آيا ته تروريست يې؟!

دا يو حقيقت دی چې اوسنۍ جګړه فکري او د اصطلاحاتو جګړه ده، کافر غواړي هغه مسلمان چې په خپل دين باندې عمل کوي او په اسلامي اصولو او احکامو ملتزم وي د تروريست يا سخت دریز نوم ورکړي د دې لپاره چې د خلکو په ذهنونو او فکرونو کې هغه بد معرفي کړي او خلکو ته يې په بد شکل وپېژني.

دا دسيسې اوسنۍ ندي بلکې دا نومونه څوارلس پېړی مخکې زمونږ پېغمبر (صلی الله عليه وسلم) او صحابه کرامو رضوان الله علیهم ته هم ورکړل شوې ول، پېغمبر عليه السلام ته يې ليونی، ساحر، جادوګر او دروغژن نومونه ورکړي وو، صحابه کرامو (رضوان الله عليهم) ته يې د کم عقلو او سفهاوو لقبونه ورکړي وو، نو دا لرې نده چې د دې عصر کافر دې دا کار ونکړي، بلکې اوسنيو کافرو سره دا اړين دي چې مسلمانان په هر ډول بدو نومونو او لقبونو بدنام کړي.

خو که څوک رښتيا هم حقيقت ته ځان رسول غواړي او واقعيت ته فکر وکړي دې ته به ورسيږي او په دې به اعتراف وکړي چې نن ورځ دهشتګر يا تروريست هغه چاته ويل کيږي چې په اسلامي اصولو او احکامو باندې ملتزم وي او د الله تعالی امر پر ځای کوي، د الله تعالی د دښمنانو مقابله د ايماني او ديني وجيبو له مخې کوي، نن ورځ تروريست هغه چاته ويل کيږي چې لاندې صفات ولري:

  • تروريست هغه څوک دی چې د الله تعالی مخلص بنده وي، د هغه عبادت په اخلاص سره کوي، په هر عمل کې د هغه رضا لټوي، د الله لپاره هجرت او جهاد کوي، د دنيا په غم کې نه وي، او نه د خپلو شهوتونو په پوره کولو يا شخصي ګټو یا شهرت او يا مال ګټلو لپاره جهاد کوي، بلکې د دې لپاره وتلی وي چې د الله تعالی قانون د ځمکې پر مخ پلي کړي او خپله الهي فريضه په ډېر اخلاص او صداقت سره سرته ورسوي او تر ټولو لوړه ارزو يې دا وي چې له دنيا څخه په داسې حالت کې رحلت وکړي چې الله يې راضی کړی وي.
  • تروریست هغه څوک دی چې دروغ نه وايې، غلا نه کوي، خيانت نه کوي، رشوت نه خوري، که په ډېره اندازه مال او سره زر ورته امانت ورکړل شي نو يوه ذره هم پکې نه خيانت کوي، خپل لاسونه حرامو ته نه اوږدوي، تل د مسلمان لپاره اسلامي شريعت، امن او سوله غواړي. د هغه چا په څېر ندي چې د امن، سولې او ازادۍ دعوې کوي خو عملا د اسلامي او انساني ولسونو په وژنو يې لاس پورې کړی دی، په ميلیونونو انسانان يې ووژل، اسلامي نړۍ ته يې پرته له کوم لامل څخه جنګونه راوړل.
  • تروريست هغه څوک دی چې د هغوی ژبه او زړه يو وي، که کومه خبره په خوله وکړي هغه د زړه له تل څخه کوي، د اوسني نظامونو په څېر پکې منافقت او چغلخوري نشته، هر څه د الله تعالی د رضا لپاره په اخلاص او امانتدارۍ سره سرته رسوي.
  • تروریست هغه څوک دی چې په خپلو وعدو باندې ژمن وي، هيڅکله وعده نه ماتوي ځکه چې دوی د خپل رب څخه د وعدې پوره کولو د بدلې او اجر ارزو لري.
  • تروريست هغه څوک دی چې له شرابو، قمارونو او چرسو څخه ځان لرې ساتي او د عمر تر پایه پورې دې زهريله څيزونو ته لاس نه نږدې کوي.
  • تروريست هغه څوک دی چې خپل نظرونه د حرامو څيزونو څخه ساتي، که يوه ښايسته او با نسبه مېرمن ورته د زنا دعوت وکړي هيڅکله ورته نه نږدې کيږي ځکه هغه د الله تعالی څخه وېرېږي او د هغه ځوانانو په څېر ندي چې د شهوتونو او بدو عملونو په نهرونو کې ډوب دي.
  • تروريست هغه څوک دی چې په مسلمانانو باندې رحم کوي، د هغوی لپاره يې له سترګو اوښکي څاڅي د يتيمانو، مسکينانو او کونډو خيال ساتي او داسې سخي وي چې خپل زياتره مال د الله تعالی په لاره کې مصرفوي، د فقيرانو او مسکينانو سره کومکونه کوي.
  • تروريست هغه څوک دی چې خلکو ته ګټه رسوي، له مظلوم څخه دفاع کوي، د ظالم لاس د مظلوم څخه اړوي، د کفارو او د هغوی د ګوډاګيانو په مقابل کې ډېر سخت وي ځکه دين يې ورته امر کوي چې بايد له کافرو سره سخت وي او هر څوک چې د الله تعالی د دين په نافذولو کې خنډ واقع کيږي له منځه ولاړ شي. د شهادت عاشق وي، په دې يقين او باور لري چې د الله تعالی په لاره کې مرګ په جنت کې د ابدي ژوند سبب ګرځي. د کافرو په وړاندې د غره په څېر ثابت ولاړ وي، هيڅکله هغوی ته سر نه ټيټوي او نه د هغوی د مکرونو څخه غافله پاتې کيږي.
  • تروريست يو متواضع انسان دی چې خلک ورسره مينه کوی، په چا ځان اوچت نه ګڼي، ځکه چې هغه عقيده لري چې جنت د متکبرو او مغرورو خلکو ځای ندی، د خپلو سره صله رحمي قايموي، د مور او پلار اطاعت کوي.
  • د خپلو زامنو او او لورګانو سالمه روزنه کوي، په اسلامي اصولو او احکامو يې پوهوي، او داسې روزنه ورکوي چې څرنګه صحابه کرامو به خپل اولاد تربيه کول. ځکه دوی دا يو امانت ګڼي او بايد په دې امانت کې خيانت ونشي.

دا د هغه خلکو صفات وو چې نن ورځ ورته د الله تعالی د دين دښمنان تروريستان وايې، هغوی ته سخت دريزه او شرپسنده وايې، خو لوستونکي به د هغه چا تر منځ چې د الله تعالی په کورونو کې را لوی شوي وي، د قرآنکريم او نبوي سنتو په مدرسو کې تربيه ورکړل شوي وي او د هغه چې ترمنځ چې په سينماګانو، نڅا ځايونو، کلبونو، ميخانو او د کفارو په غېږ کې لوی شوي؛ فرق وکړي چې څوک تروريستان دي.

نو ای مسلمانه! د پورتنيو صفاتو له مخې که ته تروريست يې نو هر وخت دې داسې تروريستانو ته ښه راغلاست وي، هر کله دې داسې تروريستان راشي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب