روغتیايي لارښوونېستونزې او حل لارې

‎د یاداشت د پیاوړتیا لپاره 7 ګټورې سپارښتنې

‎۱- دماغ باید په کار واچول شي مثلا هره ورځ د قرآن کریم یو آیت یادول، یو حدیث یادول، نوي مهارتونه او کسبونه زده کول، بله ژبه زده کول، د سختو سوالونو لپاره جوابونه لټول او نور ورته اعمال تر سره کول، تر څو دماغ په کار ولویږي او یاداشت ورسره قوي شي.
‎۲- د التهابونو علاج کول
‎په بدن کې د هر زخم او التهاب درملنه پر وخت وشي، کنه امکان لري چې په دماغ کې د ځینو خلایاو د تخریب سبب شي، چې وروسته پر یاداشت هم بد اثر لرلای شي.
‎۳- نوي څه زده کول
‎که تاسو غواړئ چې په طبیعي توګه خپل یاداشت قوي کړئ، نو نوي یادونه جوړ کړئ، لکه د نویو خلکو سره تعارف وکړئ، نوي ځایونو ته سفرونه وکړئ، نوي کتابونه مطالعه کړئ او حتی نوي خوراکونه وازمایئ.
‎۴- پر دماغو بوج کم کړئ
‎که چیرې تاسو یو داسې کار کوئ چې د دماغي ستړیا سبب ګرځي، نو خپل دماغو ته لږ وخت ورکوئ چې ارام وکړي او په بل داسې یو شي ځان اخته کوی چې د اعصابو ستړیا مو کموي.
‎۵- په پروبیوتیک باندې غني خواړه
‎هغه خواړه چې پروبیوتیک ماده یا ژوندۍ بکتیریا (Probiotic) لرونکي وی، لکه مستې، شلومبې، سرکه وغیره، د یاداشت د تقویه لپاره ښه دی.
‎۶- فکر کول
‎په منظم ډول فکر کول هم د یاداشت د تقویې سبب کیږي، د موقت وخت لپاره په یو مسئله کې ښه فکر کول د ذهن ارامتیا تر څنګ د ښه پاملرنې سبب هم ګرځي چې له امله یې اوږدمهال لپاره د ښه یاداشت سبب ګرځي.
‎۷- ورزش کول
‎په ځانګړي ډول پياده ګرځېدل او بایسکل باندي ګرځېدل د یاداشت د تقویې لپاره ګټور ورزشونه دي.

 

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: