داسلام په رڼا کې له خپلی بي بي سره ژوند

ګرانومسلمانانو! مخکی هم دی مطلب ته اشاره وشوه چه که  اسلامی لارښوونی  پوره  عملی شی  ژوند  به مو له يوی مخی دخوشحالی  اونيکمرغی څخه ډک وی .

په اسلام کی له ميرمنوسره دښه سلوک  کولو ذيات ټنګار شوی دی چه لاندی  يی څو نمونی بيان شوی دی .
ولی نن سبا چه ځنی کسان  دخپلو ښځو سره بد چلن کوی  دا د  دوی خپله بی علمی يا په اسلام د نه عمل کولو دليل دی خو که خدای (ج) مه کړه د چا ښځه ښکاره بی ليری ته ملا وتړی  نوددی لپاره هم بيا په  اسلام      کی دجزا اواصلاح لاری وجود لری  چه په عملی کولوسره يی  نور خلک هم ورڅخه عبرت اخلی .
داچه بی ځايه هيلی بانی ورته لټوی  او ګناه يی هم  ښکاره نه وی د ځان نه يی ورته يو بی رحمه  انسان  جوړکړی وی  او په يوه مظلوم انسان خپل ظالمانه تمرينات تر سره کوی .
دغه ډير بد عمل د نومړی کس له ناپوهی ، ظلم ، او د خدای (ج) د دين پر وړاندی د  بغاوت  ترجمانی کوی اوبس . د اسلام د مقدس دين  لارښوونه په � �اندی څو ټکو کی وګوری !

۱ – دخپلی بی بی (ميرمنی )  سره ښه سلوک کول:
قرآنکريم د ميرمنی سره د ښه سلوک کولو امر کړی دی  :
َوعاَشِروهن بالمَعروفِ فَإِن كَرِهتموهنَّ فَعَسي‌أن تَكرَهو شَـــأًوُيَجعَ� �َ الله فِيهِ خَِراً كَثِراً (النسا سوره)
اوله هغی سره په ښه طريقه ژوند تير کړی ، بيا که هغه ستاسی (په څه وجه ) خوښی نه وی نو کيدای شی چی يو شی ستا خوښ نه وی خو خدای ج په هغه کی (ستاسو) لپاره ډيره څه ښيګڼه ايښی وی .
نويو انسان خوبه خامخا يوه خاليګاه لری  که کومه ښځه په رنګ کی کمزوری وی  نوشايد بل اړخ ته يوه ډيره دينداره او نيک خويه وی چه دخپل خاوند د دنيا اوآخرت نيکبختی وګرځی .
حضرت محمد(ص) دحجة الوداع  کی  مس� �مانانو ته داسی  وفرمايل
خلکوواوری ! له ښځو سره ښه  سلوک کوی ځکه هغوی له ستاسو سره دبنديانو په ډول دی  هغوی سره دبد چلن هيڅ حق نلری .
البته که تاسو د دوی نه کوم غلط حرکت وليدو نو بيا د سزا په ډول  خپله بستره ورڅخه بيله کړی ،يا لږ لږ يی وهلی هم شی (مګر سخت وهل نه ) بيا که ستاسو خبره ومنی  نو بيا ورته بی ځايه هلی  بانی مه جوړوی .
ګوری واوری ! که ستاسو پرښځو څه حقونه شته نو د هغوی  پر تاسی هم څه حقونه شته
پ� �هغوی دستاسوداحق دی چه ستاسو بستری  به هغو خلکو ته نه غوړوی کوم چه ستاسو خوښ نه وی (کوموکسانوسره چه ستاسو نه لګی هغوی سره به  تعلق نه ساتی ) .
اوستاسوکورونو ته به داسی چا ته اجازه نه ورکوی چه راتګ  يی ستاسو خوښ نه وی .
او واوری ! دهغوی پرتاسی داحق دی چه په ښه سلوک کولو سره  دهغوی خواراک او جامو برابرول دی .

(رواه ترمزی
عن عمرواحوص جشمی رض
۲-  د ميرمنی نفقه :
ميرمنی  ته دخوراک اوپوښاک برابرول د ميرمنی حق اوبايد دا حق په ښه نيت اداشی .
پرميرمن يا نور اهل عيال احسان وانه چول شی  چه زه تاسی ته روزی برابروم  ، ستا روزی رسونکی هم خدای (ج) دی او داهل عيال دی هم خدای (ج) دی .
حضرت محمد(ص) ترټولو غوره خرڅ د خپل اهل عيال ته خرڅ کول ښودلی دی او فرمايی :
دِينَارُُ ُ اَنفَقتَه فِی سَبِيلِ اللهِ   وَ دِينَارُُ ُ اَنفَقتَه  فِی  رَقَبَةٍ  وَ دِينَارُُ ُ تَصَدَّقتَ بِه عَلی مِسكِين ٍ وَ دِينَارُُ ُ اَنفَقتَه عَلی اَه� �ِكَ  اَعظَمُهَا اَجراً الَّذِ ي اَنفقتَه عَلی اَهلِكَ  (رواه  مسلم ).
په پورته حديث شريف کی د خدای (ج) په لاره کی خرڅ ، دغلام دآزادولو لپاره خرڅ  او غريبانو سره د کومک لپاره خرڅ  تر دغه دريو واړو خرڅ ونو څخه  غوره خرڅ د خپل اهل عيال لپاره ښودلی دی .

۳-  له ميرمنی سره په زړه سوی او مهربانی ژوند وکړی :
تر خپله وسه  بايد  د زړه سوی بخشش  او عفوی لاره  غوره شی ځکه ښځه  دعقل او پوهی په اعتبار کمزوری ده  نوبايد په صبر آرام او مهربانی دهغه  د اصلاح کوښښ وشی .
اودغه عاجز انسان ته د يوی  يوازی شوی ميلمه په سترګه وکتل شی ځکه چه دغه بی بی له خپله کور بيله دخپلی مهربانه مور له  غيږی څخه  ستا کور ته راغلی ده  نو ته هم  ورته د خپلی مهربانی غيږ وپرانيږه  قرآنکريم  د التغابن  په سورت هم دی هدف  داسی اشاره کړی :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ وَأَوْلاَدِكُمْ عَدُوًّا لَّكُمْ فَاحْذَرُوهُمْ وَإِن تَعْفُوا وَتَصْفَحُوا وَتَغْفِرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيم ٌ
ژباړه : ای مؤمنانو! ستاسی ځنی ميرمنی او ځنی اولادونه ستاسی دوښمنان دی نو له هغوی ځانونه  وساتی  او که تاسی له عفوی ،بخشش او تيريدنی څخه کار واخلی ، نويقين ولری چی الله (ج) ډير مهربان او پوره رحم لرونکی دی .

۴- له خپلی بی بی سره د دنيا څوورځی ژوند په  ښو اخلاقوتير کړی   :
دښواخلاق اصلی ډګر خپل کور دی ځکه ډير وخت سړی له خپلی ميرمنی سره تيروی . نويوڅوک چه پدی ډګر کی بريالی راووت  نو يقيناْ چه  يو د غوره اخلاقو لرونکی انسان به وی .
پدی اړه داسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) داسی فرمايی :
اَكمَلُ المُؤم ِنِينَ اِيماَناً اَحسَنُهُم خُلُقاً وَخِياَرُكُم خِياركُم لِنسَآءِهِم (رواه ترمذي )
دايمان په اعتبارسره ستاسوکښی کامل ايمان والا هغه څوک دی چه دهغه اخلاق اوخوی ښه وی اوتاسی کی بهترين اوغوره هغه دی چه دخپلی ښځی سره يی سلوک ښه وی .
د ښو اخلاقو د فضيلت په اړه بل حديث شريف  لاندی بيان شوی دی :

اِنَّ المُؤمِنَ � �َيُدرِكُ  بِحُسنِ خُلُقِه دَرَجَةَ الصَّآءِمِ القَآءِمِ  (ابوداود)
مومن بنده دخپلو ښواخلاقو په ذريعه دپرله پسی هميشه روژه نيونکی عبادت کونکی نه ذياته درجه حاصلولی شی .
۵- د مسوليت درک کول او خپلی بی بی ته نيک تعليم  او دينی ښوونه ورزده کول :
هر څوک دخپلوماتحتو پروړاندی مسوليت لری خوڅوک د ملک په سطحه ،څوک د ولس ،څوک دکلی او څوک دخپل کور پروړاندی مسوليت لری اود خپلو ماتحتو په اړه  به ورڅخه پوښتنه  کيږی
د نجات لاره دانه ده چه يواځی خپله عبادت کوه خو دميرمنی او اولاد په اړه کومه انديښنه نه لرل ، بلکی دهغه په اړه پوره مسوليت لری هم به خپله خدای (ج) عبادت کوی او هم به خپل اهل په عبادت کولو ټنګار کوی .
الله (ج)   په قرآنکريم پدی اړه داسی لارښونه کوی  :
;                               &n bsp;                                ;         وَأْمُرْ أَهْلَكَ  بِالصَّلاَةِ وَاصْطَبِر ْعَلَيْهَا
ژباړه :اهل ته موپه لمانځه کولو امر کوی او خپله يی هم کوی  خونور هم ډيرټکی شته ولی مهم يی دلته ذکر شول
خدای (ج) د اس� �ام په رڼا کی ژوند کول را په برخه کړی .
آمين يارب العلمين

انجنيرحمدالله شاکری

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب