سکندر راتګ افغانستان ته

لۀ ميلاد څخه ٣٢٨ کاله مخکښې چې افغانستان دپارس دسلطنت برخه وه ، سکندر اعظم دخپل فوځ سره افغانستان ته راغي اؤ پۀ لومړى ځل ئې دموجوده افغانستان بلخ ولايت پۀ نښه کړو . اؤ بيا دبلخ نه هرات ، هرات نه بلوچستان ، بلوچستان نه بيا غزنى ، غزنى نه غوربند، غوربند نه پنجشير اؤ دپنجشير نه پۀ امو درياب واوختو اؤ مرکندا، چې اوسني نوم ئې ثمر قند دي ته ئې ځان ورسؤلو .
دسکندر اعظم نه پس شپږمې ميلادى پيړۍ کښې ساسانيانو اؤ ترکو پۀ افغانستان قبضه وکړه خو زيات وخت ئې خپله قبضه برقراره ونۀ ساتل شوه . دهمدې پيړۍ پۀ اخر کښې عرب داسلام دپيغا م سره افغانستان ته ننوتل . وئيلي شى چې افغانان دنړۍ يوازيني داسې قام دي چې پۀ اجتماعى توګه ئې اسلام قبول کړو . دلسمې پيړۍ پۀ اخرى لسيزه (٩٩٨ء) کښې ترکو پۀ افغانستان قبضه وکړه اؤ دلته ئې دترک سلطنت بنسټ کيښود و . محمود غزنوى دخپلې پادشاهۍ پۀ دوه ديرش کاله کښې دخپل حکومت حدونه دجنوب مغربى هند اؤ پنجاب پۀ شمول جنوبى ايران پورې وغزؤل . ١٠٣٠ء کښې ديامين محمد دمرګ نه پس غزنوى سلطنت دانتشار سره مخ شو اؤ ١٢١٩ء يعنې دچنګيزخان دراتګ پورې افغانستان پۀ مختلفو رياستونو کښې تقسيم ؤ . چنګيز خان چې راغي نو منګولو دهرات ، بلخ ، اؤ غزنى پشمول ګڼ ښارونه لوټ کړل اؤ وې سيزل. څوارلسمه ميلادى پيړۍ کښې دچنګيزخان يؤ وارث تيمور لنګ افغانستان خپل داوسيدو ځائى وټاکلو اؤ دترکيې نه هند پورې لوئى سلطنت ئې قائم کړو . دتيمور اؤ ددۀ دوارثانو دور ١٥٠٦ء پورې وچليدو اؤ ددوئ نه پس افغانستان دمغل اؤ صفوى حکومتونو تر مينځه تقسيم شو .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب