ایا په دفتر کې دې له سترګو خوب څاڅي؟

ایا په دفتر کې خوب درځي؟! څنګه یې مخنیوی وکړئ؟!

که په دفتر کې خوب درځي، نو یواځې ته نه يې. تازه څیړنې ښيي، چې داسې ډیر خلک شته چې په دفتر کې د کار پر مهال خوب ورځي. خو څنګه دا ډول یو حالت څخه ځان خلاص کړو؟

بي خوبي اوس په یوې عامې ستونزې بدله شوې. تاسې به په دفتر کې خپل داسې همکار هم لیدلي وي، چې لا له سهار په میټینګ کې به يط سر له خوبه زنګیږي او خوب به ورځي. دا یواځې ستاسې همکاران نه دي، چې په دفتر کې خوب ورځي، بلکي په امریکا کې د دریو کمپنیو په ۱۱۳۹ یولس سوه نهه دیرش کاروکونکو څیړنه شوې، چې په سلو کې ۱۵ ته يې کم تر کمه په اوونۍ کې یو ځل خوب ورتلو.

ولي خوب ورتلو؟!

ځکه چې دوې د شپې پوره خوب نه درلود. خو ولې يې د شپې خوب نه و؟

څلور اساسي عوامل دي، چې د پوره او ښه خوب مخنیوي کوي: تشویش او اندیښنه، ذهني فعالیت، فزیکي ناارامي لکه د بدن دردونه، او د خوب نامنظم چاپیریال لکه ډیره ګرمه او یا ډیره یخه کوټه، نامنظمه بستره… .

د نشنل سلیف پونډیش یوه څیړنه بیا وايې، چې ۲۹ سلنه خلکو ته په دفتر کې خوب ورځي او ۳۶ سلنه خلک بیا د موټروانۍ پر مهال خوبولي وي.

که موږ ته په دفتر کې خوب راځي، زموږ ټول کارونه زیانمنوي: تصمیم نه شو نیولای، تمرکز پر کار نه شو کولای او له همکارانو سره ښه رویه نه شو کولای.

د پوره خوب نه کولو بیلا بیل عوامل دي، خو څنګه وکړو، چې پوره خوب وکړو او په دفتر کې خوب رانشي؟

۱ـ تمرین وکړئ. هر ورځ کم تر کمه څو قدمه پیاده وګرځئ.

۲ـ کله چې کار کوې، هر ساعت وروسته ۵ دقیقې وقفه وکړئ. په وقفه کې په خپل دفتر کې قدم ووهئ.

۳ـ په خپل غذايي رژیم له سره فکر وکړئ. باانرژي عذا وخورئ

۴ـ له ویده کیدو مخکې د خوب د کوټې ګروپونه مړه کړئ.

څه باید ونه کړو؟ 

۱ـ ډیره بوره او کافین مه استعمالوئ.

۲ـ په بستره کې تلویزون او یا هم په خپل موبایل کې انټرنیت یا ویډو مه ګورئ.

۳ـ د بسترې روجيي په اوونۍ کې یو ځل ضرورو بدله کړئ.

۴ـ د شپې ناوخته پورې مه کینئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب