ژوند راز

یو ساعت د زړه لپاره ( قرضاوی)

عاقل انسان باید له دغو دریو څیزونو پرته بل څه ته فکر ونه کړی: د دنیا د ژوند جوړول، د آخرت لپاره تیاری، او له حلالو نه خوند اخیستل.

د واقعیتونو دین

اسلام یو واقعي دین دی، داسې چې پر خیالاتو ولاړ نه دی، بلکه له انسان سره د حقیقت او واقعیت پر بنسټ چلند کوي، اسلام انسان ته د ملایکو په سترګه نه ګوري، بلکه انسان ته د انسان په سترګه ګوري.  له همدی کبله په یې مسلمانانو دا نه ده فرض کړې چې ټولې خبری يې ذكر، چوپتیا يې فکر، اوریدل ېې قرآن وي، او ټول فارغ وخت دې په مسجد کې تیر کړي. بلکه د هغوی  فطرت  او غرایز یې پیژندلي دي، الله تعالی هغوی طبیعتا داسې پیدا کړی چې تفریح او خوشحالي وکړي، وخاندي لوبې وکړي او خوارک او څښاک وکړي.

د پیغمبر(ص) په وخت کې ځینې صحابه د روحانیت هغه حد ته رسیدلي وو چې فکر یې کاوه باید همیش په مسجد کې واوسي، او د دنیا هر خوند او څیز ته شا واړوي، نه به خاندی او نه به تفریح کوي، همیش یې سترګې آسمان ته نیولې وي، او تل به یې د آخرت په هکله فکر کاوه. هر وخت به یې سترګې له اوښکو ډکې وې، زړونه یې له ویرې درزیده، او لاسونه یې تل آسمان ته پورته وه، او که چیرې یوه شیبه له دغه حالت نه فارغ وه نو ځانونه به یې په نفاق تورنول.

کله دا او کله هغه

راځئ چې د جلیل القدر صحابی حنظله الاسیدی څخه ـ چې د پیغمبر(ص) د لیکونکو نه وه ـ د هغه کیسه واورو:

ابوبکر راسره ولیدل او راته یې وویل: حنظله څنګه یې؟

ومې ویل: حنظله منافق شوی دى!!

ابوبکر: سبحان الله، دا ته څه وایې؟

حنظله: کله چې د پیغمبر(ص) سره اوسو او د جنت او دوزخ خبرې راته کوي نو داسې انګیرو چې په خپلو سترګو یې ګورو، خو کله چې د  هغه (ص) له غونډې نه بهر شو نو زیات څه هیر کړو او له خپلو ماشومانو او ښځو سره لوبې کوو!!

ابوبکر: قسم په خدای مونږ هم همداسې کوو!

حنظله وویل چې زه او ابوبکر روان شوو تر څو پیغمبر(ص) ته ورسیدو. رسول الله ته مو داسې وويل:

حنظله: ای د خدای رسوله! حنظله منافق شوی ده!

پیغمبر(ص) وویل: هغه څنګه؟؟

حنظله: ای د الله رسوله. کله چې تا سره اوسیږو او ته راته د دوزخ او جنت یادونه کوی داسې فکر کوو چې هغه په خپلو سترګو ګورو، خو کله چې ستا له حضوره روان شو، نو له خپلو ښځو او ماشومانو سره لوبې کوو، او ډیر څه هیروو!!

رسول الله (ص) وویل: « قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې دی! که چېرې تاسو تل همداسې وى لکه څنګه چې زما په مجلس کې ياستى، نو ملایکو به درسره په کورونو او لارو کې روغبړ کړی وو، خو ای حنظله داسې نه ده. کله دا او کله هغه» او  دری ځله یې دا وینا تکرار کړه.

له همدې حدیث نه ځینو کسانو دغه حکیمانه وینا اخیستې ده: يو ساعت د زړه لپاره او يو ساعت د الله لپاره.

له اصمعی نه روایت دی چې هغه یو ښځه ولیده چې په ډیر اطمینان او آرام سره خپل لمونځ ادا کوی،  کله چې له لمانځه نه فارغه شوه نو هندارې ته ودریده او خپل ځان یې سینګاراوه.

اصمعی ورته وویل: مخکې دې څه کول او اوس څه کوې؟ هغې ورته په شعر کې وویل:

هغه می د الله حق ادا کړ او دا مې هم د چا د حق د ادا کولو لپاره وکړ!

نو اصمعی وویل: چې زه پوه شوم چې دا میړوښه ښځه ده او خپل میړه لپاره سینګار کوي.

د پوهانو وینا ده: عاقل انسان باید له دغو دریو څیزونو پرته بل څه فکر ونه کړی: د ژوند جوړول، د آخرت لپاره تیاری، او له حلالو نه خوند اخیستل.

پیغمبر(ص) یو انسان وه

په انسانی ژوند کې پیغمبر(ص) یو لارښود او نمونه ده، د هغه ژوند د انسانیت لپاره یو ښکلی مثال او لارښود دی: کله چې به یې یوازی لمونځ کاوه نو لمونځ به یې دومره اوږدولو تر دې چې پښې به یې وپړسیدی، ژړل یې، هغه به د حق ویلو په وخت کې له هیچا څخه نه وریده او د هیچا به یې پروا نه کوله، خو په بشری ژوند  کې له نورو انسانانو  سره یو شان وه، ښه او پاک څیزونه یې خوښیده، موسکا به یې کوله، ټوكې به یې کوله خو همیش به یې حق ویلو.

پیغمبر(ص) به خوشحالی او د هغه لاملونه خوښول، او له خفګان او د هغه له لاملونونو څخه به یې کرکه کوله او له الله تعالی نه به یې له خفګان نه پناه غوښتله.

زړونه ستړی کیږی:

د پیغمبر(ص) ملګرو به خندل، لوبې به یې کولې او ټوكې به یې کولې، هغوی د نفس فطري غوښتنو ته مشروع ځواب ویلو، ځکه زړونه ستړی کیږی او پکار ده چې ستړتیا یې ختمه کړی شي، تر څو وکولى شي چې د ژوند په سختیو کې اوږده سفرونه وکړی شي.

حضرت علی(رض) فرمایي: زړونو ته تفریح ورکړى، ځکه چې هغوی ستړی کیږی لکه څنګه چې بدن ستړی کیږی.)


د ژباړونکي يادښت:

له شک نه پرته د اسلام دین د انسانی فطرت سره پوره اړخ لګوي، او د هغه هر ډول فطري غوښتنو ته یې مشروعې لارې برابرې کړې دي، او د هغو وژل یې نه دي ستایلی.

په تاسف سره باید ووایو چې ځینی کسان شته چې ځانونه ښه مسلمانان  بولي، او غواړي چې  اسلام ته دعوت هم وکړي، خو هغوی د انساني فطرت او د نفس له مشروعو غوښتنو څخه سترګې پټوي، فکر کوي چې مسلمان او دعوتګر باید د تل لپاره له دنیا سره اړیکې پریکړی، هغوی د خپل ځان او د کورنیو د نورو غړو مشروعې غوښتنې په بشپړه توګه هیرې کړې دي، او خپل او د کورنۍ ژوند یې له فطری مسیر نه اړولى وي . هر څه په تکلف سره سر ته رسوي چې تر ډیره پورې د هغوى دغه لید د اسلامی دعوت په وړاندی په یو ګواښ باندې بدل کیداى شي. او زما په اند د دې ستونزې یواځینی لامل دا دی چې هغوی له دین څخه په سمه او پوره توګه معلومات نلري، په دین کې بصیرت نلری، او د اسلام نه یو تنګ او وچ تصور خلکو ته وړاندی کوی.


ډوكتور يوسف قرضاوي د اسلامي نړى وتلى عالم او ليكوال دى چې د اسلامي فكر په هر ډګر كې په لسګونو تاليفات لري.(حفظه الله)

لیکنه: دکتور یوسف القرضاوی

ژباړه: سیدهاشم سادات

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: