هغه غلطیانې چې د پټ نوم یا پاسورډ ټاکلو پر مهال تکرارېږي

کله چې د یوه حساب د زاړه پاسورډ د بدلېدو یا نوي کېدو تصمیم نیول کېږي، نو ډېری خلک شاید د پخواني هغه یو څو توري بدل یا په آخر کې نور توري ور زیات کړي. دغه کار تاسې ته د هکرانو پام را اړولی او تاسې د هغو منګولو ته سپارلی شي.
یوې څېړنې ډېری دغه غلطیانې په ګوته کړي چې خلک یې د پر لیکه حسابونو پر مهال ترسره کوي.
ګنګ وانګ چې په ورجنیا کې د کمپیوټر ساینس یو څېړونکی دی، شا او خوا ۶۱ ملیونه بې نومه پاسورډونه یې راټول کړي دي چې بیا د پاسورډ برخې د مس‌ؤل ډاشلن لخوا تحلیل او ارزول شوي دي.

په دغه څېړنه کې ټول پاسورډونه د کلونو په اوږدو کې معلوماتو ته د نا قانونه لاسرسي له مله لیک شوی دي. د معلوماتو له مخې ۱۶ ملیونه پاسورډونه مانا لرونکي جملې یا هغه پخواني پاسورډونه دي چې خلکو په تکراري توګه کارولي دي یا یې تر کم تغییر وروسته بیا بیا ځلې چې تر لسو کمو هڅو کې هک کېدای شي، کارولي دي.

دا غلطیانې کومې دي؟

۱) د ګڼ شمیر اکاؤنټونو لپاره ورته شفر یا پاسورډ کارونه.
څېړنه ښیي چې تر نیمایي زیاتو هغو ورته شفرونه یا پاسورډونه د ګڼ شمېر پر لیکه اکاؤنټونو لپاره کارولي دي، هو دا خبره شاید سخته وي چې یو څوک دې خپل ټول ورځني کارېدونکي پاسورډونه تل په یاد وساتي، خو که چیرې ستاسې یو حساب هک شي نو بیا تاسې حتمآ له خطر سره مخ کېدونکی یاست، ځکه پاسورډونه مو سره ورته دي.

۲) د پاسورډ لپاره د مجاورو تورو کارول.
د پاسورډ یادولو یوه اسانه لاره داده چې په کیبورډ یا لیک دړه کې مجاور یا څنګ په څنګ توري وټاکل شي خو دا چاره چې تاسې ته یې یادول هومره اسانه ښکاري، بل ته یې پیدا کېدل هم ډېر ګران نه وي. د بیلګې په توګه «1q2w3e4r»، «1qazxsw2»، «12345»، «zaq12wsx»، «1qaz@wsx»، «123qwe» یا داسې نور شفرونه باید تغییر او د نورو له پام ور ګرځېدو نه پټ شي.

۳) احساساتي پاسورډونه.
تاسې به ډېر خلک لیدلي وي چې پاسورډونه یې هم احساساتي وي او د نږدې ملګرې یا ملګري نوم سره یې مینه ښودلې وي، تر ټولو ډېرې دا ډول کلمې «ilove…» یا «ihate…» دي چې دغه څېړنې یې په ډاګه کوي. یا یوه ډله خلک په ورځني ژوند کې قسمونه ډېر وایي او همدا تورې د دوی پاسورډونو ته هم ننوتلي وي، بله ډلې بیا له یو چا سره د نفرت ښودلو بل ځای او موکه نه وي موندلې نو هغه یا هغې ته یې د ښکنځلو لپاره پاسورډ انتخاب کړی وي. څېړنه ښیي چې دې ټولو مواردو ته پام کول مهم رازونه خوندې کولای شي.

۴) د مشهورو سوداګریزو نښانونو یا برانډونو کارونه.
دا څېړنه ښي چې خلکو مشهور سوداګریز نښانونه یا د کمپنیو نومونه لکه «Myspace»، «Coca-Cola»، «BMW»، «Ferrari» د شفر په ترکیب کې چې په ډېره اسانۍ سره پیدا کېدلی شي کارولي دي.

۵) د علاقې وړ کلتوري منابع.
څه فکر کوې یو ځانګړی ګوند، فکر، فلم په سمبول بدل شي او د اوسېدو خونه کې یادګار وساتل شي که د پاسورډ په ترکیب کې ترې کار واخلو، آیا دا کار ښه ده که ښه نه ده؟؟
د دې کار پایله ډېره عجیبه وي، په ځانګړي توګه کله چې د یوه مشهور کتاب، فلم یا بل مؤثر سوداګریز څیز له نوم څخه شفر جوړ شي. ځکه ستا پوره شفر یا د شفر یوه برخه د بل انسان په ذهن کې له پخوا شته او ستا د شفر نوره برخه شاید د یو څو هڅو خبره وي.
که ته د کرکېټ، فوټ بال، یا نورو ځانګړو لوبو مینوال یې، نو احتمال شته چې په ټولنیزو رسنیو په دې اړه فعالیت ولرې او د یوه یا څو لوبغاړو سرسخت مینوال پاتې شې لکه څنګه چې اوس مهال ډېرې افغانان د راشد خان مینوال او د هغه په اړه د زړه خبرې په فسبوک او ټویټر لیکي.ځکه څېړنه کې د لیورپول، چلسي، بارسولونا یا د هندې اي پي ال د مشهورو کرکیټ لوبغاړو نومونه لیدل شوي دي. ، نو په دې توګه دا ښه خبره نده چې د خپلې خوښې لوبډلې یا لوبغاړو نومونه په خپلو پاسورډونو کې وکاروو. بلکې تل باید هڅه وشي چې پېچلي پاسورډونه غوره کړو.

محمد خالد وحیدی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب