــمـــاغـــه شـــان د دوی زړونـــه او نـــظـــرونـــه اړوو ، لــکـــه څـــنـــګـــه چـــې دوی لـــومـــړی ځـــل پـــرې ایـــمـــان نـــه ؤ راوړی، مـــوږ دوی د دوی پـــه هـــمـــدې ســـر کـــشـــۍ کـــې لا لـــهـــانده پـــرېـــږدو. ”
د تېرو پېړیو له تجربو څخه عقل دا لاسته راوړنه کړی، چې بتان: خرافات، کفر: لعنت او الحاد: درواغ دی، او رسولان رښتینی دی، عزت او بادشاهی د الله تعالی په لاس کې ده، او هغه پر ټولو شیانو واکمن دی.
وخت رارسیدلی ، چې نړی تر اوږدې تجربې وروسته پر دې قانع شي، چې له يو الله تعالی پرته بل هېڅوک دعبادت وړ نه دی .
دهر انسان نېکمر غي او هوسا ژوند دهغه دايمان په قوت، اوضعف پورې اړه لري، څومره چې د چا ايمان قوي وي، هومره به ډېر نېکمرغه او د ارامۍ ژوند تېروي.
( مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَکَرٍ أَوْ أُنْثَی وَ هُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْیِیَنَّهُ حَیَاةً طَیِّبَةً وَ لَنَجْزِیَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا کَانُواْ یَعْمَلُونَ )
” څـــوک چــې ښـــه عـــمـــل وکـــړی ، هـــغـــه کـــه نـــاريـــنـــه وي اوکـــه ښـــځـــه، پـــه دې شـــرط چـــې مـــومـــن وي، پـــر هـــغـــه بـــه مـــوږ پـــه دونــــيـــا کـــې ســـپـــېـــڅـــلـــی ژوند تــــېر کـــړو، او ( اخـــرت کـــې بـــه ) دغـــســـې خـــلـــکـــو تـــه دهـــغـــو اجـــر لـــه ډېـــرو ښـــو عـــمـــلـــونـــو ســـره ســـم ورکـــړو”
مومنې ښځې او سړي د الله تعالی دخوښۍ لپاره خپل ژوند سپېڅلی تېروي.
هو ! دا سپیڅلی ژوند دوی ته استقرار او ډاډ وربښی، د الله تعالی مینه د دوی په زړونو کې څپې وهی، د دوی ضمیرونه له انحرافاتو پاکوی، دوی به له پېښو سره د مخ کېدو پر مهال مطمئن او پر قضااو قدر راضی وی، ځکه چې دوی الله تعالی خپل پروردګار، اسلام خپل دین او محمد صلی الله علیه وسلم د خپل نبی په حیث منلی دی.