آيا په کليو کې د جمعې جماعت اداء کېدی شي؟

پوښتنه ؟
مونږ د هواد په یوه اطرافی یاکلیوالی سیمه کی ژوند کوو له لیکه مرغه په سیمه کی مو وکړی ټول د اسلامی او دینی اصولو پوره درناوی کوی او پرځان یی پلی کوی د یادونی وړ موضوع راته داده چی په سیمه کی مو تقریباٌ له 70 الی 80 یا له هغی نه هم پخوا د جمع لمونځ نه ادا کیږی

او مولوی صاحبان څخه هم چی پوښتنه وکړو چی ولی ؟ یوازی 3 دلیلونه راته له پخوا 1 وایی د جمع لمونځ هلته کیږی چی په هغه ملک کی یو عادل پاچا یا امیر وی او اوس نشته . 2 دوهم دلیل دادی چی وایی هر چیر چی له هری طایفی یا قوم یاکسبونو څخه یو کسب نوی یعنی هلته باید موچی ،نایی ،دوکاندار ، او داسی نور وجود ولری .3 دریم دلیل دادی چی وایی دخړیانو ملاصیب ویلی چی نه کیږی د خړیانو ملاصیب تقریباْ 100 کاله پخوا مړدی او دسیمی خلک وایی چی هغه دافغانستان په سطحه تکړه عالم ول
اوس زمونګ په سیمه کی دوه الی دری دوکانه هم شته نجار او نایی هم شته خو بیاهم مولوي صاحبان په پورته ذکر شویو دلیلونو ټینګار کوی هیله ده پوره او واضح ځواب راته واستو ترڅو یی زه زمونږ دسیمی له مولوی صاحبانو سره شریک کړم
منـــــــــنــــــه

ځواب:
ستاسې دپوښتنې لنډ اومختصر ځواب په لاندې ډول دي:
لومړنی شرط چې عالمانو ذکر کړی دی هغه دتحسین اوغوره والي شرط دی نه د فرضيت او وجوب شرط.
دوهم: داچې د جمعې لمونځ په ښار او يا په ستر کلي کې تر سره کيدلای شي دا سمه خبره ده خو اوسني اود پخوا زماني کلي او ښارونه فرق لري د اوس زمانې کلی د پخوا زمانې دښار حيثيت لري لنډه داچې اوس ټول ملک دښار حيثيت لري کلي اوبانډې لږ پاتې دي.
دريم: دخړيانو دملاصيب خبره کوم شرعي حجت نه دی الله تعالی دې اوبښې،
دپورتنۍ څيړنې حاصل داشو چې په ننی زمانه کې په ټولو ځايونو کې دجمعې لمونځ صحيح کيږي،ځکه اوسني کلي ياځو لوي کلي دی اودښار حيثيت لري اويا که کلی کوچنی وي نو دلويو کليو اوښارونو په جوار کې پراته وي ،لر اوبر ترې ښارونه اوسترکلي يابازارونه پراته وي نودا ډول کلي دښارونو اولو کليو په حکم کي دی
بله داچې دجمعي په لمانڅه کې ډيرې ښګڼې شته دی نوکه څوک په کليو کې دجمعې لمونځونه کوي بايد منع نکړل شي.
والسلام
مولوي امين الله ازره وال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب