امانت ساتنه، د اللهي رسالت ستره موخه

د شعیب علیه السلام کیسه موږ امانت دارۍ ته دعوت کوي، په پیرلو او پیرودلو کې سمون او استقامت ته لارښوونه راته کوي، په بیع او شراء کې د درغلۍ کولو څخه مو ویروي، د پیمانې او تلې حق اداء کولو ته مو هڅوي او ټینګار کوي چې په ځمکه کې له فساد کولو څخه ځان لرې وساتو، ځکه یاد شوي څیزونه ټول د الله جل جلاله د قهر او غضب سبب ګرځي، د الله جل جلاله د سخت عذاب لاملونه دي، د شعیب علیه السلام قوم د همدغو ګناهونو په کولوسره هلاک شو، الله جل جلاله لوی عذاب پرې نازل کړ، ځکه دوی په ځمکه کې د فساد کارونه کول، شعیب علیه السلام خپل قوم ویروي او ورته وايي

(وَلَا تَنقُصُوا الْمِكْيَالَ وَالْمِيزَانَ  ۚ إِنِّي أَرَاكُم بِخَيْرٍ وَإِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ مُّحِيطٍ، وَيَا قَوْمِ أَوْفُوا الْمِكْيَالَ وَالْمِيزَانَ بِالْقِسْطِ ۖ وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءَهُمْ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ) هود ۸۴، ۸۵.

او مه کموئ پیمانه او تله، بیشکه چې زه وینم تاسې په ښه اقتصاد کې (خوشحاله ماړه) او بیشکه زه ویریږم پرتاسې (په سبب د دې خیانت) له عذابه د ورځې چاپیریدونکې، او اې قومه زما! پوره ورکوئ پیمانه (او سمه تلئ) تله په انصاف سره، او مه کموئ خلکو ته توکي د دوی او مه لټوئ په ځمکه کې (خرابي) حال داچې فساد کوونکي (وران کاران یئ).
د یادولو وړ ده چې نن ورځ پرمخ تللي هیوادونه ډیر کوښښ کوي چې پیمانې او اندازې په سمه توګه ترسره شي، ډیره هڅه کوي چې درغلي کوونکي او دوکه بازانو ته پوره جزاء ورکړي، اسلام تل په هر نظم او اداره کې تر نورو وړاندې دی، مخکې د مخکې یې د ټولنې او بشریت د سمون لپاره خپل منظم وړاندیزونه کړي او عملي کړي.
خو اسلام یوازې په همدې ټکي بسنه نه ده کړې بلکې پراختیا یې ورکړې او ویلي یې دي:

(وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءَهُمْ)

او مه کموئ خلکو ته توکي د دوی، (أشیاء) جمع د شئ ده او له شئ څخه حسي او معنوي اړخونه دواړه مراد دي، حسي اړخ لکه ټول معاملات کوم چې د پیمانې او تول لاندې راتللی شي، معنوي اړخ لکه د خلکو احترام او درناوۍ د هغوی د درنښت سرښیندنې او ټولنې ته د خدمت په اندازه، هر شخص په خپل منصب او پوزیشن کې باید د احترام او درناوي په تله وتلل شي، د شخصیت او قابلیت پوره احترام یې وکړل شي، د انسانانو حق باید پوره اداء شي، هم په حسي څیزونو کې او هم په معنوي ارزښتونو کې.
نو د الله جل جلاله دا قول (وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءَهُمْ) په ریښتینې توګه د هغه له لوري یوه هر اړخیزه توصیه ده چې له هر لوري خیر او ښیګنې ته لاره لري، د ضرب المثل په څیر کارول کیږي، لازمي ده چې هرڅوک یې تل تکرار کړي، په کې شته توجیهات یې سترګو ته ودروي او په دې توګه د ټولنې د سمون په هکله ترې ګټه واخلي.

ليكنه: دوكتور عبدالفتاح عفيف طباره
ژباړه: خلیل الرحمن حنیف

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب