آيا هغه سفیر چې لوی کفري پوځ يې وېرولی پېژنئ؟
کله چې سعد بن أبی وقاص رضي الله عنه د قادسيې له جګړې وړاندې ربعي بن عامر رضي الله عنه د دې لپاره رستم (د فارس پاچا) ته واستوه تر څو د هغوی احوال معلوم کړي، هغوی اسلام ته دعوت کړي، کله چې ربعي بن عامر هلته ولاړ ويې ليدل چې رستم خپل د پادشاهۍ ځای په ورېښمينو بالښتونو او ښايسته قالينو جوړ کړی، ياقوت او مرغلرو باندې يې ورته ښکلا ورکړې، او هلته يې خپل تاج او نور قيمتي څيزونه ايښي وو، او په خپله د سروزرو په تخت ناست وو.
ربعي بن عامر په خپل پيوندی جامو، له خپلې توري او کوچني آس سره قصر (ماڼۍ) ته سپور داخل شو، د هغوی قالينې او فرشونه يې تر پښو لاندې کړل، د رستم سره په داسې حال کې مخ شو چې توره ورسره وه، زغره يې اغوستې وه او په سر يې جنګي خولۍ اېښې وه.
هغوی ورته وويل: اسلحه دی کېږده.
هغه ورته ځواب ورکړ چې: زه تاسې ته ستاسې په بلنه درغلی يم، که تاسې ما په همدې حالت پرېږدئ نو سمه ده او که نه زه به بېرته وګرځم.
رستم وويل: اجازه ورکړئ، نو ربعي بن عامر را ننوت او خپله نېزه يې په بالښت وټومبله، بالښت څيرې شو، رستم ترې وپوښته: څه شي اړ ایستلي یاستئ چې دلته راشئ او له مونږ سره وجنګېګئ؟
هغه وويل: مونږ الله تعالی د دې لپاره رالېږلې يو تر څو خلک د بنده ګانو له بنده ګۍ څخه وباسو او د بنده ګانو د رب بنده ګۍ ته يې مخ کړو، د دنيا له تنګۍ څخه یې د دنيا او آخرت پراخۍ ته وباسو، د نورو دينونو له ظلم څخه يې د اسلام عدل ته وباسو، موږ الله تعالی له دغسی دين سره استولي يو چې نور خلک ورته دعوت کړو، که چا قبول کړ نو هغوی پرېږدو او بېرته ترې ګرځو، او که قبول يې نکړ تر آخره به ورسره جګړه کوو او د الله تعالی وعدې ته به خپل ځانونه سپارو.
رستم ورته وويل: د الله تعالی وعده څه ده؟
ده وويل: د هغه وعده جنت دی د هغه چا لپاره چې د اسلام د مخالفينو لخوا ووژل شي، او هغوی لره کاميابي ده کله چې ژوندي پاتې شي.
رستم وويل: ما ستاسې خبره واورېده، نو آيا تاسې موږ ته وخت راکولای شی چې فکر پرې وکړو؟ هغه وويل: هو، ستاسې يوه ورځ خوښه ده او که دوه ورځې؟ هغه وویل: نه بلکې موږ د خپل قومي مشرانو او د عقل خاوندانو سره مشوره کوو.
هغه وويل: موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم دا طریقه ښودلې چې دښمنانو ته به له درې ورځو زيات وخت نه ورکوو، نو ته په دې کې فکر وکړه، او يو له دې ورځو څخه وټاکه.
رستم وويل: آيا ته د دوی مشر يې؟ ده وويل: نه، بلکې مسلمانان ټول د يو بدن حيثيت لري، لاندې تن يې د اوچت تن پر ځای کار ورکولای شي. رستم خپل قومي مشران را ټول کړل ورته يې وويل: آيا تاسې له دې څخه زورورې او عاقلانه خبرې اورېدلي؟
هغوی وويل: پام کوه چې له خپل دين څخه وا نه وړې او خپل دين د دې سپي (نعوذ بالله) لپاره پرېنږدې، آيا ته د دې جامې نه وينې؟ رستم وویل: هلاکت دی وي تاسې لره، جامو ته يې مه ګورئ، د هغه خبرو او عقل ته وګورئ، عرب جامې او خوراک سپک ګڼي مګر خپل حسب او نسب ساتي، له هغې څخه دفاع کوي.
دا هغه خلک دي چې نړۍ يې په توره فتحه کړې، د تورو تيکې يې له سرو زرو څخه نه وی جوړ؛ بلکې له ټوټو څخه تاوې وی! فکر وکړئ!! ربعي بن عامر چې کله قصر ته را ننوت نو له دې زينت او ښايست څخه حيران نشو، بلکې هغه ته يې سپک نظر وکړ، ربعي بن عامر د مسلمانانو په ژبه خبرې کولې، د خپل دولت او قبيلې په نوم يې نه کولې، ربعي بن عامر د کوم مشر او وزير تعظيم ونکړ بلکې د هغه تن د تګ لارې په اساس يې خبرې وکړې چې په زړونو کې يې د هغې محبت ننوتی، هغه محمد صلی الله علیه وسلم دی.