اولاد د ژوند ښایست دی
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ،قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” لَمَّا خَلَقَ اللَّهُ آدَمَ مَسَحَ ظَهْرَهُ فَسَقَطَ مِنْ ظَهْرِهِ كُلُّ نَسَمَةٍ هُوَ خَالِقُهَا مِنْ ذُرِّيَّتِهِ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ ،وَجَعَلَ بَيْنَ عَيْنَيْ كُلِّ إِنْسَانٍ مِنْهُمْ وَبِيصًا مِنْ نُورٍ ،ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى آدَمَ ،فَقَالَ : أَيْ رَبِّ مَنْ هَؤُلَاءِ ؟قَالَ : هَؤُلَاءِ ذُرِّيَّتُكَ ،فَرَأَى رَجُلًا مِنْهُمْ فَأَعْجَبَهُ وَبِيضُ مَا بَيْنَ عَيْنَيْهِ ،فَقَالَ : أَيْ رَبِّ مَنْ هَذَا ؟،فَقَالَ : هَذَا رَجُلٌ مِنْ آخِرِ الْأُمَمِ مِنْ ذُرِّيَّتِكَ يُقَالُ لَهُ : دَاوُدُ ،فَقَالَ : رَبِّ كَمْ جَعَلْتَ عُمْرَهُ ؟،قَالَ : سِتِّينَ سَنَةً ،قَالَ : أَيْ رَبِّ زِدْهُ مِنْ عُمْرِي أَرْبَعِينَ سَنَةً ،فَلَمَّا قُضِيَ عُمْرُ آدَمَ جَاءَهُ مَلَكُ الْمَوْتِ ،فَقَالَ : أَوَلَمْ يَبْقَ مِنْ عُمْرِي أَرْبَعُونَ سَنَةً ؟،قَالَ : أَوَلَمْ تُعْطِهَا ابْنَكَ دَاوُدَ ،قَالَ : فَجَحَدَ آدَمُ ،فَجَحَدَتْ ذُرِّيَّتُهُ ،وَنُسِّيَ آدَمُ فَنُسِّيَتْ ذُرِّيَّتُهُ ،وَخَطِئَ آدَمُ فَخَطِئَتْ ذُرِّيَّتُهُ “.
د ابو هریرة رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام وفرمایل:
کله چې الله عزوجل آدم علیه السلام پيدا کړ د هغه په ملا يې لاس تېر کړ (بلاكيف) بیا د هغه د ملا څخه تر قیامته پورې د هغه د را روان نسل روحونه را ووتل او د هغو د سترګو ترمنځ يې د نور یوه رڼا كېښوده.
بیا يې هغوی ټول د آدم علیه السلام مخ ته وړاندې کړل. آدم علیه السلام الله عزوجل ته عرض وکړ: دا څوک دي؟ الله عزوجل ورته وفرمایل: دا ستا اولاده ده. آدم علیه السلام په دغه کسانو كې یو کس ولید، چې د هغه د سترګو په منځ كې هغه د نور رڼا ډېره خوښه شوه عرض يې وکړ: یا الله دا څوک دی؟ الله عزوجل ورته وفرمایل: دا ستا د اولاد د آخري امت یو غړی دی، چې د هغه نوم داؤد دی. آدم علیه السلام بیا عرض وکړ: یا الله د ده عمر څو کاله دی؟ الله عزوجل وفرمایل: شپیته کاله.
آدم علیه السلام عرض وکړ: یاالله زما د عمر نه څلوېښت کاله ده ته ورکړه! کله چې د آدم علیه السلام عمر پوره شو، نو د مرګ فرښته ورته راغله. آدم علیه السلام ورته وویل: آیا زما د عمر څلوېښت کاله نه دي پاتې؟! فرښتې ورته وویل: آیا تا هغه خپل ځوى داؤد علیه السلام ته نه و ورکړی ؟!!! ابو هریره رضی الله عنه وايي: بیا رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام وفرمایل: آدم علیه السلام انکار وکړ، نو له دې امله يې بچیو (نسل ، اولاده ) هم انکار وکړ. آدم علیه السلام هیر شول د هغه د اولادونو هم د هیر شول. آدم علیه السلام تېر ووت د هغه اولادونه هم تیر وتل.
دحدیث تخریج:
ترمذى و قال حدیث حسن صحیح: أبواب تفسیر القرآن عن رسول الله، باب من سورة الاعراف حدیث: (۳۰۷۶)
د حدیث فائدې:
۱: آدم علیه السلام د ټولو انسانو پلار دی .
۲ : په دې حدیث كې د الله عزوجل د انسانو په پیدا کولو او د هغوی په مرګ او بیا په ژوندي کولو د قدرت ذکر راغلی دی.
۳: د سالم او ښه فطرت لرونكى انسان په مخ كې نور وي لکه په دې حدیث كې چې د آدم علیه السلام د اولادونو د سترګو په منځ كې یو نور و، ځکه هغوی ګناهونه نه و کړي او ګناهونو څخه پاک و.
۴: په دې حدیث كې د دې ذکر هم شوی، چې آدم علیه السلام خپل اولادونه د انسانانو په شکل لیدلي وو او ددغه حدیث په یوه برخه كې راغلي چې: آدم علیه السلام په دې خلکو كې یو داسې سړی هم ولید، چې د هغه د سترګو ترمنځ سپينوالی او نور د ده ډېر خوښ شو.
۵: د الله عزوجل دا قول چې د داود علیه السلام په باره كې يې آدم علیه السلام ته وفرمایل: دا کس د آخرني امتونو څخه یو دی. د دې دا مانا نه ده، چې د آخرني امت څخه دې د رسول الله علیه السلام امت مراد وي.
۶: د مور او پلار بعضې عادات د هغوی بچيو ته هم انتقالیږی لکه په حدیث كې چې يې ذکر راغلی.