ايا په کفري هېواد کې سود اخستل روا دي؟

پوښتنه

زه له افغانستان نه لرې په يوه کفري هيواد کې ژوند کوم. دلته زما څه ملګري دي چې مونږ کله ناکله سره يوځاې کيږو او پر مختلفو موضوګانو خبرې کوو. يوه ورځ زمونږ يو ملګري چې ديني عالم هم دی وويل چې په دار کفر کې سود اخستل روا دي. ده دا خبره هم وکړه چې په دار کفر کې يواځې د امام ابوحنيفه په مذهب  سود اخستل رواد دي.

که مهرباني وکړئ او دغه مسله روښانه کړﺉ چې په دار کفر کې سود اخستل يا ورکول حلال دي که حرام.

د لوی او مهربان خداې نه درته د لا برياوو په هيله يم

شريف

ځواب: مولوي امين الله ازره وال

محترم او قدرمن ورور شريف

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

الله تعالى دې له مونږ سره د دنيا او اخرت کاميابي او سرلوړي نصيب کړه

ډير خوښ شوم چې تاسو سره دا احساس شته چې د دا ډول مسائلو په اړه دشرعي حکم پوښتنه کوئ انشاءالله دا ستاسې د ايماندارۍ نښه ده الله تعالى دى نور توفيق در په برخه کړي.

قدرمنه ستاسې د پوښتنې په اړه مختصر او لنډ ځواب دادى چې په دارالکفر او يا په دارالحرب کې د سود معاملې او په همدې توګه نورو فاسدو عقدونو په اړه پوهان اوعالمان دوه ډوله نظرونه لري:

اول دا چې دا ډول معاملات لکه څرنګه چې په دارالاسلام کې جواز نه لري په همدې توګه په دارالکفر او يا دارالحرب کې هم جواز نه لري که څوک په کوم کفري هيواد کې ژوند کوي نو بايد له دغه ډول معاملاتو څخه ځان وژغوري چې په اصولي توګه په اسلام کې ممنوع دي

دوهم نظر دا دى چې همدا د امام ابوحنيفة رحمة الله عليه مسلک دى چې د سود معامله  او همداسې نور فاسد عقدونه او معاملات شول په دارالکفر او يا په کوم کفري هيوادکې جواز لري خو په دې  شرط چې له هغوى سره کومه معاهده وجود ونه لري او دارالحرب وي (په اوس وخت کې خواکثره کفري هيوادونه دارالحرب دي)، دا ځکه چې له هغوى سره جهاد کول فرض دى او د هغوى مالونه د مسلمانانو لپاره د غنيمت حيثيت لري چې کله له هغوى څخه په زور د هغوى مالونه اخستل روا دي نو کله چې دوى پرې راضي وي په طريقه اولى سره يې مال اخستل روا دي که هغه د سود معامله وي او که کومه بله

نو دا خبره سمه ده چې په کفري حربي هيواد کې د امام صاحب په وړاندې دا ډول معاملات جوازلري، دا په دې معنا نه چې په اصل کې سود روا شى دی بلکې د دې مطلب دا دې چې په دارالکفر کې د کافر مال مباح دى د غنيمت حکم لري که څوک يې په هره طريقه ترې تر لاسه کولاى شي نو ترې ترلاسه دې يې کړي

والله اعلم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب