آیا پوهیدئ؟ ساینسي معلومات ۵

چې د ځمکې پر مخ د تودښې تر ټولو لوړه درجه د سانټی ګراډ ۵۸ درجې په کال ۱۹۹۲ په لیبیا کې وه.

چې د ځمکې پر مخ د تودښې تر ټولو ټیټه درجه د سانټی ګراد ۱۲۸- درجې په کال ۱۹۸۳ په انترکتیکا کې وه.
چې د لمړ وړانګې يه سمندر کې تر ۲۴۰ فټه پورې ژورې تلای شئ.
چې کورني غوماشې یواځې دوه اونۍ عمر لرئ.
چې ستوریز ماهیان ماغزه نه لرئ.
چې یو عادی انسان په ۷ دقیقو کې ویده کیږئ.
چې یو چرګ له ۱۳ ثانیو څخه زیاته الوتنه نشئ کولای.
چې شترمرغ او کانګرو په شا نشي تللای.
چې پیشو ۱۰۰ بیلابیل او سپی ۱۰ بیلابیل غږونه ایستلای شئ.
چې که ځیزګی اوبو ته کښته شئ نو سم دلاسه کانګې ورځي.
چې د شتر مرغ سترګې دهغه تر ماغزو لویې دئ.
چې یو سوسمار تره ۲۸ دقیقو پورې په اوبو کې پاتې کیدای شئ.
چې طلائی ماهی ماورابنفش او تر سره لاندې نور لیدلای شئ.
چې میږی شخوند نشي وهلای.
چې د پیشو په غوږ کې ۳۲ عضلې دئ.
چې ګړندی (مادرکیک) په نړۍ کې تر ټولو موجوداتو زیات دئ.
چې یواځې انسانان ستونی ستاغ څملاستای شئ.
چې د انسان ماغزه ۸۰٪ له اوبو څخه جوړ شوئ.
چې د هر انسان د ژبې فزیکی جوړښت فرق کوئ.
چې یو بالغ انسان ۲۰ فټ مربع پوستکی لرئ.
چې په هر دقیقه کې ستاسو د بدن ۴۰۰۰۰ مړې ژونکې چاپریال ته خپریږئ.
چې ستاسو د بدن ۲۵٪ اکسیجن په ماغزو کې مصرفیږئ.
چې که مو ژبه وچه وای هیڅ ډول خوند مو نشوای څکلای.
چې ستاسو د پوستکې د ژونکو شمیر د نړۍ پر مخ د وګړو تر شمیر زیات دی.
چې ستاسو په بدن کې ۶۴۰ عضلې دئ، چې د ستاسو د وزن ۵۰٪ جوړوئ.
چې د انسان سر د زوکړې په وخت کې د بدن څلورمه او د بلوغ په وخت کې د بدن اتمه برخه جوړوئ.
چې یو عادی انسان د ورځې ۱۷۰۰۰ ځله سترګې رپوئ.
چې پروانه ګیډه نه لرئ.
چې میږی د ټولو موجوداتو په پرتله د بدن د مقایسې له مخې ډیر ماغزه لرئ.
چې زرافه نشي ټوخیدلای.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب