اسلام او غوره کورنۍ نظام
د ښځې او میړه ونډه
په تاسې کې تر ټولو غوره هغه څوک دی چې له خپلې کورنۍ (ښځې) سره ښه چلند کوي. الحدیث
واده په اسلام کې یو ډیر مهم اصل دی
سپیڅلی قران په ښکاره توګه دا خبره بیانوي چې د ښځې او نارينه تر مینځ یو ډیر کلک تړاو موجود دی.
ليکوال: جمال زرابوزو
ژباړه: نثاراحمد اسلام مل
سرچینه: ان اسلام ویب پاڼه
د قران په بيلابيلو ځایونو کې، الله تعالی انسان ته دا خبره په ګوته کوي چې د ټولو انسانانو سرچينه یوه ده. د انسان همدا عمومي تړاو دوی له یو بل سره نښلوي او د همدې ټولیز تړاو په واسطه باندې په یو بل باندې یو لړ حقوق پیدا کوي. سپيڅلی الله جل جلاله د څلورمې سپارې (النساء) په لومړیو کې داسې فرمايي:
[ای خلقو! (تل) خپل له ربه وويریږئ! هغه (رب) چې پيدا يې کړئ له یوه نفس نه (چې آدم علیه السلام دی) او پيدا يې کړه له دې (نفسه) جوړه د ده (چې حوا ده) او خپاره (خواره) يې کړل له دې دواړو ډیر سړي او (ډيرې) ښځې] النساء ۱ ایتالله تعالی د دې ترڅنګ چې د دوه مخالفو جنسونو د پيدایښت په هکله خبره کوي، سپیڅلی تعالی جل جلاله دې ته هم اشاره کوي چې هغه مينه او محبت چې هغه د ښځې او ميړه تر مینځ پيدا کړی دی په حقیقت کې د هغه کسانو لپاره یوه نښه ده چې د الله تعالی د خلقت او پيدايښت په اړه فکر کوي او خپل له عقل څخه ګټه اخلي. په بله خبره، داسې کسان د خلقت دې زاويي ته په کتلو سره کولای شي د الله تعالی د قدرت ته په ښه توګه متوجه شي، د هغه د مخلوقاتو کمال او د هغه مهرباني چې په نړۍ کې يي ځای پر ځای کړې وويني:
[او (ځيني) له نښو (د قدرت) د دغه (الله) دا دي چې پيدا کړي يې دي تاسو ته له نفسونو (ځانونو) ستاسې ښځې (جوړه) د پاره د دې چې مایل شئ دوی ته (او ډاډه اوسئ) او ګرځولې ېې ده ستاسې او ستاسو (د ښځو) په مینځ کې دوستي او مهرباني بیشکه په دغه (پیدا کولو د مودت او رحمت په مینځ د ازواجو) کې خامخا ډیرې نښې د قدرت دي د هغه قوم دپاره چې فکر کوي (د الله په صنع کې)] الروم ۲۱ ایتالله تعالی همدا راز فرمايي:
[همدغه (الله) هغه ذات دی چې پیدا کړي ېې ېئ تاسې له نفس یوه څخه او پيدا کړې ېې ده له دې نفس څخه د ده دپاره د دې چې ارام ونيسئ له دې سره، نو کله چې نارينه پټه کړه دغه ښځه (يعنې جماع يي ورسره وکړه) نو حامله شوه په حمل خفیف (سپک سره) نو ګرځيدله (تله راتله) به له دې حمل سره، نو کله چې دروند شو حمل سؤال وکړ دواړو له الله رب د دوی نه چې قسم دی خامخا که راکړې ته مونږ ته صالح (کامل روغ ولد) نو خامخا شو به مونږ هرو مرو (خامخا) له شکر ایستونکو (په دې نعمت)] الاعراف ۱۸۹ ایت
ځکه نو ويلای شو چې، د قران په رڼا کې ژوند کول هغه مهال ځان ته عملي بڼه نيسي چې د نارينه او ښځې تر مینځ اړيکه د مينې، پيرزوينې او دوه اړخیز احترام او پوهاوي په اساس ولاړه وي. الله تعالی همدا راز په نارينه باندې امر کوي چې باید خپل له ښځو سره په مهربانۍ سره چلند وکړي:
او ګزران کوئ تاسو (ای ميړونو) له دې (ښځو) سره په نيکې طریقې سره!، نو که خوښې نه وي ستاسو دا ښځې نو (صبر وکړئ) ښايي چې نه به خوښوئ یو شی حال دا چې پدې کې به الله تعالی ډیر خیر ګرځولی وي.] النساء ۱۹ ایت
د واده موخې
د واده د موخې په هکله باید په اسلام کې څو مهمو ټکو ته اشاره وشي. دې خبرې ته اشاره کول ځکه مهم دي چې ډير کسان واده کوي یا پریکړه کوي چې واده وکړي خو د واده د اهمیت او اصلي په موخې په هکله هیڅ ډول مالومات نلري. یعنې دا چې هغوی د دې خبرې په هکله هیڅ مالومات نلري چې له واده وروسته به يي په اوږو کوم مسوولیتونه اچول کيږي.
په دې اساس، که یو کس د واده د موخې په هکله مالومات ولري او د هغه مسوولیتونو په هکله پوه شي چې له واده نه وروسته به يي په اوږه ايښودل کيږي په داسې حال کې د واده د برياليتوب او له هغه څخه د بريالیو پايلو اخیستو چانس ډيريږي. په داسې حال کې به واده شوی شخص پوه وي چې له هغه نه د څه توقع کيږي، هم به د مقابل لوري په حقوقو او د هغه/هغې په لورې د مسوولیت په هکله مالومات لري او هم به خپل په حقونو خبر وي.
واضحاً چې د واده موخه یوازې ساتیري او کومه حيواني غوښتنه نده. په واده کې له یادو ټکو څخه ډیرې نورې مهمې خبرې هم نغښتې دي. د واده بعضې مهمې موخې د مشروع فزيکي خوند اخیستلو او ګټه پورته کولو زمينه برابرول، په دوه اړخیزه توګه له یو بل سره په دې نړۍ کې د ژوند پرمخ بيول، د بيلابیلو روحي او رواني ګټو پورته کول، د یوې اخلاقي ټولنې د اساس ايښودل، د یوه داسې نوي نسل روزل چې په اخلاقي او روحي لحاظ باندې په ټولنه کې اغیزمن وي او همدا راز د خلکو او کورنيو ترمینځ د یووالي مینځ ته راوړل دي.
دوه اړخیز حقوق
د دې لپاره چې د واده اړيکه ډیره بريالۍ وي، د واده هر اړخ باید خپل په حقوقو، مسوولیتونو، اهمیت او دندو باندې ښه پوره پوه وي. په همدې موخه، اسلامي شریعت د دواړو لورو (ښځې او ميړه) حقوق او مسوولیتونه په روښانه توګه بیان کړي دي. په دې حال کې، باید یو واده شوی/شوې ښځه/نارينه په دې خبره پوه شي چې د هغه د ژوند ملګری/ملګرې له بل هر انسان نه مخکې ده او ورباندې ډیر حقوق لري. هغه د اسلام د عمومي ليد په اساس د ده/دې خور/ورور ده.
ځکه نو، ټول هغه حقوق چې په اسلام کې په یوه مسلمان باندې د بل مسلمان په لور واجب دي، هماغه حقوق يي د ژوند په ملګري/ملګرې په لور باندې هم واجب دي. د مسلمان د اخلاق د څرنګوالي په هکله، د مسلمانانو د ورورولۍ او د دوی په مینځ کې د صداقت د شتون په هکله ډیر کتابونه ليکل شوي دي چې همدا ټول صفات په عمومي توګه له یوې خوا باید په اسلامي ټولنه کې یو مسلمان ولري او له بلې خوا همدا صفات د خپل د ژوند ملګري/ملګرې په لور هم مراعات کړي. د دې ترڅنګ، رسول الله صلی الله علیه وسلم لاندې خبرې ته هم اشاره کړې ده:
” په تاسو کې هیڅ یو سم مسلمان نشئ کيدلای ترڅو چې خپل د مسلمان ورور لپاره هغه څه غوره نکړي چې د ځان لپاره يي غوره کوي” (البخاری او المسلم)
د دې ترڅنګ په انسان باندې له بل هر انسان نه ډیر د هغه د ژوند ملګری/ملګرې ډیر حقوق لري ځکه چې له هغه/هغې سره يي ډیر مهم قرارداد او تړون کړی دی.
د دې خبرو ترڅنګ، کله چې د ښځې او ميړه د حقوقو خبره یاديږي، انسان باید دې موضوع ته یوازې د یوه قانوني تړون په سترګه ونه ګوري. د ښځې او میړه حقوق باید نسبت هغه څه ته ډیر مهم او اهمیت لرونکي وي چې په قانون کې يي یادونه شوې ده. بلکه باید دا اړیکه او تړون د مينې، مرستې او دوه اړخیز پوهاوي په اساس ولاړه وي.
هر اړخ (ښځه یا میړه) باید د بل اړخ اړتیاوو او وړتیاوو ته ښه متوجه وي. دوی دواړه باید تل دا هڅه وکړي چې بل اړخ خوشاله کړي حتی که کله نا کله دوی مجبوره هم شي چې خپل له حقونو څخه تیر شي او له بعضې مسایلو څخه سترګې پټې کړي. دا یوه ډیره معموله خبره ده چې د واده په دوه اړخیز تړون کې یوه خوا خپل حقوق د بلې خوا د خوشالۍ لپاره قربانوي. همدا راز باید دواړه اړخونه خپلې کمزوریانې ومني.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په خاصه توګه نارينه ته لارښوونه کړې ده چې خپل له ښځو سره ښه چلند وکړي، کيدای شي دا لارښوونه به يي په خاصه توګه نارينه ته ځکه کړې وي چې دوی د صلاحیت په لحاظ پورته دي یا دا چې د توان په لحاظ پورته دي:
” په تاسو کې تر ټولو غوره هغه دی چې خپل له کورنۍ (ښځې) سره ښه چلند وکړي او په تاسو کې تر ټولو ښه چلند کونکی خپل له کورنۍ (ښځې) سره زه یم.” (الترمذی او ابن ماجه)