الکول او پر بدن یې اغیزې

الکولونه

دمشبوع او غیر مشبوع هایدروکاربونونو څخه ترکیب شوي دي او د کیمیاوي زهري موادو په ډله کې ډیر لوړ ارزښت لري محمد ذکریا رازي لومړنی څوک وو چې د شرابود تقطیر څخه یې الکول تر لاسه کړل او هغه یې د الکهل په نوم ونومول ، الکول یوه داسې مایع ده چې فرار کوي ( تښتي ) تند او سوزوونکی خوند لري .

 

د هایدروکسیلي ګروپ هایدروجن په الکولو کې متحرک وي د ساري په توګه چې القلي فلز د الکولو سره تعامل وکړي ، د نوموړي فلز په واسطه هایدروجن آزادیږي او په پایله کې هغسې جامد مرکبونه تشکیلیږي چې په الکولو کې د حل وړ وي او هغه د الکولاتو په نوم یادیږي ، الکولات د تیزابونو د ډیرو کمزورو ملګو سره ورته والی لري او د اوبو په واسطه په بشپړه توګه هایدرولایز کیږي او بیا الکول ترینه په لاس راځي او القلي آزادیږي ، په دې توګه الکولات د الکولو او د القلي اوبو د محلول د تعامل په نتیجه کې نه تشکیلیږي الکولونه په عملي توګه غیر الکترولیت دي الکولونه له تیزابو سره تعامل کوي او ایستر جوړوي .

الکولونه د اړوندو هایدروکاربونو په پرتله په ډیرې اسانۍ سره تحمض کوي او په نتیجه کې یې الدیهایدونه یا کیتونونه تشکیلیږي . میتایل الکول د وچ لرګي له تقطیر څخه په لاس راځي او د لرګي د الکولو په نوم یادیږي .

دا الکول ډیر زهري وي له دې امله یې په وجود کې ډیره لږه اندازه هم د ړندیدو سبب ګرځي او زیاته کچه یې حتی د مړینې سبب کیږي .

دا الکول بې رنګه مایع ده او د ایشیدو تودوخه یې د سانتي ګراد له 64/5 درجو سره سمون خوري له دې الکولو څخه هم د محلل په توګه او هم د نورو عضوي موادو د لاسته راوړلو له پاره کار اخیستل کیږي . د ایتایل الکولو دایشیدو تودوخه د سانتي ګراد له 78/4درجو سره سمون لري اوبه معاصرو کیمیاوي صنایعو کې یو له مهمو لومړنیو موادو څخه دی چې په شنه رنګه لمبه سوځي دغه الکول کولای شو چې د طبیعي قندونو او د هایدرو لایز شویو نشایستو له تخمر څخه په لاس راوړو چې په انګورو او غلو کې شتون لري .

د غلو او شکرو څخه د ایتانول لاس ته راوړل یو د ډیرو پخوانیو عضوي تعاملاتو څخه شمیرل کیږي او تاریخچه یې آن 2500کلونو ته رسیږي ، د تخمر عملیه ( د مخمر په موجودیت ) سرته رسیږي او په نتیجه کې کاربو هایدریتونه د انزایم په واسطه په ایتانول او کاربن دای اکساید ټوټه کیږ ي

 

په نړۍ کې په کال کې ملیونونه ټنه ایتانول تولیدیږي او په اساسي ډول د محلل په توګه استعمالیږي د د ایتانول په سلوکې 5 برخې د غلو د تخمر څخه په لاس راځي او ډیره زیاته برخه یې د اوبو او ایتلین د تعامل په نتیجه کې د اسیدي کتلست په شتون سره تر لاسه کیږي .

 

ایتانول په ننني کیمیاوي صنعت کې د ډیرو غوره لومړنیو موادو په ډله کې راځي ایتانول الکول هم په طبابت کې او هم د څښلو څخه یې معتادین استفاده کوي ، چې دضرورت څخه پرته استعمال یې د روغتیایي او اجتماعي پرابلمونو سبب ګرځي ، الکولي مشروبات د د ډیرو پخوا زمانو راهیسې د نشې په خاطر څښل کیږي ایتایل الکول د فیصدي له نظره مختلف ډولونه لري د طبابت په موخه د انتي سپتیک درمل په توګه د جراحي عملیې او زرقیاتو دمخه د پوستکي د پاکوالي له پاره استعمالیږي همدارنګه ایتایل الکول په صنعت کې د عصارو او جوشاندو په جوړولو او د ځینو شربتونو په ترکیب کې شامل دی .

ایتایل الکول یوه شفافه ، بیرنګه ، ژر مشتعل کیدونکې مایع ده چې ذایقه یې د خولې سوزونکې ده د شعلې رنګ یې آبي دی او په اوبو ، ایتر او کلو رو فورم کې په مختلفو فیصدیو سره مخلوط کیدای شي وروسته د څښلو څخه الکول د معدې او نریو کولمو له لارې په ښه صورت سره جذبیږي او دوینې دوران ته داخلیږي او که د 20 فیصدو څخه یې غلظت زیات وي جذب یې ورو ، ورو صورت نیسي ، دا ځکه د پیلور د تضیق سبب ګرځي او دمعدې محتوی تیریدل کولمو ته څه ناڅه مخنیوي کوي

همدارنګه خواړه هم د الکولو د جذب د سستوالي سبب ګرځي کله چې الکول جذب شي نو په سرعت سره په ټول بدن کې توزیع کیږي ، او د 95  فیصدو په حدودو کې میتابولیزم سره مخامخ کیږي . الکول د یهایدرو جناز ، انزایم تر تاثیر لاندې په اسید الدیهاید او وروسته په استیک اسید باندې بدلیږي هغه میتابولیزم چې د الکولو د متیابولیزم په اثر منځ ته راځي پر انساجو باندې سمي اوزهري تاثیرات لري ، د الکولو یوه برخه په خپل اصلي شکل د ادرار ، خولو او تنفس له لارې اطراح کیږي د یادولو وړ خبره داده چې الکول د اشباع قابلیت لري او دغه حادثه وروسته د هغه څخه چې د الکولو غلظت په هرو سلو ملي لیترو کې 10 ملي ګرامو ته ورسیږي ، شروع کیږي یعنې وروسته له هغه هر څو مره چې د الکولو غلظت له دې څخه زیات شي د میتابولیزم او اطراح سرعت ثابت پاتې کیږي په دې مانا چې که هر څومره د الکولو غلظت لوړ شي یعنې په هره اندازه چې د الکولو مقدار ډیر واخیستل شي په هم هغه اندازه یې نیمایي عمر اوږدیږي او تاثیرات یې ادامه پیدا کوي الکول د ځیګر د انزایمونو د تنبه سبب ګرځي ، په همدې دلیل دی چې په معتادینو کې د تحمل سبب ګرځي یعنې د الکولو معتادین د الکولو د تاثیر لاس ته راوړلو په غرض په منظمه توګه د هغه مقدار ته زیاتوالی ورکوي ، خو که په دوامداره توګه او متوسط مقدار سره الکول وڅښل شي د ځیګر انزایم تنبه کیږي ، او که په دوامداره توګه ډیر مقدار وڅښل شي د انساجو د تخریب له کبله د انزایم د تنقیص سبب ګرځي الکول د شهیقي تنفس له لارې اطراح کیږي چې دغه عمل د دې سبب ګرځي چې غلظت یې په وینه کې په اسانه توګه تعیین شي ځکه دواړه غلظتونه یعنې په وینه او سږو په هواکې سره برابردي ، چې په جنایي او ترافیکي واقعاتو کې ښه مرسته کولای شي .

د بدن په غړو د الکولو اغیزې :

1ـــ کله چې دالکولو ډیر مقدار وڅښل شي د عصبي مرکزي سیستم دنهې سبب ګرځي چې لومړی شعور له منځه ځي او وروسته د مړینې سبب ګرځي کله  چې د الکولو کثافت 500 ملي ګرامه په سل ملي لیترو وینه کې ورسیږي د بصلی فلج او مړینه منځ ته راځي ، یعنې کله چې په وینه کې د الکولو غلظت په سلو کې 0,1 ــــ  0,3  ته ورسیږي د انسان حرکت په عمومي توګه ګډوډ کیږي ، تعادل له منځه ځي خبرې کول ستونزمن کیږي او تغییر والی رامنځته کیږي په دغه حالت کې د انسان هوښیارتیا له منځه ځي او که غلظت یې په سلو کې 0,6 برخو څخه زیات شي په هغه صورت کې تنفس او د رړه حرکتونه ګډوډیږي او د انسان د مرګ سبب ګرځي .

2ـــ محیطي وعایي توسع : د محرک الو عایي په مرکز باندې د الکولو تاثیر د اوعیو د توسع سبب ګرځي چې شخص د ګرمۍ احساس کوي په همدې دلیل امکان لري چې مړینه د پنوموني ناروغۍ له کبله منځ ته راشي ، ځکه اشخاص د الکولو د څښلو له امله ګرمي احساسوي او ځان له سړې هوا سره معروض کوي .

3ـــ څرنګه چې د الکولو د څښلو سره انتي دیورتیک هورمون نهی کیږي چې په دې توګه د ادرار حجم زیاتیږي .

4ـــ د معدې مخاطي غشا تخریبوي .

5 ـــ کله چې په دوامداره توګه الکول استعمال شي د تستو ستیرون هورمون اندازه کمیږي .

6 ـــ په دوامداره توګه د الکولو څښلو سره د اسید یوریک اندازه لوړیږي چې د نقرس د ناروغۍ لامل ګرځي .

7 ـــ په دوامداره توګه د الکولو استعمال سره شریاني فشار لوړیږي همدارنګه د الکولو دوامدار څښل نامطلوب تاثیرات منځ ته راوړي لکه خوار ځواکي ( سوء تغذي)

د معدې مزمن التهاب ، د ځیګر سیروز ، د دماغ وظیفوي تشوش ، د جنون حالت ، د حافظې خطا ، اختالاجات ، انسفالوپاتي ورنیک ، د محیطي اعصابو تشوشات ، عضلي تشوشات ، د تنفس او هضمي جهازونو پورتني برخو سرطان ، د ځیګر سرطان ، د تیو سرطان ( په ښځو کې ) ، د پانقراس مزمن التهاب ، د زړه عضلو تشوشات ، د هډوکو د مغز انحطاط ، د ویټامین k  کموالی ، پسوریازس ، یولړ د اندوکرین ناروغۍ او نورې ناروغۍ منځ ته راوړي د الکولو په حاد تسمم کې چې ناروغ د کوما په حالت وي او یا داچې متوسط ډول وي ناروغ متهیج او نا ارامه وي د درملنې په موخه مخکې تر دې چې د الکولو ډیر مقدار جذب شي د معدې لواژ ضروري بریښي ، دلته باید احتیاط وشي چې د معدې محتوی سږو ته داخله نه شي که ناروغ د تهیج په حالت کې وي مسکن درمل ورته تطبیق شي او که فشار یې ښکته راغلی وي د منبهاتو څخه کار واخیستل شي ، کله کله د مصنوعي تنفس څخه هم کار اخیستل کیږي همدارنګه د ګلوکوز سیروم تطبیق او د کانګو د مخنیوي له پاره د لازمو درملو تطبیق ضروري بریښي کله  چې میتایل الکول وڅښل شي د فورم الدیهاید او فورمیک اسید د تشکل سبب ګرځي چې پر اعصابو باندې ډیر زیات کم تاثیر لري په همدې دلیل دی چې د ړوند والي او مړینې سبب ګرځي ، د میتایل الکول تسمم کې ایتایل الکول توصیه کیږي تر څو ایتایل الکول په انډولیز شکل په میتابولیزم کې د میتایل الکولو ځای ونیسي او په سمي او زهري میتابولیتونو د میتایل الکولو د تبدیلیدو مخه ونیسي کله چې ایتانول د څښلو له پاره نه ، بلکې د نورو هدفونو د تر لاسه کولو له پاره په کار وړل کیږي د میتایل الکولو او ایزو پروپایل الکولو سره ګډیږي .

  • د نصاب کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ