آیفون سیون په یو ډالر!!

نن ورځ د آیفون سیون بازار ډیر ګرم دی، پداسې حال کې چی ډیر ګران دی، هر څوک یې په آسانۍ سره نشي ترلاسه کولئ، مګر بیا هم د آیفون سیون شوق لري.
د آیفون سیون قیمت که څه هم ډیر جګ دی، مګر دا ځل یو ډالر ته راښکته شو، په اوکراین کې د آیفون سیون شرکت اعلان کړئ دی، هر څوک چې خپل نوم په ټولو اسنادو کې آیفون او تخلص سیون ته بدل کړي نو د نوموړي شرکت لخوا به آیفون سیون په یو ډالر ورباندې خرڅ شي.
د آیفون سیون شرکت له اعلان سره سم اوکراین کې د نوم بدلولو دفتر کې ډیر بیر بار جوړ شوی دی، هر څوک هڅه کوي چې خپل نوم بدل کړي او آیفون سیون په یو ډالر ترلاسه کړي، مګر د اوکرایني قوانینو مطابق یوازې هغه څوک نوم بدلولئ شي چې عمر له شپاړسو کلونو زیات وي او د کورنۍ ټول غړي یې ورسره موافق وي.

د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب