ایمان او اسلام څه ته وايي؟ د حدیث ژباړه

*عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ: أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَوْمًا بَارِزًا لِلنَّاسِ، إِذْ أَتَاهُ رَجُلٌ يَمْشِي، فَقَالَ: «يَا رَسُولَ اللهِ مَا الإِيمَانُ؟» قَالَ: «الإِيمَانُ أَنْ تُؤْمِنَ بِاللهِ وَمَلَائِكَتِهِ، وَكُتُبِهِ، وَرُسُلِهِ، وَلِقَائِهِ، وَتُؤْمِنَ بِالْبَعْثِ الآخِرِ»، قَالَ: «يَا رَسُولَ اللهِ مَا الإِسْلَامُ؟»، قَالَ: «الإِسْلَامُ أَنْ تَعْبُدَ اللهَ وَلَا تُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا، وَتُقِيمَ الصَّلَاةَ، وَتُؤْتِيَ الزَّكَاةَ المَفْرُوضَةَ، وَتَصُومَ رَمَضَانَ».
ژپاړه: له ابو هريره رضي الله عنه روايت دی، فرمايې: چې يوه ورځ نبي کريم صلی الله عليه وسلم له خلکو سره ناست و، چې جبريل عليه السلام ورته راغی، نبي عليه الصلاة والسلام ته يې وفرمايل: چې ايمان څه ته وايې؟ نبي کريم صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: په الله تعالی ايمان راوړل، دهغه پر ملائکو، د هغه پر کتابونو، هغه سره په مخامخ کيدلو باندې او دهغه په رسولانو باندې او له مرګه وروسته ژوند باندې او په تقدير د خير او شر سره ايمان لرلو ته ايمان وايې. بيا جبريل عليه السلام وفرمايل: چې اسلام څه ته وايې؟ نبې کريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل: چې د الله عزوجل عبادت او بندګې وکړې، له هغه سره هېڅ شی شريک نه کړې، فرض لمونځ کول، فرض زکات ورکول، د رمضام د مياشتې روژې نيول او حج کولو ته اسلام وايې.
(رواه البخاري ومسلم وأحمد)

له پورتني مبارک حديث شريف څخه معلومه شوه چې:
*د ايمان ځای زړه دی او پټ عملونه دي، که څوک په يادو شيانو ايمان لري هغه مؤمن دی. خو د ايمان آثار په ژبه، اندامونو، ظاهري اعمالو معلوميږي او په دې سره د ايمان حقيقت پوره او پيژندل کيږي.
*اما اسلام دظاهري اعمالو له لارې معلوميږي، څوک چې د اسلام پنځه ارکان ادا کوي د شريعت له نظره موږ ورته مسلمان ويلی شو، او که څوک د اسلام ارکان ادا کوي خو په زړه کې ايمان نه لري هغه منافق دی، خو په منافقانو صرف الله پوهيږي، ځکه د زړونو مالک يوازې الله تعالی دی، البته په حديثو کې د منافق ځينې نښې ذکرې شوي، خو موږ مکلف نه يو چې پر يو چا باندې د منافق حکم وکړو.

*امام بخاري رحمه الله هم په خپل صحيح کې دا روايت راوړی: من صلى صلاتنا واستقبل قبلتنا وأكل ذبيحتنا، فذلك المسلم الذي له ذمة الله وذمة رسوله، فلا تخفروا الله في ذمته. څوک، چې زموږ لمونځ کوي، زموږ قبلې ته مخ کوي او زموږ حلاله خوري، دا مسلمان دی، ده لره د الله تعالی او د هغه د رسول ذمه ده. الله تعالی په خپل امان او ذمه کې نقض مه راولئ.

د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب