ارشد خان (چای والا) هلک و پېژنئ!
چای والا هلک ماډل چې نړۍ یې حیرانه کړه
ارشد خان چای والا هغه پاکستانی ځوان دی، چې د یوې وایرال شوې انځور له امله د نړیوال شهرت څښتن شو. دا د نیلي سترګو چای پلورونکی د ټولنیزو رسنیو له برکته مشهور شو او وروسته یې د ماډلینګ نړۍ ته لار وموندله.
چای والا څنګه مشهور شو؟
په ۲۰۱۶م کال کې، د پاکستان یوې عکاسې جیا علي د اسلامآباد په “اتوار بازار” کې د شنو سترګو یو ښکلي ځوان انځور واخیست، کله چې نوموړی چای تیاراوه. دا انځور د انسټاګرام، ټویټر، او فیسبوک پر مخ دومره چټک خپور شو، چې خلکو هغه ته د “چای والا” نوم ورکړ.
ارشد خان له کوم ځایه دی؟
ارشد خان وایي چې د خیبر پښتونخوا د مردان ولایت دی، خو ځینې سرچینې ادعا کوي چې دی د افغانستان د پکتیا سیدکرم ولسوالۍ ته منسوب دی. د هغه له لهجې او خبرو څخه داسې ښکاري، چې د افغانستان د جنوبي ولایتونو له سیمو سره تړاو لري.
ارشد خان او د ماډلینګ نړۍ
د شهرت وروسته، د فېشن شرکتونو ورته د ماډلینګ وړاندیزونه وکړل. نوموړي له Fitin.pk سره د کالیو ماډلینګ پیل کړ، او د خپل اقتصادي حالت ښه کولو فرصت یې ترلاسه کړ.
چای والا د ټولنیزو رسنیو ستوری هلک
ارشد خان اوس په ټویټر، انسټاګرام، فیسبوک، او ټیکټاک کې رسمي حسابونه لري، او خلک ورسره د انځورونو اخیستو لپاره ورځي.
ارشد خان، چې د “چای والا” په نوم شهرت لري، یو عادي خو باعزته ځوان دی، چې د خپل حلال رزق لپاره یې د چای خرڅلاو کاوه. که څه هم د یوه وایرال عکس له برکته نوموړی د نړیوال شهرت څښتن شو، خو هغه تل د عزت، حیا، او صداقت سره خپلې لارې ته دوام ورکړ.

ارشد خان – شهرت او عزت
کله چې فېشن شرکتونو او فلمي صنعت ورته د ماډلینګ او اداکارۍ وړاندیزونه وکړل، ارشد خان وویل:
“زه به هیڅکله بې عزته کار ته لاس نه وړم، زه خپل کار ته ویاړم، او عزت راته تر هر څه مهم دی.”
دا جمله د هغه اخلاق، ځانساتنه، او عزتمند شخصیت ښيي. که څه هم نوموړي د فېشن ماډلینګ پیل کړ، خو د پاکلمني، حیاء او حلالې روزۍ اصول یې تل ساتلي دي.
دا جمله د هغه اخلاق، ځانساتنه، او عزتمند شخصیت ښيي. که څه هم نوموړي د فېشن ماډلینګ پیل کړ، خو د پاکلمني، حیاء او حلالې روزۍ اصول یې تل ساتلي دي.
ارشد خان چای والا د ټولنیزو رسنیو د ځواک یو غوره مثال دی، چې څنګه یو عادي چای پلورونکی د نړۍ په کچه شهرت ترلاسه کولی شي. د هغه د شنو سترګو، خواریکښ ژوند، او صداقت له امله خلکو ته جذاب ښکاري.