اعـتـكـاف

اعتكاف درى قسمه دى واجب، سنت مؤكدكفايى اومستحب.
واجب هغه دى چه چائې نذرمنلى وى كه نذرمعلق وى اوكه غير معلق وى يعنى داسى ئې ويلى وى چه زه اعتكاف كوم يائې داسى ويلى وى چه كه زمادا كار وشو زه دومره ورځى اعتكاف كوم، كه څوك يوساعت نذرى اعتكاف دنذرى وخت نه مخكى فاسدكړى بيرته به له سره اعتكاف راګرځوى .
سنت مؤكد كفايى دروژى دمياشتى د آخرولسو ورځو اعتكاف دى چه ډيرثوابونه لرى رسول كريم (ص) چه مدينى ته تشريف يووړ بيا ئې دژوند ترآخره پورى اعتكاف نه دى پرى ايښى، د هرمحل يا كلى ياښارپرخلګوسنت دى، كه يوه يادوو يازيادوكسانودمحل يا كلى ياښاردروژى په آخرو لسو ورځوكښى اعتكاف ادا كړ د ټولو خلګوغاړىخلاصى شوى، كه هيڅ چااعتكاف ونكړنو د ټولو غاړى بندى دى.
معتكف دى د روژى دمياشتى دشلم په ورځ دمازديګر دلمرلويدو تر مخه داعتكاف په نيت د اخترترورځى پورى په مسجدكښى كښينى خو د ورځوتعين دى نه كوى ځكه اختر معلوم ندى چه كله به وى خو دا ختردمياشتى ترمعلوميدو پورى به په مسجدكښى وى.
اعتكاف به په داسى مسجد كښى وى چه پنځه وخته لمونځ پكښى كيږى جامع مسجد شرط ندى او دعيدګاپه مسجدكښى اعتكاف روانه دى، ښځى دى په خپل كوركښى اعتكاف وكړى، معتكف ته دښځى سره يوځايوالى حرام دى او ښځه به نه مچوى اونه به لاس وروړى.
كه معتكف په مچه اخستلو يالاس ور وړلوسره انزال شو اعتكاف ئى فاسدشو بيرته به ئې قضاء راوړى، امام ابوحنيفه (رح) وايى معتكف دى بيله حاجت انسانى لكه اودس، غسل يا دجمعى لمونځ له مسجدنه نه وزى كه ووزى اعتكاف ئې فاسد شو، ياران (رح) وايى هغه وخت اعتكاف فاسدكيږى چه معتكف دورځى ډيره برخه له مسجدنه دباندى تيره كړى، معتكف دى په نژدى مجسدجامع كښى دجمعى لمونځ اداكړى ليرى دى نه ځى، داسى وخت به مسجدجامع ته روانيږى چه د مسجدجامع دوه ركعته تحية المسجد، څلورركعته سنت، دوى خطبى بياشپږ ركعته سنت ادا كړى كه له دغه نه ډيروخت په مسجدجامع كښى تيركړى كه څه هم اعتكاف ئې نه فاسديږى ليكن ښه داده چه ډيرځنډ ونه كړى .
د معتكف خورك، چښنګ اوخوب به داعتكاف په ځاى يعنى په مسجدكښى وى، د اعتكاف په حالت كښى بيله ضرورت نه دنيائي كاركول مكروه تحريمى دى، كه ضرورت وى لكه دكوردغذائي موادوپيرودل (رانيول) يا خرڅول چه بل څوك نه وى روادى خو د رانيولواوخرڅولوشى به مسجد ته نه راوړى فقط بيع او شراء به وى، معتكف به بيله ښوخبرولكه ذكر، تسبيح، نصيحت او دچا دحال پوښتنه نورى خبرى نه كوى، همدا راز د معتكف پټه خوله پاته كيدل مكروه دى چه نه دچاسره څه وايى اونه چاته ځواب وركوى كه د غيبت، بهتان او ټوكونه پټه خوله وى نولوى عبادت دى .
كه چا د نذرپه ډول پرځان باندى دڅوورځو اعتكاف واجب كړخوشپى ئې ورسره ذكرنكړى نودذكرشوو ورځوسره سم دهغوشپو اعتكاف ور باندى واجب دى اودغه ورځى اوشپى به يوپه بل پسى وى . هغه اعتكاف چه د روژى دمياشتى له آخرولسو ورځونه علاوه كه په روژه كښى وى يابيله روژى وى مستحب دى .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب