
اقتصاد څه ته وايي؟
د اقتصاد کلیمې ريښه
څرنګه چي څو لیکي دمخه همدغه موضوع داکونومي دلفظ او مفهوم ترساحې لاندي بیان سوه چي څه ډول یوکور، ټبر یا ملت کولای سي چي خپل دغړو د ژوند دسمون لاره برابره او دهغو لپاره ډوډۍ، پوښاک او د استوګني ځای تیار کړي او هم نور هغه شیان چي دغه غړي اړتیاوي ورته لري تولید او توزیع کړي چي د اقتصاد پوهه و دغو نوموړو هدفونو ته د رسېدلو لپاره لاري پیدا کوي چي هغو لارو ته موږ اقتصادي روش او یا اقتصادي سیاست وایو.
د اقتصاد دعلم او پوهي څېړنه دخپل آخیرینۍ زاویې له پلوه خیر او ښېګنه ده، څرنګه چي داخلاقو دفلسفې اصول هم پر مطلق خیربنا سويدي نو دپخوانیو یونانیانو له خوا دغه دوې موضوع ګاني په یوه ساحه کي څېړل سوي دي او دا چي پولټیکل اکونومي یا ښاري اقتصاد حتما د دولت او حکومت سره ارتباط او اړیکي پیدا کوي نو اقتصاد او سیاست هم یو ځای څېړل سوي دي چي په دغه توګه سره اخلاق، سیاست او اقتصاد درې سره په یوه رڼا کي مطالعه سويدي او بېلوالی یې ډېر نه برېښي،
اقتصادي عقاید او نظریات په پخواني یونان کي داخلاقو او سیاسته پرته په دیني او مذهبي عقایدو او کتابونو کي هم بریښي، د تورات په کتاب کي د سود، حرص او طمع په باره کي ارشادات او ښووني سته، دغه اسماني کتاب خلک د مادي ثروت او ګټو څخه بېروي او امر کوي چي په اقتصادي مسایلو کي دعدل او انصاف څخه کار واخیستل سي، خو پردې سربېره اقتصادي فلسفه هیڅکله په پخوانیو دورو کي دیوې مستقلي فلسفې په ډول څېړل سوې نده، خو په راوروسته دورو کي د اقتصاد د فلسفې او پوهي لمن ډېره اوږده سوه چي په اوسني مفهوم سره د اقتصاد فلسفه او عقاید د انسانانو د ټولو اقتصادي اړتیاوو او هم دکارګر او دکار امر کوونکي او د سرمایې او په سرمایه پوري مربوط د ټولو شیانو څخه بحث کوي، په معاصرو کلونو کي داقتصاد علم او پوهه پر ډیرو څانګو وېشل سوېده چي یوه له هغو څانګو څخه یې اقتصادي نظریات دي چي دبېل علم په څېر یې څېړني کیږي.
سحرګل سحر