استاد: دا شپیلک چا وکړ!؟
استاد د یو مهم لیکچر دوران کې تختې ته مخامخ و، لیکل یې کول، چې کوم محصل شپیلک وکړ.
استاد محصلینو ته راتاو شو: “دا شپیلک چا وکړ!؟”
نجونې او هلکان ټول غلي وو، هیچا ځواب ورنه کړ. لیکچر یې بس کړ، محصلینو ته یې وویل: “نن همدومره درس بس دی. دا چې ساعت يو څه پاتې دی، یوه قصه به درته وکړم:
یوه شپه خوب نه راتلو، هر څو مې چې اړخونه بدل رابدل کړل، نتیجه یې ورنه کړه. موټر کې مې تیل نه وو، چالان مې کړ، چې سهار وختي به یې هم اچوم، ځه بیګاني به یې واچوم، لږ به مې فکر بدل شي، چې راستون شم، ممکن خوب هم راشي.
تیل مې واچول، واپسي کې راروان وم، چې لاره کې مې یوه ښایسته پېغله ولیده، په ځان یې ښه خواري کړې وه، داسې ښکاریده، لکه له کوم واده چې راستنه وي او کور ته روانه وي.
بریک مې ورته ونیو: “زه دې ورسوم؟”
بې له دې، چې څه ووايي، مخته سیټ ته راوخته او ویې ویل: “ډېره مننه، واده کې راباندې ناوخته شو، هیڅ موټر نه پیدا کیدل، ښه دې راپام دې شو، کنه پیاده به تلم.”
پېغله مې چې تر کوره ورسوله، کوزیدو کې یې راته وویل: “کور دې ودان! تر اوسه مې ستا په شان پاک نفسه او اخلاقي ځوان نه و لیدلی. که بده یې نه ګڼې، تعلیم دې څومره دی او څه کار کوې؟
ما ویل: پي اېچ ډي مې کړې او د پوهنتون استاد یم.”
جنۍ ډېره متاثره شوه: “واه څومره ښه! ته دې دا نمبر راکړه، نور ګپ به بیا په ټیلیفون لګوو. پوهنتون کې درسره زما یو ورور هم شاګرد دی.”
ما ویل: څه نومېږي؟
ویل: “نوم یې درته نه اخلم، نخښه یې داده، چې شپیلک ډېر وهي.”
استاد چې د شپیلک خبره وکړه، ټولو محصلینو یو هلک ته وروکتل.
🎓 استاد نو استاد و، محصل یې مخاطب کړ: “پاڅه! ستا څه خیال دی، چې وبه دې نه پېژنم!؟ بچی! ما پي اېچ ډي کړې، بوس مې نه دي باد کړي. زه ګستاخ له پوندو پېژنم.”
اصلي متن: اردو
ژباړه: فرید