امير محمد افضل خان

امير محمد افضل خان

د امير محمد افضل خان رسم شوی انځور
واکمني ۱۸۶۵ ز. – ۷ د اکتوبر، ۱۸۶۷ ز.
بشپړ نوم امير محمد افضل خان
زېږون ۱۸۱۱ ز.
مړينه ۷ د اکتوبر، ۱۸۶۷ ز.
مخکنی پاچا امير شېر علي خان
وروستنی پاچا امير محمد اعظم خان
کورنۍ بارکزي
پلار امير دوست محمد خان

امیر محمد افضل خان:

محمدافضل خان دامير دوست محمدخان مشر زوى ، دپائنده خان لمسى او دشېر علي خان ورور و.دمحمد افضل خان مور دبنګښ قبيلې او دملا صادق علي لور وه.[1]

کله چي امير دوست محمدخان وفات شو،نو په ځاى يې زوى شېرعلي خان کښېناست،محمدافضل خان چي د دوست محمدخان مشرزوى اودشمالي والي و، دهغه سلطنت ومانو.

محمداعظم خان دافضل خان کشر  ورور دبغاوت اور ته لمن وهله،دهمدې لپاره يې يو مکتوب محمد افضل خان ته هم وليږه.هغه مکتوب اميرشېرعلي خان ترلاسه کړ او دافضل خان په وړاندي يي لښکرکښي وکړه،افضل خان هغه وخت دشمالي ولايتونو والي و.دباجګاه په دره کې دامير شېر عليخان دزوى شهزادمحمدعليخان او افضل خان لښکري سره مخامخ شوې،افضل خان مات شو او ځان يې تسليم کړ، امير شېرعليخان دى نظربند او غزني ته يي واستاوو.

اميرعبدالرحمن دافضل خان زوى چي کله وليدل ، پلار يي تسليم شو، نو په تېښته بخاراته ولاړ،هلته څه موده واوسيده، په ١٨٦٥ ز کال چي سردارمحمدامين خان دشېرعلي خان ورورپه قندهارکې بغاوت وکړ،شېرعلي خان خپل زوى محمدعليخان دهغه مقابلې ته واستاوو،خو په جنګ کي دواړه کاکا او وراره يو دبل په لاس ووژل شول، شېرعلي خان دزوى او ورور په وژل کېدلو ليون حاله شو او په کندهارکې يي يواځيتوب غوره کړ. [2]

اميرعبدالرحمن په بخارا کې دشېرعلي خان په بي حالۍ خبر شو، سمدستي يې دبخارا له امير څخه مرسته وغوښته او دافغانستان شمال ته راغى،هلته ورسره محمداعظم خان هم دچترال اوبدخشان له لاري يوځاى شو ، کابل يې ونيو.[3]

شېرعليخان چي داميرعبدالرحمن خان په راتللو خبر شو ، له يوه لښکر سره دکابل په لوري وخوځيد،خو په کلات کې يې ماتي وخوړه[4] او دکندهار په لوري يي په شاتګ وکړ.

عبدالرحمن خان غزنى ونيو، خپل پلار افضل خان يي له زندانه راويست اوپه کابل کي يې پاچا اعلان کړ.

(١٢٨٣س /١٨٦٦ز)

انګرېزانودپاچهي له اعلان سره سم په رسميت وپېژاند. [5]

محمداعظم خان په کندهار حمله وکړه او کندهار يې له امير شېرعليخان څخه ونيو ، شېرعلي خان هرات ته ولاړ.

محمدافضل خان مړینه:

محمدافضل خان له يوه کاله اوپنځومياشتوسلطنت وروسته دعمر په ٥٤ کلنۍ، د١٢٨٤ سپوږميز کال د جمادي الثاني په مياشت کې (٧ اکتوبر١٨٦٧ز) له همدې نړۍ څخه سترګي پټي کړې او په قلعه حشمت خان ،کابل کې دفن شو.[6]


سرچينې:

-[1] افغانستان درقرن ١٩، ٢١٥مخ، ١ټوک .سيدقاسم رشتيا .بنګاه انتشارات ميوند، پنځم چاپ، ١٣٨٤هـ ش.

[2] – تفصيل او ماخذونه دشېرعليخان په بحث کې تېر شويدي.

[3] – تاج التواريخ ،٥٦ مخ ١ټوک. اميرعبدالرحمان خان، ژباړن :عبدالقيوم زاهد مشواڼى،دانش خپرندويه ټولنه.١٣٧٩کب .

[4] – افغانستان درمسيرتاريخ ٥٩١ مخ ١ټوک. ميرغلام محمدغبار. مرکز نشر انقلاب با همکارى جمهورى ، ١٣٦٦ هـ چاپ.

[5] – افغانستان تر وروستي افغانه، ١٨٧مخ ١ټوک. غلام محمد زرملوال،دانش خپرندويه ټولنه ،١٣٨٣ ل.

[6] – درقرن ١٩، ٢٣٥ مخ .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب