
اسلامي امارت د اقتصادي ودې که بحران لامل دی؟
د نړۍ او هیواد هر ډول اقتصادي حالت په مستقیم یا غیري مستقیم ډول د افرادو او کورنیو وضعیت تر تاثیر لاندي راولي، کله کله دا تاثیرات مثبت او ځني وخت بیا منفي او بدي اغېزې لري، په تېرو څلورو کلونو کې نړیوال سیاسي، نظامي او اقتصادي چټک بدلونونه ددې سبب وګرځېدل چې د ټولو هیوادونو په ځانګړي ډول افرادو او کورنیو اقتصادي حالت نسبتاً منفي متاثره کړي، په نړیواله کچه انفلاسیون، د بریکس سازمان مطرح کیدل، د کویډ ۱۹ روان تاثیرات، د اوکراین او منځني ختیځ رواني جګړې، په افغانستان کې د امریکا ماتې او د سیمي هیـــوادونو ښکېلیدل هغه څه وو چې افغانستان یې هم تر خپل روان اغېز لاندي راوستی. له بده مرغه چې دا تاثیرات په بېلابېلو راپورونو کې د نړیوالو اقتصادي تحلیل ګرانو، سازمانونو او کارپوهانو لخوا منفي یاد شوي دي، په ځانګړي ډول د نړیوال بانک، پیسو نړیوال صندوق، سوداګري او اقتصادي همکاریو انستیتوت او اقتصادي همکاریو سازمان له لوري په بار بار د افغانستان روان اقتصادي حالت بحراني ګڼلی دی، اما د اسلامي امارت له لوري ددوی دا راپورونه په کلکه رد شوي دي او روان اقتصادي حالت یې د ودي په جریان کې ښودلي دي. د موضوع لا وضاحت او تشریح لپاره لومړی اقتصادي بحران او اقتصادي وده په لنډ ډول پېژنو، تر څو قضاوت خپله تاسو وکړئ، چې افغانستان په کوم حالت کې قرار لري؟
· اقتصادي وده په ساده ډول د یو هیواد د تولیداتو زیاتوالي ته ویل کیږي، په عام ډول د یو هیواد په تولیداتو، منابعو، ظرفیتونو، ټکنالوژي، کاري ځواک مدیریت، پانګونې او خدماتو کې دوامداره مثبت بدلون ته چې د مجموعي تولیداتو زیاتوالي باعث ګرځي اقتصادي وده ویل کیږي، لکه په تیرو دریو کلونو کې د سعودي عربستان، دوبۍ، هند، چین او کوریا اقتصادي حالت چې په استخراج، صنعت، تولید، تکنالوژي او پانګونه کې یې پراختیا راوستي وه.
· اقتصادي بحران د اقتصادي ودي برعکس د تولیداتو په شمیر، پانګونه، خدماتو، ټکنالوژي، منابعو او ظرفیتونو کې دوامداره کموالي ته تر داسي مرحلې پوري ویل کیږي چې بلاخره روان اقتصادي جریان په ټپه ودروي، لکه د سریلانکا، وینزویلا، انګولا او لیبیا هیوادونو بحرانونه چې په دوامداره ډول یې د بهرنیو قرضونو شمیر زیاتوالی کړی، د پانګونې کمښت، د صنعت او ټکنالوژي دوامداره ورو کیدل، د مناسبو خدماتو نه ارایه کول او د عوایدو کمښت سره مخ شوي دي.
دا چې افغانستان د پرمختیایي هیوادونو له جملې څخه دی او د نړۍ ټول پرمختیایي هیوادونه په هغه کچه چې پرمختللي هیوادونه د خپلو ظرفیتونو او منابعو څخه استفاده کوي، استفاده نه شي کولای. ټول پرمختیایي هیوادونه د افغانستان په شمول له ډېر پخوا راهسي د پانګي کمښت، ټکنالوژي نه موجودیت، د ماهري کاري قوې نشتون، د منابعو نه استعمال، د بهرنیو قرضونو ډېروالي او دوامداره اشغال سره مخ دي، دا چې افغانستان د پرمختیایي هیوادونو له ډلي ده، او تازه یې له اشغال څخه ځان خلاص کړی چې د پرمختګ لپاره یې یوه ګړۍ مخته تګ دی، نو روان اقتصادي حالت یې د نړیوالو معیارونو پر ځای لومړی باید تیرو حالتو سره مقایسه شي. که بیا هم ځني کسان پر نړیوالو معیارونو بحث کوي، نو دوی باید پوه شي چې په تیرو څه باندي څلور کلونو کې د ټولي نړۍ اقتصادي حالت ښکته روان دي، په ۲۰۲۲م کال کې د نړۍ اقتصادي ودې ۶.۲٪ سلنه کموالی، په ۲۰۲۳م کال کې د ۲۰۲۲م کال په پرتله ۰.۶٪ سلنه کموالی، په ۲۰۲۴م کال کې د ۲۰۲۳م کال په پرتله ۰.۴٪ سلنه کموالی کړی دی، چې لا هم د نړیوالو حالتو له کبله د کمښت په حال کې دي، اما په همدې کلونو کې د نړیوال بد اقتصادي وضعیت سربیره په افغانستان کې خورا لوړه پانګونه ترسره شوې دی، د تولیداتو په شمیر کې زیاتوالی راغلی، د منابعو څخه په مؤثر ډول استفاده کیږي، د ظرفیت لوړونې لپاره بېلابېلي پروژې تطبیق شوې دي او لا هم په مختلفو برخو کې چټک کارونه په داسي حالت کې جریان لري چې تمویل یې لوړه برخه د خپلو داخلي سرچینو څخه ترسره کیږي. نو بیا ولي بحران؟
هو! دا خبره منو، چې په هیواد کې د پرمختللو هیوادونو په څېر د کار زمینه نه ده برابره، دهغوی په څېر قوي ټکنالوژي، پانګه، ماهره کسان، تولیدات او د ژوند سطحه نه لرو، اما دا هم باید په یاد ولرئ، چې موږ پرمختیایې هیواد یو او په پرمختیایې هیوادونو کې چې په تېرو څلورو کلونو کې کوم اقتصادي تغیرات راغلي دي، د ځینو نورو هیوادونو تر څنګ موږ یې هم د ښه او مثبت تغیراتو په ډله کې یو، چې د نړیوالو بندیزونو سره سره په ملیاردونه ډالر پانګونه ترسره شوې دی، په ملیاردونو افغانۍ زیربنائي پروژې تر کار لاندي دي، د فساد، نشه یې توکو او قاچاق مخه نیول شوې دی، په نړیواله سوداګري کې په ریکارډ کچه زیاتوالی راغلی، د خپلو داخلي عوایدو څخه بودیجه ترتیب شوې، په میلیونونو افغانۍ مالیې معاف شوې دي او داسي په سلګونو نور فعالیتونه جریان لري چې له کبله یې راساً په لنډمهاله او اوژدمهاله موده کې د تولید کچه لوړیژي. که احیاناً یو څوک بیا په پرمختیایي هیوادونو کې د پرمختګونو بېلګي یادوي، نو دوی باید چې د هغو هیوادونو بهرني قرضونه، د بودیجې ترتیب او د فساد کچه وګوري، مثلاً د څو لنډو پرمختیایي هیوادونو بهرني قرضونه چې پرته له ۲۰۲۴م کال څخه یې خورا لوړه کچه قرضونه درلودل، حال دا چې په ۲۰۲۴ م کال کې یې اندازه نوره هم لوړه شوې او تر اوسه یې دقیق ارقام نه دي نشر شوي، په دې ډله کې مصر د ۱۵۰ ملیارده ډالرو، پاکستان د ۱۰۰ ملیارده ډالرو، سریلانکا او لیبیا د ۵۰ ملیارده ډالرو بهرني قرضونه درلودل، چې له بده مرغه ځینو هیوادونو لکه سریلانکا او پاکستان یې خپل تر ټولو باارزښته بندرونو پکې ګرو کړل، خو د هغه سره سره لا بیا هم دا هیوادونه په غربت او فقر کې ژوند کوي، حال دا چې موږ بغیر د بهرني قرضونو څخه په خپلو داخلي سرچینو په ملیاردونو افغانیو پروژې تطبیق کړې دي او لا هم جریان لري، موږ هیله لرو چې په څو کلونو کې به ان شاءالله د استخدام په برخه کې موجوده ستونزي له منځه یووړل شي، او په زرګونو دوامداره دندې به رامنځته کړي. یو څه چې یادونه یې مهمه ګڼم د امریکا متحده ایالاتو ټاکني او د ټرمپ بیا ځل راتګ دی، چې ځني کسان یې په ژور تشویش کې اچولي دي، د ټرمپ بهرنی سیاست به حتماً د افغانستان اقتصادي حالت متاثره کړي، اما هغه وخت به د ټولي نړۍ اقتصادي، سیاسي او نظامي حالات د تغیر په حال کې وي، چې دا یوه لویه او نړیواله مسئله دی، خاص تر موږ پورې تعلق نه لري.