احسان څه شی دی؟
بل تر ټولو ستر احسان دا دى چې الحمد لله موږ يي مسلمانان پيدا کړي يو، اسلام هغه ستر احسان دى چې موږ يي د هر بل څيز له عبادت څخه را ګرځولي يو، او د داسې ذات عبادت ته مو رابولي چې هغه ذات زموږ ټولو انسانانو، ځمکې، اسمان، د اوبو، حوا او د نورو ټولو حشراتو خالق دى، هغه الله جل جلاله رازق دى، کريم دى، رحمان دى، رحيم دى، غفور دى…
دا الهي نعمت يعني اسلام موږ ورورولۍ يا اخوت ته را بولي، په اخوت سره موږ بې شمېره ښېګڼې تر لاسه کوو، مثلا کله چې موږ د ورورولي خبره کوو په دې وخت کې دا خبره له منځه ځي چې څوک و وايي فلانى تور پوستى دى او زه سپين پوستى، فلانى د يو هيواد دى او زه د بل هيواد، فلانى په يوه ژبه خبرې کوي او زه په بله يا فلانى ښايسته دى او فلانى بدرنګه دا ټول بې بنياده تعصبونه د اسلام په کلمې سره له منځه ځي او يوازې د الهي ويري يعني تقوا خبره معيار ټاکل کيږي.
اللهي معيار تقوا ده
نو د دې لپاره چې د الله جل جلاله رضا لاسته راوړو بايد د هغه احسانات چې پرموږ يي لورولي دي و پيژنو او د هغو قدردانې وکړو، د الهي احساناتو قدرداني په تقوا او عبادت سره لاسته راوړل کيږي. خو له تقوا کولو مخکې د تقوا پيژندل هم اړينه خبره ده، او دا چې انسان بايد څنګه تقوادار پاتې شي او ځان د نعمت له کفران څخه وساتي د دې لپاره کولاى شو د آدم عليه السلام د غلطې په اړه له عذر غوښتلو او د شيطان د غرور له کولو څخه ښه درس واخلو.
کله چې الله جل جلاله آدم عليه االسلام پيدا کړ، په دې وخت کې دوه پيښې را منځ ته شوي چې يوه د شيطان غرور او سجده نه کول وه او بله د آدم عليه السلام او د حوا انا له لوري د غنم د دانې خوړل و. پېښې داسې را منځ ته شوې چې کله الله جل جلاله شيطان ته آدم عليه السلام ته د سجدې امر وکړ، شيطان ته غرور پيدا شو او چې کله الله جل جلاله آدم عليه السلام ته امر وکړ چې له هغه ونې څخه خوراک ونه کړي چې د آدم عليه السلام ځمکې ته د راليږلو سبب وګرځيده خو ادم عليه السلام ته شيطان دوکه ورکړه او له هغې ونې څخه يي خوراک وکړ.
وروسته له دې څخه شيطان په خپله غلطې ښه پوهيده چې ما خو د الله جل جلاله له امر څخه سرغړونه کړې ده، نو پر ځاى د دې چې له الله جل جلاله څخه د خپل غلطې په اړه بښنه وغواړي په خپل غرور ټينګ پاتې شو او بيا يي الله جل جلاله ته د چلنج په توګه و ويل چې ماته د انسان په رګونو کى ځاى راکړه بيا نو د اخرت تر ورځي پوري زما ننداره کوه چې زه دي له ورټلم زه به ستا د سمې لاري انسان بې لارې کړم.
خو کله چې آدم عليه السلام او حوا انا د شيطان په هڅونه له ونې څخه خوراک وکړ او په دې پوه شول چې موږ له الهي امر څخه سرغړونه کړې ده نو سمدستې په دوعا شول او الله جل جلاله ته يي زارۍ پيل کړي، چې هغه زارۍ په لاندې ډول وي (رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ) د الاعراف سورت ٢٣ ايت. ژباړه (اې زموږ ربه! موږ پر خپل ځان ظلم وکړ، اوس که تا موږ ته بښنه ونه کړه او پر موږ دې رحم ونه کړ نو موږ به ارومرو تبا شو).
زموږ سر لوړي ځوانان
هغه عاجزي چې سړي ته سر لوړي ور په برخه کوي بايد په هر وخت کې انسان ولري، هغه که د سختۍ په وخت کې وي که د راحت، که د خواشينۍ په وخت کې وي او که د خوښۍ، که د بوډاتوب په وخت کې وي که د ځوانۍ، که د مرضۍ په وخت کې وي او که د ښه صحت په وخت کې، خو هر ځوان بايد احسان پيژندونکى وي او له شيطاني غرور څخه چې انسان د کفر کندې ته ور غورځوي بايد ځان وساتي، په همدې هيله.
ليکنه: فضل الرحمن مظهري