اوښان
اوښان داسې بدن لري، چې په صحرايي اقليم کې په هېښنده توګه د ژوند کولو توان لري. اوښان د اوږد وخت لپاره پرته له خوراک او څښاک څخه ژوندي پاتې کېدلای شي. له اوبو او خوراک پرته د دومره اوږد وخت لپاره د ژوندي پاتې کېدو وړتيا له دې کبله لري، چې اوښان پخپل کوهان کې شحم او په خپله خېټه کې اوبه ساتي. کله چې خوراک او اوبه موجودې نه وي، اوښان بيا د شحم او اوبو دغه ذخيرې کاروي؛ ترڅو د خوراک او اوبو تر بيا موندلو پورې خپل ژوند ته دوام ورکړي.
اوښان د بدن د حرارت د بدلون پر وړاندې هم د نورو څارویو په پرتله زيات مقاومت لري. د یوه اوښ د بدن د حرارت نورماله درجه د فارنهايټ د ۹۳ او ۱۰۶ درجو ترمنځ قرار لري. اوښان يوازې هغه وخت خوله کوي، چې د بدن د حرارت درجه يې له ۱۰۶ فارنهايټ څخه واوړي.
اوښان په کميلوسCumulous جنس پورې اړه لري. هغه اوښ چې يو کوهان ولري د جماز يا عربي اوښ په نامه يادېږي. عربي اوښان صحي شيدې ورکوي، چې د شحم اندازه يې خورا ټيټه ده. دوه کوهانه اوښ د باختري Bactrian اوښ په نامه يادېږي. اوښان د لويديځې آسيا، مرکزي آسیا او ختيځې آسیا په صحرايي سيمو کې زيات موندل کېږي؛ خو په نورو هېوادونو او سيمو کې هم موجود دي.
د جماز اوښانو نسل اوسمهال په سوماليا، حبشه، ساحل، المغرب، منځني ختيځ او هندي برصغير کې موندل کېږي. د ژونديو جماز اوښانو شمېر ۱۴ ميليونه اټکل شوی دی. د جماز اوښانو نږدې نيمايي په سومالیا او حبشه کې موندل کېږي. اوښان د سومالیا کوچيانه ژوند لپاره ډېر مهم دي، ځکه چې اوښان د شیدو، خوراک او ټرانسپورټ يوه ښه سرچينه جوړوي.
د باختري اوښانو شمېر د جماز اوښانو په پرتله ډېر کم دی. د باختري اوښانو شمېر ۱.۴ ميليونه اټکل شوی دی. د جماز او باختري اوښانو زياتره نفوس اهلی شوی دی؛ خو ګومان کېږي چې تقريباً زر باختري اوښان د چين او منګوليا په ګوبي صحرا کې ژوند کوي.
د اوښانو د ژوند منځنۍ توقع له ۴۰ تر ۵۰ کلونو پورې ده. که له پښو څخه تر کوهانه اندازه شي، د یوه بالغ اوښ لوړوالی ۷ فوټه ته رسېږي. د یوه اوښ کوهان معمولاً ۳۰ اېنچه لوړوالی لري.
اوښان پراخه-هوار قدمونه لري، چې پسته خاوره او رېګ رانیسي، په رېګ کې له خښېدو څخه مخنیوی کوي او له دې کبله په اسانه ګامونه اخلي. په حقيقت کې اوښان په يوه لنډه ځغاسته کې د يو ساعت په موده کې ۴۰ ميله منډه وهلی شي. معمولاً اوښان په يو ساعت کې له ۲۵ ميله ثابت سرعت سره ځغاسته کولی شي.
اوښان داسې وړين پوستکی لري، چې د ورځې له خوا د تودوخې او شپې له خوا د ساړو مخه نېسي. د اوښانو وړين غوږونه، باڼه او چاکې سپږمې د رېګونو او صحرايي ګردونو د مخنيوي لپاره مرسته کوي. اوښان د خوراک ساده ذوق لري او له زوزو څخه نیولې هر ډول صحرايي اغزن بوټي خوړلی شي.
تر ۱۹۰۰ پېړۍ پورې هم د اوښانو يو کوچني شمېر په متحده ایالاتو کې شتون درلود. دا اوښان له ترکيې څخه واردېدل او د متحده ایالاتو د اوښانو د نفوس يوه برخه وه. د امريکا د اوښانو نفوس يوه تجربه وه، چې د امريکا د اردو له خوا ترسره شوې وه. دې تجربې په جنوبي امریکا کې اوښان د باربري حيواناتو په توګه د استفادې پر امکاناتو وازمايل. که څه هم اوښان په دې سیمه کې د سفر لپاره مناسب وو؛ خو ويل کېږي، د دې لپاره د ټرانسپورټ په موخه ونه ټاکل شول، چې د آسونو د وېرولو د عادت ترڅنګ خوا توروونکې قواره لري. ګومان کېږي، چې په تجربه کې کارول شوي اوښان به يا تښتېدلي او يا هم د تجربې له ترسره کولو وروسته آزاد شوي وي.