ابوذر (رض) وايي، چې ماته رسول الله ص د اوو شيانو امر كړى
۱- له مسكينانو سره مينه او هغوى ته نږدې كيدل.
۲- په دنياوي چارو كې له ځان څخه لاندې كسانو ته كتل.
۳- د خپلوۍ پالل، كه څه هم هغه يې نه درسره پالي.
۴- له چا نه، د هېڅ شي غوښتنه نه كول.
۵- حق ويل، كه څه هم ترخه وي.
۶- د خداى په دين كې د چا له ملامتيا څه نه ويرېدل.
۷- د (لاحول ولا قوة الا بالله) ډېر ويل.