اسماء رض(د اسلام لپاره داسې ښندنه وکړه)

ابوبکر صدیق رضی الله عنه د تجارت په کاروبار سره خپل ژوند تیراوه او له همدې لارې یې یوه اندازه مال هم پیدا کړی ؤ.
د اسلام په لومړیو کې چې اکثره نوي مسلمان شوي کسان غریب او ناداره خلک وو، له همدې امله په مسلمانانو کې اقتصادي ستونزې ډیرې تر سترګو کیدې.

لیکنه: احمد الجدع
ژباړه: روح الله ساحل

ابوبکر صدیق رضی الله عنه چې مسلمان شو نو حالت یې درک کړ او خپل ټول شته یې د الله او د هغه د رسول په لاره کې قربان کړل.
رسول الله صلی الله علیه وسلم چې اعلان وکړ چې ټول مسلمانان دې د خپل توان په اندازه خپل شته د مسلمانانو د اقتصادي ستونزو د لرې کولو په لاره کې مصرف کړي نو ابوبکر صدیق رضی الله عنه خپل ټول مال راوړ تر څو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په خپله وویشي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه: اې ابوبکره آیا د خپلې میرمن او اولادونو لپاره دې هم څه پریښودل او که نه؟
ابوبکر رضی الله عنه وفرمایل: الله او دهغه رسول مې ورته پریښي دي (هیڅ مال مې هم نه دی ورته پریښی).
د ابوبکر صدیق رضی الله عنه پلار ابوقحافه چې له دې پیښې څخه خبر شو نو ډیر په قهر او عصباني شو او له دې پیښې څخه د ځان د ډاډ په خاطر د هغه کور ته ورغی؛ ابوقحافه زوړ سړی وو، سترګو یې نه لیدل او د کارونو د اجراء لپاره به یې له نورو څخه مرسته اخیستله.
په هر حال یو چا ابوقحافه له لاسه ونیو او د خپل زوی کور ته یې وروست، اسماء رضی الله عنها چې د ده لمسۍ کیدله ښه قدر یې وکړ.

ابوقحافه د زړه سوي له امله ترې وپوښتل: اوریدلي مې دي چې پلار مو ظلم درباندې کړی دی او له هر څه څخه یې محروم کړي یی.
دی په دې باوري وو چې ابوبکر په خپله کورنۍ باندې ظلم کړی دی او هغوی ته یې پاملرنه کمه شويده، دی چې لا هم په شرک او بت پرستۍ کې وو، په داسې ډول یې د مال مصرف او ښندنې ته د مصیبت او ورانۍ په سترګه کتل.
آیا اسماء رضی الله عنها هم د پلار د کار په اړه د بابا په شان نظر درلود!؟
نه کله هم نه، اسماء رضی الله عنها په ډیره ښه توګه خپل بابا قانع کړ تر څو د ابوبکر صدیق د کار خنډ نه شي؛ هو! دې یې بابا ته په خطاب کې وویل: څه دې چې اوریدلي دي سم نه دي، پلار مې اګر که خپل یو څه مال په همدې لاره کې لګولی دی اما د اړتیا وړ شیان یې کور کې زمونږ لپاره هم پریښي دي.
د دې لپاره چې خپل بابا یې قانع کړي؛ د هغه وخت د مروجو پیسو (درهم او دینارو) په اندازه وړې وړې شګې یې په یوه کڅوړه کې راټولې کړې او په هماغه ځای کې یې کیښودې چې پلار به یې معمولا خپلې پیسې هلته ایښودلې، وروسته یې د بابا لاس ونیو او هماغه ځای ته یې وروست او ورته ویې ویل: دغه پيسې مو پلار مونږ ته د مصرف په خاطر پریښې دي چې زمونږ لپاره د اړتیاوو لپاره پوره او بس دي.

بابا یې چې ړوند ؤ پرې پوه نه شو او داسې فکر یې وکړ چې دا په ریښتیا هم درهم او دینار دي او په همدې سره آرام شو او ویې ویل: د دې سره سره له ابوبکر سره هیڅ کار نه لرم ځکه ستاسو لپاره یې پیسې پریښې دي.
اسماء رضی الله عنها هماغه زمرۍ میرمن ده چې په پوره هوښیارۍ سره د پلار ملاتړ کوي. هغه وروسته له دې چې مسلمانه شوه ایمان یې داسې پوخ او عقیده یې دومره ټینګه شوه چې د مرګ تر سرحده هم د اسلامي ارزښتونو څخه د دفاع لپاره تیاره وه…

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب