۲۵ ښه عادتونه چې يو ماشوم يې تر نهه کلنۍ بايد زده کړي

خپل ماشوم سره مرسته وکړئ چې دا لاندې اسان قوانین او عادتونه زده او عملي کړي، تر څو ټولو خلکو ته د پاو وړ وبریښي.

ستاسو د ماشوم بې ادبه کړنې هر وخت قصدي نه وي. ځکه ماشومان زیاتره پر دې خبرو هیڅ نه پوهیږي. دا خو موږ ته بې ادبي ښکاري چې ماشوم د نورو مزاحمت کوي، په لوړ اواز د لویانو مخکې غږیږي، پوزه سوڼي، او د خلکو په نامناسب لباس پورې په زوره زوره خاندي. د ورځنیو کارونو په بارونو کې اخته والدین تل دې ته نه متوجه کیږي چې د خپلو ماشومانو پر خویونو او عادتونو تمرکز وکړي. خو که تاسو دا پنځه ویشت خویونه پخپلو ماشومانو کې پیاوړي کړئ، تاسو به یو مؤدب، مهربان او ټولو ته ګران ماشوم لوی کړی وي.

لومړی عادت: کله چې له چا څه شی غواړئ لومړی ووایئ: (مهرباني وکړئ).

دوهم عادت: کله چې څوک څه شی درکوي، (مننه) ورته ووایئ.

درېيم عادت: کله چې مشران په خپلو کې خبرې کوي، په منځ کې یې مه ورلویږئ، یوازې په بیړني وخت کې به ترې اجازه غواړئ. دوی خامخا ستاسو پیغام ته ځواب درکوي، او درته مناسب پام کوي.

څلورم عادت: که کله مو د یو مشر ژر پاملرنه پکار وه، نو د (معذرت غواړم) په کلمه مو خبرې پیل کړئ چې تر ټولو مؤدبه لاره ده تر څو خبرو اترو ته ورننوزئ.

پنځم عادت: که د کوم کار په کولو کې مو شک و، لومړی اجازه وغواړئ. دا کار وروسته تاسو له ډیرو خفګانونو ساتي.

شپږم عادت: نړۍ له هغو شیانو سره لیوالتیا نلري چې ستاسو، نه خوښيږي. خپلې منفي نظریې مو له ځان او یوازې نژدې همزولو سره شریکې کړئ.

اووم عادت: هیڅکله د چا په فزیکي جوړښت تبصره مه کوئ. دا کار یوازې هغه وخت وکړئ چې د نوموړي شخص د بشپړتیا لپاره وي.

اتم عادت: کله چې څوک ستاسو د حال پوښتنه وکړي، تر خپل حال ویلو وروسته تاسو هم د هغوی د حال پوښتنه وکړئ.

نهم عادت: کله چې مو د ملګرو کور ته لاړ شئ، د راتګ پر وخت یې له مور و پلاره مننه وکړئ او ورته ووایئ چې وخت مو ورسره ډیر ښه تیر شو.

لسم عادت: د چا کور ته تر ننوتلو مخکې دروازه وټکوئ او ځواب او اجازه تر لاسه کړئ.

يوولسم عادت: کله چې تلیفون کوئ، لومړی ځان وروپیژنئ او بیا وپوښتئ چې آیا له نظر وړ کس سره خبرې کولی شئ؟

دولسم عادت: د هرې تحفې د رسیدو سره سم له شخص نه مننه او قدرداني وکړئ. د بریښنا لیک پدې زمانه کې به لاسلیکلي مننه ډیره ښه اغیزه وکړي.

ديارلسم عادت: د مشرانو په مخ کې کوڅه ډبه ژبه مه کاروئ. مشران لا مخکې په دغو کلیمو پوهیږي، او ورته ستړې کوونکې او نا خوښه ښکاري.

څوارلسم عادت:  مشرانو ته په نوم غږ مه کوئ.

پنځلسم عادت: هیځوک د هیڅ دلیل لپاره مه مسخره کوئ. مسخرې کول نورو خلکو ته تاسو کمزوری ښیي او د یو چا زورولو ته ډله جوړول ظالمانه کار دی.

شپاړسم عادت: که یوه لوبه او یا غونډه ستړي کوونکي هم وي، تر پایه ورته کینئ او داسې وښیئ چې تاسو ته په زړه پورې ده.

اوه لسم عادت:  که له یو چا سره ټکر شوئ، ژر ترې بښنه وغواړئ.

اتلسم عادت: د ټوخي او پرنجي پر مهال خپله خوله پټوئ او په عامو ځایونو کې پوزه مه سوڼئ.

نولسم عادت: کله چې له دروازې ننوزئ که بل څوک درپسې و، دروازه ورته خلاصه پریږدئ.

شلم عادت: که په مور و پلار، ښوونکو یا ګاونډیانو پیښ شوئ چې د کوم کار په کولو بوخت دي، د مرستې وړاندیز ورته وکړئ،که یې ومنلو، نو مرسته ورسره وکړئ، تاسو به له دې کاره نوي څه هم زده کړئ.

يوويشتم عادت: که یو مشر درنه مرسته وغوښته، له خفګان پرته او په موسکا ورسره مرسته وکړئ.

دوه ويشتم عادت: که چا درسره مرسته وکړه، ورته (مننه) ووایئ، دغه شخص به درسره بیا هم مرستې وکړي. دا خبره د ښوونکو په برخه کې لا ډیره سمه ده.

درويشتم عادت: د خوړو لوښي سم وکاروئ. که په سم کارولو یې ډاده نه یاست، له مورو پلاره مو وغواړئ چې درزده یې کړي، او یا لویانو ته وګورئ چې دوی يې څه ډول کاروي.

څلېرويشتم عادت: د خوړلو پر وخت مو پر زنګنونو یو دسمال واچوئ، او د اړتیا پر وخت پرې خپله خوله پاکه کړئ.

پنځه ويشتم عادت: د خوړو د میز یا دستر خوان پر سر پرتو شیانو پسې مه ورپاڅیږئ، له نورو وغواړئ چې در نژدې یې کړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب