امير المؤمنین عمر فاروق رضي الله عنه ژوندلیک

پېژندنه:

نوم يې عمر كنيت يې ابو حفص او لقب يې فاروق وو , دپلار نوم يې خطاب او د مور نوم يې ختمه وو. د نسب پوره كړۍ يې داسې ده :عمر بن الخطاب بن نفيل بن عبدالفرى بن رباح بن عبدالله بن قرط بن رزاح بن عدي بن كعب بن لوئ بن فهر بن مسالك. دعدي دوهم ورور مُره وو چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم د نيكونو څخه شمېرل كيږي ,له همدې امله د حضرت عمر رضي الله عنه نسب په اتم پښت کي د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ګډيږي.
حضرت عمر رضي الله عنه د نبوي هجرت څخه څلويښت كاله د مخه دې نړۍ ته سترګې پرانيستې دي. د ځوانۍ عمر يې په شريفو عربو كې دوتلو زده كړولكه د نسب د زده كړي ,سپه ګري ,پهلواني ,او خطابت غوندې د شريفانه اعمالو په كولو كې تير كړ او پدې علومو كې يې وتلى نوم او لوړ مقام تر لاسه كړ. پر پورتنيوعلومو سر بيره د حضرت عمر رضي الله عنه ليك او لوست هم زده وو، دى د هغو کسانو د ډلي څخه شمېرل كيږي، چي د جاهليت پر مهال يې ليك او لوست زده كړی وو.

هغه به دجاهليت په زمانه كې هم دخپل فكري تدبر ,سالم عقل او لوړې حوصلې درلودولو له امله په ټولو مهمو مسائلو كي دقريشو دسفير او دريم ګړي په توګه ټاكل كيده او دخپل خدای وركړي معامله فهمۍ او تجربې له امله به يې ډيرې لويې لويې مسئلې په خورا لږه موده كې حل او فصل كولې .

د حضرت عمر رضي الله عنه دعمر اووه ويشتم كال وو چې د عربو د جاهليت په تورو ډګرونو د اسلام روڼ لمر وځليد ,او دمكې له هرې درې څخه دتوحيد ازانګې خپرې سوې , د نورو مشركينو په څير حضرت عمرفاروق رضي الله عنه ته هم دتوحيد دې اوازونو خوند نه وركاوه اوتل به د داسې اوازونوله اوريدو څخه په غصه كيده , او دې اوازونو ته به يې دكركې په سترګه كتل , آن تردې چې دخپلې كورنۍ يوه مينځه (بسينه) يې داسلام دراوړلو له امله دسزا وركولو په توګه دومره ووهله چې مرګ ته يې نژدې كړه.

د جاهليت په مهال دحضرت عمرفاروق رضي الله عنه د اسلام دښمنۍ په اړه د سيرة پوهانو له لورې دحضرت عمرفاروق رضي الله عنه يوه وتلې كيسه ليكل سوې چې رانقلول يې اړين بولم :

” كله چې حضرت عمرفاروق رضي الله عنه وليدل چې اسلام ورځ په ورځ مخ په وړاندې روان دى نو فكر يې وكړ چې د اسلام دوركولو لپاره دحضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم (وژل) ډير ضروري دي نو دهمدې ناوړې موخې د پوره كولو لپاره يې خپله توره تر ملا وځړوله او راروان شو. كله چې يې څه سفر وكړ نو په لاره كې له نعيم بن عبدالله سره مخامخ سو, هغه چې دده حالت وليدل نو پوښتنه يې ځنې وكړه چې خير خو به وي ؟ حضرت عمررضي الله عنه ورته وويل چې غواړم دحضرت محمد (صلى الله عليه وسلم) فيصله وروكړم په همدې موخه له كوره راوتلى يم .

نعيم ورته وويل چې ته لومړى دخپل كورخبر واخله ستا خور او خاونديې دواړه مسلمانان سوي دي, حضرت عمرفاروق رضي الله عنه چې دا واوريدل نو راستون سو او دخپلې خور كورته په داسې حالت كې راورسيدو چې هغې دقرآنكريم تلاوت كاوه , خوكله چې يې دحضرت عمررضي الله عنه دقدمونو غږ واوريده نو پټه خوله سوه او قرآني ورقې يې پټ ځای كيښودې .

خوحضرت عمررضي الله عنه ددې غږ اوريدلى وو نو ورڅخه ويي پوښتل چې دا اواز دڅه شي وو؟ خور يې ورته وويل دهيڅ شي هم نه وو , حضرت عمرفاروق رضي الله عنه ورته وويل چې زه خبر سوى يم چې تاسې دواړه (مرتدان) سوي ياست ؟ له دې وينا سره سم حضرت عمر رضي الله عنه دخپلې خور له خاوند سره لاس او ګريوان سو كله چې يې خور خلاصي ته راغله نو هغه يې هم دومره ووهله چې آن ويني يې پرې وبهولې .

خو له دې وهلو سره نه يواځې داچې ددې دواړو له اسلام سره په مينه كې كوم كمى رانغى بلكه خور يې ورته وويل عمره : چې څه كولای سې ويې كړه اسلام اوس زمونږ په زړه او د وينو په رګونو كې ځای نيولى چې هيڅ د وتو لار يې نسته . دخور دې تورو دحضرت عمر فاروق رضي الله عنه په زړه كې ډير اثر وكړ او د ورورولۍ له احساس نه په ډكو كتلو سره يې خپلې خورته وكتل چې ويې ليدل دهغې د زخمونو څخه سرې وينې دارې وهي نو زړه يې نور هم نرم سو او خپلې خور ته يې وويل چې تاسې چې څه تلاوت كول هغه ماته هم راوښاياست هماغه وو چې خور يې فاطمې ورته دقرآنكريم اجزا په مخكې كيښودل نو دسورة الحديد دا آيت شريف (سبح لله مافي السماوات وما في الارض) ليكلى وو او له دې يوه يوه توري څخه دهغه په زړه كې دومره رعب ډيريدو چې كله د(آمنوا باالله ورسوله) آيت ته ورسيد نو بې اختياره يې چغه كړه چې (اشهدان لااله الاالله وان محمدا رسول الله).

دا هغه مهال وو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دصفا ترغره لاندې دارقم بن ارقم رضي الله عنه په كور كې تشريف درلود ,حضرت عمرفاروق رضي الله عنه چې كله هلته ورغى نو دروازه يې ور وټكوله څنګه چې دحضرت عمرفاروق رضي الله عنه توره په لاس كې وه نو ځينې صحابۀ كرام ده ته دننه داجازې وركولو په اړه متردد سول ,ليكن حضرت حمزه رضي الله عنه وويل چې راپرې يې ږدئ كه هغه مخلصانه راغلى وي نو ډيره ښه او كه يې نيت خراب وي نو پخپله توره به يې سر ور پرې كړم ,كله چې حضرت عمر رضي الله عنه پښه دننه كيښودله نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته رامخكې سو او له لمنې نه يې ونيو او ورته ويې وفرمايل وايه عمره په كومه موخه راغلى يې ؟
حضرت عمررضي الله عنه چې دنبوت دغه له جلاله ډك غږ واوريدو نو په رپيدا سو او په ډيره عاجزۍ سره يې وويل (ايمان راوړلو ته راغلى يم) ددې تورو له اوريدو سره سم رسول الله صلى الله عليه وسلم په بې اختياره توګه د(الله اكبر) دومره زوروره ناره وكړه چې شاوخوا ټول غرونه دهغه له اوازه ولړزيدل. سيرة النبي ۱ ټوك ۲۰۹-۲۱۰ مخونه داسدالغابې وابن عساكر ,او كامل ابن اثير په حواله .

همدا روايت له لږ بدلون سره دار قطني ,ابو يعلى,حاكم او بيهقي هم له حضرت انس رضي الله عنه څخه روايت كړى اوهغوی دسورة حديد په ځای دسورة طه دآياتونو ذكر كړى.
دقريشو دوو لويو لويو سردارانو ته ۱- ابو جهل او ۲- حضرت عمررضي الله عنه ته رسول الله صلى الله عليه وسلم پدې تورو سره دعا كړي وه چې:

(اللهم اعز الاسلام باحدالرجلين اما ابن هشام واما عمر بن الخطاب) اى خدايه اسلام ته د قريشو له دوو سړو نه په يوه سړي سره عزت ور وبخښه يا په ابن هشام (ابو جهل) يا په عمر بن الخطاب. د رسول الله صلى الله عليه وسلم دهمدې دعا بركت وو چې حضرت عمر رضي الله عنه داسلام سپيڅلى دين ومانه اوزړه يې دشريعت په حقو لارښوونو سپين وځليده.

عامو مؤرخينو او سيرت پوهانو ليكلي چې دنبوة په اووم كال حضرت عمر رضي الله عنه اسلام راوړ او تردې دمه نژدې نهه ديرشو كسانو ايمان راوړى وو چې حضرت عمررضي الله عنه يې څلويښتم تن سو. كله چې دحضرت عمررضي الله عنه داسلام راوړلو خبر قريشو ته ورسيدى نو هغه ډير وځوريدل او ويل به يې چې (صبا عمر) عمر بې دينه سوى – نعوذباالله, بخاري

ميرمنې يې

حضرت عمر فاروق رضي الله عنه په مختلفو مهالونو كې له يوه نه ډير ودونه كړي وو,چې تفصيل يې په لاندې توګه بيانيږي:

زينب: دعثمان بن مظعون خور په مكه كې مسلمانه او هم هلته په حق ورسيده.
قريبه بنت ميته المخزومي: د اسلام دنه منلو له امله يې طلاق وركړ.
مليكه بنت جرول: داسلام دنه منلو له امله يې طلاق وركړ.
عاتكه بنت زيد: ددې نكاح لومړى له عبدالله بن ابي بكررضي الله عنهما سره سوې وه خو وروسته بيا دحضرت عمر فاروق رضي الله عنه په نكاح كې راغله .
ام كلثوم: چې درسول الله صلى الله عليه وسلم لمسۍ او دفاطمې رضي الله عنها لور وه حضرت عمر فاروق له نبوي كورنۍ سره دتړاو پيداكولو په بڼه په 17 هجري كال كي د40 زره مهر په بدله په نكاح كړه.

اولادونه يې

دحضرت عمر فاروق رضي الله عنه په كورنۍ كې حضرت حفصه رضي الله عنها ځكه ترټولو غوره وه چې درسول الله صلى الله عليه وسلم په زوجاتو مطهراتو كې ګډه وه ,له همدې كبله حضرت عمررضي الله عنه خپل كنيت هم دهغې په نامه ايښى وو.

دنارينه اولادونو نومونه يې دادي : عبدالله ,عبيدالله,عاصم ,ابوشحمه ,عبدالرحمن ,زيد,او مجير ,پدې واړو كي عبدالله ,عبيدالله او عاصم دخپل علم, فضل ,كرم او نورو ځانګړتياوو له كبله ډير وتلي دي .طبقات ابن سعد تذكرۀ عمر بن الخطاب رضي الله عنه .

د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه څېره

حضرت عمر فاروق رضي الله غنه رنګه سړى وو وسر يې برابر وو نه غټ نه وړوكى ,دغامبورو غوښه يې لږ وه , ږيره يې ډيره ګڼه بريتونه يې غټ غټ او قديې ډير لوړ وو آن تردې چې د ډيرو خلكو په منځ كي به هم له ورايه څرګنديده .

د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ځانګړتياوې

۱: حضرت عمررضي الله عنه يو له هغو لسو كسانو څخه وو چې په نړۍ كې ورته دسول الله صلى الله علي وسلم له لورې دجنت زيرى وركړل سوى وو .
۲: حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ته درسول الله صلى الله عليه وسلم دخسرتوب وياړ ورپه برخه شوى وو .
۳: حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ته په لومړي ځل داميرالمؤمنين لقب وركړل سو .
۴: حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ته داسلام ددوهم خليفه وياړ ورپه برخه سو .
۵: په ډېرو احكامو كې دحضرت عمر فاروق رضي الله عنه رايه له قرآنكريم سره موافقه وه لكه دښځو دپردې مسئله او داسې نور ډير مسائل .
۶: ډير فتوحات دحضرت عمر فاروق رضي الله عنه په زمانه كي وسول .

د حضرت عمر رضي الله عنه له مسلمانيدو سره سم داسلام يوه نوې دوره پيل سو , تردې دمه څه دپاسه څلويښت تنه مسلمان سوي وه نوداخو پريږده چې په ښكاره ډول چا خپل مذهبي عبادات نه سوه ادا كولاى بلكې چاته د خپل اسلام ښكاره کول هم د ويرې خالي نه وه خو پداسې حالاتو كې يوازې حضرت عمرفاروق رضي الله عنه وو چې ټول مشركين يې رايوځای كړل او په لوړ آواز يې هغوی ته دخپل اسلام راوړو خبروركړ.

مشركينو ته د حضرت عمررضي الله عنه دغه څه خورا په ګرانه تمام سول نو ويې غوښتل يې چې حضرت عمررضي الله عنه ته زيان ورسوي خوعاص بن وائل چې دحضرت عمررضي الله عنه ماماكيدى حضرت عمر رضي الله عنه ته دپناه وركولو بلنه وركړه ,حضرت عمررضي الله عنه چې دمسلمانانو مظلوميت پخپلو سترګو ليدلى وو نو دعاص ابن وائل دپناه وركولو بلنه يې په سختۍ سره رد كړه اوله مشركينو سره يې دمخامخ مقابلې كولو لارغوره وبلله تردې چې دمسلمانانو له يوه لښكر سره يې په كعبه شريفه كې لمونځ ادا كړدالومړى ځل وو چې حق په ښكاره ډول په باطل باندې غالب سو او دحضرت عمرفاروق رضي الله عنه ددې كړنې له امله هغه ته درسول الله صلى الله عليه وسلم له لورې دفاروق لقب وركړل شو. ابن سعد جزء دريم ټوك ۱۹۳۱ مخ.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د د حضرت رضي الله غنه عمر ژوند

د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د ژوند پر وخت د ایمان او يقين د څښتنانو او د رسول الله د منونکو کسانو د ډلې څخه وو. د اسلام د دُښمنانو په وړاندې يې سخت او پريکنده دريځ درلود. د حق په وينا کې پياوړی او د هغه څه پلي کولو ته چې د الله له لوري يې حکم کيده، پوره ژمن وو. عمر رضی الله عنه په ټولو غزاګانو کې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره ګډون کړی. رسول الله به د هغه ستاينه کوله. د بيلګې په ډول: الله جل جلاله حق ته د عمر په ژبه او زړه کې ځای ورکړی ، او د ده په وسيله يې حق له باطل څخه بيل کړی دى.

د حضرت عمر فاروق عمررضي الله عنه دهجرت واقعه

دحضرت عمر فاروق عمررضي الله عنه دهجرت واقعه هم ډېره عجيبه ده ، چې ددې نه دده شجاعت اوبهادرۍ ښه معلومېږي حضرت على رضي الله عنه وايى ، چې لومړی به خلکو په پټه هجرت کاوى ، خو کله چي حضرت عمر فاروق رضي الله عنه مسلمان سو او دهجرت حکم ورته وسو نوپه دا ډول يې د خپل هجرت شروع وکړه ، چې توره يې په غاړه کړه ، غشي او لنده يې له ځان سره واخستل د ټولو تر مخه د بيت الله شريف طواف ته ولاړى او هلته يې لمونځ وکړى او وروسته بيا دکفارو ډلې ته ورغی او ورته وې وويل : که څوک دا غواړي چې مور دې ورپسي وژاړي ښځه دې يې کونډه سي او اولادونه دې يتيمان سي نود مکې نه دې د باندې دعمر رضي الله عنه مخه ونيسي او د هغه مقابله دي وکړي ، خوپه ټولو کفاروکي هيچا په ځان کي دومره همت نه ليدي ، چي د خضرت عمر رضي الله عنه مقابلې ته دي را و دانګي او د ده سره دي مقابله وکړي. نو ځکه عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د حضرت عمر رضي الله عنه په اړه فرمايي : د عمر رضي الله عنه اسلام راوړل د مسلمانانو په ګټه وه ، دهغه هجرت د مسلمانانو مدت او دهغه خلافت د مسلمانانو لپاره رحمت وو.

په لاندې غزاوو كې حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ګډون كړى وو:

دبدر وتلې غزا , داُحًد وتلې غزا , دخيبر په پيښه كې كې هم حضرت عمررضي الله عنه ګډون درلود , دمكې له فتحې وروسته دهوازن په نښته كې چې په غزوۀ حنين باندې شهرت لري هم حضرت عمر رضي الله عنه سرلښكر وو , په حجة الوداع كې حضرت عمرفاروق رضي الله عنه له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ملګرى وو ,همداراز دحضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه په زمانه كې چې څه پيښې سوي دي نژدې په ټولو كې حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ګډون كړى وو .

حضرت عمر فاروق رضي الله عنه د حضرت ابوبکر رضي الله عنه د خلافت پر مهال

د ابوبکر صديق رضی الله عنه د خلافت پر وخت د هغه ريښتونی وزير او سلاکار وو . داهم د حضرت عمر رضي الله عنه له برکت وو ، چې الله جل جلاله د ټولو خلکو زړونه له ابوبکر رضي الله عنه سره بيعت ته يو موټی کړل.
حضرت عمر رضي الله عنه همهغه پريکنده توب ، چې د رسول الله په وخت کي يې درلود ، د ابوبکر صديق د خلافت پر وخت يې هم وساته ابوبکر رضي الله عنه په خپله هم د نرم زړه څښتن وو او همدا لامل وو چې په ډېرو ځايونو کې يې د حضرت عمر رأيه پلې کوله .

اميرالمومنين حضرت عمر فاروق خلافت

اميرالمومنين حضرت عمر فاروق رضي الله عنه لس کاله شپږ مياشتې او پنځه ورځې خلافت کړی دی د دخپل خلافت په دورکې دعدل او انصاف يوډېر ښکلی مثال قائم کړ. د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ژوند مبارک دټولى نړۍ دمسلمانانو اوپه تيره بيا دمسلمانو حاکمانو له پاره يوځلېدونکی مشال دی . الله تعالى دې دده درجې نورې هم بلندې کړي اومونږ ته دې توفيق راکړي چې مونږ د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه په قدمونو خپل قدمونه کيږدو.

د حضرت عمر رضي الله عنه فتوحات

څنګه چې دحضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه په زمانه كې فتوحات پيل سوي وه نو دحضرت عمر رضي الله عنه په زمانه كې دفتوحاتو لړۍ نوره هم اوږده سوه او دمځكې ښه ډېره برخه داسلامي حكومت تر ولقې لاندې راغله مونږ دلته په دا لنډه ليکنه کي په لنډه توګه يواځې دمفتوحه سيمو دنومونو په اخستلو بسنه كوو:

كه څه هم دحضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه په زمانه كي دعراق بانفيا,كسكراو حيره سيمې دحضرت خالد بن وليد رضي الله عنه په لاس فتحه سوې وې خو دهغه له وفاته وروسته بيرته دغې سيمې دمسلمانانو له لاسه ووتلې ، خو دحضرت عمر فاروق رضي الله عنه په زمانه كې پر نورو سيمو سربيره دغه سيمې بيرته فتحه سوې , دقادسيي خونړۍ جګړه هم دحضرت عمررضي الله عنه په زمانه كې وسوه ,او دكسرى دكورنۍ درفش كادياني دتل لپاره سرچپه او داسلام سپين بيرغ دتل لپاره دايران په خاوره ورپيدى.

له دې سره سره مسلمانانو په بابل , كوفي , بهره شير , او پخپله په نوشيرواني پلازمينه (مداين) باندې هم قبضه وكړه , چې له دې وروسته بيا ايرانيانو دجلولاء سيمه دخپل پوځي مركزپه توګه وټاكله چې له څو مياشتو محاصرې وروسته اسلامي لښكر جلولاء هم فتحه كړه.

شام او دمشق هم د حضرت خالد بن وليد رضي الله عنه اوديرموک ميدان ,حمص,ﻻذقيه دحضرت ابوعبيده اونورو صحابۀ كرامورضوان الله تعالى عليهم اجمعين ترپوځي مشرۍ لاندې دحضرت عمررضي الله عنه په زمانه كې فتحه سوي دي.

د بيت المقدس سپيڅلې ځمكه هم دحضرت عمر رضي الله عنه په زمانه كې داسلامي لښكر دسرتيري مجاهد حضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه او حضرت ابو عبيده رضي الله عنه ترپوځي مشرۍ لاندې دمجاهدو ځواكونو تر لاس لاندې راغله .همداراز مصر , او ورته نورې سيمې هم دحضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه تر مشرۍ لاندې دحضرت عمررضي الله عنه په زمانه كې فتحه سوې.

د شهادت پيښه يې

د مغيره بن شعبه رضی الله عنه يو فارسي غلام چې فيروز نوميدى او ابو لؤلؤ يې كنيت وو حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ته راغى او دخپل آقاګيله يې ورته وكړه ” چې هغه په ما خورا ډير محصول ټاكلى، خو څنګه چې دابولؤلؤدا ګيله بې ځايه وه ځكه نو حضرت عمرفاروق رضي الله عنه ورته وفرمايل چې ته خو كسب كوونكى سړى يې پر تا دا محصول ډېر نه دى ابو لؤلؤدحضرت عمر فاروق رضي الله عنه پدې خبره ډېر خپه او په قهر سو هماغه وو چې دسهار دلمانځه پر مهال يې پر حضرت عمر فاروق رضي الله عنه دخنجر شپږ پرله پسې وارونه وكړل ,نو حضرت عمر رضي الله عنه دزخم ونو دورپيښيدو له امله ولويده او دلمانځه د اداكولو لپاره حضرت عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه مخكې سو.

دابو لؤلؤد خنجر زخمونه ډېر كاري وه ځكه نو درې شپې وروسته حضرت عمر فاروق رضي الله عنه دمحرم په لومړۍ نيټه دهفتې په ورځ په 24 هجري كال كې دشهادت لوړ مقام ته ورسيد. او دخپل محبوب صلى الله عليه وسلم په خوا كې خاورو ته وسپارل سو.

انا لله وانا اليه راجعون

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب