ایا مریخ کې ژوند امکان لري!؟
له پیړیو راهیسې خلکو مریخ ځمکې ته د نږدیوالي او ورته والي په اساس فکر کاوه چې دا سیاره د ژوند کولو لپاره مناسبه ده، که څه هم داسې ډیر فکر هم کیده چې هیڅکله به په مریځ کې د ژوند کولو د موجودیت په اړه امکان ثابت نه شي، خو سره له دې جمعي دلیلونه پیدا شول چې مریخ د اوسیدو لپاره مناسبه سیاره ده.
په مریخ کې د ژوند کولو په تړاو د څیړنو لړۍ د نولسمې پیړۍ له شروع څخه پیل شوې، او دا ډله ساینس پوهانو د ټیلسکوب په وسیله خپلو څیړنو او ماموریتونو ته تر نن ورځې دوام ورکړی.
کله چې د کار وړاندې تمرکز په پیژندلو او د خیالي نقشي په سرحداتو وو، نو نوې علمي څیړنې تاکید هم مریخ په سطحه باندې د اوبو شتون، کیمیاوي موادو، په خاوره او تیږو د دې تر څنګ په اتموسفیر کې د ګازو پیدا کول وو.
مریخ د ژوند کولو لپاره د مطالعي اصلي او مشخصه سرچینه ده ځکه چې دا سیاره وړاندې له ځمکې سره ورته ده. مریخ په ځانګړې توګه تر اوسه د یخ موسم او د ځمکې پیژندنې شکل او د اقلیمي ثبات درلودونکې ده.
نو له دې امله دا نیږدې تر خپل دوران پورې په خپل حال پاتې ده او نه تغیریدونکې ده، لږتر لږه دوه یا درې د مریخ سطحې د درې اعشاریه پنخه بلیون څخه زیات تاریخ لري چې ممکن د مریخ دا سطحې په لرغونوالي او خاصو ځانګړتیاوو په لرلو تر ټولو غوره ریکارډ ونیسي، حتي که چیرې د ژوند موجودیت په کې هم نه وي.
تر اوسه دا پوښتنه لا پر ځای پاتې ده چې په مریخ کې به ژوند وجود ولري او یا هم تیر کې به په دې سیاره کې ژوند شوی وي که نه؟
او همدارنګه د مریخ د کرې ساختګي په شلمه او یوویشتمو پیړيو کې د بیا راګرځیدلو او مشهورې تفریح سبب شول.
ناسا د ۲۰۱۴ م کال د جنورۍ پر څلرویشتمه د مریخ د سیارې د اوسنیو مطالعاتو په اړه رپورټ ورکړ او زیاته یې کړه چې اوس مهال به په دې سیارې کې د پخواني ژوند دلیل لپاره څیړنه وکړي، د ژوند د چاپیریال او د پخوانیو اوبو د شتون، د پخوانیو سیندونو او جهیلونو په تړاو به تحقیق وشي، چې ممکن له دې څیړنې وروسته د اوسیدو امکان شتون ډاډمن شي، په مریخ کې د اوسیدلو د دلیل په تړاو ناسا ساینس پوهان لا هم په کار لګیا دي.
ژباړه: ذبیح الله شینواری