انګور د سرطان ناروغۍ مخنيوی کوي

انګور په خپل ترکيب کې پرېمانه (اې، بي او سي) ويټامينونه، اوسپنه، مګنيزيم، فاسفورس او کلسيم لري. دغه مېوه د قبضيت او روماتېزم د معالجې لپاره هم کارول کېږي او ان د سرطاني ناروغيو په مخنيوي کې مهم رول لوبوي.
د څېړنو پايلې ښيي چې انګور د سينې، پروسټاټ او ځيګر د سرطان په مخنيوي کې ډېر اغيز لري .
له ډوډۍ مخکې د انګورو خوړل د وزن کمولو ښه چاره ده، خو له ډوډۍ سره يو ځای يې خوړل د چاغښت سبب کېږي. په انګورو پسې سمدستي د اوبو څښل او يا له وچې مېوې سره د انګورو خوړل په ګېډه کې دردونه پيدا کوي.
انګور د وينې دخوږو انډول ساتي او کارپوهان وايي چې سره انګور د شنو په پرتله د وينې په جوړولو او تصفيې کې ډېر رول لري.

هغه کسان چې ناروغۍ يې تېرې کړې وي، يا هغه کسان چې دفاعي سيسټم ېې کمزورى وي بايد انګور، ګازرې، مڼې او شفتالو ډېر وخوري .
انګور همدا راز پرېمانه پوټاشيم لري چې د بدن کمزوري جبرانولای شي او د وينې فشار له نورمال ساتلو سره مرسته کوي.

 

Atomic Habits
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب