روغتیايي زیانونهژوند راز

ګډوډ او بې ترتيبه ژوند د ګوزڼ لامل ګرځي

په دفتر او کورنو کې بې پلانه او ګډوډ کار د ګوزڼ لامل ګرځي.
د ټيکساس د طبي څېړنو پوهنتون په خپله تازه څېړنه کې ويلي، چې په څو شفټونو کې بې ترتيبه کار کول، د چاغوالي تر څنګ د دماغي ټکان يا ګوزڼ لامل ګرځي.
د څېړنې له مخې انساني ژوند د يو پلان عادت وي او د بدن دننه يوه ګړۍ يې کنټرولو، چې خوب به کله کوې، کله به ويښېږې، خوراک او کار به کله کوې؟ دا او د ژوند هر کار کنټرولوي.
د څېړونکو له قوله کله د شپې او کله د ورځې کار، دګډوډ خوب او خوراک له امله د بدن دننه د کنټرولوونکې ګړۍ فعاليت اغېزمنيږي او ورسره ګڼ مرضونه پېښېدای شي.
څېړنه زياتوي، چې ګډوډ ژوند او کار سره دماغو ته مناسبه وينه نه رسيږي، چې له امله به يې انسان مري او يا تلپاتې معذورېدای شي.
طبي کارپوهانو په دفترونو او کورونو کې هغو کسانو ته مشوره ورکړې، چې بې ترتيبه او ګډوډ کار کوي، له غوړو خوړو،پرله پسې ناستو او سيګرټو پرهېز وکړي او دې سره کولای شي، چې د فالج يا ګزڼ اغېز کم کړي.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: