انبیاء ع

یوسف(ع) ژوندلیک

یوسف(ع)

   دیوسف(ع) کیسه خو ډیره اوږده ده،په ځینو اړخو کي یي دعالمانو وتفسیرلیکونکو ترمنځ ځني کړکیچونه واختلافات هم وجود لري، خو زه به زیار وباسم چي ډیر لنډیږ پکښي راولم ،اوډیراختلافونه پریږدم، ترڅوچي دامکان په لرلوکي وکولي شم چي  دکیسي جوهرلوستونکوته وړاندي کړم، هغه دا چي :

1 / لنډه پیږندنه:

     یوسف(ع) د یعقوب داسحاق د ابراهیم – په ټولو باندي سلام – زوی ده ،چي په دي ډول سره دې د پیغمبرانو له کورني څخه ګڼل کیږي، او ټول نیکونه یي دتبلیغ خاوندان تیر شوي دي،چي دیوه الله(ج) عبادت او نیکوکارو کولو ته به یي راغوښتل کول اودبوتانو له لمانځني او بدوکاروله کولوڅخه به یي دخلکو مني کول کول.

   دې ده پلاریعقوب(ع)ته پاک الله(ع)دولس-12- زامن ورکړی وه،                    چـي  شـپږ یي : روپیل ،  شمعون ، لاوی ، یهوذا ، ایساخر ، وزابلون ،   دیعقوب(ع) لـه یوې ښـځـي څخه وه.، چي- لیا – نومیده.

   اودوه زامن یي : یوسف (ع) ، و بینیامین ، دې ده له بلي ښځي څخه وه ، چي – راحیل – نومیده.

   او دوه نوریي :  دان ، ونفتالي ، د ـ راحیل ـ له مینزي یا خد متکوني څخه وه .کومه چي راحیل خپل میړه یعقوب(ع) ته ورډالۍ کړي وه.

   اودوه نور یي:  جاد ، واشیر ، د – لیا ـ  له مینزي یا خد متګاري څخه وه ، کومه چي لیا هم خپل میړه ته ور ډالۍ کړي وه.

   دوی ټولو دکنعان په ځمکه کي چي شام یا فلسطین هم ورته ویل کیږي ږوندون کاوه،  او ډیر وختونه به له لوږي او خواري سره لاس په ګریوان وه ، چي تل به – مصر– ته تلل خپل خوراکي او ضروري شیان به یي ورڅخه اخستل او مرستي وکومکونه به یي ورڅخه غوښتل .

 2 / په قرآن کریم کي کیسې حقیقت دي:

   داچي زموږ لمړنیو پخوا نیو مسلمانانو به درسول الله(ص) په وخت کي هم کیسي ډیري خوښولي، نوله رسول(ص) څخه به یي غوښتل چي ښکلي کیسی ورته وکړي، او هغه به له عبرت څخه ډکي کیسي ورته کولي، او هغوي به ورڅخه ډیر خوند اخست، او په ډیره مینه به یي اوریدلې ،داځکه چي درسول(ص) کیسي دعادي خلکو غوندي کیسي نه دي چي دخیال له انځورونوڅخه راوتلي وي،کومي چي مبا لغي پکښي ډیري او حقیقت پکښي لږ او له واقعیت څخه لري وي.

    کومي کیسي چي په قرآن کریم کي درسول(ص) په ژبه باندی شوی دي،هغه ټولي حقیقت دي ځکه پاک الله (ج)خپل پیغمبرته دجبریل(ع )   په واسطه باندي رالیږلي دي، چي له ډیرو ښواو ښوترینو کیسو څخه ګڼل کیږي، ترڅو چي دهغه ملګري پری وپوهیږي او عبرت ورڅخه واخلي ،که څه هم مخکي په ناپوهیو کي روان وه.( إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ قُرْآَنًا عَرَبِيًّا لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ (2) نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ هَذَا الْقُرْآَنَ وَإِنْ كُنْتَ مِنْ قَبْلِهِ لَمِنَ الْغَافِلِينَ (3))

3 / دیوسف(ع) کیسه په قرآن کریم کي تر نورو پیغمبرانو بیله ده:

    لکه څنګه چي دقرآن کریم کیسي دخلکو له کیسو نه پوره بیلوالي او فرق لري      همدارنګه دیوسف (ع) کیسه هم په قرآن کریم کي دنورو پیغمبرانو ترکیسو نه فرق لري، هغه داچي دنوروپیغمبرانوکیسي په قرآن کریم کي په مختلفو سورتونوکي او لنډو او اوږدوآیتونوکي لیدل کیږي، مګر دیوسف(ع) کیسه په یوه سوره کي په پوره وکامل ډول سره راغلي ده چي د – سوره یوسف- نوم ورته ورکول شوي.

    په دې کې شک نشته چي یوسف(ع) په خپل پلار باندي تر نورو وروڼو ډیر ګران ونازولي وه، چي دا شي به دنورو وروڼو دخوابدي سبب ګرځیده، او یوسف (ع) ته به یي ورځ په ورځ په زړونوکي کینه وبد ایسیدل را ډیریدل .

    برسیره پردي، یوسف(ع) لاځواني ته نه وه رسیدلي ،خوب یي ولید چي یولس- 11- ستوري او لمرو سپوږمي هغه ته ټنډی په ځمکه لګو ي ، او سجدي روته کوي.

   دقرآن کریم مفسرون وایي چي یولس ستورو نه مقصد دهغه وروڼه او له لمر وسپوږمي څخه موخه دهغه پلار ومور دي.

    یوسف(ع)سره له دینه چي دالهام وپاکي خاوند وُه ، خو بیاهم ده داخپل خوب خپل پلار ته بیان کړ،او ورته ویي ویل چي اِي زما پلاره ، ما خوب ولید چي یولس ستوري او لمر وسپوږمي ټول ماته سجدې کونکي وي، لکه څنګه چي پاک الله(ج) وایي:( إِذْ قَالَ يُوسُفُ لِأَبِيهِ يَا أَبَتِ إِنِّي رَأَيْتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ رَأَيْتُهُمْ لِي سَاجِدِينَ (4).

      پلار یي ورته وویل چي اِي بچیه داخوب دخپلو وروڼوته مه وایه،او له ځان سره یي پټ وساته،او که نه هغوي به بیا تالره دامونه ږدي ،او چل به درته جوړوي، او تابه پکښي رابند وي، داځکه چي هغوی به تا ترخپلو ځانو څخه لوړاوپورته وګڼي بل داچي شیطان دانسان ډیر سخت دښمن ده هغوي ته به په زړونوکي ستا بدبیني ورواچوي (قَالَ يَا بُنَيَّ لَا تَقْصُصْ رُؤْيَاكَ عَلَى إِخْوَتِكَ فَيَكِيدُوا لَكَ كَيْدًا إِنَّ الشَّيْطَانَ لِلْإِنْسَانِ عَدُوٌّ مُبِينٌ (5)

   سره له دې چي یعقوب(ع) ته دیوسف(ع) په ږوندکي دخطر سودا را پیداشوه، چي یوسف(ع) به  له کوم خطر سره مخامخ شي،نوځکه یي  هغه پاک الله(ج) ته ور وسپاره، او ورته ویي ویل چي پاک الله(ج) به دي ساتي، او دخبرو په اړولو او رااړولو- تأ ویل- کي به پوه او علم درکوي،او خپل خیر ونعمت به تالره درکوي، لکه څنګه یي چي  مخکي دیعقوب ګورني او ستانیکونوابراهیم واسحاق ته ورکړی وُه، ستا رب په هرڅه باندي پوه او حکم لرونکي ده. (وَكَذَلِكَ يَجْتَبِيكَ رَبُّكَ وَيُعَلِّمُكَ مِنْ تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ وَيُتِمُّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَعَلَى آَلِ يَعْقُوبَ كَمَا أَتَمَّهَا عَلَى أَبَوَيْكَ مِنْ قَبْلُ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ إِنَّ رَبَّكَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ (6).

4 /  دیوسف(ع) په کیسه کي عبرتونه :

    دیوسف (ع) په کیسه کي ډیر لوي لوي عبرتونه دعاقلانو له لپاره پراته دي، چي یو له هغونه دانسان بي رحمي ده ، هغه داچي کله د یوسف (ع) وروڼودافیصله وکړله چي یوسف (ع) مړکړي ، نویوله هغو څخه چي – یهوذا – نومیده په دکار باندي موافق نه شو، او هغوي ته یي وویل که چیري تاسو یوسف(ع) وژني نو بیا زه له تاسو سره په دسفرکي دبیدیا لورته به وتل وُنکړم، هغوي وو بیریدل که چیري  – یهوذا – له دوی سره لاړنشي او په کور کي پاتي شي ، امکان لري چي پلاریي د دوی په پلان وبند وبست  باندی خبر شي ،چي دوي دیوسف(ع) دمرګ ټړون کړي دی،نوهغه وه چي یهوذا ته یي وویل چی ته باید هرو مرو له موږ سره لاړشي، هغه ورته وویل چي تاسو ماته دا ژمنه عهد راکړي چي تاسو به یوسف(ع) نه وژني، هغوي وُمنله او دوتلو بند وبست یي جوړ کړو، دوی خپل پلارته راغلل چي اجازت ورڅخه وغواړي او یوسُف (ع) له ځانونو سره واخلي، خو پلاريي  زړه ونازړه وُه ،او د ډاده ګي احساس یي نه کاوه ، هغوي ورته وویل چي اِي پلاره ته ولي په موږ باندي اعتبار نه لري، کوم شي که په هغه کي خطر وي موږ به هغه یوسف(ع) ته وربیان کوواو هغه به ورڅخه لري کوو، پریده چي سبا له موږ سره لاړشي او خپلي لوبي وکړي ، موږ به  دهغه ساتندویان یو.

    پلاريي هغوی ته  وویل دهغه تلل له تاسو سره ما خفه کوي، بیریږم چي هغه به شرمش– لیوه- له تاسو څخه وخوري ، او تاسو به له هغه نه ناخبره یاست، هغوی وویل که چیری زموږ په دي ډیروالي کي هغه له موږ څخه لیوه وخوري ، نوموږ به بیا هــرڅه بایللي وي .(  قَالَ قَائِلٌ مِنْهُمْ لَا تَقْتُلُوا يُوسُفَ وَأَلْقُوهُ فِي غَيَابَةِ الْجُبِّ يَلْتَقِطْهُ بَعْضُ السَّيَّارَةِ إِنْ كُنْتُمْ فَاعِلِينَ (10) قَالُوا يَا أَبَانَا مَا لَكَ لَا تَأْمَنَّا عَلَى يُوسُفَ وَإِنَّا لَهُ لَنَاصِحُونَ (11) أَرْسِلْهُ مَعَنَا غَدًا يَرْتَعْ وَيَلْعَبْ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ (12) قَالَ إِنِّي لَيَحْزُنُنِي أَنْ تَذْهَبُوا بِهِ وَأَخَافُ أَنْ يَأْكُلَهُ الذِّئْبُ وَأَنْتُمْ عَنْهُ غَافِلُونَ (13) قَالُوا لَئِنْ أَكَلَهُ الذِّئْبُ وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّا إِذًا لَخاسرون(14).

5/ دیوسف(ع) غورځول په کوهي کي:

   دیعقوب (ع) زامن له کوره ووتل او يوسف(ع) یي له ځانو سره ملګري کړو،او پلار یي وروته وویل چي له یوسف(ع) څخه بي پامه نشی ، دوی ورته وویل چي بی غمه اوسه، هغه زموږ ه ورورده موږ به هیکله له هغه څخه بي پامه نشو.

   یوسف (ع)په دي امید وه چي په مخکي به یي لوبي وخوشحالي وي، خو په  دي باندي نه پو هیده چي دزماني غداریو به ورته مخکي دبدبختیوکوهي کندي او یا به یي دزحمتونو په کوډه وماته لاره کي دغلامي پړي ورپه غاړه کوي.

   کله چي دوی له کورنه لري او دپلار له سترګو فناه شول،نو له یوسف(ع) سره یی بدلاري پیل کړه،چي دی یي په بدو خبرو او سختو وهلو کي راګیر کړ، هر یوه به چي پر ده باندي دڅپیړویا سوکانو ویل پیل کړل، نو دي به بیا یوبل ته وروتښتید ه ،چي ګوندي له وهلو څخه به یي خلاص کړي ، او مهرباني او زړه سوی به ورڅخه وُویني، مګر افسوس داچي هغه به هم پرمخ څبیړي ورکړي، دخلاصون داومیدلاره به یي پري لنډه کړه،ترهغي پوري چي ټول پري راټول شول، او دِده دوژلو نیت یي وکړو، خو- یهوذا – چي له دوی څخه دیوسف(ع) دنه وژلو ژمنه اخستی وه، راپورته شوورته ویي ویل چي یوسف(ع) مه وژني،  که چیري هرومرو ځانونه ورڅخه خلاصوی ، نودیوه ږورکوهي تل ته یي کوز کړي او هلته یي ژوندی پریدی، پخپله به مړشي،او یابه یي دلاري کاروانچیان له کوهي څخه را وباسي له ځانوسره به یي واخلي، او تاسو به ورڅخه خلاص کړي.

   دوی دیهوذا خبره واوریدله،پړي یارسي یي راواخستلو،اود یوسف(ع) کمیس – قمیص – یي د ده له بدن څخه راوُوِیست، او دی یي لوڅ لپړپرپه پړي ټینګ وتاړه چي په کوهي کي یي ورکوز کړي، یوسف (ع)چي هرڅومره هڅی وزر وزاري وکړي ،خوپه بي رحمه زړوکي هیڅ مهرباني او انساني الفت راپیدا نشو، دی یي دکوهي – څا – غاړي ته رانږدي کړ ،او دده کوزول یي په کوهي کي پیل کړل، په دي دمرګ او ږوند تر منځ لحظه کي ، یوسف (ع) به په خپلو ګوتو لاسوباندي دکوهي څنډي غاړي نیولي چي ګوندي خلاصون به راپیداشي، خوهغوي ظالمانو به دهغه په ګوتو ولاسو باندي قدمونه ورایښودل چي دی په کوهي کي لاهو شي.

   کله چي په کوهي کي یو څه اندازه کوز شو دوی وغوښتل چي پړی پري کړي ،چي دی په تیزي اوچټکتیا سره ولویږي، او مړشي، مګر یهوذا دوی پري نه ښودل چي دا کار وکړي،هغه وه چي یوسف (ع) دکوهي په اوبو – میو – کي ورګزارشو اوپکښي ډوپ شو ، خوپاک الله دده خلاصون په هغه لویه ډبره باندي چي – راغوفه ـ ورته وایي وکړ ، کومه چي دکوهي په منځ کي تراوبونه لوړه وه، او یوسف(ع) له اوبونه پري ورپورته شواو پري کښیناست .

   ورڼویي چی ولیدل چي دي داوبو په ډوپیدو کي مړ نشو، نو په دې فکرکي شول چي لویه ډبره راواخلي دیوسف(ع) په سرباندي یي په کوهي کي ورواچوي، چي په دي ډول سره به دي هرو مرو لاندي په څا کي مړ شي، خو یهوذا بیا هم دوی پرینشودل چي یوسف (ع)لاندی په کوهي کي دوی مړکړي.

6 / دیوسف(ع) وصیت اود وحې راکوزیدل:

      کله چي یوسف(ع) وکتل چي له کوهي څخه وتل ناممکن کار ده ، او شاید چي دډیرو شپو ورځو له تیریدو سره به مړینه او مرګ هم راتلونکي وي،نو خپلو وروڼوته یي دکوهي له تل نه داسي وینا پیل کړله:- اِی زما وروڼو، دهرمړي له خوا مخکی له دینه چي ساه یي وخیږي یو وصیت اوریدل کیږي، نوتاسو زما دا وصیت واوري، هغوي ورته وویل چي وایه ستا وصیت څه دي؟  یوسف(ع) ورته وویل که تاسو سره ټول شوي او یو پربل ډاډه کیږي نو زما یوازیوالي درپه یادکړي،که خواړه مو وخوړل نو زما لوږه درپه یادکړي، که څه مو وُڅیکل نو زما تنده درپه یادکړي،که چیري پردیس مو ولید نوزما پردیسي درپه یاد کړي،که چیري ځوان مو ولید نو زما ځواني درپه یادکړي  ..

     خوپاک الله(ج) پوهیده چي هغوي به په یوسف(ع) باندي رحمت ومهرباني ونکړي، نوځکه یي د- جبریل – په خوله هغه ته وویل چي نوربس ده اوس دادوعا وُوایه :- یا زما لویه وډیر مهربانه څښتنه ، یا دهرپردیس ډاډګره، یا دهربیریدونکې دپناه ځایه، یا دهرکړاوحل کونکې،یا په ښګاره وپټه خبره باندي پو هیدونکي،یا دهرشکایت سرته رسونکې،یا دهرڅه حاضرکونکې،یا تل ترتل ژوندیه ، یاتل ترتل جوته وقائمه، له تانه غوښتنه کوم چي امید مي په زړه کي واچوي، ترهغه چي غم راسره نوي،او بي له تانه مي فکر په نور څه باندي وانچول شي،او زما دې حال ته خلاصون و وتل پیداکړه،داځکه چي ته په هرڅه باندي قدرت لرونکی یي -.

    کله چي یوسف (ع) دادوعا ویله ،پریښتو- ملائکو- وویل چي اِي زموږه لویه ومهربانه څښتنه ، موږ د دوعا اوازاورو، اواوازخوهم دځوان ده ، مګر دوعا  چي ده  دپیغمبردوعاده، پاک الله(ج) ورته وویل کوم چي تاسو وایي ټیک ودرست دی .

   په همدي  دزړه تنګي سخت وخت کي لوي څښتن هغه ته جبریل راولیږه چي ورته ډاډ ورکړي ،نورمه خفه کیږه،اوس به ستا  خلاصون اوله کوهي څخه وتل وشي،او ته به ستا په وروڼو باندي باندي بریالي شي ،او شان به دورڅخه لوړشي،او ورسته به بیا ته هغوي په  دغه کار باندي خبر کړي، کوم چي هغوي ستا په حق کي کړي دی، په داسي حال کي چي هغوي به دااحساس نه کوي اونه به تا پیږني.( فَلَمَّا ذَهَبُوا بِهِ وَأَجْمَعُوا أَنْ يَجْعَلُوهُ فِي غَيَابَةِ الْجُبِّ وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِ لَتُنَبِّئَنَّهُمْ بِأَمْرِهِمْ هَذَا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ (15)

   داوه دلمړي ځل لپاره چي په یوسف(ع) باندي دنبوت و حي راکوزیږي ،په هغه ژوره څا – کوهي – کي کوم چي دی دخپلو وروڼولخوا پکښي ورلویدلي وه، او لاندي په کوهي کي دلویي ډبري په سر دابو په منځ کي ناست وه، او پاک الله(ج) ته لاس په دوعاوه، چي دخپل فضل او رحمت دروازه ورته وازه کړي.

      وایي چي داکوهي د- بیت القدس – کوهي دی، چي دمفسرینو تر منځ پکښي اختلاف دی،او په دې اړوند باندي دوی داسي وایي:

    أ – ابن کثیراو پلویان یي وایي چي: غیابه الجب ، دکوهي تل او لاند ینی برخه ده.

   ب – قتادة وپلویان یي وایي چي : غیابه الجب،دبیت المقدس دکوهي نوم ده،  خوپه حقیقت یي خدای خبرده.

    وایي چي  یوسف (ع)   په دي وخت کي اتلس کلن وه ،اوځني نور وایي چي تردې نه کمکي وه.چي په دی باندي هم خداي خبرده.

7 / په وینو لړلی کمیس:

   محمد بن اسحاق وایي : کله چي دیوسف(ع) وروڼو هغه په کوهي کي ورګزار کړو بیا ورسته دوی ټوله ورځ دکوهي په غاره باندي تیره کړله، کله چي شپه راغلله دیوسف(ع) کمیس یي په دروغجنو وینو باندي ککړاو ناغیړه کړو،او له ځانو سره یي راوړ،په داسي حال کی چي هریوه به له ژړا نه ځان شین ښکاره کاوه، اوخپل پلار ته به یي ویل : موږه یوسف(ع) دکالیو دساتلو لپاره پریښود ، اوموږ له هغه نه لږ څه لرې دڅه د راپیداکولو لپاره لاړو، کله چي بیرته راوګرځیدو یوسف(ع) مووُنه لیدو،او لیوه خوړلي وه،داده  دهغه کمیس موږ تالره راوړل، ترڅو چي ستا دقناعت لپاره زموږ دلیل وي، ،داځکه که موږ هرڅومره ریښتیا وُوایو خو بیا هم تاته دروغجن ښکاریږو.

    یعقوب(ع) چي دیوسف(ع) کمیس ولید ورته ښکاره شوه چي دشرمشر دداړو نښی ونښاني پکشي نشته، او نه کوم ځاي پکشي څیري ښکاریږي ، ورته جوته شوه، چي دیوسف(ع) په وژلوکي دوي نیغ لاسونه لري، نو خپلو زامنوته یي مخ ورواړاوه او ورته ويي ویل چي:تاسو پخپله دا کار کړي،خوزما دصبر زما په څښتن وي، او زه به هغه صبر کوم چي بي الله(ج) څخه یي بل چاته شکایت نشي کیداي،او پاک الله (ج)به زما مرسته کونکي وي په کومو کارونوکي چي تاسوکړي اوکوي یي، (وَجَاءُوا أَبَاهُمْ عِشَاءً يَبْكُونَ (16) قَالُوا يَا أَبَانَا إِنَّا ذَهَبْنَا نَسْتَبِقُ وَتَرَكْنَا يُوسُفَ عِنْدَ مَتَاعِنَا فَأَكَلَهُ الذِّئْبُ وَمَا أَنْتَ بِمُؤْمِنٍ لَنَا وَلَوْ كُنَّا صَادِقِينَ (17) وَجَاءُوا عَلَى قَمِيصِهِ بِدَمٍ كَذِبٍ قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنْفُسُكُمْ أَمْرًا فَصَبْرٌ جَمِيلٌ وَاللَّهُ الْمُسْتَعَانُ عَلَى مَا تَصِفُونَ (18) )

8 / کاروان په لارې یوسف(ع) په کوهي کي:

   ګوره دلوي څښتن کارونه چي یوسف(ع) تورې شپې دکوهي په توروتیاروکي تیروي، او پلار یي دهغه په بیلتون او ورکتیا کي اوښکي تویوي، ترهغه پوري چي خپل نظر له لاسه ورکوي، او ړوندیږي،بیا بیرته په يوسف(ع) باندي دنیا رڼا کوي،او پیغبریي په مصرکي ښکاره کوي ،او یعقوب(ع) ته یي خپل ورک وشي نظربیرته ورګرځوي  ، اودخپلو ځامنو په منځ کي یي معتبر کوي، ترڅو چي عاقلانوته څرګنده شي چي د الله(ج) په کړو وړو او ویلو کي  هیڅ شک وتغیر وتبدیل نشته.

   یوسف (ع) په کوهي کی ناست ده او په دې باندي ایمان لري چي دالله(ج) رحمت راتلونکي دی، او دسوداګرو کاروان په لاري راروان دي، او هغه کوهي ته نږدې یي کډې واړولي کوم چي یوسف(ع) پکښې لاندې لویدلي دي،او دخلاصون په انتظار دي، سوداګروله خپل منځ څخه یو وګړي  چي دابو- میو- اود ابوپه ځايو پیږندلو کي یي پوره تجربه درلودله، کوهي ته يي ورولیږه چي اوبه تريني راوباسي، کله چي کوهي ته ورورسیده ، او سولاغه یي پکښي ورکوزه کړله، یوسف(ع) دخدای شکر پر ځاي کړ او ژر تر ژره په سو لاغه کي کښینات او ځان  یي دهغي په پړي باندی ټینګ وتاړه، او شکشکونکو ته یي وویل چي ورو ورو زه بني بشر یم نسیب دلته غورځولي یم،وایي چي سولاغه راکشکونکي کله چي یوسف(ع) دکوهي خولي ته را نږدې کړ او دهغه ښکلا یي ولیدله ږښت ډیر خوشحال شو،او دښکلي هاک د میندلو زیري یي وکړ،او په لوړ اواز سره یي چیغې کړي( یا بشری هذا غلام) ،  ځني مفسرین وایي چي –بشری- دسولاغه راښکونکي نوم دی، کله یي چي یوسف(ع) ولیده خپل ځان یي مخاطب کړ، او دملکیت دنږدیوالۍ له آمله یي دغلام نوم له ځان سره غبرګ کړ،مګر ظاهري مانا دیوسف(ع) دمیندلو دخوشحالي زیری دی ، دکاروان نورو وګړو چي دا دخوشحالي اواز واوریده، په منډه سره دکوهي غاړي ته را ټول شول،ترډیري ګڼي ګوڼي ورسته دوی په دې سره موافق شول چي یوسف(ع) وپلوري او پیسي یي بیا په خپل منځ کي سره وُوي شي، مهمه نده که رقیق – انسان خرڅول – او دشیانو دپلورلو په ډول وي،او ځینو نورو چي زاهدان وه ويي ویل چي په داسي ډول سره یي وپلوري چي څوک ونه وایي چي موږ انسان خرڅونکي خلک یو، مهمه نده که په ډیرو لږوپیسو هم وي.

9 / يوسف (ع) په مصر کي خرڅ شو:

کله چي کاروانچیان مصر ته ورسیدل ، نو یوسف(ع) یي په ډیرو لږو پیسو باندې خرڅ کړ،چي په دې ډول سره یوسف(ع) دپلار له میني نه په کوهي کي بي برخي شو ، او دږوند ازادی یي په مصر کي ورنه لاړله،مزدوریا غلام ورڅخه جوړ شو.

که په ظاهراو ښکاره کي یي خپله ازادي له لاسه ورکړه، خو په باطن او پټه کي پاک الله(ج) په دلاره کي هغه ته  ډیرلوی برم ،عزت ا و لوړ مقام غورکړي وه ، چي دی به  هرومرو هغه ته ورسیږي،او کوم خوب چی الله(ج) هغه ته په وړکتوب کي ورلیدلي وه ، هرو مرو به یي ورته جوته – ثابت – کوي.

نو ځکه دپاک الله(ج) په کړو وړو سره، یو سړي چي – قطفیراو اطقیربن روحیب – ورته ویل کیده، او په – عزیز- دمصریي شهرت درلود یو سف(ع)  یي په لږو پیسو باندي راونیوه،اوعزیزد مصردا چي نن ورته – دوزیرانورئیس – وایي د مصر ترپاشاه نه ورسته دخزانو اود شتنمي او هیواد ټوله واکداري په لاس کی درلودله ، او په خورالوی قصرکي یي ژوند کاوه چي د- بوټیپال ـ په قصر سره یي شهرت درلود.

په تفسیر طبري کي ابن اسحاق وایي :کوم سړی چي یوسف(ع) یي خرڅ کړ هغه – مالک بن ذعر- نومیده، او عزیز دمصرله هغه څخه یوسف(ع) خپلې ښځې – راعیل بنت رعائیل- ته چي بیا ورسته په – زلیخا- باندې مشهوره شوه راونیوه او ورډالۍ یی کړ.

داځکه چي- عزیز- ته یوسف(ع) ډیرښکلي او ادبناکه هلک ښکاره شو،او خپلې ښځي ته یي وویل چی له هغه سره ښه رویه او پاملرنه پري وکړي، بل داچي دوی اولاد نه درلود هیله مند وه  چي یوسف(ع) به دخپلوځانولپاره خپل زوی وګرځوي، او یا به داوي چي یوسف(ع) به له هغوی سره په ږوند کي دهغوی مرستیال وي .

(  وَقَالَ الَّذِي اشْتَرَاهُ مِنْ مِصْرَ لِامْرَأَتِهِ أَكْرِمِي مَثْوَاهُ عَسَى أَنْ يَنْفَعَنَا أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا)

10/ یوسف(ع) د عزیزپه کورکي:

په یوسف(ع) باندې دلوی و مهربان څښتن فضل وشو،کله چې عزیز دمصر دَی په لږو پیسو باندي راوُنیوو، او خپل کور ته یي ورساوه، نوخپلي ښځي ته یي وُوَیل چې  په ده باندې پام کوه، چې دَی به زموږ ځوي او مرسته کونکي وي،وایی چې دمصرعزیز یو ډیر ځیر نظره انسان وو،لکه څنګه چې ابن مسعود –ض – وایي: ترټولو ځیر نظره په خلکو کي دري کسان دي، عزیز دمصرکله یي چې یوسف (ع)خپلي ښځي ته وروسپاره ورته وُیي ویل چې – ښه ورسره وکړه – او هغه نجلۍ کله یي چي له موسی(ع) څخه دخپلو ځارویوپه اوبوکولوکي له هغي سره مرسته وکړه،  نوخپل پلار ته یي وویل چې راوُ یي نیسه، چې زموږ مرستیال وي، داځکه چې قوي وامین دي،او ابو بکر الصدیق کله یي چې عمربن الخطاب امیر دمؤمینینو وګرزاوه.

وایي چې یوسف (ع)  – له اختلاف سره – څورلس کلن وه چې عزیزدمصر هغه راونیوه،اوکور ته یي بو ته،  څرګنده ده چې دا مرحله دځوانانو په ژوند کې دمراهقت ،  کوږوالي و انحراف کړۍ ګڼل کیږي، چي انساني ټولي غریزي پکښې په جوش وي،او دسرتیرۍ جذبات هر څه ته بکښي تیار وي، یوازې هغه کسان چې خدای ورسره مل وي کولي شي چې ځانونه ونیسي.

11 / یوسف(ع) وزلیخا:

یو سف (ع) چې په مصر کي به یي – یوزرسیف – هم ورته ویل، دښایست او ښلا ساری یي نه لیدل کیده ،دعزیزښخي به چې دیوسف(ع) ښایست او دهغه دقوي بدن ښلا لیدله، نو شیطان به ورته په زړه کي له هغه سره دیوځایکیدو خیال و وسوسه ور پیدا کوله،او په دې فکر کي به کیدله چي یوسف(ع) خو مزدوریا غلام انسان ده امکان نه لري چي دباداري خبري وانه وري،نو امکان لري چي هره غوښتنه زلیخا ورڅخه وکړي یوسف(ع) به یي قبوله کوي ، خو په دې باندې نه پوهیده چي کله کله پاک الله(ج) بادونه په هغه لور باندي لګوي کوم چي دسمندر دبیړیو غو ښتنه نه پري پوره کیږي.

هغه وه چي زلیخا یوسف(ع) خپلي خوني – کوټی – ته د پوټیپالپه قصرکي راوغوښت،کومه چي دپاشاهي په مستوا یي سنګار کړي وه،یوسف(ع) چي وکتل ټول شیان په غیر طبیعي ډول سره ښکاریږي، سرکوزي ودریده،اوویي ویل : څه وایي زما باداري؟ زلیخا ورته وویل چي راځه هرڅه تیار دي،یوسف(ع) حیران پاتي شو ، زلیخاته یي وکتل، او په دفکرکي شو چي په څومره ناروا وغلطه لار باندي روانه ده،خو زلیخا په دې فکرکي شوه چي یوسف(ع) ته دهغي غوشتنه ومنل شوه، خو یوسف ته دلوي څښتن دلیل ورپه یاد شو چي دَی له پیغمبرانوڅخه ده، او کومه غوشتنه چي دزلیخا ده ، هغه دشیطانانوڅخه ده، او پیغمبرانوته نه ښایي چي دشیطانانو کارونه وکړي، چي په دې ډول سره الله(ج) له یوسف(ع) څخه ګناه او بدکاري لري کړله، داځکه چي دی دلوي څښتن له اخلاص کونکو عبادت کونکو څه وه ( وَلَقَدْ هَمَّتْ بِهِ وَهَمَّ بِهَا لَوْلَا أَنْ رَأَى بُرْهَانَ رَبِّهِ كَذَلِكَ لِنَصْرِفَ عَنْهُ السُّوءَ وَالْفَحْشَاءَ إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُخْلَصِينَ  (24) یوسف

نو ځکه یوسف(ع) دخپلي باداري- زلیخا- غوشتنه ونه منله، او له کوټی نه د وتلو او تیښتې په فکرکي شو،خو دروازه ټړل شوي وه،اوزلیخا یوسف(ع) ته  وویل چي راځه.

وايي چي يوسف (ع) هغي ته وویل چي زما تيښته به له تانه پاک الله(ج) ته وي ، — عزیز- زما تربیه کونکی او له ماسره ښه معامله کونکي ده ،نو دا هیڅ امکان نه لري چي زه به دهغه نیکي په بدی او نیک کارونه به یي په بدوکارونو باندي بدل کړم، بل داچي یوسف(ع) په دې وخت کي دلوی څښتن دا وینه ولیدله 🙁 ولا تقربوا الزنا انه کان فاحشة وسا ء سبیلا) نوبیړه و تلواریي کاوه چي دروازه وازه کړي، او ځان خلاص کړي،خو زلیخا دهغه دکمیس لمن دهغه ترشاه په منګلوکي ټینکه نیولي وه، په دې کشکولو او راکشکولوکي، یوسف (ع) هڅه کوله چي له کوټي څخه ووځي، په داسي حال کي چي په دروازه کي یي بادار-عزیز- ولاړولیده، او دکمیس ترشاه لمن یي دزلیخا په منګلوکي شکیدلې پاتي وه.

زلیخا چي عزیز ولید نوږرترږره یي دخپلي ګناه دپټولولپاره هغه ته وویل: چي جزاء به یي څه وي څوک  چي ستا په کورنۍ یاناموس باندي تیري وکړي؟هرومرو یا به بندي کیږی اویابه دردونکي عذاب ورته ورکول کیږي.

زلیخا په یوسف (ع) باندي ګرمي وپړي وروُتپلي، او یوسف (ع) وایي چي زلیخا ګرمه ده ، دې له مانه دبدکاري غوشتنه کوله.

دحقیقت دښکاره کولو لپاره وایي چي دمصرعزیزخپل مستشارچي یو عاقل سړی  اود زلیخا دتره ځوي وُه راوغوښت، او ورته وُیي ویل چي په خپل حکمت سره دیوسف(ع) وزلیخا ترمنځ په عدل سره ګرم وناګرم راڅرګند کړي.

دعزیز مستشار ته چي ددواړو خواو خبري ځرګندي شولي،نو په حکیمانه ډول سره یي وُیي ویل : تاسو وګوري که دیوسف(ع)  دکمیس لمن یي مخکی یا وړاندي پري شوې وي، نو زلیخابه ریښتیا وبونکې وي او یوسف(ع) به دروغجن وي،او که چیري دکمیس لمن یي شاته پري شوې وي نو یوسف(ع) به ریښتیاویونکی وي زلیخا به دروغجنه وي.

کله یي چي دیوسف کمیس ته وکتل ویي لیده چي لمن یي شاته یري شوې ده، نو زلیخاته یي وُویل چي دا ستاسو له چلبازی څخه ده، ریښتیاچي پریب وچلبازي مو ډیره لویه ده.

بیا تردینه ورسته عزیز- لوی وزیر- یوسف(ع) ته یي وویل چي خیرده له دې مسألي نه تیر شه،او زلیخاته یي وویل چي  که چیري له ګناګارانو څخه یي ،نوتوبه وباسه او استغفار وکړه چي لوي څښتن درته مغفرت وبخښنه وکړي.

داچي ولي دمصر پاشاه دې لوي مسألي ته چی دهغه دکورني په شرف باندي اړه لری دومره اهمیت ورنکړ،او یوسف(ع) ته هم دومره په غوسه نشوچي یایي مړکړي اویایي له مصر نه وشړي؟ سره له دي چي دی په دې دواړو کاروباندي لاس بر وُه.

  په دې باره کي الامام القرطبي په خپل تفسیرکي وایي:

1/ یوخو داچي هغه په خپله خځه – ښځه- باندې دومره غیور نه وه ، چي دنروالي جذبات یي په وینو کي را وپاریږي،او یوسف(ع)ته جزاء ورکړي،لکه څنګه چي داخوی په مصریانو کي له پخوا نه لاتراوسه پورې وجود لري.

2/ اویابه داوي چي پاک الله(ج) به له هغه څخه پخپلي ښځي باندی ننګ کول اخستي وي ترڅو چي په یوسف(ع) باندي لطیف ومهربان وُاوسیږي،او بخښنه ورته وکړي.

خوماته پخپله برسیره پردي داسي ښکاریږي چي دمصر عزیزیو اوښیار او عاقل انسان ګڼل کیږي،کله چي ورته ثابته شوله چي یوسف(ع) پاک اوبرئ ده، او دبشري نفسیت برخلاف یي په داسي لحظوکی چي بي له پیغمبرانو څخه یي بل انسان نشي زغملی، دعزیزدښیګڼو احترام ودرناوی کړي ده، اودهغه په کورکی یي داما نت دنده په پوره پاکي و ښه ډول سره سرته رسولي ده،او په یوسف(ع) کي کومه ګناه و خیانت نشته،نو ویي غوښتل چي هغه ته په سړه سینه وُوایي چي – پریده داخبره، او خپلي ښځي ته یي وویل چي که چیري ګاه ګاره یي له لوي څښتن څخه بخښنه ومغفرت وغواړه.

12 / دزلیخا خبرد مصرد ښخوپه خولوکي:

سره له دې نه چي زلیخا دډیر لوړ وعالي مقام څښتنه وه،اود ټولو خلکو لپاه یي خورا احترام او درناوی درلود، خوبیا هم کیسه یي له یوسف(ع) سره پټه پاتي نشوه،او دښځو مجلسونه به په هرځای کي پري تاوده وُه،او دسپکو سپورو ویل به د زلیخا غوږو ته ورسید ل، چي دښار ښځو به ویل: دعزیز ښځه خپل ځوان غلام ، دخپل ځان لپاره راغواړي ـ چي بدکار ورسره وکړي- د دې دې پزه پيری شي دا نه شر میږي چي له غلام څخه دارنګه غوښتنه کوي.

کله چي پیغورونه ورکول اوتهمتونه لګول په زلیخا باندي ډیر شول، نو په دې فکر کي شوه چي دمصر نورو ښځو ته څرګنده کړي کوم کار چي له هغي څخه شوي امکان دولري چه هري ښځې څخه به و شي ،که چیري د  دزلیخا په ځای وي .

نو هغه وه چي خپلو خدمتګارانوته یي امر وکړ،چې یولوی میلمتون یا دقصر داستقبال خونې په ډیرو قیمتي شیانو او وریښمینوبالښتونو باندي اوار و سمبال کړي، به داسې حال کي چي ښلا یي ساري ونلري.

کله چي دمیلمسیا تریبات ټول تیار شول، او هرڅه برابر شول، نو بیا یي دښار ټولي خبریالاني ښخي راټولي کړلي، ترلږ راحت نه ورسته یي دهري یوي مخي ته په نالبکيو   کي میوې– مڼې – له تیرو چړو سره کیښودې،او ورته ويي ویل چي دمیوې په پوستولو او خوړلو باندي پیل وکړي،ښځو چي چړي او میوې په لاسوکي واخستلې، زلیخا امر وکړ، چي یوسف(ع) دِدوی په مخکی راښکاره شي.

یوسف(ع) چي ښځو ته راغي او ښځو چي یوسف(ع) ته وکتل دیوسف(ع) ښلا ته حیراني پاتي شولي،له ډیري حیرانتیا څخه یي سترګي په یوسف(ع) ډوبیږي او ګوتي يي له له میوي سره په چړوباندي پری کیږي،او په ډیر تعجب سره وایي چي یا الهي دا له بشر څخه نده بلکه دا پرښته – ملائکه – ده، چي دښکلا ساری یي په بني بشر کي نه لیدل کیږي،او لیدونکی یي په ښلا باندي بي سده اوبيخوده کیږي .او وایي چي:

(مَا هَذَا بَشَرًا إِنْ هَذَا إِلَّا مَلَكٌ كَرِيمٌ (31).یوسف

تردینه ورسته زلیخا امر وکړ چي نور دیوسف(ع) بیرته بهر شي، یوسف(ع) دښځو له مخ نه ورک شو خو دښکلا اثریي دډیرو په زړوکي پاتي شو.

میلمنو ښځو کله چي خپله پاملرنه بیرته خپلو لاسوته راواړوله ویي لیدل چي ټولو خپلي ګوتي لږ وډيري پري کړي دي، زلیخا ورته وویل چي تاسودیوسف (ع)په یوه نظر باندې دې پایلي ته ورسیدۍ، نو زما په هکله به څه سوچ کوي ،چی زه ورسره ټول ږوند تیروم؟ ښځوروته وویل چي ستا ګناه نده ، دې داډول ښلا په مخکي هیڅوک په خپل زړه باندی سیطرت ولاس بري نشي کولای، له تاسره حق دی، نور به موږه پرتاباندي نه پړي واچوو،اونه به تهمتونه درباندې و لګوو.

13 / دزلیخا اعتراف:

ښځو ته دا قناعت پیداشو چي دا دبشریت له ښلا څخه دباندي وتلي ښکلا ته هیڅوک یي په وړاندې خپل ځان نښی تم کولي،نور به نو زلیخا نه ګرموو.

په دي وخت کی زلیخا دوی ته وویل چي تاسو اوس په خپله باندي هغه شی ولید کوم چي تاسو به دهغه په هکله په ما باندي دبدنامۍ تهمتونه لګول، او کیسي به مو په هرځاي کي پري جوړي کړي وې، تاسو دهغه په یوه نظر باندي خپلي کوتي پري کړلي، نوزما زړه به څنګه دهغه په هره ورځ لیدو باندي روغ پاتي کیږي؟

زلیخا هغوي ته زیاته کړه چي باید زه اعتراف وکړم چي له یوسف(ع) څخه ما غوښتنه کړي، او هغه مي خپل ځان ته راغوشتي، مګر هغه زما غوښتنه ونه منله او ممانعت یي وکړ،سره له دې چي ماورته سوګند وکړ که چیري زما غوښتنه وُنه مني، زما دقسم وي چي بندي کیږي به ،او له لویو زیانمنیو سره به مخامخ کیږي،خو سره له دې ټولو تهدیدونو څخه هغه ګناه کاري ته تسلیم نشواو دبشري نفس له غوښتني به يي تیښته خپل څښتن ته کوله او دخلاصون لاره به یي له هغه څخه غوښتله،او ويي ویل چي اي زما څښتنه جیلتون  زما لپاره  ترهغه څه نه ښه ده کوم چي دوی ما هغه ته ورغواړي، چي هغه ته لویه ګناه ویل کیږي،او که نه دښځو بند وبست رانه لري کړه ،او ماله خپل ځان سره یوازي مه پریږده،ځکه زه خپل ځان-نفس- ته بي ستا له قدرت وپاملرني څخه نه  ورته ګټه او نه نُخسان لرم، یوازي ته زما مرسته کونکي یي او زه په تاباندي توکل کونکي یم، ترڅوچي له ناپوهانو څخه وُنه اوسیږم.

(قَالَ رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا يَدْعُونَنِي إِلَيْهِ وَإِلَّا تَصْرِفْ عَنِّي كَيْدَهُنَّ أَصْبُ إِلَيْهِنَّ وَأَكُنْ مِنَ الْجَاهِلِينَ

پاک الله(ج) دیوسف (ع) دوعا ومنله ،او دښځو له چل وبند وبست څخه يي خلاص کړ، دا ځکه چي لوي څښتن خورا پوه او اوریدونګي ده .

( فَاسْتَجَابَ لَهُ رَبُّهُ فَصَرَفَ عَنْهُ كَيْدَهُنَّ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ (34)یوسف

14 / یو سف(ع) په جیل کي:

سره له دینه چي عزیز دمصرته څرګنده شوه چي یوسف(ع) برئ او بي ګانه ده، خو بیا هم ، په یوسف(ع)  باندي دیوي ناټاکلي مودی لپاره په جیل کي دبندي حکم وشو،او په جیل کي دڅوکلولپاره واچول شو .

په تفسیر الطبري کي ابن عباس په دې مانا وایي چي دیوسف(ع) په جیل کي اچول دزلیخا مطلب وه، او عزیزدمصر دهغي دغوښتني دپوره کولو لپاره یوسف(ع) بندي کړ،

وایي چي که یوسف(ع) بندي نشي شاید چي  دتهمتونو کیسي به ختمي نشي او شایعات او اوازي به دعزیز دمقام هیبت بالکل خراب وله منځ څخه یوسي.

خو زه فکړ کوم چي دسیاست په نړي کي ډیر بي ګناه وبي وزلي وکمزوري دزوره ورو او شتمنو ترګناګانو څخه قربان شوي دي، داچي یوسف(ع) بي وزله پردیس غلام کمزوري عبراني ځوان وه، نو که چیري بندي شوی نوای نوخوشي ګدځیدل به یي دمصریانو په منځ کي شاید بده اغیزه کړي وَه،نو په دې ډول سره یوسف(ع) دټولني دټولنیز مصحلت و نوم وننګ دساتلو لپاره ضروری وه چي باید بندي شي.

وایي چي یوسف(ع) دې – درویزه – ترجیل پوري په خره باندي سپور وروُړ شو، او هلته پکښی ورټیل وهل شو، چي په دي ډول سره دهستۍ ومستۍ ګړيۍ په قصرکي ختمي شوي، اود نیستۍ وبدبختۍ ګړي په جیل کي شروع شولي.

یوسف(ع) په جیل کی په خپل ښه اخلاق او نبوي رویه باندي دجیل ټول بندیان دخپل ځان دوستان وګرځول، له یوسف(ع) سره دوه نور ځوانان هم په جیل کي ورننوتل،کله چي دوی دیوسف(ع) نیک اخلاق او لوي الله(ج) ته نږدی والی ولید نو یوسف(ع) یي خورا ډیر خوښ شو ،او ورته ویي ویل چي موږ تاډیر خوښوو،او له تاسره خورا انساني مینه ومحبت لرو، یوسف(ع) ورته وویل چي له ماسره مینه مه ښکاره کوي، له ماسره زما دپلار دمیني ښکاره کیدو زه په کوهي کي وغورځولمه،او دزلیخامیني له ماسره زه دلته جیل ته راوستم، نه پو هیږم چي ستاسو مینه به ماچیرته ورسوي؟

هغوي ورته وویل چي مه خفه کیږه زموږ غوندي بي وزلو بندیانو مینه به که الله(ج) وغواړي تابه لوړا وسعادت ته ورسوی.

په دې دواړو ځوانانو کي یو دمصر دپاشاه –ساقي- جام ګرځونکي وه،نوم یي – نبوا- لکه څنګه چي ابن اسحاق وایي،او هغه بل دمصر دپاشاه – خباز- ډوډی پخونکي وه، چي نوم یي- مجلث- وُه.

السدی په خپل تفسیر کي وایي چي : دوی دواړو وغوښتل چي یو په څکلواوبل په خوړلو کي پاشاه ته – زار- ورکړي، او مړیي کړي.

خو کله چي دڅکلو وخوړلو وخت راغی،نبوا په شرابو کي زار ګډ نکړل، اوجام یي دپاشاه مخ ته کیښود، مګر مجلث ته دا پته نوه چي نبوا به ورسره غداري کوي، په خپله ډوډي یاخوړوکي یي زار ګډ کړل او دپاشاه مخ ته یي کیښودل.

کله چي دمصر پاشاه په ډوډي باندي بیل کاوه ، نبوا ورته وویل چي جنابه ډوډی مه خوره چي پکښی زار ګډ شوي دي، مجلث ورته وویل چي جنابه شراب مه څیکه چي پکښي زار ګډ شوي دي.

باشاه نبوا ته وویل چي شراب وڅیکه، هغه جام راپورته کړ او شراب یي په مزه مزه وڅیکل، بیا یي مجلث ته وویل چي خواړه وُخره، مجلث خواړه ونه خوړل، پا شاه په دوی باندي امر وکړ چي بندیان دې شي ترڅو چي حقیقت ښکاره شي.

یوه ورځ په جیل کي دوي خوب ولید چي : ساقي انګورزبیښي ـ شراب ورڅخه جوړوي- او ډوډي پخونکي دې ډوډي شکور په سرباندي ایښی وي اومرغان ډوډي ورڅخه خوري، دوي یوسف ته وویل چي ددې خوب په مانا باندي موږ خبرکړه.

یوسف(ع) ساقي ته وویل چي ته به تر دریو ورځو ورسته بیرته دپاشاه دربار ته ورګرځي، او خپل کار به په قصرکي کوي لکه ځنګه چي وې.

او ډوډي پخونکي ته یي وویل چي ته به په ستن-عمود- باندي ځوړند یا صلیب کیږي، او دسر وبدن غوښي به دې دهوا مرغان درنه خوري.

کله چي دیوسف (ع) دخوب تأ ویل ومانا حقیقت وګرځید ل، ساقي ته امر وشو چي بیرته خپل کار ته راوګرځي، او په ډوډي پخونکی باندي امر وشو چي په صلیب باندي وځړول شي،ترځو چي عدالت خپله لاره ونیسي.

بیا ورسته یوسف(ع) ګمان وکړ  چي ساقي به له جیل څخه بهرکیږي ، نوځکه ورپه غوږ شو ورته وُیي ویل چي : پا شاه ته زما دخوب ماناکول وُوایه ، اوهیر نکړي ورته وُوایه چي زه مظلوم یم،خو شیطان له ساقي څخه دیوسف(ع) غوښتنه هیره کړله چي خپل بادار – پاشاه – ته یي ورسوي،نو ځکهدی څو کاله په جیل کي پاتي شو.

(وَقَالَ لِلَّذِي ظَنَّ أَنَّهُ نَاجٍ مِنْهُمَا اذْكُرْنِي عِنْدَ رَبِّكَ فَأَنْسَاهُ الشَّيْطَانُ ذِكْرَ رَبِّهِ فَلَبِثَ فِي السِّجْنِ بِضْعَ سِنِينَ (42)یوسف

داچي شیطان دلوي څښتن په نیکارانو بندګانو باندي لاس تیري وسلطان نه لري،نو بیا څنګه یی  دیوسف (ع)غوښتنه له ساقي څخه هیره کړه ؟  شاید چي دابه د دې دووشیانو له أمله وي:

یو داچي پاک الله(ج) دیوسف(ع) په غوښتنه له یوسف(ع) څخه خوابدي شو، چي یوسف(ع) پورتني غوښتنه له خپل خالق څخه ونکړه ، او دهغه له مخلوق څخه یي وکړه،نو ځکه لوی څښتن پریکړه وکړه چي یوسف(ع) ترڅو کلو په جیل کي پاټي شي ،  چي دخپلي غلطۍ جزاء وُویني  ،او عبرت ورڅخه واخلي.

نو ځکه پا الله(ج) خپله ګیله وخوابدي له جبریل سره هغه ته ورولیږله ، کله چي  جبریل علیه السلام جیل ته ورننوت، یوسف(ع) چي ورته وکتل وُیي پیږانده،او ورته وُیي ویل چي : یا دبي ګناه وروره، ولي تا دګناګارو په منځ کي وینم؟ جبریل ورته وویل :یا بي ګناه او دې بي ګناه وروره، زه پاک الله(ج) را ولیږلم چي دهغه سلام پرتا باندي ووایم،او له تانه داتپوس وکړم چي : تا ولي دلوي څښتن په ځاي له ساقي څخه چي بني آدم ده غو ښتنه وکړه؟ چي پا شاه ته ستا دخلا صون يادونه وکړي، ته وَیللی شي چي :-

1 / ته چا دوروڼو له وږلو څخه خلاص کړي؟

2/ چا له کوهي څخه راوُوِیستلي؟

3/ چا دزنا کولو له ګناه څخه بچ کړي؟

4/چا دښځو چل وکید درڅخه لري کړ؟

5/ چا درته دخوب مانا ورکول وښودل؟…. په دې ټولو کي به ستا ځواب څه وي؟

یوسف(ع) ورته وویل چي الله جل جلاله – هغه یوازي په هر څه باندي قدرت لرونکي ده، او زما توکل یوازي په الله(ج) باندي ده،اوزه یوازي له هغه څخه مرسته غوښتونکي یم،او له بل هیڅ مخلوق څخه غوښتنه نه کوم.هیله ده چي لوي څښتن راته بخښنه وکړي.

جبریل ورته وویل چي دعبرت ویادوني په لحاظ به الله(ج) تالره دڅو کلو لپاره په جیل کي پاتی کیدل جزا‌ء درکړي، او نورپه درته مغفرت وکړي.

په دې هکله رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي :- ( رحم الله یوسف لو لا الکلمه التي قالها: اذکرني عند ربک، ما لبث في السجن بضع سنین).په عربي کي بضع له- 3- کلو څخه -9- کلوپوري ګڼل کیږي.

بل داچي زه فکر کوم چي یوسف(ع) دحکومت دلویانو به حکم باندي بندی شوی وه، نو شاید چي ساقي ته به بیره ورتلله چي که پاشاه ته دیوسف خبره رایاده کړي ، امکان دولري چي خوښه به یي نشي، او شاید چي دساقي په کار وقدر باندي به بده اغیزه وکړي، نو ځکه یي غوره ولیدل چي دیوسف(ع) خبره یو بل مناسب وخت ته پریدي.

او دا هم څرګنده ده چي ساقي دپاشاه ډوډی پخونکي په غدر وناځواني سره له منځ نه یووړ، چی له نیککارانو څخه نه شمیرل کیږي، نو شیطان کولي شي چي په اساني سره دیوسف(ع) غوښتنه هم ورڅخه هیره کړي.

15/ دپاشاه خوب لیدل:

دمصر لوی پاشاه – ریان د ولید ځوی – په خوب کي ولیدل چي اوو- 7 – چاغي په غوښوپتې غواګاني وي ، اوو-7- نوري ډنګري غواګاني وي چي په چاغو غواګانو پوسي راپاڅیږي، او په خوړویي پیل کوي ترهغي چي خوړل یي ختم کړي، او یوازي ښکرونه یي پاتي شي ،اود ډنګرو غواګانوپه ځانوکې هیڅ تغیرهم را نشي،نه چاغې شې،اونه یې ګیدې وپړسیږې.

اوو-7- دغنموشنه وژي،اوو نوروچ وژی وي،وچ وژي دشنو وژیوپه خوړلو باندې پیل وکړي،ترهغژ پورې چې هیڅ هم ورڅخه پاتې نشې، په داسژ حال کې چې د وچو وژیوپه رنګ وانځور کي   هیڅ تغیرهم نه راځي، نو اي خلکو تاسو زما دخوب مانا راکړي،که چیری دخوب مانا ورکونکي یاست.

دپورتني خوب په مانا ورکولوکي کاهنان دغیب دروغ ویونکي، دستورولیدونکي،ساحران،جوګییان،دلارداثرپیږندونکي،مشران،    اومخورخلک ټول ناکام پاتي شول،او ويي ویل چي داډول خوبونوته رنګارنګ ودرغجن خوبونه ویل کیږي.

په دې وخت کي دپاشاه ساقي ته ورپه یاده شوه چي یوسف(ع) دخوب دورکولو په ماناکي پوره پوهَ لري،او پاشاه ته یي وویل چي زه به ستا دخوب مانا درته راو ړم،یوازي ما یوسف (َع)ته ورولیږي ،پاشاه موافقت وکړ، او ساقي په منده سره یوسف(ع) ته تر جیل پوري ورغی،او دپاشاه خوب یي روته بیان کړ، او مانایي تريني وغوښتله، یوسف(ع) له ساقي څخه هیح پُښتنه او ګیله ونکړه، چي تا ولي زما غوښتنه هیره کړي ده، بلکي په نیغه او چټکي سره یي ساقي ته وویل:- تاسو به اوو-7- کلونه پرله پوسي کروندي کوي،کوم محصول چي تاسو لوکوي او ریبي یي ،دهغو داني به په خپلو وښو وپوستکوکي وساتي،یوازي دخپل خوراک په اندازه به تاسو له هغو څخه پاکول ومیده کول کوي،او نور به په خونو کوټو او مخزنوکي ساتي،داځکه چي بیا ورسته اوو-7- نور کلونه راځي چي به سخته وچکالي وي،او ستاسو ټولي غلي به کومي چي  دې راتلونکو وچکالیوکلو لپاره به موساتلي وبسپنه کړي وي پکښی خلاصیږي، یوازي ډیري لږ ي ساتلي شوي غلي به له تاسو سره پاتي کیږي، ورسته به بیا یوسمسور کال راځی چي ډیر بارانونه وخیرونه به پکښي وي، تاسو به پکښی هغه شیان کری لکه کروم چي شراب ورڅخه جوړوي ، اوهغه شیان لکه زیتون چي غوړي ورڅخه جوړوي،داستاسو دخوب ماناده

16/ له جیل نه دیوسف(ع) وتل:

   داځلي ساقي په جیل کي دپاشاه دخوب مانا له یوسف(ع) څخه واخسته ،او بیره یي نشته  که دیوسف(ع) کیسه پاشاه ته وکړي،او غوښتنه یي ورته یاده کړي،دا ځکه چي پاشاه پخپله هم غواړي چي یوسف(ع) له جیل څخه راوباسي.

   کله چي ساقي دخوب مانا پاشاه ته وړاندي کړه او دیوسف(ع) حال یي ورته بیان کړ، امر یي وکړ چي یوسف(ع) له جیل نه را وباسي او دهغه حضورته یي راولي، خو یوسف(ع) وویل چي زه له جیل څخه نه وزم ترهغي چي زما بي ګناهي ټولوته ښکاره نشي، او ټولو ته دا مالومه شي چي زه په ظلم باندي بي ګناه بندي شوي یم.

17/ دیوسف(ع) دپاکي وبي ګناهي اعلان:

پاشاه چي دیوسف(ع) دینداري ، ایمانداري ،صبرجوته متانت، عقل وزکا او دنیکاري نورغوره صفات ولیدل، ورته ښکاره شوه چي دی په رښتیا سره پاک وبي ګناه ده،نو ضروری یي ولیدل چي دې ده بي ګناهي ټولو خلکو ته اعلان شي، نو هغه ښخي کومي چي دیوسف(ع) په لیدوسره یي ګوتي پري کړي وي،چي له هغوي سره زلیخا هم وه دتحقیق لپاره را وغوښتلي،او ورته ویي ویل چی تاسو کله یوسف(ع) خپلو ځانوته دلیدلولپاره راوغوښت ،نو تاسو په هغه کي څه وایي ،هغوي وویل چي یوسف(ع) یو پاک انسان ده ،له خپل څښتن څخه وریدونکي ده، او په هغه باندي توکل کونکي ده، او له هري بدکاري څخه خپل خداي ته ټښتیدونکي ده، او له هغه نه دخلاصون مرسته غواړي او بي له خیره وامانت وښه اخلاق څخه موږ له هغه څخه هیڅ نور شي ندي لیدلي ،  په دي وخت کي دعزیز ښځه زلیخا را پورته شوه او ويي ویل چي اوس دحق دراښکاره کیدو وخت راغي،باید زه حقیقت ووایم هغه داچي یوسف(ع) ماخپل ځان ته راغوښتي ده،زه ګناه ګاره یم ،یوسف(ع) بي ګناه ده، او هغه رښتیا ویونکي ده،دروغ نه وایي

.18/ یوسف(ع)له جیل څخه راووت:-

کله چي دیوسف(ع) براءت وپاکي وسپیڅلتیا ټولو خلکوته مالومه شوله،پا شاه امر وکړ چي یوسف(ع) په ډیر غزت ودرناوي سره په ګاډی کي- چې دهغې زمانې دپاشاهیانو دسپرلۍ وسائل وه- سپوردخلکو له بدرګي وښه راغلاست سره دهغه دربار ته را ولي،او دخلکو په وړاندي یي دسپیڅلتیا اعتبار وروګرځوي.

19/ یوسف(ع) دمصر دپاشاه په قصرکي:

هغه یوسف(ع) چي په تهمتونوباندي ککړپه خره باندي سپور جیل ته لاړاو پکښي ورټیل وهل شو، ګوره چي لوي څښتن(ج) په څومره سپیڅلتیا وکرامت سره په ګاډیو او تودو ښه راغلاستو باندي دپا شاه قصر ته ورننوُست،او دپاشاه مستشارومرستیال یي وګرځاوه،او دمصر دشتمني ټوله واکداري یي ورته ورکړه.- انه علی کل شئ قدیر-.

یوسف(ع) دپیغمبرانو له کورني څخه وه نو په معنوي خبرو کي یي هرچاته قناعت ورکولی شو،بل داچي له غلامي نه ترازادی پوري دمصر دلویانوسیاستمدارانوپه قصروکی اوسیدلی وه،نوشک نشته چي په مادی وسیاسي لوبوکي هم ډیر تکړه وه.

نو ځکه دمصر پاشاه وغوښتل چي دی دخپل ځان مرستیال وګرځوي، او ترلږخبرواترو ورسته یي ورته وویل چي ته  نن زموږ لپاره دلوړځای ولوی امانت څښتن یي،خوموږه نه پوهیږو چې تاته کوم کار دروسپارو، یوسف(ع) ورته وویل چي دځمکی دخزانو وکنزونو واکدار مي کړه،زه خورا پُوه –عالم- او پوره  امانت ساتونکي یم.( وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ أَسْتَخْلِصْهُ لِنَفْسِي فَلَمَّا كَلَّمَهُ قَالَ إِنَّكَ الْيَوْمَ لَدَيْنَا مَكِينٌ أَمِينٌ (54) قَالَ اجْعَلْنِي عَلَى خَزَائِنِ الْأَرْضِ إِنِّي حَفِيظٌ عَلِيمٌ (55) یوسف.

دمصر پاشاه دې ده غوښتنه ومنله،او دی یي برسیره پردي چي دپاشاه مرستیال وُه دمصر دخزانواودغلي دګدامونو واکدار یي هم ورګره ترڅو چي دراتلونکې و چکالۍ دکلودحل دلاري پوره ترتیب وپلان ونیسي،چي داوو-7- کلودوچکالیولپاره داسي تړون ولري چي خلک له لوږي او بي عدالتي څخه پکښي مړه نشي.

دمصر دین:

په دي وخت کي په مصر کي دین دبوتانو لمانځنه کول وُه،او دیو شمیر لویو کاهنانو له خوا به یي لارښودنه کیدله، دې دوی دیني  لوی معبد به دې دوی دلوی بوت – آمون- په نوم باندي یادیده،او آمون دې دوی دخورا لوی الاه نوم وُه،او هرچا به له خپل بوت سره دامون نوم تړلي وه، دوی به دبوتانوډیر درناوي کاوه، او دهغوي په مخکي به له بدکاري څخه شرمید ل،لکه څګنه چي زلیخا له یوسف(ع) څخه بدکاري وغوښتله  نو دخپل آمون- بوت – په مخ باندی یي بوړني وروچاوُه، کوم چي بیاترډیروکلو ورسته کله چې دیوسف(ع) په مینه کي بوډا وکرغیړنه شوله، هغه یي هغودوو-2- دروغجنوکسانو ته په زیري کې ورکړ،کوم چې دیوسف(ع) دراتک او یادهغه دوجود دې ځای زیری به یي ورته راوړ.

دآمون دمعبد کاهننانو چي ولیدل یوسف(ع)په پا شاهي پرمان باندي- عزیز- دمصر وټاکل شو، نو ډیر خفه شول،او دیوسف(ع) په زد-ضد- باندی یي هلي ځلي پیل کړي، او په پاشاه باندي به یي ملامتۍ وراچولي چی ده کنعاني بیګانه سړي ته دمصر چارواکي په لاس کي ورکړي دي، نو مصریان باید داشَی ونه مني،بل داچي یوسف(ع) دیوه خدای عبادت ته غوښتنه ورکوي، چی داشی به دې دوي دبوتانو دعبادت کولو لپاره ډیر لوی خطر وي،په بیل ډول سره که چیري خلک پوشي چي دیوسف(ع) دین حق ده او دآمون عبادت باطل ده.

خو دمصر پاشاه ته دا پته وه چي یوسف(ع)په سمه لار روان ده او دین یي حق ده،او کاهنان په کږه لار روان دي او دبوتانو لمانځنه ګناګاري ده، نو ځکه یي دیوسف(ع) په لوی څښتن باندي ایمان راوړ،او دیوه خدای عبادت کول یي په مصر کي رسمي دین اعلان کړ،او دآمون وبوتانو لمانځنه یي ګناه وګنله،چی کونکي ته به یي جزاء ورکول کیږي،په دي ډول سره دپاک الله جل جلاله دیوالي دین دآمون دباطل دین ځای وُنیوه.

ددی لپاره چی دآمون دمعبد لمانځنه بیخي ختمه شي،او دچا په دماغونوکي پاتي نشي، نو دمصر پاشاه چي اخناتون العظیم یي هم ورته ویل خپل داور- حرب- وزیر-هورنهوف – یي دآمون دمعبد  له منځ نه وړلوته ورولیږه،هورنهوف که څه هم دآمون دمعبد عبادتکونکی وه خو دپاشاه حکم او دیوالي دین یي په هرڅه باندې پورته وبرګاڼه ، نو ځکه یي دکاهننانو کړه وړه دآمون په معبدکي ختم کړل ،چي په ختمیدویي بوت لمانځني هم ختمې شوې.

شک نشته چي په دې ټولو کي دلوي څښتن(ج) قدرت ځلانده ښکاري چي وایي : همدارنګه مو یوسف(ع) لره دمصر په خاوره کي واکداری ورکړله، چي کوم شي په هغي کي هرچیرته چي وغواړي ویي کړي، موږ خپل رحمت هرچاته چي وغواړو ورکوویي،او دنیکارانواجرومزدوري نه وَرکووُ، او په تآکید سره چي دآخرت آجر دنړي له اجرڅخه  دهغو کسانو لپاره کوم چي په لوي څښتن باندي یي ایمان راوړ او له هغه څخه وبیریدل خورالوی دی.

(وَكَذَلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِي الْأَرْضِ يَتَبَوَّأُ مِنْهَا حَيْثُ يَشَاءُ نُصِيبُ بِرَحْمَتِنَا مَنْ نَشَاءُ وَلَا نُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ (56) وَلَأَجْرُ الْآَخِرَةِ خَيْرٌ لِلَّذِينَ آَمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ (57)یوسف

په تفسیر ابن کثیر کي محمد ابن اسحاق وایي – په لنډیزسره-: کله چي دمصر پا شاه یوسف(ع) دعزیزدمصر په منصب باندي وټاکه، او دخزانو و ګدامو واکداري یي ورکړه، نواطفیر-عزیز- چي مخکي له دینه دیوسف(ع) بادار وُه،او یوسف (ع) یي په لږو پیسو باندي غلام رانیولي وه، په ناروغي باندي اخته شو ،چي بیاورسته مړشو،او زلیخا دبوټیپال په قصر کي یوازي پاتي شوله.

وایي چی کله یوسف(ع) دآمون په معبد کي داسلام یادیوالي دې دین دبریالیتوب په جوته ومناسبت باندي خلکوته خبری کولي ،زلیخا راغلله – لکه ابن عیاض – چی وایي: او په لوړاوازیي وویل:یا یوسف، یایوسف ،یوسف(ع) اوخلک ورته په پام شول، زلیخا وویل: مننه وسنا لوي څښتن لره ده، کوم چي په خپله لمانځنه باندي یي غلامان پاشاهیان وګرځول،او پاشاهیان یي په خپلو ګناه ګانوباندي غلامان وګرځول.

20/ مصرته دیعقوب(ع) دزامنو ورتلل:

   دلوندکالي اوسپمولیاوو کلونه تیر شول، او دوچکالي کلونه په راتلو شول،یوسف(ع) خو دلوږي له لاسه دمړینې ومرګ سمندر ته پټمونه ټینګ کړي وه،او دلوږي دکړاوو لاري ته یي پلانونه سنجولي وه،نو ځکه دوچکالي کلونه په خیر وپرده باندي ورباندي تیر شول،او له ګاونډیوهیوادوڅخه یي دساتل[مخزون]شویوغلوله لاري خوراشتمنۍ لاس ته راوستلې،چي دیوسف(ع) اصلي وطن- کنعان- هم له وچکالي سره مخامخ هیوادوڅخه وه.

   یعقوب (ع) خپل لس- 10- زامن دغلي داخستلو لپاره مصرته ور ولیږل،دوي ترډیروسټړیوورسته مصرته وُرورسیدل،اویوسف(ع) ته خبرورکړل شوچي دوی کنعانین دي،بیا ورسته دوی ته دعزیز دمصر- یوسف(ع) – دې دربار دننوتلو اجازت ورکول شو،ګوری چي عزیز دمصرپه څوکۍ باندي په ډیر عزت وهیبت سره ناست ده،دوی هغه ونه پیږاندو، که څه هم څینوته شک ورپیداشوچي دوی هغه جیرته لیدلي ده، خو یوسف علیه السلام دوی وپیږندل،چي دوی دهغه دپلار یعقوب (ع) زامن دي.

   السُّدِّيپه خپل تفسیرکي وایي- لنډیز- چي یوسف له دوی نه دنااشناسړي پښتني وکړي:

–        تاسو څله زما وطن ته راغلي یاست؟

–        موږ غلې لره راغلي یو.

–        شاید چي تاسو به جاسوسان یاست؟

–        نه خدای دنکوي.

–        تاسو دکوم ځاي یاست؟

–        موږ دکنعان یو، او پلار مو یعقوب(ع) دلوی څښتن پیغمبرده.

–        هغه بي له تاسو نور زامن لري؟

–        هو، موږ دولس وروڼه وه، وړکی ورورمورانه لاړ په بیدیاکي تري تپ شو.

–        او هغه مو په پلار باندی ترموږه ټولو ډیر ګران وه،او دهغه ورورزموږ له پلار سره پاتي شو.

–        ستاسو له پلارسره پاتې شوۍ ورورڅه نومیږې؟

–        هغه بینیامین نومیږې.

–        سمه ده که چیرې بل وارتاسودلته راځۍ نوبینیامین درسره راولۍ.

   یوسف(ع) په ډیر اهتمام سره دخپلو وروڼومیلمستیا په خپل قصر کي په دیر عزت و احترام سره وکړه،بیایي دوی ته غله وخوراکه ورکړله، او ورته ويي ویل که چيري بله پله تاسو له خپل ځان سره ستاسو له پلار سره پاتي ورور رانوست نو بیا به زه تاسو ته غلله درنکړم،(فَإِنْ لَمْ تَأْتُونِي بِهِ فَلَا كَيْلَ لَكُمْ عِنْدِي وَلَا تَقْرَبُونِ (60)یوسف

   او خپلو نوکرانو ته یي وویل: کومي پیسي مو دغلي چی له دوی څخه اخستي دي بیرته یي دغلي په یوه جوال کي ورت کیږدي ، بدون له دې چي دوی پري پوه شي، چی دابه دې دوی د بیرته راګرځیدو یو بل عامل وي.

   دیعقوب(ع) زامن بیرته کنعان ته راوګرځیدل،او دیوه کال غله وخوراکه یي له ځانوسره راوړله، او خپل پلارته یي دعزیز دمصرښيګڼی له هغوي سره بیان کړي، له دوی سره دیوسف(ع) ښیګڼي او دوی ته دغلي دپیسو بیرته ورګرځیدل،اوعزیزدمصرته دبینیامین هرومرو ورتلل، دیعقوب علیه السلام په زړه کي هیله راډیره کړه چي ګوندی یوسف(ع) به ژوندی وي، خو په مؤکد ډول سره نه پو هیده چي عزیز دمصر به پخپله یوسف(ع)وي.

   شپی ورځی په تیریدو وي، او خواړه وغلي په خلاصیدو وي،لوږي وسختي په راتلو وي،یعقوب(ع) دپاڼ ودپړانګ ترمنځ وه،له یوی خوانه دکورنۍ له لوږي نه ډاریږي،او له بلي خوانه دبینیامین په سرباندي بیریږي، او په زامنو باندي اعتبار نلري، ځکه تراوسه پوري یي دیوسف(ع) په حق کي په جریمي وګناه باندي کومه پیښماني نده ښکاره کړي،او دلوی څښتن تالا په وړاندی یي توبه نده ایستلي،او نه یي له هغه څخه بخښنه ومغفرت غوښتي دی.

   دې یعقوب(ع) زامن دخپل پلار په مخکي راټول شول،او دبینیامین غوښتنه یي وکړه چی هرومرو باید له موږ سره مصر ته لاړ شي، پلاریي ورته وویل چي تاسو به په لوی څښتن تالا ماته سوګند کوي،چي بینیامین ته به کومه بدي نه وراړوي، او هغه به له هرخطرڅخه ساتي،او زه به هغه په لويڅښتن سپارم او له هغه څخه به یي غوښتونکي یم.

   دوی دپلار له غوښتني سره سم دلوي څښتن تالا په وړاندي سوګند وکړو،بینیامین یې له ځانوسره ملګری کړو،او دمصر لورته روان شول، یعقوب(ع) دوی ته وویل چی ښارته له یوي دروازي مه ورننوزي، ځانونه په دروازوباندي وُویشی ، چي خلک مو په سترګو نکړي،او عزیز دمصر مو ډیر والي ته کوم دامونه کي نږدي.

21/مصرته دیعقوب(ع) دزامنو دوهم ورتګ:

دیعقو(ع)زامنوله خپل پلار وکورني څخه خدای په امان شول،د اوږدي لاري له ډیرو کړاووسره مصرته ورسیدل،او دپلار له وصیت سره سم ښارته ورننوتل.

   یوسف(ع) دې دوی په وجود باندي په ښارکي خبر شو،او دوي یي خپل حضورته وروغوشتل،دوی دعزیزدمصرپه مخکي سرکوزي ودریدل، او هغه پري له میني ډک هرکلی وښه راغلاست وکړ، ترخوړلو او څکلو روسته یوسف(ع) دیعقو(ع) نورو زامنو ته اجازت ورکړو چي په ښارکي لیدنه وکتنه وکړي،یوازي بینیامین یي له خپل ځان سره پاتي کړ، دخبرو په ترڅ کي یي ورته ویي ویل چي زه ستا ورک شوي وروریم ،او دنورو وروڼو له خوا پری تیره شوي کیسه یي ورته وکړه،او ورته ویي ویل چي ته دې دوی په کړو وړو باندي پردوی باندي په غوسه مه شه،خو ګوره چي ته دوی خبرهم نکړي،چې زه دتاسووروریم.

    ورسته بیا د یعقوب(ع) د کورنۍ دیوځاي کولواو راټولولو لپاره، یوسف(ع)وبینیامین اودیوسف(ع)ځینومرستیالانود دي موخې وهدف دپوره کیدو لپاره باید بین یامین په مصر کي پاتي شي، خو دپاتیکیدو مهال وسبب نشته ، مګر پاک الله(ج)یوسف(ع) ته دسبب د پیداکولو لارښودنه وکړه، هغه داچي دبینیامین په جوال کي دخپلو اوبوـمیو- څکلو جام پټ ورکیږدي،په داسې حالکي چي هیڅوک یي ونه ویني.

   کله چي دې دوی هر څه دسفر او بیرته تللو لپاره تیار شول، ناڅاپه اواز راپورته شو، چی یاغلې اخستونکودیعقوب(ع) زامنو تاسوغله و ډاکوګان یاست اودعزیز دزرو جام مو غلاکړي ده،کوم چي هغه پکښی دڅکلوشیان څکي.

   دیعقوب(ع) زامن حیران پاتي شول،او ویي ویل چي موږ د دې لپاره نیو راغلي چي دمصر په خاوره کي فساد وکړو،اونه په کوم وخت کي موږه غله وډاکوګان تیرشوی یو، ترلږګڼې وګونې ورسته یوسف(ع)له خپلو مرستیالانو سره راغی،او دیعقوب(ع) زامنو ته یي وویل چي پدی ډول سره تاسو نیکارۍ په بدکاریو باندي بدلوي؟.

   په هغه وخت کي دیعقوب(ع) په دین کي داسي قانون وه،چي غل به دغلاشوی شي په بدل کي – یاګرو،یا بندي ،اویا غلام پاتي کیږي، ترهغي چي دحق خاوند ورته بخښتنه وکړي.( قَالُوا جَزَاؤُهُ مَنْ وُجِدَ فِي رَحْلِهِ فَهُوَ جَزَاؤُهُ كَذَلِكَ نَجْزِي الظَّالِمِينَ (75)یوسف.

   داچي دیعقوب(ع) زامن پوهیدل چي دوي جام ندی غلاکړي، نو دپورتني قانون له تطبیق سره سم یي دیوسف(ع) پلویانوته دخپلو جوالود پلټنې اجازه ورکړه،پلټونکو د دوی دجوالونو پلټني لمړی پیل کړلي، ترڅو چي دوی ته کوم شک ورپیدانشي، چي پلټونکو ته دهغه جوال پته شته کوم چي پکښي دزرو جام پټ شوی ده، په پاي کي پلټونکو دبینیامین په دجوال بیل کړه، اوورک شوي جام یي پکښي پیدا کړ،او په بینیامین باندي په مصر کي دپاتیکیدو امر وشو.

   که چیري دیعقوب(ع) زامنو په غله یاډاکو باندي دمصر دقانون دتطبیق غوښتنه کړي وای، نو بیا به دې دوی ورورپه مصر کي نه وه پاتي شوي،داځکه چي دمصر قانون په هغه وخت کي غله ته یوازي دغلا جزاء ورکوله،خو دا دپاک الله(ج) تدبیر وه چي  یوسف(ع) ته یي ورکړي وه ،ترڅو چي خپل غوښتونکي هدف ته پري ورسیږي.

(كَذَلِكَ كِدْنَا لِيُوسُفَ مَا كَانَ لِيَأْخُذَ أَخَاهُ فِي دِينِ الْمَلِكِ(76).

    دیعقوب(ع) زامن دغلا په جوته باندي ډیر وشرمیدل،اوپه ډیره غوسه سره یي وویل چي ته به وای له بینیامین څخه بیزاره شول،: که چیري دی غلا کوي نو له دنه مخکي وروریي هم غلا کړي ده .

   دې دوی مقصد له – مخکی وروریي- یوسف(ع) وه، وایي کله چي وړوکي وُه، دخپل نیکه دمور دپلار- بوت – یي غلا کړي وه چي مات یي کړي ،یوسف(ع) دې دوی په خبره باندي پوشو ،خو دوی ته یي ښکاره نکړه، او له خپل ځان سره یي وویل:  تاسودخپلو دروغو له کبله دبدترین منزلت او کمتریني قدرداني خاوندان یاست ،دکومو شیانو صفت چي تاسو یي کوي په هغو باندي لوی څښتن تالا پوه شه.( قَالُوا إِنْ يَسْرِقْ فَقَدْ سَرَقَ أَخٌ لَهُ مِنْ قَبْلُ فَأَسَرَّهَا يُوسُفُ فِي نَفْسِهِ وَلَمْ يُبْدِهَا لَهُمْ قَالَ أَنْتُمْ شَرٌّ مَكَانًا وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا تَصِفُونَ (77)

   دیعقوب(ع) زامنو عزیز دمصر ته وویل چي دبینیامین پلار زوړ بوډاده،تاسو دهغه په بدل کي زموږ له منځ نه یو کس خوښ کړي، او هغه پریدي چی موږ یي بیرته خپل پلار ته وروګرځوو،موږ پو هیږو چي تاسو نیکاران ومهربان یاست،یوسف(ع) دوی ته وویل چي: خدای دنکوي چي موږ به بل څوک واخلو بدون له هغه کس څخه کوم چي هغه زموږه جام یي پټ کړي ده،او که نه بیا به موږ ظالمان یو.

   دوی ناامیده شول،اوله خلکو نه کوښه شول چي څه باید وکړي،دې دوی مشر ورور وویل چي ،له موږ څخه زموږ پلار ژمنه ودلوی څښتن تالا عهد آخستي چي بینیامین به بیرته هغه ته ورګرځوو، خواوس داکار ناممکن شو،اوزه به له تاسو سره بیرته کورته لاړ نشم،ترهغي پوري به په مصر کي پاتي شم ،ترڅو چي مي پلار ورونغواړي او یا دالله(ج) حکم نوي شوي، اماتاسو په لوي څښتن تالا باندي توکل وکړي غله وخوراکه ترکوره پوري ورسوي ،او پلارته دبینیامین ټوله کیسه په حقیقت سره وکړي.

    دیعقوب زامن بیرته له مصر څخه خپل انګړ ته را ورسیدل،غلی وداني یي راوړي ،خو بینیامین ولاوي په مصر کي ورڅخه پاټي شول،یعقوب(ع) ورڅخه  تپوس وکړ، چي وروڼه موچیري؟هغوي روته کیسه ټوله وکړه، چي بینیامین دعزیز جام غلاکړ،اودخپل جرم په بدل کي غلام شو،او لاوي وویل چي زه له الله(ج) وله خپل پلار نه شرمیږم ترڅو چي د دوی اجازت نوي بیرته کنعان ته نه ورځم.

   یعقوب(ع)اوکورني یي  د دوی خبره دروغ وګڼله ،خو کوم کنعانیان چي له دوی سره هغوی هم په قاپیلو باندي تللي وه، ددوي په خبرو باندي یي شهادت ورکړو، او دبینیامین په غلا باندي یي تآکید وکړو.

   دیعقوب(ع) په سترګو کي دیوسف(ع) دهجران داور لمبي لا نوي مړي شوي، چي دې دوو-2- نوروزامنو ورکیدل هم ورته غم دپاسه غم شو، جونګړه یي په ځان پوسي وروتړله، له ډیرحسرت وافسوس وخفګان څخه یي په یوسف(ع) پوسي سترګي سپیني وړندې شوې،په داسي حال کي چي خپل غم به یي پټاوه، او په دي عقیده وه چي نازولي زوی یي یوسف(ع) ژوندی ده.( وَقَالَ يَا أَسَفَى عَلَى يُوسُفَ وَابْيَضَّتْ عَيْنَاهُ مِنَ الْحُزْنِ فَهُوَ كَظِيمٌ (84).

 یوه ورځ دیعقوب(ع) زامنوخپل پلار ته وویل چي ترڅو به په یوسف(ع) پو سي ځوریږي، بس ده ځان دې ډنګرشو، زوردلاړ لږ خونور په خپل ځان باندی لطف ومهرباني وکړه.

  یعقوب ورته وویل چي زه تاسو ته دخپل غم څخه شکایت نکوم ،او نه له چا څخه بي له لوي څښتن تالا نه مرسته غوړاړم، او زه باورلرم چي پاک الله(ج) به ماته له دې سختیو څخه وتل راکړي،او زه زماخپل لوی څښتن تالا په هغو شیانوباندي پوهولی یم کوم چي تاسو پري نه پو هیږي( قَالَ إِنَّمَا أَشْكُو بَثِّي وَحُزْنِي إِلَى اللَّهِ وَأَعْلَمُ مِنَ اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ (86) .

   ورسته یي خپلو زامنو ته وویل: اِي زما زامنوتاسودیوسف(ع) او دهغه دورورپه پلټنه پو لاړشي،او دالله(ج) له مهرباني وکړو وړو څخه مه ناامیده کیږي،هیڅوک دالله(ج) له لطف ومهرباني څخه نه ناامیده کیږی،بي له هغه قام څخه چي هغوي کافران وي.

(يَا بَنِيَّ اذْهَبُوا فَتَحَسَّسُوا مِنْ يُوسُفَ وَأَخِيهِ وَلَا تَيْئَسُوا مِنْ رَوْحِ اللَّهِ إِنَّهُ لَا يَيْئَسُ مِنْ رَوْحِ اللَّهِ إِلَّا الْقَوْمُ الْكَافِرُونَ (87).

22// دیعقوب(ع)دزامنو دریم سفرمصرته(دپیږندني مخامخي):

   دیعقوب(ع) زامنو دخپل پلار خبره ومنله، مصرته یوځل بیا روان شول چي له یوي خوا غله ودانه راوړي او له بلي خوا په خپلو وروڼو پوسي ګرځیدنه وکړي،کله چي مصر ته ورسیدل،زرترزره یي ځانونه عزیز دمصر ته ورورسول،او ورته ویي ویل چي وچکال و بي وزلۍ ونیولو ديره تنګي یي راباندي راوستله،تالره راغللوچي مرسته راسره وکړي او له موږ سره بي له یوڅو کرغیړنو پیسو نور هیڅ شي هم نشته،نو تاسو په موږ باندي دتلي مهرباني وکړي،او موږلره خیرات وصدقه راکړي ،پاک الله(ج)خیرت ورکونکوته ښه جزاء ورکوي.

   په دې وخت کي یوسف(ع) وغوښتل چي خپل ځان دوی ته وروپیږني،نوله دوی څخه یي پښتنه وکړ ،ایاتاسو ته یاده ده چي تاسو په خپل وروریوسف(ع) باندي څه وکړل،هغه وخت چي تاسو جاهلان وۍ؟او بیایي خپله پری تیره شوي کیسه دوی ته وکړه،او دوی ته جوته شوه چي دی پځپله یوسف(ع) ده، وروڼویي ډیره پیښماني ښکاره کړه ،هو له ده  څخه یي بخښنه ومعافي وغوښتله، یوسف(ع۹ دوی ته وویل چي زه تاسو په تیره ګناه باندي نه نیسم،او لوی څښتن تالا به تاسو ته بخښنه کوي چي هغه خورا بښونکي وډیرمهرباندی.( قَالَ لَا تَثْرِيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ يَغْفِرُ اللَّهُ لَكُمْ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ (92).

 23/ دکمیس معجزه:

    ترپیږندني روسته یوسف(ع) خپلو ورڼو ته وویل چي ما دمصرله پاشاه نه اجازت اخستي چي دآل یعقوب(ع) لپاره دمصر په خاوره کي ستوګنځای جوړ کړم، اودهغه ټوله کورنی دلته له ماسره واوسیږي،نوتاسوبه اوس بیرته کور ورځي اوله هغي خوا به خپل پلاروکورني ټول دلته را کډه کیږي، هغوی ورته وویل چي پلارمو ړوند دی ،او په راتګ کي به ډیر کړاو ورته پیداشي، یوسف(ع)دوی ته هغه کیس راوړچي ابراهیم (ع) اسحاق(ع)ته ورډالۍ کړي وه ، او اسحاق(ع) بیا یعقوب ټه ورډالۍ کړي وه،او یعقوب(ع) بیا خپل ځوی یوسف(ع) ته ورډالۍ کړي وه، او ورته ویي ویل چي څوک به اوس داکمیس  زموږ پلار ته ورورسوي؟الاوی ورته وویل چي زه به داکار وکړم،کمیس یی واخست اوپه خپل آس باندي سپورشو دکوروپلارلورته په تراټ شو،په دی وخت کي یعقوب(ع) خپلي کورني ته ویل چي په ماباندي دیوسف(ع) بولګیږي،خو هغوي ته داخبره خیال ښکاره شوه، کمي ورخي ورسته الاوي کورته راورسید،ترکورني هرکلي ورسته،خپل پلارته دنوروورڼوله لوري ډاډ ورکړ،چي دوي په لاری دي، او زه تري را په مخکي شوم، چي تاته هغه کمیس زرراورسوم کوم چي یوسف(ع) راته وویل چي دابه پلار ته ورکوې چي په سترګویي کیږدي ، نو لوي څښتن تالا به په ستګو لیدل بیرته ورته راوګځوي .

   یعقوب(ع) چي کمیس واخست کورني ته يي ویل چي نه مي درته ویل په ماباندي دیوسف(ع) بوي لګیږي؟او یوسف(ع) ژوندی ده ، بیاورسته یعقوب(ع) کمیس په ستکو کیښود او لوی څښتن ته په سوجده شو، چي سریي راپورته کړ او کمیس یي له سترګو لري کړ ګوري چي ټوله نړی ورته رڼا او هر څه یي ولیدل ، چي په دې ډول دپاک الله(ج) قدرت دانبیاء په کمیس کي معجزه شو.

   دلته دیعقوب (ع)زامنوله خپل پلار نه بخښنه وغوښله او ورته ويي ویل چي اي پلاره موږ ته مغفرت وبخښنه وکړه، ریښتیا چي موږ لوی ګاه کاران وه، او دیر خطا کونکي وه، یعقوب(ع) ورته وویل : ولي تاسو څلویښت کاله وځورولم،او حقیقت مو رانه پټ کړي وه،ترهغه چي پاک الله(ج) ښکاره کړ،نوبخښنه ومغفرت هم دومره اسان کار نده،شاید چي بیا به ورسته الله(ع) بخښنه درته وکړي.

   تردینه ورسته دیعقوب کورني دمصر لور ته لکه څنګه چي دې دوی نیکونه وه کډي بار کړي،او په لاري کي یعقوب (ع) خپلو زامنو ته له لوي څښتن څخه بخښنه وغوښتله کله چي مصر ته ورسیدل یوسف(ع) او دمصرپاشاه  په قصرکي دیعقوب(ع)او دهغه دکورنۍ ډیرلوی هرکلي وکړ، یوسف(ع) له خپل پلار څخه اجازت وغوښت، لږڅه روسته بیرته په داسي حالکي راغي چي تاج یي په سرایښي وه، دپلار ووروڼوپه مخکي وُدریده، پلاریي چي ولید ورته ياده شوه چي اوس باید دیوسف(ع)  دوړکتوب دخوب دلیدلو حقیقت ښکاره شي،یعقوب(ع)او دیوسف(ع) مور چي په څوکیو باندي ناست وه ،او یوسف(ع) په ډیر عزت سره پري کینولي وه راکوزشول، او له خپلو یولسو زامنو سره یوسف(ع) ته په سوجدو شول ، یوسف(ع) دخپل پلار سرله ځمکي پورته کړ،او ورته ويي ویل : اي زما پلار ه دازما دخوب مانا ده ،  چي زمالوی څشتن تالا  له ډیر پخوا نه تراوسه پوري حقیقت وګرځاوه ،او پر ماباندي یي ډیره مهرباني وکړه چي له جیل څخه یي را وُویستلم، او تاسو یي له بیدیانه ماته دلته راوستلي، سره یوځاي یي کړو ، ورسته تر دینه چي شیطان زما او زما دوروڼو تر منځ شکونه وپریکړه اچولي وه،(وَرَفَعَ أَبَوَيْهِ عَلَى الْعَرْشِ وَخَرُّوا لَهُ سُجَّدًا وَقَالَ يَا أَبَتِ هَذَا تَأْوِيلُ رُؤْيَايَ مِنْ قَبْلُ قَدْ جَعَلَهَا رَبِّي حَقًّا وَقَدْ أَحْسَنَ بِي إِذْ أَخْرَجَنِي مِنَ السِّجْنِ وَجَاءَ بِكُمْ مِنَ الْبَدْوِ مِنْ بَعْدِ أَنْ نَزَغَ الشَّيْطَانُ بَيْنِي وَبَيْنَ إِخْوَتِي إِنَّ رَبِّي لَطِيفٌ لِمَا يَشَاءُ إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ (100).

 24/ دیوسف(ع) ورستي غوښتنه:

   ورسته تر ډیرو کړاونو لوی څښتن د یوسف(ع) ټول دنیوي ارمانونه په نړي کي پوره کړل ،لکه دی چي پخپله وایي: ای زما ربه ، اي داسمانونو وځمکو پیداکونې، تا ماته ملک ومنصب راکړ،او دخوبونو وخبرو مانا وتفسیر دې راته راښودلي، او ته په دنیا وآخرت زما واکداریي،- زما ورستي غوښتنه داده چي- مسلمان مي مړکړي او په نیکارانوپوري مي ورونښلوې .( رَبِّ قَدْ آَتَيْتَنِي مِنَ الْمُلْكِ وَعَلَّمْتَنِي مِنْ تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ أَنْتَ وَلِيِّي فِي الدُّنْيَا وَالْآَخِرَةِ تَوَفَّنِي مُسْلِمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ (101).

24/ دیوسف(ع) ګور- قبر-:

   دادنیا دکرائي کور ده، زموږ نیکاري وبدکاري په هغي کي کرایه ورکول دي،او موږ دالله جل جلاله په وړاندي په خپله کرایه باندي پوښتل کیږو، خودبني بشر ابدي کور اخرت ده، چي دهرچا ورتګ ورته حتمي ده، که څه هم انبیاء وي.

   یوسف(ع) د دنیا له ډیرو هسکو وټیټو،خوږو وترخو…په مصر کي مړشو، او په مصر کي خښ شو، بیا ورسته دموسی (ع) په وخت کي یي هډوکي پلارني ادیري ته په شام کي یووړل شول،او هلته خښ شول،او لوي څښتن یي غوښتنه پوره کړله ، چي په مصرکي مسلمان مړ شو، بیا روسته په شام کي په نیکارانو او انبیاء ورونښلول شو.

(تَوَفَّنِي مُسْلِمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ)

صدق الله العظیم

 

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: